01.02.2019 (12.11.1397)

که طالبان او امریکا سوله وکړي، نوبیا؟ 

لیکنه: نورالله احمد 

دلته بیا یو څو خبرې ډېرې ضروري دي چې باید رڼا پرې واچول شي او طالبان هم باید ورته متوجه وي مثلاً؛

۱ـ د افغان حکومت شته اساسي قانون سره به څه کوي او د دغه قانون د بدلېدو بدیل به څه یا کوم ډول وي؟

۲ـ دا کوم ولایتونه چې نوي تشکیل سوي لکه ډایکنډي او پنجشیر آیا دا به بېرته ولسوالۍ کیږي او که په همدې حالت به پرېښودل کیږي، یا د ولایاتو په اړه به له سره پرېکړه کیږي او نوي تشکیلات به رامنځته کیږي، یعنې ولسوالیو بیا ولایتونو ته ډېر څه په لاس کې ورکول او هغه پیاوړي کول ترڅو متوازن پرمختګ او انکشاف رامنځته شي.

۳ـ فقه جعفریه او احوال شخصیه د دغه حکومت د نظام، قانون او ښونیز نصاب یوه برخه ده دغسې نصاب کې هم شامله شوې، له دې سره به څه کوي... لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده زموږ هیواد کې د تاریخ په اوږدو کې همدا یوه فقه (حنفي فقه) رایج او عملي وه د امریکایانو راتګ او د نوي نظام له تشکیل وروسته دا خلک هم پیاوړي شول او حتی د دوی فقه هم رسمي بڼه وموندله، له دې سره به څه ډول معامله کیږي؟

۴ـ د روسانو خلاف جهاد له وخت راهیسې یوه بله ډله چې دلته پیدا شوې لکه د غیرمقلدینو یا سلفیانو ډله دا خلک نه څلور مذاهب مني نه شیعه ګان مني دوی ځانته مسائل او مسلک لري، دوی سره به څه ډول کړنه ترسره کیږي او آیا د دوی مسلک به همداسې پرېښودل کیږي که بندیز به ورباندې لګیږي، ځکه یو هېواد کې څو مذاهب چلېدل یا نوي نوي مذاهب جوړېدل اسلامي امت سره نور هم ویشي.

۵ـ دغو نورو سیاسي ډلو سره به څه ډول معامله ترسره کیږي لکه اسلامي ګوند، جمعیت، محاذ، د نجات جبهه، حرکت، جنبش، وحدت حزب او ډېر نور... آیا دوی سره به هم خبرې اترې کیږي او که طالبان به دوی سره پرېکون اعلانوي یا دوی ته به د تسلمېدو وایي؟

۶ـ دا کومې مځکې چې تېرو اتلس کلونو کې زرواکو نیولي یا حکومت خپلو خلکو ته لکه قوماندانانو، زورواکو او نورو ته ورکړي دا به بېرته راګرځول کیږي او که همداسې به پرېښودل کیږي؟

۷ـ دا کوم منصبونه او رتبې چې خلکو ته یا په سپارښتنو یا په ګوندي لحاظ یا ماشینکي جنرالان وغیره روزل شوي دوی سره به څنګه معامله کیږي آیا دا به پخپل حالت باندې پرېښودل کیږي او که په دې کې به بدلون راځي؟!

دا او دېته ورته په لسګونو نور سوالونه دي چې ملت یې ځواب ته منتظر ده او د حل لارو چارو غوښتونکي دي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 02. Februar 2019 02:20)

    احمد صاحب! ستاسی پوښتنو ته به د طالبانو په نمایندګی زه ځوابونه ولیکم او هغه دا چه:
    د اشغال شوی هیواد ټول قوانین حتی که د اسلامی قوانینو سره په تناقض کی هم نه وی باید لیری اود اسلامی مجتهدو علماوو له خوا بیا ولیکل شی.
    زه فکر نه کوم چه اهل تشیع ورونه به د اسلام په اساسی قوانینو کی اختلاف نظر ولری کوم چه اساسی قانون کی ځای په ځآی کیږی فرعی قوانین چه تعبیریدلی شی مجتهد علماوو له خوا چه هغوی کی به د اهل تشیع متناسب څو کسه هم وی د نوو شرایطو له مخی ارزول کیږی او د قانون برخه جوړوی .
    د نوو ولایتو او ولسوالیو زیاتول او کمول د هغه ځآی او وخت د شرایطو پوری اړه لری، کیدی شی د پخوا به شان واپس ولسوالی او یا په خپل چه اوس دی پاتی شی .

    ټول ګوندونه مهمه نه ده چه هغه اسلامی او که غیراسلامی ګوندونه دی لغوی شی همدغه ګوندونو مونږ تباه تباه کړو د قومو ځآی یی نیولی او قومی کرکی رامنځته کوی او تول به د یوه اسلامی بیرغ ، اسلامی قانون او اسلامی مشرتابه ، تګلاری او لیدلوری له مخی ژوند کوی او قومونه به هم د يیژندنی د پاره وی نه د سهم ورکولو دپاره . دغه جعلی جنرالانو او نورو څخه چه په زور یی جنرالی او مارشالی ترلاسه کړی واپس اخستل کیږی که یی په راتلونکی کی د هغو رتبو او پوستو شرایط اماده کړل واپس به ورکول کیږی ،
    غصب شوی زمکی او پیسی به بیت االمال ته ماحول یا سبارل کیږی

  • ایاز نوری (Sonntag, 03. Februar 2019 12:22)

    شاغلی نور الله احمد صاحب پس له سلام څخه

    ستاسو لیکنه مهمه او هغه اوه سوالونه مو هم د وسله وال طالب د جنبش څخه هر ئې مهم دي.
    شاید داسی هم وي، چې طالب د موقع د تقاضا په ارتباط اوس دغو پوشتنو ستاسو ته ځواب ونه وائي. اما زما نظر دغه ده، چې د بن د ۲۰۰۱ د کنفرانس او بیا د دغه نوی پس د طالب حکومت چی اشغال مستقیم ورسره مل وه، په لوړه کچه ملی او اسلامي خیانتونه زمونږ په تاریخي افغانستان کی تر سره شوي دي. اوس د ولس دغه اخري امید دغه د طالب رهبری ته ده، چي باید د عدالت په چوکاټ کی دغه مسایلو ته یو قاطع دریز خپل کړي او له ملي او اسلامی اصولو سره د دغه موقتي دنیا په کوم تمه او عیش کی غرق نشي او د هر خاین او غدار سره شروع له رهبر او تر غاصب قوماندان پوری د عدالت میدان پرانیزي.

    مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind