13.10.2017 (21.07.1396)

 که د قطر دفتر ونه تړل سي نو څه به وسي؟

عبدالباري جهاني

داسي آوازې دي چي د امریکا ځیني سیاستمداران په دې عقیده دي چي د طالبانو د قطر دفتر باید بند سي او ځیني یې علت دا بولي چي دا دفتر هغوی ته یو ډول قانونیت وربخښي او ځینو هیوادونو ته، چي د امریکایانو په باور، د ټروریزم څرګند ملاتړ کوي، له هغوی سره د تماس د ټینګولو لپاره یو ډول قانوني زمینه برابروي.

له ځینو دوستانو سره دا اندېښنه ده چي که د قطر دفتر وتړل سي نو ګواکي د سولي یوازینی کړکۍ به بنده سي. حقیقت خو دا دی چي که د طالبانو د قطر دفتر، په ریشتیا هم، د سولي د خبرو لپاره یوه کړکۍ وای نو له هر افغاان سره باید اندېښنه پيدا سوې وای؛ خو موږ دا دی ګورو چي د دې دفتر څخه تر اوسه پوري یوازي تبلیغاتي ګټه پورته سوې ده. له تقریبا دریو کالو راهیسي، چي د قطر دفتر پرانیستل سوی دی، نه امریکایانو، چي د سولي کیلي یې په لاس کي ده، او نه د افغانستان حکومت، چي مستقیما د امریکایانو ګټي ساتي، یو ځل هم جدي تماس نه دی نیولی. د دې معنی دا ده چي امریکایان د سولي اراده نه لري. که امریکایان سوله ونه غواړي په افغانستان کي سوله ناممکنه ده. زما په عقیده تر دې تش په نامه دفتر، چي خلکو ته هسي بېځایه هیلي ورپیداکړي، نه دفتر ډېر ښه دی.

که په افغانستان کي سوله ټینګه سي نو بیا امریکایان په افغانستان کي د خپلو پوځي قواوو د پاته کېدلو د ضرورت لپاره هیڅ منطق نه لري. دا چي امریکایان به ولي غواړي چي، د دوی په حساب، د امریکا د تاریخ دا تر ټولو اوږده، جګړه دي نور هم، او لا تر نامعلومي مودې پوري، دوام وکړي زما سره اسناد او شواهد نسته؛ خو هیڅ سلیم عقل دانه سي منلای چي امریکایان دي د ناټو په ټول قوت او د خپلو پر مخ تللیو عصري وسلو او وسیلو سره ونه سي کړای چي د نړۍ په یوه له تر ټولو وروسته پاته هیواد کي اووه لس کاله وجنګېږي او لا دي نه یوازي د جګړې پای معلوم نه وي بلکه د طالبانو قوت دي کال په کال زیات سي. اوس خبره دې ځای ته رسېدلې ده چي ځیني منابع وايي د افغانستان په سلو کي څلوېښت او ځیني وايی چي په سلو کي شپېته خاوره د طالبانو په کنټرول کي ده.( کور د هغو بې وزلانو خراب دی چي د طالبانو د لاسه یې سر او مال او د حکومت د محلي پولیسو له لاسه یې ناموس لا هم په خطر کي دی)

ما په افغانستان کي تر شل ځله او شل ځایه زیات اورېدلي دي چي وايي امریکایان له طالبانو سره د وسلو او پیسو مرسته کوي. په دې باره کي کره شواهد تر لاسه کول اسانه کار نه دی خو کله چي د اشرف غني د حکومت په سر کي د زابل د ولایت امنیه قوماندان روغ لېوني په عامه وویل چي هغه هیلي کوپټرونه یې په سترګو ولیدل چي د طالبانو د کنټرول په سیمه کي کښته او بیرته پورته سول نو حکومت هغه سمدستي برطرف کړ. دا خبره ښاغلي کرزي د خپل حکومت په وخت کي په یوه لوی مجلس کي وکړه چي طالبان د امریکایانو په هیلي کوپټرونو کي بدخشان ته رسول کېږي. د اولسي جرګې د رییس مرستیال حاجي ظاهر قدیر په اولسي جرګه کي لږترلږه درې ځله ویلي دي چي په ننګرهار کي له داعشیانو سره حکومتي مقامات مرستي کوي. دا یې قواله په چایې منې!

تر دې خبرو به، چي ډېر زیات استدلال او شواهدو ته ضرورت لري، را تېر سو. امریکایانو پر افغانستان باندي د یرغل له پیل څخه تر اوسه پوري هر وخت چیغي وهلي دي چي په افغانستان کي د کوکنارو کښت او کرونده او د مخدره موادو تولید او قاچاق د طالبانو لپاره پیسې برابروي او هغوی د امریکا، حکومت او اولس پر ضد خپله جګړه په تمویلوي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۴ کال د احصایې په اساس، چي فارین پالیسي ژورنال په ۲۰۱۵ کال کي یو مضمون ورباندي لیکلی دی، په افغانستان کي نهه سوه څلورنیوي زره جریبه یا تقریبا یو میلیون جریبه ځمکه باندي کوکنار کرل کېږي، چي له هغې جملې څخه یوازي په هیلمند کي تقریبا څلور سوه زره جریبه مځکه د کوکنارو کښت ته ورکړه سوې ده.. همدغه منبع وايي چي له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري د کوکنارو په کښت او کرونده کي په سلو کي پنځه څلوېښت زیاتوالی راغلی دی. همدغه منبع وايي چي د افغانستان له دېرش میلیونه نفوس څخه درې میلیونه، یعني لس فیصده په مخدره موادو معتاد دي. طبیعي خبره ده چی د دې دریو میلیونو په سلو کي پنځه نیوي به د افغانستان بدمرغه ځوان نسل وي.

همدغه منبع وايی چي د مخدره موادو له محصول څخه طالبانو ته یوازي په سلو کي دوه تر دوولس فیصدو پوري رسېږي. باقي پاته پیسې د لویو قاچاقبرانو، حکومتي مقاماتو او، طبیعي خبره ده، چي لویه او اساسي برخه یې، د امریکايي جنرالانو او لویو سوداګرو جېبونو ته ځي. موږ ټولو ته معلومه ده چي کوکنار په کورونو کي دننه او خونو کي نه کرل کېږي. د کوکنارو ښایسته سپین او سره ګلونه له اسمان څخه معلومېږي. د دې لپاره به امریکا څه دلیل ولري چي یوه سیمه له طالبانو څخه ونیسي او په بولدوزرونو او ټانکونو د کوکنارو ریښې وباسي؛ او پر طالبانو باندي، د دوی په اصطلاح، دا لویه مالي سرچینه بنده کړي.

طالبان به د کوکنارو په کښت او کرونده کي له کروند ګرو او پانګه والو سره شریک وي. هغوی به د مخدره موادو په تولید او د هیرویینو په کارخانو کي هم لاس لري. خو دا مخدره مواد د مرکزي اسیا، اروپا، کاناډا او امریکا بازارونو ته څوک وړي؟ امریکا د مخدره موادو د غیر قانوني او غیر انساني کاروبار لپاره افغانستان د کوکنارو او بنګ په کرونده تبدیل کړی دی. له دې منبع څخه چي هر څونه پیسې تر لاسه کوي پر دې برسېره هر کال افغانستان ته په میلیارډونو ډالره پور ورکوي چي د پیسو د مصرفولو تقریبا ټول کار یې د امریکا په حکومت پوري اړه لري. اوس حاضر باید افغانستان تر یو ټریلیون ډالرو زیات د امریکا پورړوی وي چي په زر کاله کي یې بیرته ورکولای نه سي.  

داعشیانو په څو میاشتو کي د عراق تقریبا نیمايی خاوره لاندي کړه او ځانونه یې د بغداد دروازو ته ورسول. کله چي د عراق حکومت له امریکایانو څخه مرسته وغوښتله او د امریکا یي قواوو مرسته ور ورسېدله په دوو کالو کي یې په زرهاوو تنه ورڅخه ووژل او داسي یې کمبله ورټوله کړه چي اوس یې مشران د پټېدلو په ځایونو پسي ګرځي. که امریکا وغواړي هم طالبان د جنګ په میدانونو کي محوکولای سي او هم یې د سولي مېز ته راوستلای سي. خو اوس لا داسي ښکاري چي هغوی د سولي اراده نه ده کړې. د قطر دفتر د یوې لويي ډرامې یو وړوکی سټېج دی چي شته والی او نشته والی یې، په افغانستان کي د سولي او ثبات پر ټینګېدلو باندي، چنداني اغېزه نه لري.

که طالبان ریشتیا هم په پاکستان کي د پوځي روزني او جهادي تبلیغاتو مرکزونه لري، نو امریکا چي د پاکستان د وزیریستان په سیمه باندي د ډرون الوتکو په سل هاوو حملې کولې او د پاکستان د صدراعظم او پارلمان په اعتراضونو او احتجاجونو کي یې ری نه واهه؛ دغه راز حملې دي د طالبانو پر مرکزونو هم وکړي؛ څوک به یې مخه ونیسي؟

امریکا چي، د افغانستان د خپل اساسي قانون د ټولو موازینو په خلاف، د حکومت په دننه کي د اجراییه ریاست، د هغه د دوو مرستیالانو او د سل هاوو سلاکارانو او مامورینو چوکۍ ایجادولای سي او هیڅوک هیڅ ورته ویلای نه سي دغه راز که یې زړه غواړي سوله کولای سي او چي زړه یې نه غواړي د چا پلار به یې په وکړي؟ څه موده مخکي یوه افغان عالم او دانشمند د خپلي دې ادعا د اثبات لپاره چي افغانستان یو اشغال سوی هیواد نه دی بلکه یو مستقل هیواد دی چي نه د شاه شجاع او نه د ببرک کارمل له حکومتونو سره مقایسه کېدلای سي شپږ اووه پاڼي مضمون لیکلی وو. که  دغه حالت استقلال بولي نو وي به.

امریکا د سولي اراده نه لري او که یې داسي فرض کړو چي د افغانستان حکومت یو څه استقلال لري نو په دغه لږ استقلال کي یې هم هیڅ وخت د سولي دپاره ریښتونې اراده نه ده ښودلې. که د سولي لپاره اراده موجوده وای نو ربانیانو ته د سولي د عالي شورا ریاست نه سپارل کېدی او د سیداحمدګیلاني څخه وروسته، چي هغه هم دونه ناروغ او کمزوری وو چي تر شپږ میاشتي ریاست وروسته وفات سو، د سولي او طالبانو د سر دښمن خلیلي ته د سولي د عالي شورا ریاست نه سپارل کېدی. د حکومت او پارلمان مطلق اکثریت فاسد عناصر او یا هغه جګړه ماران او د مجاهدینو پخواني او زاړه مشران دي چي پر افغانستان  باندي د امریکا د یرغل او اشغال له برکته د سل هاوو میلیونو ډالرو او نعمتونو خاوندان سوي دي. هغوی نه یوازي سوله نه غواړي بلکه د خپلو اولادونو لپاره هم د روان غمګین حالت دوام غواړي. یوازي هغه افغانان سوله غواړي چي د جنګ او بې امنیتیو له لاسه یې سر، مال او ناموس په  خطر کي دی. له بده مرغه چي هغوی د سولي په راوستلو کي تقریبا هیڅ رول نه لري.

د قطر دفتر د امریکا د خونړیو او ظالمانه ډرامو یو عادي سټېج دی او له بندېدلو سره به یې یوه بله ظالمانه او غیر انساني نمایشنامه پیل کېږي. موږ به تر هغه وخته پوري چي عقل مو سرته راځي او د یوه واحد ملت په توګه خپله اراده ښکاره کوو د تشو نندارچیانو حیثیت لرو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder