10.08.2018 (19.05.1397)
ګلم جم ، داعشیان شوی؟
عبدالرووف لیوال

پاک الله په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمایلی :

وَلَنْ تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ} سوره بقره 120
ژباړه: هیڅکله به ستاڅخه خوشحال نشی یهود اونصاری ترڅوچی ته ددوی ددین متابعت ونکړی.

دپورتنی آیت شریف دزبات لپاره :

له ۱۳۷۱کال را په دې خواامریکا تل غوښتی چې ، په افغانستان کې اسلامی سنډا ګان دخپلې ګټې په خاطرښکر په ښکر وساتی ، له هماغه لمړي سرنه یوه امریکایی  لولۍ ښځه (رافایل ) دامریکا دباندینو چارو په وزارت کې دجنوبی آسیا څانګې چارواکې په ټونګ سره دجمعیت اسلامی سنډا، دحزب اسلامی په پلویانو په سروبی ولسوالۍ کې یو جومات بمباری او پنځه ویشت تنه پکې شهیدان شول – له هماغه مهال تر نن پورې دا ښکر په ښکر کیدل دوام لری – اوس چې دا سنډا ګان یو څه په سد شوی او غواړی په یوه آخورسره ګډ شوخند ووهی نو یوې بلې لولې ښځې ته دنده ورسپارل شوی ترڅو دقطردطالبانودفتر ته په تګ را تګ اوهغوی سره دکیک وکلچو په خوړلو سره په یوه بله لار اچول شوې ډرامې پرده واچوی اوهغه ډرامه داسې راپیل شوې :

کله چې داعشیانو په عراق او سوریه کې ماتې وخوړه ، نو وپتیل شوه چې هغوی دپاکستان په سرحدی سیمو کې دیسانت ، بیا ننګرهار ته اوله هغه ځای نه دافغانستان شمال (درزاب)ته ولیږدول شی . اوس نو دډرامې منځ او موخې ته راشی ، په کابل کې له پخوا زمانو یو متل وو چې ویل به یې (قهرافغان، رحم ازبک ) البته دا متل دګلم جمانوترقسی القلبی پورې ویل شوی ، دا متل چې دداعشیانوتر غوږرسیدلی نوپتییلې یې ده چې داعش ته جذب لپاره مناسب خلک ګلم جمان دي ( لکه حبیب الرحمن ) د۱۵۰تنو داعشیانوسرکښ چې اوس دجوزجان ولایت میلمه دی .

راځی چې اوس پورته ټکیوته په پام سره  ، سر په زنګون کیږدواو فکر وکړو:

اې کم عقله تنطیمی او اخوانه ! کور دې ګډ شه چې دیوڅو ‌الرو په خاطر په پور ته آیت نعوذبالله پښه ږدې ،له یاده ونه باسې چې هغوی غواړی چې دافغانستان بې وسې خلک داسې په ربړونوکې ژوند ولری چې هیڅکله دخپل برخلیک په هکله فکر ونه شی کړای اوسربداله اواړ وساتل شی ، په خلکوداسې اقتصادی تنګسه راوستل شی ، چې تل امریکا ته دخپل روزی ورکوونکی په سترګه وګوری ، لکه چې پروسږکال یې دملی اردو په رینجرونودرې ورځې تیل وچ کړل او بیایې خپلو ګوډاګیانوته امر وکړ چې پرې ورشی .

خدای وکړی چې په سد شی .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Samstag, 11. August 2018 19:59)

    که تاسی خپلو اولنو لیکنو ته سر ورشکاره کړی او په غور یی وګوری ، ستاسی دریز د پرونی او انننی اشغال سره هم غږی وو تاسی ورسره پټی او شکاره دندی لرلی او لری هغوی هماغه یهود او نصاری دی چه هغه مبارک ایت کی ورته ګوته نیولی شوی .
    تاسی که د پرونو مجاهدینو مخالفت کړی په دی خاطر به هم وو چه د پرونی روسی هغه اشغال په ضد جنګیدل چه تاسی هم ورسره ملتیا لرله . له هغه وروسته چه امریکا د هغوی ملاتړی شول هغوی هم ستاسی د روسی غلامانو په شان امریکایی غلامان جوړ شول .
    دوهم اشغال کی هغه دواړه غلامان یی د دجالی استعمار په اخور د ارداوی خوړلو د پاره ودرول او دا په ډاګه شوه چه روس او امریکا اشتی پذیره دشمنی لرله خو د مجاهدینو په ضد یو سنګر درلود او لری یی ، تاسی یی ښه نمونه یاست .
    تاسی دغه مبارک ایت په ښه ځای کی کارولی همداسی ده مګر حیرانوونکی یی دا ده چه تاسی د همدغه یهودو نصاراوو په خدمت کی یاست او هماغه اخور کی مو هم نن او هم پرون ارداوه خوړله اواوس جه بیا صبا کیدونکی او خونړی شپه او تاریکی یی مخ په رنا کیدو ده مخکی له مخکی مو تیاری نیولی چه راتلونکی اسلامی حکومت کی هم خوله وتپوۍ.
    ممکنه ده چه په دی اړه مو پوه کړی ، چه عقیده مو سمه شوی او که د ناوړو ګټو د ترلاسه کولو د پاره داسی لیکنی لیکی

  • محمد (Sonntag, 12. August 2018 09:02)

    محترم افغان صاحب، د ښاغلي لیوال صاحب دا لیکنه مثبته ده. باید د نظر ستاینه یې وکړو. تاسو همیشه د خلګو نیتونو ته غورزئ لکه پاتی چي سږمو ته غورزي. ښه وایي چي د یهودو هنودو، نصارا او دهریانو سره پټي یارانې او د هغوئ د خوشحاله کولو لپاره خپل ورونه باید ونه وژنو. هره معامله چي ورسره کوو د میز پر سر د نورو مسلمانانو په خبرتیا د اسلامي او پښتني ارزښتونو په چوکاټ کي ورسره وکړو. دا نو څه معنا چي کلونه کلونه پاک زړي مومنان په بې پایانه جګړه کي په کفارو ووژنو آخر خپله د کفارو سترمخفي جاسوسان راوخیژو. نه باید چي د فرد مریان و اوسیږو بلکه د حق ږغ ملاتړ وکړو چي د هري خولې راوځي. لیوال صاحب نظر مو مثبت دئ خدای پاک ج دي نور هم د حق پر خوا راغب کړه.

  • razmohammed mohmend (Dienstag, 14. August 2018 01:48)

    leewal sahib always right.
    any one must think.
    why i kill afghans.why destroied
    public establishment.
    why bring economic problems and poverty to this sisiety.thank you

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind