26.05.2018 (05.03.1397)                                

یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب
انجنیر عبدالصبور ساپی

( دویمه برخه)

په لمړۍ برخه کې مو د حق او د هغه اړخونه، د انګرېزانو کړنې او پښتنوسره ظلمونه،  نارواوې اوهم د پښتنو بېسواد او له تمدن نه محروم ساتلو کې  د انګرېزانو ستر رول او پاکستانته ئې په دې هکله سپارښتنوته د تاریخ دیوې تورې برخې په توګه کتنه وکړه، په دغه برخه کې د فخرافغان باچاخان د عدم تشدد مبارزو ته هم یو نظر واچول شو، اوس راځو پاتې برخې ته!

د باچاخان د عدم تشدد مبارزې پایلې:

که څه هم باچاخان  خپل ټول عمر د عدم تشدد مبارزې په لار کې تېر کړ مګر هېڅکه ئې هم وسلې ته لاس وانچو خو سره سره له دې هم د دې مبارزې اغېز دومره قوي او زننده و چې  انګریز او پنجاب ئې برداشت نشو کولی، نو ځکه باچاخان ئې په  وار وار زندان کې واچو چې په دې توګه  د دهٔ زیات عمر په زندان کې ضایع شو، هغه خواته ګاندي وتوانېده چې خپله د عدم تشدد مبارزه د هندوستان په نیمه وچه کې بریالۍ کړي خو دې خوا باچاخان په مخکې ستر خنډونه پراته ول، دا خنډونه څه ول او څه عامل  سبب شو چې د باچا خان د عدم تشدد مبارزه دې، د پښتنو په ژوند کې دستربدلون سبب نشي او پښتانهٔ خپلې آزادي ته ونه رسېږي او دغه مبارزه دې ملموسې پایلې ونه لري، چې په لاندې ډول ئې څېړم:  

