07.01.2017 (18.10.1395)
کا جي بي او آی ایس آی افغان طالبانو ته د وسلو رسولو په اړه غونډه کړې

روسيي تایید کړې چې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو له ویرې یې له طالبانو سره اړیکې شته دی او دا کار یې د خپلو ګټو لپآره کړی دی. یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې روسي افسران د تېرې دسمبر میاشتې په ۲۱مه نیټه د پاکستان لاهور ښار ته تللي او هلته یې د هغو پاکستاني دیني عالمانو او ای ایس ای په ګډون له پاکستاني طالبانو سره کتلي چې اوس په افغانستان کې په وسله والو طالبانو نفوذ لري. سرچينه وايي:  روسيي افسرانو د ډسمبر په ۲۲مه، ۲۳مه او ۲۴مه نیټه د پاکستان په لاهور ښار کې د ای ایس ای په منځګړتوب له ملا هیبت الله، سراج الدین حقاني، حاجي زرین حقاني، ملا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق سره لیدلي چې څنګه کیدای شي طالبانو ته په افغانستان کې نظامي مرستې ورکړي چې درنې او سپکې وسلې به پکې شاملې وي.

پریکړه شوې چي د طالبانو یو پلاوی به روسیې ته شفر کوي او هلته به له کا جي بي سره په دې کار کوي چي څنګه کېدای شي افغانستان ته وسلې ورسوي.

  د دغې امنیتي سرچینې د مالوماتو په اساس، پریکړه شوې چې د طالبانو یو پلاوی به روسيي ته سفر کوي او هلته به له کا جي بي سره په دې کار کوي چې څنګه کیدای شي افغانستان ته وسلې ورسوي. ((په ناسته کې یوه پریکړه دا شوې چې روسیه به د کویټې شورا پرځای تجهیزات حقاني شبکې ته ورکوي او د دې کار لپاره به لاهوس خان چې په کندز کې د حقاني شبکې مشر  دی روسيي ته ځي.)) طالبانو بیا په همدې تړاو د تل په څېر دا ډول راپورونه رد کړل او تایید یې کړه چې له روسيي سره سیاسي اړیکې لري او د نظامي مرستو په اړه ترې هیڅ غوښتنه نه ده کړې.  

امنیتي سرچینو د مالوماتو په اساس، د روسيې د اسخباراتو د افسرانو یوه ډله د پاکستان د څارګرې ادارې په منځګړتوب له طالبانو سره خبرې کړي چې څنګه کیدای شي په افغانستان کې د دوی ملاتړ او لاسنیوی وکړي
له ټاټوبي نه په مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • امین (Sonntag, 08. Januar 2017 00:48)

    وایی ماسته شدی د هر چاخوښیږی خو د پیشو پسی خڼی راوتی دی.زمونږ درسنیو همدا حال دی د ډالرو د تر لاسه کولو د پاره له عادی دروغو هم اوړی ښکرورو دروغو ته رسیږی .
    په پورتنی لیکنه کی لیکونکی هم معلوم نه دی مګر اخره کی لیکی چه له ټاټوبی نه مننه ، دا هم خیر د خندا خبره یی دا چه[ یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلی ] کومه امنیتی سرچینه او کومو رسنیو ته یی ویلی ؟
    زه باور لرم چه مولوی هیبت الله او مولانا حقانی ( که ژوندی وی ) حتی د عادی طالبانو سره هم نه ګوری او نه هغوی پوهیږی دی چیری هستوګنه لری او د حقانی خو ډیر خلک وایی چه په حق رسیدلی او که ژوندی هم وی د روسانو سره نه کینی .
    طالبانو د دغه کارونو دپاره په قطر کی دفتر لری او قطر کی د روسانو سفارت هم شته ولی هلته ورسره څه تړون نه لاسلیک کوی .
    دا چه له کومی لیاری وسلی طالبانو ته ورسوی ایا دا روسانو ته به داسی حال کی ستونزمنه ده (چه طالبان د امریکایانو په وینا دریمه برخه خاوره په لاس کی لری)
    زه وایم دروغ خو ډیر اسانه خبره ده مګر ځینی چه یی نه وایی د الله ج او خپل وجدان څخه هم شرمیږی او هم ډاریږی ، مګر د دی پیچاره ګانو سترګی غوږونه ، زپی او زړونه ډالرو ډب کړی په هر څه چه ډالر تر لاسه کیږی صرفه نه کوی الله ج دی ورته د سمی لیاری هدایت وکړی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder