04.08.2017 (13.05.1396)

که امریکایان له افغانستانه ووزي نو بیا؟

عبدالباري جهاني

د وال ستریټ ژورنال ورځپاني، چي د امریکا یوه له ترټولو مهمو ورځپاڼو څخه ده، او د افغانستان په باب ډېر لږ خو مهم رپوټونه خپروي، د جولای د میاشتي پر دېرشمه نېټه د افغانستان د ستونزي د حلولو په برخه کي د سپیني ماڼۍ پر مبهمي او لار ورکي پالیسی باندي یو مضمون لیکلی دی او وايی چي جمهورئیس ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د زیاتو پوځیانو د لېږلو په برخه کي زړه نازړه دی او د هغه دغه حالت له مقاماتو سره داسي فکر پیدا کړی دی چي د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ایستلو په باب غور وکړي؛ په داسي حال کي چي مقاماتو د ډېري مودې راهیسي پر دې احتمال باندي بېخي غور نه کاوه.
ورځپاڼه د ټرمپ د حکومت د اوسنیو او پخوانیو مقاماتو له قوله وايی څرنګه چي د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د دریو زرو نهو سوو امریکايی عسکرو پر زیاتولو باندي توافق ترلاسه نه سو، اوس په دې باب غور کېږي چي که متحده ایاتو فیصله وکړه چي خپلي قواوي نوري هم لږي کړي نو څه به پېښه سي.

د وال سټريت ژورنال ورځپاڼه د یوه عالي رتبه مامور له قوله لیکي چي دا یو لوی سوال دی چي دغه حکومت او دغه جمهورریس په افغانستنان کي د پاته کېدلو خیال لري او کنه. که موږ په افغانستان کي د ډېري مودې لپاره پاته نه سو نو دا جنګ هیڅ ګټه نه لري او که د ډېري مودې لپاره نه پاتېږو نو باید چي را ووزو. دې سوال ته چا جواب نه دی ورکړی.
ورځپاڼه لیکي چي ټرمپ او د هغه ستر سلاکاران نه غواړي چي افغانستان ته نوري قواوي واستوي بلکه غواړي چي قواوي نوري هم لږي کړي او د طالبانو د پرمختګونو د مخنیوي لپاره ډرون الوتکو له حملو څخه کار واخلي او د خاصو قواوو په مرسته د طالبانو مشران کرار کرار له منځه یوسي. البته پوځي مشران افغانستان ته د نورو قواو د لېږلو پر خوا دي. ورځپاڼه په پای کي د یوه عالي رتبه حکومتي مامور له قوله لیکي داسي ښکاري چي د افغانستان مسلې د حکومت حوصله ختمه کړې ده.

داخلي جنګونه چي هر څومره زړېږي په هغه اندازه یې حلول او پای ته رسول ګرانېږي. د افغانستان داخلي جنګ، چي اوس یې نو څه کم څلوېښت کاله کېږي، په نړۍ کي یو له تر ټولو اوږدو جنګونو څخه دی. په افغانستان او نوره نړۍ کي د پوځي او سیاسي مشرانو څخه یا د دې جنګ د ختمولو لاره او چاره ورکه ده او یا د خپلو ګټو په خاطر د دې جنګ ختمول نه غواړي او لا یې هم اور تازه کوي. دافغانستان د غمیزي د پیل کولو او اوږدولو تر ټولو لوی عامل پاکستان دی او داسي ښکاري چي د نړۍ لوی قوتونه، د افغانستان په چارو کي، د پاکستان د دې څرګندي لاس وهني د ختمولو لپاره یا پوره کوښښ نه کوي او یا یې نیمګړو کوښښونو نتیجه نه ده ورکړې. موږ له پاکستان څخه ځکه ګیله نه سو کولای چي هغه زموږ تاریخي دښمن ګاونډی دی. موږ د هغه د دې بې شرمانه تېریو د مخنیوي لپاره پر خارجي مرستو ځکه تکیه نه سو کولای چي په رڼو سترګو یې نتیجه وینو.

که موږ خپل کور سمبال نه کړو، نه د خپلو داخلي دردونو علاج کولای سو، نه د خارجي لاسوهنو او نه د دښمنو ګاونډیو د ناروا مداخلو مخه نیولای سو. که حکومت په داخل کي هم په اختلافاتو اخته وي او هم په نړۍ کي په اداري فساد کي لومړی او دوهم مقام ولري. د پارلمان وکیلان رایی په پیسو واخلي او په پیسو یې خرڅي کړي او د حکومت څخه دباندي د حکومت پر ضد کله په هفته او کله په میاشت کي، کله د ملایانو، کله د مجاهدینو او جنګ سالارانو د مشرانو، کله د ماتي خوړلو فاسدو سیاسیونو او کله د حرفه اي قاتلانو او بدماشانو ایتلافونه جوړېږي نو د جنګونو، کورخرابیو، تباهیو او بې امنیتیو پای نه معلومېږي. ایتلافونه یوازي اوسنی حکومت کمزوری کوي او د حکومت د کمزوري کېدلو سره د مخالفینو په لاس د ښارونو او اولسوالیو سقوط تړلی دی. د هر ښار او هري اولسوالی د سقوط نتیجه او تباهي زموږ بې پناه اولسونو لیدلې ده.

جمهورریس اشرف غني خپل ځان، په لوی لاس، په ارګ کي دننه، په هغو غوړه مالانو، مفسدینو او نا اهلو کسانو محاصره کړی دی چي ده پخپله د جمهورریس کېدلو څخه یوه هفته وروسته پر اولس ږغ وکړ چي ما له غوړه مالانو څخه وژغوری. ما په هغه سبا د ده د غوښتني په جواب کي ورته ولیکل چي د غوړه مالانو څخه دي خدای نجات درکړي. ته پخپله هوښیار سړی یې هغوی وپېژنه؛ ځکه چي زموږ ږغ تر تا پوري نه در رسېږي او غوړه مالانو دي د وخته شاوخوا نیولې ده.

د ډاکټر صاحب اشرف غني د وروستیو مقرریو، اقداماتو او په ارګ کي د یو سل او پنځه ویشتو بې کارو مشاورینو د ټاکلو څخه داسي ښکاري چي له هغه سره یوازي د بیا جمهورریس کېدلو غم دی. قدرت نیول او قدرت ساتل د هر سیاستمدار حق دی؛ خو که وضع په دغه شکل دوام وکړي زړه ته مي نه لوېږي چي ډاکټر صاحب به بیا قدرت ونیسي.

د ډاکټرصاحب اشرف غني د یوه زاړه اشنای او یوه سپین ږیري دوست په حیث مي هغه ته دا توصیه ده چي لومړی خو خپل ارګ د ناپاکو او غوړه مالو عناصرو څخه، چي د ده د بدنامۍ او د وطن د بربادې سبب کېږي، پاک کړي. که هغه خپله شاوخوا د ناپاکو غوړه مالانو څخه پاکه نه کړي نو د ملت او اولسونو ږغ به یې تر قیامته غوږونو ته ونه رسېږي. او تر څو چي د اولس او د اولس د استازو( مطلب مي وکیلان نه دي) ږغ ورته ونه رسېږي وضع به ورځ تر بلي خرابېږي.

ښاغلې اولسمشره! ته هم زما په څېر بوډايې؛ عمر وفانه لری او په ژوند اعتبار نسته. ته هغه څه کولای سې چي موږ یې نه سو کولای. د ژوند ټولي پاته شپې دي د سولي او امنیت ټینګولو ته ورکه. د سولي په لاره کي یو ګام ستا تر ټولو اقتصادي او علمي پرمختګونو او بهر ته ستا تر شلو ګټورو سفرونو ګټور دی. تر څو چي سوله او امنیت راغلی نه وي، قانوني حکومت جوړېدلای نه سي او چي قانوني او مشروع حکومت جوړ سوی نه وي سوله او امنیت نه سي ټینګېدلای. دا ویني به بهېږي، تباهي به روانه وي او ګناه به یې د هغه چا په غاړه وي چي یو څه کولای سي او وې نه کړي.

ښاغلې اولسمشره! که موږ د ورځپاڼو له لاري خبرېږو نو زه یقین لرم چي ته به ترموږ دوې میاشتي مخکي د سپیني ماڼۍ د تر ټولو نیژدې حلقو څخه اطلاع ترلاسه کوې. داسي ښکاري چي لویدیځي نړۍ ته دا معلومه سوې ده چي د افغانستان د جنګ ګټل، هغسی چي دوی یې فکر کاوه ، اسانه نه دی او دا وړۍ لکه چي نه شړۍ کیږي. داسي ښکاري چي هغوی خپلي پښې سپکوي او موږ بیا پر سپین میدان پرېږدي. زه نه وایم چي موږ دي پر خارجیانو د سوال لمني وګرځوو، خو که د هغوی له وتلو او د مرستو له احتمالي بندېدلو څخه مخکي خپل کور سمبال کړو تاسي او ټوله نړۍ به وګوري چي پنجابیان زموږ پر پاکه خاوره تېري ته زړه ښه کولای سي کنه. خو که د خارجیانو له وتلو څخه مخکي، موږ خپل کور سمبال کړی نه وي، سوله مو ټینګه کړې نه وي او یو قانوني او مشروع نظام مو جوړ کړی نه وي نو افغانستان ته خدای مه کړه تباهي ګوري او هره کوڅه به یې د جنګ میدان وي. د نن ورځي افغانستان د ډاکټر نجیب الله د سقوط څخه وروسته افغانستان نه دی. نن ورځ، له بده مرغه، وطن د باروتو پر بوجۍ پروت دی.

و ما علینا اِلاّ البلاغ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.