  • ۱- باید له هرڅه مخکې دا ووایم چې  د اوسني ناسور پاکستان منځته راتلل په ۱۹۴۷زکال کې چې د باچاخان د نظر خلاف منځته راغی یا جوړ شو چې باچاخان ئې د جوړېدو سخت مخالف و، مګرعلی جناح غوښتل چې پاکستان جوړشي او دغه برخه کې انګرېزان هم د جناح سره ملګري ول، خدای بخلي باچاخان نهرو ته په سخته ژبه وویل چې «مونږمو خرڅ کړو» نوځکه پاکستان باچاخان ئې هېڅکله ښه نه ليده او د عدم تشدد مبارزې کړاونه له همدې ځايه پیل شول۰
  • ۲-باچا خان د ټولو تلاشوسره سره و نه توانېدهٔ چې دغه مبارزه د یوې واحدې رهبري لاندې راولي، دا د باچاخان ناتواني نه وه، یوه خوا  پرلپسې زندانونه او دبلې خوا د پښتنو مشرانو بې ځایه غرور او د انګرېز د تفرقې اغېز و چې پښتانهٔ ئې ترډېره حده تر تاثیرلاندې راوړي ول، له بده مرغه همدا ذهنیت تراوسه هم پښتانهٔ کړوي خو دوۍ لا هم د غفلت په خوب ویدهٔ دي! دا دې عدم تشدد مبارزه کې یوه ستره تشه وه، خپله  باچاخان په دې هلکه د  آزادي بخښوونکو مبارزو او د هغو د نيمګړتياو په اړه په خپلو لیکنو کې داسې يادونه کړې ده « په دې دوران کې به کله نا کله د پرنګيانو او آزادو قبايلو ترمينځ جګړې کېدلې خو ټول قبايل په يوه سلا او یوه خوله نه ول، نو ځکه انګرېزانو ته څه نقصان نه رسيده، چې مومندو به حمله وکړه وزير، مسود او اپريدي به کرار ناست ول، او که به د اپرېدو او انګريزانو جګړه وه، مومند، وزير او مسود به نه ول خبر، هر يو به ويل چې دا د هغه جنګ دى، موږ يې څه کوو. په کار وه چې ټول قبايل په يوهٔ غورځنګ کې راټول شوي واى، ښه روزل شوي وای او ټول يوځل راپورته شوي واى». چې په خواشینۍ سره باید و وایم چې همدا ستونزه تراوسه هم دوام لري او پښتنانه سره وېشلي دي۰
  • ۳-بله ستره تشه  د باچاخان د عدم تشدد مبارزه کې د خلکو بې سوادي، دسیاسي شعورکمښت، او د فقر ستره او لوړه کچه وه چې پاچاخان ورسره لاس په ګریوان  و که څه هم باچاخان د تعلیم په هلکه ستر ګامونه پورته کړل خو دښمنانو په قرار نه پرېښود چې پورته ورته اشاره وشوه۰
  •  ۴ـکله چې غازی امان الله خان له تخته پرېوته سقوي او بیا نادرخاني منځته راغله باچاخان هغسې چې باید حمایه شوی وای؛ حمایتې نه کېدهٔ، او داسې آزادي بښونکې مبارزې چې ملاتړ ونلري مخته وړل او بریا ئې ګرانه خبرده۰  
  • ۵- د پاکستان استخبارت د انګریزانو تر تربیې لاندې  په پښتنو سیموکې  بی سوادي، فقر اود قومونو ترمنځ د نفاق اور ته لمنه  وهله او دغه سيمې ئې هم له اقتصاد اوصنعت او هم ئې له  تحصیل، فرهنګ او هنرنه محرومې وساتلې، هرڅه ئې دیني مدرسوته وقف کړل  او په دنیائې د بطلان کرښه کش کړه بس تند لاري ئې وروځل چې افغانستان ته سرخوګی پیدا کړي او قبایل وځپي، یعنی پښتون په پښتون ټکول شروع شول۰
  • ۶- په ډېره خواشیني باید ووایم: دخدای بخلي فخرافغان باچاخان له کهولت، ناروغتیا او بیا د دنیانه د جامه بدلولو روسته، پاتې شونو یا ځایناستو د باچاخان آرمان پوره نه شوکړی، د پښتنو له  حقونونه دفاع او ملاتړ،  د باچاخان دعدم تشدد د پالیسي بریا ته رسَول، خپل ځای د پنجاب سره  ګذران  اوفوجیانوسره سرخوزونې ته وسپارهٔ، پښتونخواکې جلسې او مجلېسونه جوړېدل خو دې لپاره نه چې د باچاخان په قدم څنګه پل کېږدي، څرنګه پالیسي او ستراتېژي جوړه کړي یا څنګه د پښتنوحقوق خوندي کړي، څنګه پښتنوسيموکې حق و عدالت تأمین کړي، بلکه له دې لپاره وې چې څوک څنګه ځان څوکۍ او مقام ته ورسوي، څوک څنګه ځان اسمامبلې تالارته ورسوي دا پاليسي سبب شوه چې د پښتنو ټول توان، دې لارې کې ميراتې شي۰
  • ۷-بلې خوا ته د افغانستان ناورین او ناوړه حالات دشورویانو راتګ چې مهاجرتونو او جنګونو زور واخیست د یوشمیرزیاتو ملکونو مرستې پاکستان ته جاري شوې دا  هم د دې سبب شو چې دیوې خوا د عدم تشدد مبارزه خاموشه پاتې شي او د بلې خوا د پښتنو حقوق د پنجابی فوج له خوا غصب او د ټولنیز ژوند ارزښت او آزادي، خوراک دهديرو شي۰

قبایلو او پښتونخوا د افغانستان له انقلابه خپل ملاتړ اعلان نکړکه څه هم د کابل سره ئې اړیکې درلودلې د بلې خوا ئې پاکستان فوج ته اجازه ورکړه چې په قبایلي سیموکې  فعالیتونه ترسره کړي ملتپالو پښتنو کوندونو کولای شول د مېلمه پالنې دود سره سم د مهاجرو کمپوته اجازه ورکړي او د پاکستان  نظامي فعالیت مخه په قبایلو کې ونیسي؛ مګر ونشول، همدا و چې پاکستان رو رو په قبایلي سیموکې منګولې ښخې کړې، د پښتنو له دې مرستې سره سره  د پاکستان فوجیانو  پښتون ضد سیاست پرخپل ځای پاتې شو څه چې؛ لا شدد ئې ونیو، فوجیانو اوISI وغوښتل چې په مجاهدینو او طالبانو افغانستان تر خپل ولکې لاندې راولی یعنی د خپل سیاست تابع ئې کړي او په ضمن کې داسې یوه  لوبه جوړه کړي چې په پښتنو سیمو کې خپل اغېز اوتسلط زیات کړي، دوۍ داسې اټکل کاوه  هر وخت چې وغواړي کولی شي  پاکستاني طالبانو مخه ونیسي نوځکه ئې غوره وګنړله چې خپل ملک کې هم طالبان جوړ کړي چې هم پښتانه پرې وټکوي او هم  د همدې بهانې نه په ګټه اخيستلو پاکستاني فوج قبایلي سیمو ته مخه کړي او دا سیمې خپل واک کې راولي، صوات ، دیر، بنو،  وزیرستان ټوله پښتونخوا ئې بمباران کړه ځوانان و سپینږيرې ترینه په مرموز ډول ورک، زنداني او یا  ووژل شول،  د طالبانو کړۍ چې د دوۍ په واک کې وې د پښتنو ځوانانو په نیولو او وژلو کې استعمال کړې. خوله نیکه مرغه هغسې چې فوجیانو اوISI ګنړې وه هغه نتیجه ئې تر لاسه نکړه،  د پاکستان د فوج او ISI د نظرخلاف نن  دخلکو سیاسي شعور زیاته اندازه لوړشوی په ځوان نسل کې داسې یونهضت او تحرک را ټوکېدلی چې پښتانهٔ ئې ترهر وخته زیات سره یو غږ او یو آواز کړي داسې ښکاري چې د پښتنو په زړونو کې سترغم و درد له پاکستاني کرنیلانو د ظلم او ستم پروت ده معلومه ده چې دا درد او ویر به طوفاني کېږي علامې ئې له ورایه ښئي چې ستر سېلاب راروان ده که نن وي که سبا د دې مخه څوک نشي ډب کولی، پاکستاني کرنیلانو تراوسه داسې  تصور نشو کولی چې پښتانهٔ به وچتېږي خونن دا د پښتون ژغورنې موومنت یا PTM  د پښتنو ځوانانو تحریک ده چې د پاکستاني فوجیانو خوب ئې حرام کړی ده، اوس افغانستان ته یوستر بل چانس پلاس ورغلی ترڅو هم د پښتنو حقوق اعاده کړي او هم پنجاب ته سخت سبق ورکړي، هم په بلوچو سیموکې او هم په پښتونخواکې کوم غورځنګونه چې راټوکېدلي دا د افغانستان په خیر دي خو یوې سترې ستراتېژي او پلان ته ضرورت لري ترڅو دغه پاڅونونه ښه مدیريت شي، بې ځایه به نوي ووایم د خراسان غوښتونکو او وطن پرولونکو بوبولالې د پنجاب یوه دسیسه ده ترڅو افغانستان د پښتنو د دغه غورځنګ له فعالیتو لرې وساتي اوهم ئې د مرستې لاس ورکولو مخه ونیسي،  که د افغانستان دولت دا موقع پیدا نکړي چې د غورځنګ لاس نیوی وکړي دا به ډېر دافسوس خبره وي ځکه بلکل روښانه ده چې د کوزې پښتونخوا د پښتنو بریا د افغانستان سیاسی او اقتصادي ثابت د تل لپاره تضمینوي او افغانستان باید هېڅکله دا فرصت له لاسه ونباسي، دا چېPTM څنګه منځته راغی او څنګه پرمخ ځي د افغانستان رول به پکې څه وي لاندې به ورته کتنه وکړو۰

د دوهمې برخې پای

نوربیا.......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 28. Mai 2018 01:46)

    ساپی صاحب سلامونه او هیلی مو ومنۍ !

    زه هم په قوم صافی او د ځوانی دوره مو له بده مرغه لمړی په وطنپرستۍ ( نشنلیزم )، کمونیزم او بیا اخوانیانو، سلفیانو کی تیره کړی د طالبانو دوره کی مونږ هیواد کی نه وو. مګر کړنی چه یی د نورو سره مقایسه کوو تر نورو یی نسبی تاییدوم د غفارخان ، صمدخان، غنی خان، ولیخان او نورو نومونه به مو ستایل مګر د ټولو د عملی کړنو څخه راته معلوم شول چه یو هم خپلواکی غوښتونکی خوځښتونه نه وو د هیواد ، قوم او حتی دین څخه یی د خبلو شخصی ګټو او مقام د پاره کار اخستلو .
    عدم تشدد اصطلاح د قوم، دین او هیواد دننه دپاره کارول کیږی نه د اشغالګرو په مقابل کی لکه انګریزانو چه د پشتنو هیواد غصب کړی او بیا یی بل چاته ورکړی .
    خپلواکی اخستل کیږی ورکول کیږی نه .

    انګریزانو د هغه استعماری هوشیارتیا له مخی چه لری یی غفارخان او ګوند یی د پشتنو د خبلواکی خوځښتو د مخنیوی د پاره رامنځته او وکارولو ځکه پشتانه تر اوسه د پاکستان ( انګریزانو ) غلامان دی دا لوی بحث دی مننه

  • محمد (Montag, 28. Mai 2018 14:11)

    ددې مقالې محترم لیکونکي چي دومره جزیات لیکلي داسي ښکاري لکه د پي ټي ایم په هکله به زیات معلومات ولري. د افغانستان پښتانه دې خبري ډیر پریشانه کړي دي چي هغه آی ایس آی چي بیت الله محسود او حکیم الله محسود په شان ښاماران په خپلو غرنیو خوندي ځایونو کي ورته ټینګ نه سول او د بینه څخه یې یوړل، د بګټي په شان مهم بلوڅ قومي مشر یې ایره کړ او د بخار دیګ کي یې ښخ کړ. په زرهاوو انسانان یې تری تم کړل لکه لیکوال صاحب چي هم اشاره ورته کړې ده، دا یو د مینا چیچی (منظور پښتون) نه سي ټینګولای چي په کلو او ښارو کي ورته ګرزي. ولاکه چي د کوم پیر تعویذ یې په غاړه کړي دئ. په ۱۹۹۸ کي موږ په کویټه کي وو چي ایجنسیانو د هیواد په هره کوڅه کي د کارمندانو جلب وجزب شروع کړ چي ۵۰۰۰ کلداري به یې ورکولې او یوه تفنګچه او څو مرمئ. بله دنده به یې نه وه غیر له دې څخه چي په خپله کوڅه کي کرۍ ورځ لکه لنډغر ناست وي او د ټولو ګاونډیانو احوال ځان ته معلوموي او بیا په هفته کي یو ځل مرکز ته راپور وړاندي کوي. زموږ ټوله بیروزګاره ملګرو ثبت نام پکښي وکړ. دا هیڅ امکان نلري چي د ایجنسیانو د اجازې پرته هلته یو ولسي حرکت تنظیم سي. دوئ دغومره ځواک لري چي هر داسي حرکت په هسته کي خنثاء کړي. نو اوس په دې خبرو څوک نه خطا وځي. منظور پښتون او د هغه تحریک ددې لپاره راپورته سوئ دئ چي د ډیورنډ لاین د ها خوا هغه سیمي چي زموږ دولت د پیړیو راهیسي دعوه په لري د تل لپاره په رسمي چوکاټ کي د پاکستان د وفاق دایمي برخه وګرزوي. او د اسلامي شریعت د نفاذ غوښتنه چي راپورته سوې وه او فوج په ظالمانه توګه وځپل او د پاکستان د ټولو هغه سیاسي علماوو ارتداد یې ثابت کړ چي پر افغانانو یې د کفر فتوې لګولې او د افغانستان ټول مسلمان ولس یې مباح الدم بللئ وو، د هغه قصو څخه د خلګو د توجه لیري کولو او پر هغه خاوري اچولو لپاره دا حرکت خپله آی ایس آی راپورته کړئ دئ او په افغانستان کي د خراسان تحریک هم ددوئ کاردئ دا څوهمه میاشت ده چي دپي ټي ایم تحریک جریان لري خو یو بنسټیز کار یې هم نه دئ کړئ. نه بې خپل غورزنګ د یوه دایمي سیاسي ګوند یا بهیر په صفت راجسټر کړئ دئ. نه یې خپلي ولایتي او ولسوالي دایمي څانګي تشکیل کړي دي. یو څو زره بیکاره ځوانان دي نه دلته غونډه کړې سبا هلته غونډه کړې نامعلوم لاسونه فنډ ورکوي. که د افغانستان پښتانه هم ورسره ودریږي نو دا به لاهم اسانه سي چي زموږ چارواکي په رسمي ډول د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په ډول ورسره ومني. کله چي د پردې شاته معملات اجراء سول ټوله به کورونو ته ستانه سي او بیا نه ما کړي نه تا. زه حیران دې ته یم چي کار ساده او اسانه کړئ دومره ډرامو ته څه اړتیا. ۱۰۰ کاله بعد هم په افغانستان کي د ولس ریښتنی استاذی دولت تشکیل سي بیا به هم پیښور، لاهور کوټه ګوادر او پیښور به بیله جنګه ورته داسي تسلیمیږي لکه ستر امپراتور لوی احمد شاه بابا ته چي تسلیم سول.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind