19.08.2016 (29.05.1395)

ګوډاګي مدنيان د غلو پر مخ د اتلانو نقاب راکاږي!

سپيڅلی ملتپال

په دې لوی اوغنیستان کې چې نه په کې هره ورځ په سلګونو شهیدان خاورو ته سپارل کېږي، نه په کې په ملیونونو ماشومان په وږي نس ویده کېږي، نه په کې د جنګونو قهرمانان د وړو هلکانو پښو کې پایزېپ اچوي او زر قسمه تېري پرې کوي، نه شپېته کلن ملا ځان ته شپږکلنه ماشومه واده کوي، نه په کې د  د ناموس تاجران، د یوې مړۍ ډوډۍ په بیه، خپلې خویندې بازارونو ته راوباسي یو شمېر مدني فعالان راپاڅېدلي د سقاو له زویه را ته ملي اتل جوړوي.

د دغو مدنیانو (چې د مدنیت سمبول یې د انګرېز ګوډاګی  داړه مار دی) استدلال دا دی چې دا سړی څو میاشتې د لوی اوغانسیتان پر یوه لوېشت خاوره پاچا پاتې شوی دی.

د دغو داړه مارپرستو مدنیانو په مقابل کې بیا یوه بله ډله راپاڅېدلې د ملا عمر او د کلکاني تر منځ د مساوات کرښه باسي.

کلکاني جوړ نظام ړنګ کړ، د غلو حکومت یې جوړ کړ، ملا عمر د غلو حکومت ړنګ کړ ښه و که بد، نظام ته ورته یو څه یې تقریباً په ټول افغانستان کې را منخ ته کړل. د دوی دواړو مقایسه هم تاریځ ته سپک کتل دي او هم دغو دوو شخصیتونو ته. د دوی تر منځ د ورته والي یواځینی ټکی دا دی چې افغاني فرهنګ یې له خاورو سره خاورې کړ او افغانستان یې تیارو ته بوت.

که غواړئ چې د کلکاني له پاره د افغانستان په تاریخ کې سیال يبدا کړئ، د تاریخ په پاڼو کې شته:

بې سواده رنجیت سنګهـ هم د انګرېز په مرسته د افغانستان د خاورې یوه ټوټه لاندې کړه او یو د غلو نظام یې په کې ټینګ کړ. د رنجیت سنګهـ د «منجور او نا منجور» کیسې هماغومره له پنده ډکې دي لکه کلکاني چې خلک «بودنه بازي» ته هڅول.

د افغانستان له پاره به یو تاریخ جوړوونکی حرکت به دا وي چې ټول افغانان په یوه خوله د افغانستان د دوو مظلوما پاچایانو حبیب الله کلکاني او رنجیت سنګهـ د حیثیت د اعادې له پاره پر دواړو، د هغو د شان مناسب څلي او مزارونه جوړ کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder