23.05.2018 (02.03.1397
یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب
انجنیر عبوالصبور ساپی

(لمړۍ برخه)

ظلم ناروا او تېری چې ترحده واوړي بیا دمرګ او ژوند ترمنځ واټن لنډشي دا ذهنیت د دې سبب کېږي چې صبر او زغم  خپل مفهوم له لاسه ورکړي او له ظالمه د کسات اخیستولاروچارو لټونته معطوف شي او  د ځان ژغورولو لپاره  د هرې  ممکنه لارې په لټه کې شي ترڅو خپل غچ له غلیمه ترلاسه کړي، چې همدا کار د دهٔ حق بللکېږي او حق هغه څيز دی چې انسان یا دحقوقی لارو چارو او یائې د مټ په زور تر لاسه کولی شي،  په اصل کې  حق توان، قدرت، اختیار، او تسلط دی، حق د حق د خاوند هغه قدرت، توان او امتیازدی چې نور کسان ئې نلري یعنی کوم امتیاز او ګټه چې د حق په خاوند پورې ارړه لري باید د نورو کسانو له خوا د هغه د امتیاز، د هغه د حقونو دهغه د مال چه په ده پورې اړه لري احترام  او رعایت وشي او په هغه باندې له تېري څخه ډډه وکړي، آلمانی حقوق پوه « وینشیلد» وایي چې حق یواځې په غوښتلو لاس ته نه راځي او یا په بل عبارت حق صرفاً د غوښتلو په معنا ندی بلکې دحق اصلي مفهوم د حق د تأمين قدرت او توان دی داسې قدرت او توان چې دحق خاوند ته د حق د تصرف او لاس ته راوړلو ځواک بخښي ترهغو چې دحق خاوند دخپل حق د تصرف اوترلاسه کولو واک او قدرت ونلري نشي کولی د خپل حق څخه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي او یا ئې د خپل ځان لپاره په خپله خوښه استعمال کړي، په حقیقت کې ویلی شو چې د یو چا حقوق هغه وخت په عمل کې تحقق موندلی شي چې:

  • ۱- دحق خاوند د خپل حق دلاس ته راوړلو قدرت اوتوان ولري۰
  • ۲-دغه قدرت او توان وکولای شي دحق خاوند ته د خپل حق د تصرفی امکانات برابر کړی۰
  • ۳- دحق خاوند وکولای شي د خپل حق څخه بېله کومې وېرې استفاده وکړي او پخپله خوښه ئې استعمال کړی شي۰

دحقوق پوهانو د نړۍ د سترو فیلسوفانو د نظر سره سم حق داسې تعریفولی شو«حقوق  د حق مجموعه او د هغو کُلي او الزامي قواعدو ټولګه ده چې د نظم د ایجاد او د عدالت د استقرار په خاطر په ټولنیز ژوند حکومت کوي او د هغې اجرا د دولت له خوا تضمینېږي» په پورتني تعریف کې څلور اساسي عناصر ترسترګو کېږي دغه څلورګوني عناصر د حقوقو د تعریف جوهر جوړوي چې د کلیت، الزام، د اجراضمانت اوقلمرو څخه عبارت دي، اوس که په یوه ټولنه کې دولت ظالم وي او د وګړو حقونه تر پښو لاندي کوي او د عدالت په تأمین او اجرا کې دو ګونی چنلد وکړي، وګړي دا حق لري چې د خپل حق د غوښتلو لپاره لاس پکارشي مګر په داسې حالاتو کې بیا حق په منفرد ډول نشي تر لاسه کېدی نو لازمه ده چې یووالی او همغږي رامنځ ته شي، یو موټی یو آوازوچت شي او دا  همغږي د هغه قوتو لخوا چې دې غږ سره هم نظره دي ملاتړ او حمایه شي نو خامخا به بریا ته رسي۰

 

کله چې انګلیسانو د ډیورنډ معاهده لاسلیک کړه نو د انګلیس اقتدار  د ډیورنډ د آغاړې په پښتنو سيمو زیات شو، د ۱۸۹۵ز کال کې ملاکنډ ایجنسي او په ۱۸۹۶ز کال کې د وانه او توچي ايجنسي ګانې جوړې او اداره ئې د پنجاب حکومت ته حواله شوه، سم د لاسه انګلیسانو د کارنیزیونو، ماڼیو، سرکونو، فوزي استحکاماتو جوړول او  د دیورنډ د کرښې په نښه کولو پیل وکړ، پښتنو چې ځان د دې غاړې  ورونونه  جدا ولیدل نو بېرته د یوځای کېدو په هیله په ۱۸۹۷ز کال کې په قیام لاس پورې کړ او د «سمانا» «خیبر» او«شبقدر» کارنیزیونه د پاڅونکو ترحملو لاندې راغلل او دا حالات تر۱۸۹۸ز کال پورې دوام وکړ، امیر عبدالرحمان خان چې د معاهدې ترتاثیرلاندې تللی و نو له دې پاڅونکوسره ئې ونشوه چې مرسته وکړي نو ځکه پاڅون ناکام شو۰

 

کله چې د بریطانوي هند وایسرا «لارد کرزن» وټاکال شو د ۱۹۰۱زکال کې د هزاره او څلورد سند  سیند لوېدیزې غاړې پښتانه چې پېښور، کوهاټ، بڼو او د اسماعیل خان دېره وه له پنجابه جلا او پنځه قبایلی سیمو ايجنسۍ ئې د شمال غربی صوبې په نوم سره یوځای کړې کله چې په ۱۹۵۵زکال کې پاکستان جوړشو صوبه سرحد ئې  پاکستان سره مدغم کړ، «لارد» له نظره دصوبه سرحد جوړول او هغه په پاکستان کې مدغمول  د دې لپاره وکړل چې له یوخوا د افغانستان د زړه نه  جدا شوې ټوټې ته د پاکستان د خاورې په حیث قانوني بڼه ورکړي او د بلې خوا د بریطانوي هندي امپراطوري ستنې مسبوطې کړي۰

انګلیسانو ټول کوښښ دا وه چې د هند مسلمانان او پښتانه مسلمانان له علم و تعلیم و تمدن نه لرې وساتي د پښتنو په سیموکې بې له دیني مدرسو بله هېڅ تعلمي، اقتصادي، تخنیکي اوپراختیایی کومه پروژه عملي نشوه او همدا سیاست ورسته  له  انګریزه پاکستان هم وساتله چې د پښتنو په ژوندکې سترې بدبختۍ منځته راوړې، پنجاب په دې هم بسیا ونکړه پښتانهٔ د ترهګرو په نامهٔ زنداني کوي، وژني او تريتم کوي ئې، ځکه غواړي چې له یوې خوا د پښتنو غرور او وطنپالنې حس وځپي او له بلې خوا خپل تسلط په قبایلي او پښتنوسیمو ټينګ کړي، چېرته چې  فقرفلاکت، ورانې او ويجاړې دي هغه په پښتنو او بلوڅوسیموکې شتون لري چېرته چې پوهنتونونه، فابریکې صنعت، اقتصاد او تکنالوژي ده هغه په سند وپنجاب پورې تعلق نيسي۰

 

ځوانان مو قتل کېږي کورونونه مو ورانېګي پښتون پکې غرقېږي

دا څنګه آزادي ده  !!؟؟

دا هغه غږ دی چې نن غیرتي پښتنوځوانانو وچت کړی ده د دې غږ ملګرتیا د هر پښتون ملي او ایماني دنده جوړېږي، که پښتانه لاهم د زمانې قهر ته چې له زمان نه بېرته پاتي او د پنجاب جبر ته چې  د بې اتفاقي، ظلم او ستم سپېړه ئې ورکړې ده، پټه خوله او غلي پاتېکېږي په یقین چې د پښتنو وجودی شتون به د یو باطور ملت په حیث د پنجاب په منګولو د انقراض په لور لاړشي، دا څه د ټوکو او مسخرو خبرنده دا یوستر عینی حقیقت ده چې د کالو کالو را پدېخوا پښتانهٔ پکې ښکیل دي فقد باید خپل سترګې خلاصې کړي اول ځانته بیا ماحولته او بیا جهانته په رڼو سترګو وګوري خپل حالات وڅېړي او د پنجاب د کړنو انداز واخلي هلته ده چې بیا د حق اخیستلو لپاره یوه لار د اتفاق او پاڅون ده او بس، نو ځکه غوره ګنم چې په لنډه توګه نورو غورځنګو او انقلابو ته یوه لنډه کتنه ولرم خو ترهر څه ړاندۍ د پښتنو د عدم تشدد مبارزو ته یوه کتنه :

 

 

د فخرافغان پاچاخان د عدم تشدد پالیسي مقصد او آغیز:

له نن څخه اتیا کاله مخکې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د بې وسلې پوځ زرګونه غړي په پېښورکې راټول شول او د برتانوي استعمار پرضد یې لاریون وکړ. برتانوي پوځیانو پردې غونډه ډزې وکړې خو امن خوښوونکو پښتنو د ډزو باران ته خپلې سینې ونیوې، او په دې ډول پاچاخان له ګاندي او د عدم تشدد د فلسفې له اصولو سره خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړه. دا د خان عبدالغفارخان، په مشرۍ د عدم تشدد د پوځ د فعالیت پیل و.

 

له ١٨٩٠ز کال څخه تر ١٩٨٧ز کاله چې د باچاخان د ژوند کلونه دي په افغانستان، سيمه او نړى کې مهم  ټولنیز او سیاسی حوادث پېښ شول. د مثال په ډول په ١٩١٤زکال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه، په ١٩١٩زکال کې افغانانو له برتانوي استعمار څخه خپلواکي واخیسته، په ١٩٤٠ کې دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه، په ١٩٤٧ کې د هند استقلال تر لاسه شو او په همدى کال کې د سرطان دانه پاکستان هم جوړ شو.

 

د لومړۍ نړيوالې جګړې د پیل پرمهال چې د باچاخان د ځوانۍ دوره وه هند او د پښتنو د استوګنې ډيرى سيمې د انګريزانو تر مستقيمې واکمنۍ لاندې وې. دا وخت هم په افغانستان او هم په هندوستان کې د آزادۍ لپاره مبارزه روانه وه. پاچاخان په هند او پښتونخوا کې په دغو مبارزو کې چې اصلي محور یې د عدم تشدد فلسفه وه، فعاله ونډه درلودله۰

 

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته و چې د برتانیې او نورو اروپايي استعماري هيوادو په مستعمرو کې د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګونه پيل شول، په دى لړ کې په افغانستان کې هم د آزادي غوښتنې نهضت پیل شو او په ١٩١٩ کال کې افغانانو د اميرامان الله خان په مشري له انګريزانو څخه خپله خپلواکي واخیسته، دا وخت پاچاخان افغانستان ته سفرونه پیل کړل څو خلکو ته د مینې او یووالي پیغام ورکړي.

 

هندی لیکوال او ژورنالیست ،،انندسهای،، چې د افغانانو تاریخ، او د څو وروستیو لسیزو ژوند یې له نژدې څارلی له ګاندي سره د پاچاخان د هڅو او د عدم تشدد د فلسفې د پراختیا لپاره د ده د فعالیتونو په اړه وائي:

((ګاندي یو بېساری شخصیت و چې په زمانو کې یوځل راځي. ګاندي یو ډېر پراخ نفوذ درلود، خو دقیقاً ګاندي ته ورته د ده معاصر، خو تر هغه یوڅه ځوان یو ډېر لوی او ستر پښتون انسان و چې پاچاخان یا عبدالغفارخان نومېده. ده ته په خپله ګاندي د سرحد د ګاندي لقب ورکړی و. پاچاخان هغه پښتون و، چې کلي په کلي، کور په کور وګرزېد او پښتانه یې پوه کړل چې بایدخپلې وسلې لیرې وغورځوي. دهٔ همدا راز ننني افغانستان ته سفرونه وکړل او هلته ئې د سولې لپاره خپل ستر پیغام ورساوه او دا پیغام خلکو ته په زړه پورې و، دهٔ له مینې پرته له خلکو بل هېڅ نه غوښتل.))

 

د افغانستان له خپلواکېدو سره سم او وروسته له دې چې د نړۍ هېوادونو یې استقلال په رسميت و پيژند، خان عبدالغفارخان افغانستان ته ولاړ او هلته یې له غازي امان الله خان او نورو دولتى مشرانو سره وکتل.

 

له دې سفر او کتنو وروسته پاچاخان پريکړه وکړه چې د آزادي د تر لاسه کولو لپاره ضروري ده چې د پښتنو په ټولو سیمو کې خلک له سواد څخه برخمن شى. پاچاخان په دې نظر و چې د تشدد د مخنیوي یوه اغېزمنه لاره تعلیم دی. همدا و چې پاچاخان د پښتنو په بېلابېلو سيمو کې د ښونځيو او مدرسو په جوړولو پيل وکړ. ده په دى برخه ډير زیار وایست او ډېر کړاوونه یې وګالل، خو په پاى کې يې ډير برياليتوبونه هم تر لاسه کړل، د پاچاخان وینا ده چې ویل به یې، زموږ فرض له دنیا نه ظلم ورکول دي او مظلوم له ظالم نه خلاصول، حتی که ظالم زموږ ورور او مسلمان هم وي او دا دعلم او پوهې په رڼآکې ترلاسه کېدی شي۰

 

باچاخان په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړيدو وروسته د عمر تر پايه د خپل قوم د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره د پاکستانى واکمنانو پر ضد مبارزه کوله، ده هېڅکله خپلو پلویانو ته د وسله والې مبارزې سپارښتنه ونکړه، خو له دې سره سره یې د خپل عمر زياته برخه د پاکستان د حکومت په زندانونو کې تيره کړه.
 

هاخوا ګاندي له برتانیې څخه د هند د خپلواکۍ د مبارزې پرمهال د خلکو سیاسي او مذهبي مشر و. د ظلم پرضد د ګاندي د مبارزې اساس وسله وال مقاومت نه، بلکې له حاکم نظام څخه دخلکو پراخه بې اطاعتي وه. دا فلسفه د عدم تشدد پر بنسټ ولاړه وه. له همدې لارې د هند خلکو وکولای شوای چې له برتانیې څخه د خپل هېواد خپلواکي واخلي او همدا مبارزه وه چې په ټوله نړۍ کې د خپلواکۍ او خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خلکو ته د الهام سرچینه شوه، هندی لیکوال او ژورنالیست ،،انندسهای،، د جنګیالیو پر دې ډلو چې برتانوي استعمار تروریستان بلل او ګڼ شمېر یې اعدام کړل د ګاندي د نفوذ موضوع ته اشاره کوي:

 

((له ګاندي مخکې په هند کې چې طبعاً سوله خوښوونکی هېواد دی، هم د ژمنو وطنپالو ځوانانو داسې ډلې وې چې له برتانوي واکمنۍ سره د مبارزې لپاره یې وسلوالې مبارزې ته مخه کړې وه. برتانویانو د دوی ګڼ شمېر د تروریستانو په نوم اعدام کړل. د هند د آزادي بخښونکي نهضت ګڼ شمېر مشران د تروریستانو په نوم یادېدل. دوی ځکه اعدام شول چې وسله یې اخیستې وه. خو ګاندي تر دوی ډېر زیات او پراخ نفوذ درلوده. او ده حتی پر دې کسانو، چې د تروریستانو په نوم یادېدل، هم نفوذ درلود.))

 

د ګاندي د عدم تشدد د مبارزې یو مثال د ۱۹۳۰ کال په مارچ میاشت کې د څلور سوه کیلومتره په واټن پراخ سوله ییز لاریون و. دا لاریون په تاریخ کې د مالګې د مارش په نوم ثبت دی چې د هند د خپلواکۍ په مبارزو کې یې ټاکونکې ونډه لرله او په دې هېواد کې د برتانوي استعمار پرضد د سوله ئیز مقاومت پیل ګڼل کېږي، دا چې مبارزه باید کوم شکل ولري نظرپه وخت او شرایطو پورې اړه لري چې لاندې بحث کې به ورته لنډه کتنه شي.

  نوربیا.......

 د لمړۍ برخې پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder