19.12.2017 (28.09.1396)

یوازې عطا ممد نور خو نه دي
ډاکټر ګل مرجان منګل

د ارګ پریکړه چی عطا به د بلخ له ولایت څخه استفی ورکوي او پر وړاندې یی د عطا او جمعیت ګوند مقاومت چی د ارګ  د همدغې پریکړې پر وړاندې یې په ډیر سپین سترګۍ سره دریږی, نه یی منی د هیواد او ولس په ګټه ځکه نه ده چی سبا  به په بل ولایت کی بل بد ماش یا لنډغر  ورته بدماشي کوي، بلاخره به هیواد د کوچنیو او وړو  وړو قدرتونو د جزیرو شکل غوره کړی، چی دا حالت به افغانستان  د ويشلو یا تجزیه کیدلو  تر سرحده ورسوي بلاخره به افغانان خدای مه کړي خپل هیواد له لاسه ورکړي، ځکه خو هر افغان ته  چې پر هیواد او ولس یی زړه درد کوی  پکار ده چې د حکومت سره اختلافونه یوې خواته پریږدي د زورورو په مقابل کی د حکومت  ملا وتړي.

افغانستان د یو کس، ډلې یا کوم ګوند شخصي ملکیت نه دی د ټولو افغانانو ګډ کور دی ساتل او ابادول یی د ټولو ایماني وجيبه ده.

عطا ممد او ډله یی که دا دلیل وړاندې کوی چی په بلخ  کې په خپله دنده کی بریالی وو یا دی نو حق لري چی د شپاړسو کالونو وروسته د بیا هم په همدغه چوکۍ پاتي شي، دا خبره  په لاندې دلایلو بی بنسټه ده.

اول دا چی عطا ممد د یو ګمرګ چی هغه عبارت د حیرتانو له ګمرک څخه دی ټول عوايد بدون له دې چی مرکزي حکومت ته لاړ شي بیا په مساويانه ډول په ټولو ولایاتونو وویشل شی دا کار نه کوي ټول خپل ځانته ساتي چی یو اندازه به یی د مزار په ابادۍ کې مصرف کړي وي، نور ټول هغه خپل شخصي جیب  ته اچوي چی حساب یی اوس له میلیونونو ور هغه خوا دی، نو که د داسی عوایدو  پر سر هر ناکام والي هم ولاړ وي له عطا ممد  لس چنده ښې ابادۍ کولای شي.

بل خبره دوی د امنیت کوي،  وایی چی عطا ممد په مزار کی امنیت راوستی دي. موږ یی په ځواب کی وایو چی  مزار چیرته پروت دی چی امنیت دلیل راوړي؟ خوست چی د دښمن په منځ کی پروت دی تر مزار سل واری پکښي ښه امنیت دی.

نو ځکه ویلای شو چی خبره د ښې جوړوني، امنیت او سمې حکومتدارۍ نه ده خبره د یو څو اوباشانو او لنډغرو د ګټو ده چی د جمعیت په نوم سره راټول شوی دي یوازې او یوازې د خپلو جیبونو غم ورسره دي نور نه د تاجکو په قصه کې دي نه د ازبکو، هزارګانو یا پښتنو  بلکې خپلی شخصي ګټي ساتي او بس.

که ولس نن د عطا او ورسره یو څو لنډغرو پر وړاندې راپورته نه شي او دغه امپراتوري یی ونه نړوي، ایا جنرال رازق، ظاهر قدیر یا کوم بل یو به  سبا څوک ټیټ کړی؟ هغوی به هم حکومت ته وایی چی ورشه عطا ممد چی شپاړس کاله امپراطور دی هغه لرې کړه، نه یوازی رازق او قدیر بلکې هر والي او وزیر به همدغه خبره کوی چې پدې ډول په هیواد کی ګډوډي، انرشي او بینظمی رامنځ ته کیږی بلاخره افغانستان په ځنګل بدلیږي.

ځکه خو موږ ټولو ته پکار ده چی د قدرت د جزیرو مخه ونیسو، پرینږدو چې زموږ هیواد پر ځنګل بدل شي.

مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Dienstag, 19. Dezember 2017 21:59)

    جنګ سګها خیر فقیران است
    سګ برادر شغال است
    عطاپه بلح کی د دجال له خوا والی او غنی ارګ کی د دجال ( جان ګیری ) له خوا جمهور ریس دی. یعنی یود بل په مقابل کی د هماغه دجال زور کاروی کوم مظلوم اولس ته ډیر مضر دی ښکاره خبره ده چه لوی غلام ډیر ضرر لری چه هغه غنی دی . دا چه اوس لیری شوی هم د دجال په تفاهم او امر به لیری یا وابس مقرریږی چه په دی کار به له شغال غنی اتل زمری جوړوی او پلویان به یی ورته کمپاین کوی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder