26.04.2019 (06.02.1398)
کومې سترې محکمې د کوم ولسمشر موده وغځوله؟
توره بوړه

راپورونه وايي ؛ چې د جان کیري په لاس د جوړ شوي ملي حکومت مشر (جعلي مفکر) د افغان ولس د نور قتل عام او کړولو په منظور له خپلې مکارې او مزدورې قضائیه قووې څخه د قدرت د غځولو او اوږدولو پریکړه ترلاسه کړه .

د تعجب ځای خو دا دی ؛ چې د هغې سترې محکمې قاضي القضات چې د کابل د ګوډاګي رژیم د مشر له اشارې پرته شونډې او قلم نشي خوځولی او په ساعتونو ساعتونو د جعلي مفکر ملاقات ته شیبې شماري هغه اوس راپورته کیږي ؛ او د هېواد د برخلیک ټاکلو په موضوع کې حکم صادروي ؟

د کابل د نااهله رژیم ستره محکمه که په رښتیا هم د خپل شان او شوکت څخه برخمنه ، منصفه او خود مختاره وای ، نو د تېرو نږدې دوه لسیزو راهیسې چې هره ورځ په سوونو مظلوم او بې دفاع افغانان د امریکا، ناټو او داخلي وحشیانو په بمونو او چاپو کې شهیدانیږي ، کورونه یې ویجاړیږي او ځوانان يې د وحشي زندانونو د تورو تمبو شاته شکنجه کیږي ؛ لږ تر لږه پر هغو خو به يې یو عکس العمل او غبرګون ښودلی وو !!

هره شپه او ورځ د امریکا د مزدورو او اجرتي ملېشو او قطعو په توسط لسګونه جوماتونه او مدرسې او همدا رنګه د ولسي خلکو کورونه په بمونو نړول کیږي ، د سترې محکمې ړندو قاضیانو او مفتیانو ولې له دیني ارزښتونو او ملي شتمنیو سره روان جنایتونه محکوم نکړل او عاملین یې د مجازاتو وړ ونه بلل ؟

برعکس د هر هغه بااحساسه افغان په موبایل کې چې د حریت او ازادۍ کومه ترانه او زمزمه ولیدلای شي او یا کوم افغان د خپل افغاني غرور له مخې کوم مجاهد او د اسلام سپاهي ته وچه ډوډۍ ورکړي ، د همدغو مختورو قاضیانو له لوري غیرحق درې محکمې پرې چلول کیږي او ترلسو/شلو کلونو پورې قید او درنه سزا ورته ټاکل کیږي .

د کابل ګوډاګي رژیم بې ضمیره قاضیان چې د اشرف غني د مودې د اوږدولو واک او صلاحیت په ځان کې ویني ، نو د هلمند په هغه غمونکي پېښه ولې چپه خوله پاتې شول چې امریکایانو او د هغو جواسیسو څو تنه بې وزله او پتمنې افغانۍ میندې او خویندې له ځانو سره په داسې حالت کې چورلکو ته پورته او یووړې ؛ چې نارینه یې ورته د هغوي د سترګو په وړاندې شهیدان کړل !!؟

ښکاره خبره ده چې د کابل مفسد او قاتل رژیم له الف نیولي تر ( ی ) پورې په کوم افغاني مصلحت او اراده نه دي راغلي ، امریکایي اشغالګرانو ضرورت درلود چې د خپلو استبکاري ستراتېژیو د تطبیق لپاره د اشرف غني ، ډاکټر عبدالله په څیر هغه کسان د رژیم په سر کې راولي چې د واک په دویمه ورځ د افغانستان د خرڅلاو قباله امریکایانو ته ورحواله کوي ، نو اشرف غني او عبدالله به له شک پرته د خپلې ادارې لوړ پوړي چارواکي او قاضیان هغه څوک ګماري ؛ چې له دوي دوه ګوتې زیات له دین ، هیواد او افغاني غرور څخه خلاص او مینځل شوي وي .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • razmohammed mohmend (Mittwoch, 01. Mai 2019 01:57)

    aseefy you are new talib.
    why you jellus.if you stop propagand and find some other business for self,we proud of honor doctor ashraf ghani,
    zndabad ghani

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind