06.07.2018 (15.04.1397)

کاذب جهادي تحریکونه!

د با احساسه مسلمانانو لپاره د مرګ تلکي

عبدالستار ایوبي

په یوه بهرنۍ خبري ویب پاڼه کي مي یوه ورځ د یوه چیچنیایي ځوان په هکله ولوستل چي د فرانسې په یوه ښار کي یې پر څو کسانو باندي د چړو وارونه وکړل. یو شخص یې وواژه، څلور یې ټپیان کړل او بیا خپله هم د پولیسو لخوا ووژل سو. دا یوه پیښه وه چي د رسنیو پاڼو ته یې د یوې ورځي سنګار برابر کړ او  ژر به هیره سي خو هغه شخص چي ځان په یو ډول نه یو ډول سره دا ځوان خپل وبولي نو حتماً به تجسس ورپیدا کیږي چي دده سره داسي ولي وسل، چا وکړل او څنګه یې وکړل او بیا چي داسي واقعات په تواتر سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي پیښیږي نو بیا هر سالم فکر لرونکئ انسان مجبوره کیږي چي تجسس وکړي چي دا زما په چاپیریال کي څه روان دي. زه او زما اولادونه هم مسلمانان یو. کیدای سي چي یوه ورځ زما زوی لمسی یا کړوسی هم د ورته سرونوشت سره مخامخ سي. ډیر داسي ورته واقعات دي چي په هغه کي په مختلفو غربي هیوادونو کي میشت د بیثباته سیاسي نظام سابقه لرونکي هیوادونو څخه تللي مهاجرو کورنیو ځوانان دداسي ډول پیښو قرباني کیږي. هو! د ځان مرګي په صفت په تروریسټي پیښه کي ښکیل اشخاص د همهغه تروریسټي پیښي لمړني قربانیان دي. هغه کسبګر علماء چي دوئ خاینان بولي، تر ډیره وخته پوري به د عامو مسلمانانو و خطا ایستلو ته دوام ورنه کړای سي، آخر به خلګ پوه سي چي دا فساد په حقیقت کي ددوئ څخه پیښ دئ چي په خپل مینځ کي د دین په تفسیرولو کي بیځایه اختلافات رامینځ ته کوي څو خپله دوکانداري په وبریښوي او بیا ددوئ څخه ځیني په مخفي ډول مذهبي پایلوچان روزي چي ددوئ پر فتواوو نور هم قتل کړي او ځانونه هم د بیځایه خطر سره مخامخ کړي او بیا ددې مذهبي پایلوچانو خدمت د غیر اسلامي دولتونو (په اوس عصر کي ټولو دولتونو ته غیر اسلامي دولتونه ویلای سو) استخباراتو ته په قرارداد ورکوي. عجیبه کار دئ، ټول کسبګر علماء پر ځان باندي دعمي (کسبګر علماء عام مسلمانان عمیان یا عامیان یا عوام بولي او په خپل مینځ کي دا متل هم ډیر سره تکراروي چي عوام کالانعام یعني عوام داسي سي لکه څاروي) انتقاد کونکو په مقابل کي ښه متحد دي او یو بل ته مشروعیت سره ورکوي خو په هره موضوع کي اختلاف پیدا کول ددوئ اصل مذهب دئ. همداغه کسبګر علماء بیا د مقتدیانو او پیرویانو پر سر یو له بله سره په خپل مینځ کي حملې او خپړي هم سره وهي (خصوصاًهغه مقتدیان چي مسجد ته وقف د کرایي څو دوکانونه هم ولري)   کټ مټ لکه د کوڅې سپیان چي د قصاب لخوا غورځول سوي هډوکي پر سر جګړه کوي، خو فقیر ته بیا د ټولو صلاح یوه وي. د عامو مسلمانانو څخه یې لاره ورکه کړې ده او یو له بله سره یې لاس او ګریوان کړي دي (ښه بیلګه یې د سلفیانو او شیعګانو سیاسي علماء دي) . لکه د بدي تر څنګ چي ښیګڼه هم سته، موږ نن هم داسي علماء او روحانیون لرو چي پر دین تجارت نه کوي بلکه د بشریت د هدایت لپاره ورځ او شپه زحمتونه کاږي. که دا حقیقت ونه منو چي په ځانمرګو او د جهاد په نوم باندي تخریبي فعالیتونو کي د داوطلبو په ډول استعمالیدونکي مسلمانان ددې ټروریزم لمړني قربانیان دي نو شاید ددې ظالمانه لوبي د پای ته رسولو توان به هیڅ کله په ځانونو کي نه کړو پیدا. دا ستونځه یواځي په اروپا کي محدوده نه ده. افغانستان، پاکستان، قفقاز، مینځنۍ اسیایي او افریقایي اسلامي هیوادونه ټوله ددې جنجال سره لاس او ګریوان دي. زموږ دا ستونځه درې عمده برخي لري. لمړۍ برخه یې داده چي زموږ مذهبي او سیاسي متنفذین او حکومتونه دعامو مسلمانانو د حقوقو د دفاع په مقابل کي یو دبل په وړاندي د خپل مسئولیت څخه منکره سوي دي. دوهمه برخه یې دا ده چي ددې مسئولیت د انجام لپاره بیرته همدوئ کاذب جهادي تنظیمونه او حرکتونه رامینځ ته کوي څو په مسلمانانو کي داوطلبان راټول کړي او بیا د هغوئ د ړانده اعتماد څخه په استفاده هغوئ په استخباراتي تخریبي فعالیتونو کي وکاروي شاید غواړي چي غیر مسلمان اولسونه اداره کونکي دولتونه وډار کړي چي ددې سیمو مستقیمه اداره کولو خیال پیدا نه کړي. دا چي ددوئ دې کار ته د تقاضا بازار چا پیدا کړئ دئ هغه د ستونځي دریمه برخه ده چي د نړۍ غیر اسلامي حکومتونو واکمنان د اسلام ریښتنې بڼه د بینه تلل غواړي څو ددوئ مخ په زیاتیدونکي ظلم او فریبکاري د سیاست څخه بیزاره اولسونو لپاره ددوئ د ظلم څخه د نجات ټولي لاري تل تړلي وي. په اسلام کي د حکومتوالي او جهاد واضح احکام او اصول موجود دي، رد او انکار نه سو ځني کولای. د جهاد په نوم باندي سوء استفاده هم خوند نه راکوي ځکه چي زموږ ګوډه او ړنده مسلماني حد اقل تقاضا داغه ده خو مخه یې ځکه نه سو نیولای چي مشروع او پر اسلامي شرایطو باندي برابر حکومت او د هغه تر مشري لاندي د جهاد کولو څخه په ټولنیز ډول ځانونه پیچو چي دا یو سخت کار دئ او موږ دې عصري پرمختللي ژوند سهولت خوښه او لټان اموخته کړي یو. تر څو چي د جګړې اور مو تر کلي او کور پوري رارسیدلئ نه وي د لیري څخه یې د مخنیوي هڅه نه کوو. ښه وینو چي د سوریې اوعراق وروسته د سعودي عربستان، اماراتو او ترکیې نوبت دئ خو مرستي ته یې نه ورځو. بلکه دهغوئ مصیبت د ځان لپاره زمینه بولو چي څوارلس کلني پیغلي یې په موقته نکاه واخلو. اسلامي طرز د ژوند او حکومت هیڅ نقص نلري چپله دا چي د ټولني د ټولو طبقاتو د افرادو لپاره یې مسئولیتونه او قیودات وضع کړي دي چي موږ د عیاشي، استراحت طلبي، اصراف او بخل څخه راګرځوي. جهاد هغه جهاد دئ چي اعلی رهبري یې د هیڅ غیرالله تر امر لاندي نه وي او یوازي خپل رب او خپلو پیروانو ته د مسئولیت احساس ولري. دداسي جهاد د بریالیتوب وعده هم پخپله الله ج په قرآن عظیم الشان کي کړې ده. اوبل په اسلام کي د موازي ساختارونو هیڅ تصور او نمونه موجوده نه ده چي د مسلمانانو امیران او منظم نظامي ځواکونه موجود وي او زموږ مفتیان په پس کوڅو کي کم عقله، ناپوه او غیر مسلکي ځوانان هڅوي چي غیر قانوني ملیشې جوړي کړي او تخریبي فعالیتونه تر سره کړي، حال دا چي دوئ خپله تر بل هر چا ډیر ښه پوهیږي چي د مسلمانانو درد په دې پیشو بازیو باندي نه دوا کیږي. د اسلام حکم خو اضح دئ چي د مسلمانانو واکمنان باید مسلمانان وي څو د اسلامي شریعت د نفاذ د موقوفولو لپاره هیڅ پلمه پیدا نه سي او بیا دا چي ددې واکمنانو د مشري لاندي ددوئ ددولت منظم ځواکونه د مظلوم مسلمانانو مرسته وکړي ولو که د کافر لخوا ظلم پر کیږي یا د کوم بل مسلمان لخوا. دا چي زموږ واکمنانو د کسبګرو علماوو په مرسته په دومره موثریت سره د اسلامي شریعت د نفاذ چاره تش په حیلو د نامعلوم وخت پوري ځنډولې ده او څوک یې پر ضد ږغ نه سي پورته کولای (ځکه چي استخباراتي خروړي سپي یې ورته روزلي دي چي ځینځیر یې د واکمنانو په لاس کي وي او تل راته غوریږي، هر کله چي د واکمنانو زړه وغواړي را ویښکاري څو موږ ګوله ګوله کړي) او بیا بیرته د همدې دولت د اجازې پرته د هغوئ د ښارونوپه پسکوڅو او دولتي و غیر دولتي ادارو کي داعش، حزب التحریر او نوري مرموزي ډلي په دوامداره توګه جلب وجزب کوي؟ دا هیڅ عقل نه سي منلای. دا چي د نړیوالي ټولني د متنفذینو او واکمنانو لخوا د اسلام څخه دومره بیزاري موجوده ده، بیا هم ددوئ تر سږمو لاندي د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره مخفي مبارزه کونکي خپلي منظمي شبکې لري، د ځوانانو جلب و جزب کوي او بیا په پرله پسې توګه تخربي عملیات هم سر ته رسوي. که چیري ددې هیوادونو استخبارات دومره ضعیفه وي چي مخفي شبکې د اوږمهال لپاره فعاله پکښي پاته کیدای سي نو بیا ولي ددوئ حریف دولتونه ددې ضعف څخه استفاده نه کوي؟ دا سوال په هغه مغذ کي پیدا کیږي چي عقل پکښې وي. د بیلګي په توګه په امریکا کي کله چي د ۹/۱۱ (یا د ۱۱ سپټمبر) مشهوره پیښه پیښیدله، په کندهار کي میاشتي له مخه محدود خلګ په خبر وه. د طالبانو ځینو مشرانو خپلو شخصي ملګرو ته دا خبره کول چي دومره ستر بریدونه به ددوئ په خاوره کي وسي چي تر میاشتو پوري به خپل مړي نه سي راټولولای. لاکن داغه  چارواکو څخه چي به مو وپوښتل چي ددې بریدونو وروسته به پر تاسو باندي څه حالت راځي نو به نه وه خبر او چوپ به پاته سول. اوس نو چي په کندهار کي خلګ میاشتي میاشتي له مخي پر نیویارک باندي په برید خبر وي نو د نړۍ د ابرقدرت استخبارات به پر خپله خاوره ددومره سترقتل عام په هکله څنګه پخپله بیخبره پاته وي؟ یو سالم عقل داخبره مني؟ په هغه شپو کي د یو خبر له مخي په ورلډ ټریډ سینټر او شاوخوا دفترونو کي یهودي کارمندانو ټولو په دغه ورځ رخصتي اخیستې وه (دا چي دا خبر څومره موثق دئ لوستونکي دي یې خپله ځان ته معلوم کړي). که چیري دا ومنو چي اسامه او طالبان د امریکا پر ضد جنګیدونکي اسلامي عناصر وه چي په نړۍ او اسلامي هیوادونو کي د امریکا د نفوذ د مخنیوي لپاره د امریکا پر ضد جګړه کول. دا چي په زرهاوو افغانان، عرب او نور مسلمانان په دې جګړه کي شهیدان سول هم قبول کړو چي په جګړه کي قربانئ ورکول کیږي. نو دا بیا څه وه چي ملابرادر اخوند چي د طالبانو داعلی رهبري په استاذیتوب، د کندهار په هوایي ډګر کي د امریکایي جنرالانو سره ویني او د تسلیمیدو خبره کوي، په دې سبا یا بل سبا د سي آی اې او آی ایس آی په ګډو عملیاتو کي ملا برادر اخوند او ټول هغه طالب مشران نیول کیږي چي غواړي تسلیم سي او ملا محمد عمر اخوند په مرموز ډول په شهادت رسول کیږي. دا ټوله خبري د زبزباني او ګلخنداني شاه پیرۍ نقلونه نه دي. د نړیوالي میډیا په ارشیفونوکي یې خبري ریکارډونه موجود دي. هو یوه خبره چي په میډیا کي نه وه راغلې هغه کندهار ته د ملابرادر اخوند سفر وو چي د کندهار په هوایي ډګر کي کار کونکو ځینو افغانانو د شخصي شناخت په اساس وپیژانده او په هغه ماښام دا خبر د کندهار په ښار کي د ځنګله د اور په ډول خپور سو چي نن ملابرادر اخوند د کندهار هوایي ډګر ته راغلئ وو او د شاید د صلحي خبري به یې کولې. بیا چي کله په کراچي کي د هغه د نیول کیدلو خبر په نړیواله میډیا کي خپور سو نو د افغانستان په هکله د امریکا ریښتونې فارن پالیسي د افغانستان و بزګرانو او شپنو ته دا سي بربنډه سول لکه د هالیوډ پورن سټاره چي په سوپر فلمونو کي ځان بربنډوي. په دې خبره هم عام افغانان تر ډیره نه وه خبر چي ملا محمد عمر اخوند شهید سوئ دئ څو په تصادفي ډول دا خبر رسوا سو (هرڅومره چي موږ دحقیقت پټولو هڅه وکړو  لاکن خدای پاک ج چي اراده وکړي هغه حقیقت به برملا کیږي، پر دې زموږ ایمان دئ). بیا د ټولو ډیپلوماټیکي اصولو په ماتولو سره اوباما د کندهار څخه د شهید احمد ولي خان کرزي د وتلو غوښتنه وکړل. د شهید احمد ولي خان کرزي چي ورور چي هغه مهال د افغانستان ولسمشر وو، وهغه ته د هیواد څخه بهر د سفیر دنده ورته پیشنهاد کړل. دا چي شهید احمد ولي خان کرزی د پلار او نیکه څخه د کندهار اوسیدونکئ او د افغانستان تابیعت یې لاره ددې حقداره وو چي په کندهار کي په خپله خوښه ژوند وکړي ده غوښتل چي د یوه کلاسیک پښتون قومي سردار په صفت دنده تر سره کړي څو پښتون قام پر ځان راټول کړي، د هغوئ د حقوقو قیمت خپل سر تعین کړي او ځان د پښتنو د خان د لقب اهل ثابت کړي، د اوباما غپا کومه اغیزه پر ونه کړل. ده به ویلي وي چي اوباما دئ څوک چي ده ته د کندهار څخه د وتلو وایي. خو وروسته چي بیا په عراق، مصر، لیبیا، سوریه، یمن او سعودي عربستان کي څه پیښ سول موږ پوه سولو چي شهید خان احمد ولي خان کرزي چي د ځمکي د غار څخه راوتلې ښوریدونکې لکۍ د راکښلو هڅه کول دیوه عادي ښامار نه وه بلکه اوه سره لرونکئ داسي ښامار وو چي سرونه یې د اوو براعظمونو پوري غځیدلي وه. خان شهید به خود په هر څه پوهیدئ چي څومره غټ خطر ته په غیږه ورځي څو دا غافل، بې ارزښته جاهل او ناپوه اولس وژغوري خو موږ نادانه وو. نه پوهیدلو چي دا شخص تر هغه زیات زړه ور او عظیم وو څومره زموږ کم بینه سترګو لیدئ. دا چي اوباما په پاکستان کي په څه ډول د اسامه د وژلو د عملیات رهبري کړل، جان کیري افغانانو ته په څه ډول حکومت ورجوړ کړ او د نړۍ د ابرقدرتونو سره په تفاهم ایران ته د څومره ستري سیاسي پروژې د ورکړي چاري د جریان لاندي وې، نړۍ په دې وپوهول چي بارک اوباما، جان کیري، هیلري کلنټن دا تر دې هم خورا غټ خلګ دي څومره چي په ظاهره ښکاري. دې ټولو پیښو عملاً دا ثابته کړل چي د امریکا اعلی رهبري خپلي نړیوالي اړیکي فقط د ډیپلوماتیکي دستګاه (سفارتونو او رسمي پروټوکولونو) دلاري نه ترسیموي بلکه په ډیرو مواردو کي د خپلو نړیوالو استخباراتي شبکو څخه هم د خارجه وزارت کار اخلي او د هغه د جاسوسان کله کله د سفیرانو او ایلچیانو دنده هم پر مخ بیایي. کله چي د اوسامه د وژل کیدلو عملیاتو خبرونه د میډیا پر مخ نشریدل، یوې خوا ته یې ډیرو پخوانیو سوالونو ته جواب ووایه چي امریکا څنګه دا توان نلري چي دا یو اوسامه پیدا کړي وینیسي یا یې ووژني خو بلي خوا ته یې ډیر نور سوالونه هم وځیږول چي دا کار دوئ وختي ولي نه کاوه، د ۹/۱۱ د پیښیدو څخه وړاندي؟ دا خبره خو د ایمل کاسي د نیول کیدلو سره ټولو ته واضح سوې وه چي په افغانستان او پاکستان کي د امریکا دښمن نه سي پټیدلای. په سعودي عربستان کي رامینځ ته کیدونکو بیساري ژورو سیاسي تحولاتو او هممهال د یمن جګړې پیلیدلو دا ثابته کړل چي د امریکا یو شمیر چارواکو پرته له دې چي خپل اولس په جریان کي واچوي داسي نړیواله سیاسي او استخباراتي لوبه پیل کړې ده چي پایلي به یې فقط د امریکا خلګ زغمي. ددې څخه وړاندي یو شمیر نوري پیښي لکه د بل کلنټن په یوې ښځي باندي تورنیدل او استعفاء ته مجبوریدل، څو و یوه جګړه خوښي اولس مشر ته ځای خوشي کړي خلګ کله نا کله په دې باندي فکر کولو ته اړایستل چي یو خطرناکه څه پیښیدونکي دي. شاید بیل کلنټن به نن هم په دې فکر کي وي چي د امریکا اولس به یو وخت دده په قدر وپوهیږي چي د څومره ستري بدبختي څخه د خپل اولس د ساتلو هڅه کړې وه. د جارج ډبلیو بوش او اوباما د واک په دوره کي افغانستان او پاکستان څو داسي تحولات ولیدل چي ددې څخه وړاندي یې چا د رامینځ ته کیدو تصور هم نه سوای کولای. یو دا چي د افغانستان او پاکستان سني مسلمان ځوانان به د ځانمرګو په صفت روزل کیږي او په دواړو هیوادونو کي به بریدونه کوي. د پاکستان پر امنیتي ځواکونو باندي به د هیواد په داخل کي بریدونه کیږي. موږ شل کاله شاوخوا په پاکستان کي تیر کړي وه. په دې شل کاله کي موږ لیدل چي هغه پولیس ته چا د سترګو پورته نه سوای کتلای چي یو سوټی به یې په لاس کي وو او غټ لوچک او قاتل به یې محاکمې ته داسي رهي کړئ وو لکه ګنج ته چي پوسه بیایي. چیري بیا چي نن پر ایف سي او فوځ باندي حملات کیږي او مرګونه پکښي رامینځ ته کیږي. که څه هم د امریکا په ټولنه کي ځینو پلورل سوو ژورنالیسټانو ناولنګارانو او لیکوالانو په خپلو کتابونو او لیکنو کي خپل حکومت ته دا پیشنهادونه کول چي اسلامي نړۍ د امریکا د نړیوال نفوذ په لاره کي ستر ګواښ ده او شیعه د اسلامي نړۍ یو اقلیت دي، ځکه نو لمړي پړاو کي باید شیعګان د سنیانو پر ضد تقویه سي څو سني مسلمانان وځپل سي او بیا د شیعګانو انحلال اسانه کار دئ (دا چي ددې دسیسې تاریخچه د امریکا تر تاسیس هم پخوانۍ سابقه لري نو موږ او تاسو دا سنجش کولای سو چي دا د خیر مشورې به د امریکا واکمنانو ته چا ورکولې). خو دا تصور هم چا نه سوای کولای چي دا طفلانه نظر به د نړۍ د ټولو پرمختللئ ډیموکراټیک حکومت چي اټوم بم هم لري او نړۍ تر ټولو ستر نظامي او اقتصادي قدرت هم دئ په جدیت سره قبول او عملي کړي. دا صحیح ده چي اسلام په نړۍ کي تر ټولو زیات محبوب دین دئ او که چیري د نړۍ مسلمانان د مشترکو اسلامي معنویاتو پر بنسټ یو حکومت رامینځ ته کړي نو هیڅ بل حکومت به ځان ورته ټینګ نه کړي. لاکن هغه کافران چي د اسلام په هکله حد اقل سطحي معلومات هم ولري، په دې ښه پوهیږي چي که داسي وسي نو هغه به د بشریت د تاریخ تر ټولو درخشان باب وي چي لمړی ځل به د ټولي نړۍ انسانان د هر ډول توپیر او نفرت پرته خوشحاله ژوند ولري او په عوض ددې چي د خوړو او منابعو د انحصارلپاره یو د بل د تیر ایستلو، وژلو او ځپلو په چارو بوخت سي، خپل سروت په خپله خوښه سره ویشي څو بیوزلي دبینه یوسي او یو د بل د ژغورني لپاره به خپل ژوند او ګټي قرباني کوي ځکه چي ریښتنې خوشحالي یو دژوندي بشر ملګرتیا و بل ژوندي بشر ته ورکولای سي نه د هغه په ولجه کي ورپاته اسباب او منابع . ددوئ په دې هم ښه سر خلاص دئ چي  د خالص اسلامي نظام څخه چي څومره ویره د غیر اسلامي دولتونو اشراف خپلو ګټو ته احساسوي، هغومره خپله د اسلامي هیوادونو سروتمندان او مقتدرین هم ځني ویریږي. حتی ډیری عام مسلمانان هم ددې سره علاقه نلري چي اسلامي شریعت نافذ سي، ځکه چي ددوئ ژوند به په تکلیفیږي کټ مټ لکه ډیری عام کافران فقط په دې خاطر نه مسلمانیږي چي اصول او ضوابط یې ډیر سخت دي که نه په خپله خوله وایي چي اسلام ډیر ښه او سپیڅلئ دین دئ. نو بناً د غیر اسلامي دولتونو لپاره هیڅ اړتیا نسته چي دا خطر جدي وویني او د مخنیوي لپاره یې دومره ژوره او ظالمانه استخباراتي لوبه ترتیب کړي او دومره زیات درانه نظامي او استخباراتي مصارف وکړي. دومره مغلقه پروسه چي یو وار په زیاته اندازه پانګونه وکړه او د اسلامي نړۍ په بیسرپرسته ولسونو کي کاذبي غمیزي رامینځ ته کړه څو په مسلمانانو کي جګړې ته د لمسون انګیزه پیدا سي. بیا پر داسي اسلامي عالمانو او مبلغینو باندي پانګونه وکړه چي په مساجدو، مدارسو، مکاتبو او پوهنتونونو کي شعور لرونکي او مومن ځوانان د کاذبو جهادي ایجنډاوو په نوم جزب کړي، څو اسلامي میلانات لرونکي ځوانان لمړی تشخیص بیا د ټولنیز بهیر څخه تجرید او بیا محوه کړل سي کټ مټ لکه د ماشني چرګانو د چیچیانو په کارخانه کي چي د هګیو څخه راوتلي چیچیان پر چالانه پټه باندي راروان وي، کاریګر ورته ناست وي، هر چیچی دلاس باسي او ورته تعین سوي معیار په اساس نامطلوب چیچی تصفیه دانۍ ته وراچوي او نور پریږدي چي فارمونو ته د انتقال لپاره بسته بندي سي. هر کله چي ددې ځوانانو کړني په نړیوالو رسنیو کي انعکاس سي نو دا به په خپل نوبت د شریعت څخه بیزاره کافران او مسلمانان وویروي او د ژوند د ویري به هیڅ کله پر هغه درونو نظامي او استخباراتي مصارفو اعتراض ونه کړي چي ددې ډلو د ځپلو په نوم ددوئ ددولتونو لخوا مصرفیږي. د چارواکو ګټه په دې کي ده چي د نظامي او بشري مرستو په نوم ویشل سوو سترو سترو قراردادونو پر سر فیصدئ او شکرانې ورکول کیږي. د بیلګي په توګه پّ افغانستان کي د امریکا سیاسي لوبه نه وای عملي سوې نو جان کیري ته چیري دا زمینه مساعده کیدل چي د کندهار د دهلې بند د بیارغوني په نوم د ۲۵ زرو ډالرو کار و یوې ترکۍ کمپنۍ ته په ۳ لکه ډالره په قرارداد ورکړي. کله چي د امریکا، جرمني، برطانیې، فرانسي او نورو اروپایي دولتونو د زوروروسره د کاذب اسلامي ګواښ د ځپلو پلان شریک سو نو ټولو ورسره موافقه وکړل چي خوند یې ښه دئ راتله یې ځکه چي په نهایت کي ددوئ یو خپل مینځئ حریف امریکا هم د نړیوال اعتبار د متصرره کیدلو دلاري ضعیفه کیدل. بیل کلنټن چي خپل اولس په وړاندي یو څه د مسئولیت احساس لاره، ځکه یو څه جڼه جڼه یې وکړل چي د خپل اولس په وړاندي د وروسته وختونو د ملامتیا څخه ویریده. خپلي ماینې یې ورته وویل چي د امریکایي اولس په قصه کي مه کیږه. هغوئ په خپلو خرمستیو کي بوخت دي. آخر دا دومره نایټ کلبونه، شرابخانې، پورن انډسټري، ډیزني لینډ او هالیوډ مو د څه لپاره ورته جوړ کړي دي چي دوئ جدي ملي سیاسي مسائلو ته اصلاً متوجه نسي. کلنټن که څه هم په افغانستان او ورته هیوادونو کي د زرهاوو مسلمانانو وګړو د قتل عام په قصه کي نه وو. دده په دوره کي د طالبانو په زرهاوو داوطلب جنګیالي د افغانستان په شمال کي اسیر ونیول سول او بیا قتل عام سول څو د طالبانو پر تحریک باندي اولسي نفوذ کمزور کړل سي او دتحریک په مختلفو رهبري سویو کي بوخت د سي آی اې، آی ایس ای، سعودي او عربي اماراتو جاسوسانو رول د سیوري لاندي رانه ولي.  البته د امریکا په خاوره کي د زرهاوو امریکایانو د قتل عام اجازه یې په هیڅ صورت نه سوای ورکولای. یو سالم عقل لرونکئ شخص دا منلا نه سي چي داسي یو خیانت دي د تل لپاره پټ او بیپوښتني پاته سي. ددې کار لپاره د بوش په شان یو لیونی امریکایي په کار وو یا د بهر څخه د مور په ګیډه کي د بینمبر پلیټه ماشوم په صفت په قاچاق راوړل سوي اوباما چي د امریکا سپین پوستان خو پریږده، ددې هیواد پر تورپوستانو هم زړه سوی ونه لري. په هر صورت اوس دا پروژه تر ډیره حده پوري عملي سوې ده. د سروت مندو دولتونو د ملي خزانو څخه په ملیونونو ډالر راوتلي بیرته د همدې دولتونو زورواکانو شخصي جیبونو ته ورلویدلي او حسابونه یې هم تصفیه سوي دي. روس او چین خو په دې پروژه کي داسي عن عن وکړ چي په ټول ملي تاریخ کي یې ساری نه د سترګو کیږي. په دې پروژه کي شریک د پای خلګ هم نن ملیونران دي. داسي ګنګوسې هم سته چي په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او نورو هیوادونو کي د امریکا او سعودي عربستان د نظامي مصارفو په نوم د ملي خزانو څخه ایستل سوي پیسې اوس ددې هیوادونو د حریفو دولتونو لخوا ددوئ د حلیفانو او پالیسیو پر ضد شروع نظامي عملیاتو او فعالیتونو په تمویل کي کاریږي (والله اعلم).  خو اوس دښکیلو هیوادونو د اولسونو لخوا ددې پروژو د عواقبو د لو وخت رارسیدلئ دئ چي د بیوزلي، بیروزګاري، بهرني غیر قانوني کډوالو سیلونو، پر اولسونو باندي ټروریسټي بریدونو او نورو ناخوالو په شکل ورته ډالئ کیږي. اوس به سود پورته کونکي چارواکي نوي حیلې او چلوټې جوړوي څو یا خو خپل ملتونه حقیقت ته د متوجه کیدو څخه راوګرځوي او یا په واویلا بوخت اولس په یو ډول او بل ډول قانع کړي چي دا په زرهاوو لڅ او لپړ بهرني مهاجر قبول کړي چي د پروژې د نهایي محصولاتو څخه یو دي (یا خپله ددې پروژې برخه ده) او دا چي په هغه ملیونونو ډالرو په روانومصارفو باندي زړونه صبر کړي چي د یوې بیپایانه او بیفایدې جګړې په درشل کي ځني مصرفیږي. ددې پروژې په برکت د امریکا اولس مفلسه سو، عسکر یې په اعصبي تکلیف اخته سول او ډیرو یې ځانوژني وکړې او د نړۍ د ډیرو اولسونو د نفرت سره مخامخ دي چي اصل شدید عواقب به یې شاید څو نسله آخوا ته محسوس سي. جرمنی چي د اروپا تر ټولو خواپاکی منظم او متدین هیواد وو نن د ډیرو زیانو ناقانونه ناقلینو د منلو په برکت د خپل ټولنیز ساختار د بقاء په جګړه بوخت دئ او اصل اوسیدونکي یې په خپله ټولنه کي خپل هویت پلټي. فرانسه، برطانیه او یو شمیر نور اروپایي هیوادونه د سیاسي او مذهبي ناقراریو پر لور وردرومي. په امریکا کي بوش او اوباما د نامي زامن د خیر پر غونډۍ ورته ناست دي او خپل ټوله خشپل یې د ټرمپ خوارکي په څټ کي وراچولئ دئ. ټرامپ خوارکی حیران دئ چي کومه چاره سره سمه کړي. سم دم ټوکو ته لویدلئ دئ. دا چي دی د ډیرو قوي روحیاتو لورنکئ شخص دئ، تر اوسه پوري پیاله نه ده ځني شړپیدلې، که چیري یو شرابي احمق شخص وای نو د روسیې د سابقه اولس مشر بوریس یلسن په شان به یې د ملل متحد په تالار کي دوخته لا چای جواب کړي وای. کله چي د سني مسلمانانو سره د اړیکو عادي حالت ته راوستلو هڅه کوي، د هیواد په مکاتبو کي یې بیګناه او معصوم زده کونکي ورته وژل کیږي. هغه امریکایي مافیا چي ددې سیاسي پروژو څخه ګټه پورته کوي، د خپل هیواد په سیسټم کي تر پخوا هم زیاته پیا وړې سوې ده. د نړۍ په نورو برخو کي یې د اوباما قصدي سیاسي اشتباه وي تر یوه حده اصلاح کړي دي خو په افغانستان کي بوش او اوباما دومره سره لړلې ده چي ټرمپ خوارکي څخه د موضوع سر او بر ورک دئ. خپله افغانان چي د امیر شاه زمان د پرزیدلو راهیسي یې د سیاسي طفیلیانو په صفت ژوند تیر کړئ دئ (د هغه وخت راهیسي بهرني استخبارات ددوئ حکومتونه ورجوړوي)، نن تر هر چا ډیر سرګردانه دي چي څه وکړي اوپر کومي خوا ولاړ سي. د هر یوه د کور په سرطاق کي یې یو کتاب (قران عظیم الشان) پروت دئ چي لار ولیکه ورښولای سي خو څه کړي چي علما اکرامو لخوا ممانعت ورته جوړ دئ چي پام تلاوت یې کوئ چي پر هر حرف باندي ۱۰ ثوابونه وګټئ خو د متن په ژباړه یې سر خلاص نه کړئ که نه شیطان به مو ګمراه کړي او ایمانونه به مو په خطر کي ولویږي. دحکومتداري چاري دومره مغلقي سوي دي چي ددوئ اوسني د بهرنیانو په لاس جوړ سوي لاسپوڅي حکومتونه د انګلیس د خوږو وختونو د زمانې د لاسپوڅو حکومتونو په شان ددوئ داسلامي او پښتني ارزښتونو هیڅ پاس نه ساتي څو د خدای پاک ج په وړاندي او یو بل ته ددوئ پر مخ د اوړو پوزه ورپاته وي. روسانو چي په افغانستان کي د خپلي خوښي نظام راوستئ نو مذهبیون، روحانیون او سیاسي رهبري (خانان او ملکان) یې د یوه مخه د میدانه وایستل نو لمړی بحران یې رامینځ ته کړ او لټ افغان اولس د پیرانو او ملکانو د فشار لاندي لمړی ځل دا اړتیا احساس کړل چي باید د خپل هیواد په سیاست کي د موقت وخت لپاره عملاً مداخله وکړي او د اسلامي شریعت په سیاست پوري اړوند برخه علماوو او روحانیونو لمړی ځل خلګو ته نیم حاله وروښودل چي د جهاد په نوم هم یو شی په اسلام کي سته. د هغه په تعقیب بیا د امریکا لوبه چي تکرار سول نو داسلام پر سیاسي اړخونو یو څه نوره هم رڼا ولویدل او موږ امیر المومنین وپیژندئ، اسلامي خلافت د اسطلاح څخه آګاه سولو، د اسلامي سیاسي نظام د عناصرو څخه خبر سولو. اوس چي زموږ د اولس دا معلومات د بوش او اوباما لخوا د سیاسي پروژو لپاره وکارول سول او د استخباراتو په لاس رامینځ ته سوو کاذبو جهادي ډلو لخوا د مسلمانو ځوانانو جلب و جزب پیل سو نو د سامري ګیلګی ځني جوړ سو. اوس که څوک ووایي چي دا خو د سروزرو جوړه سوې مجسمه ده، خدای څنګه کیدای سي نو د وخت سامري راته وایي چي دا د ګیلګي ږغ چي یې د خولې راوځي دا بیا څنګه بولې؟؟؟ لکه سامري چي د حضر ت خضر علیه سلام یا د جبرایل امین علیه سلام د آس د پښو کرامتي خاوري څخه په کار اخیستلو پر حضرت هارون علیه سلام باندي موقت جزوي بری یووړئ او ډیر بني اسرائیل یې ګمراه کړل، د پاکستان دوه مخي نظامي عناصرو هم د جهاد د پروژې دلاري د افغانستان په شان تاریخي هیواد ته بنده وراچولې ده. یوې خواته یې زموږ په دولتي دستګاه کي دومره ژور نفوذ کړئ دئ چي زموږ جګپوړي نظامي، استخباراتي او ملکي منصوبین (دوزیرانو، معینانو، اولس مشر مشاورینو، والیانو اولسوالانو او جنرالانو په کچه) استخباراتي خدمت ورته اجراء کوي، بلي خوا ته یې د پښتنو د ځینو بشپړو قبایلو او قومونو رهبرئ په خپل استخباراتي انحصار کي راوستي دي (دا هغه قومونه دي چي عین د صفویانو او مغلو د زمانو راهیسي په استخباراتي لوبو کي راګیر دي او بیسویوادي و بیوزلي سره مخامخ د هر ډول دولتي خدماتو څخه محروم دي. فقط مشران یې په غیر قانوني لارو ورته راغلي بانکلوټو باندي خطا ایستل کیږي چي په هغه باندي نه خپل او نه د خپل اولس ژوند وراسوده کولای سي. کله چي بانکلوټونه بدلیږي نو ددئ کنټینر کنټینر بانکلوټونه ناچلنده ورته کوټه پاته سي (هغه چي وایي بلاخوره ښه دئ نه اموخته خوره دا متل پر دوئ باندي جوړ دئ). زموږ مذهبیون او سیاسیون حیران دریان دي چي څه وکړي او کومه لار ونیسي، په ساده غوړه مالي او غداري اوس کار نه چلیږي لکه ها پخوا چي به مو انګلیس ته غاړه خم کړل نو عیش او نوش به وو، اوس خو امریکا ده چي دولت هم راته روزي او داعش هم. که د دولت سره دریږم په داعش مي خوري او که د داعش سره دریږم په حکومت مي خوري. امریکا په  افغانستان کي په عملي توګه تر اوسه پوري د اوباما پالیسي ته تغیر نه دئ ورکړئ چي خپله افغان پالیسي د استخبارات محوري څخه و شفافي سیاسي ډیپلوماسي ته راواړوي. خو لکه څرنګه چي د نړۍ د ټولو سني مسلمانانو سیاسي اقتدار ته خاتمه ورکول یو غیر عملي او غیر معقول کار دئ. همداسي په افغانستان کي هم د پښتنو سیاسي رول د صفر سره ضربول هم د قدرت په نشه کي د مست فکر محصول دئ. دا کار امریکا ته بله هیڅ ګټه نلري چپ له دې چي په افغانستان کي بدنامه سي او په مقابل کي یې اولسي حساسیتونه راپورته سي او پاکستان داغه غواړي. نه یوازي پاکستان بلکه ایران، روس، چین او ترکیه هم دا غواړي. دادولتونه غواړي چي امریکا او اروپایي دولتونه په افغانستان کي په ملیارډونو ډالر سوځولو وروسته بدنامه او تش لاسي ووځي او ددې هیواد ګټي و دوئ ته ورپاته سي. ددې کار لپاره دا هیوادونه د امریکا او اروپایي مخکښ هیوادونو د سناتورانو او نورو جګپوړو چارواکو هر ناز پر ځان وړي. دا چي د امریکا فاحیشو د خپل هیواد د مهمو سیاسي څیرو په بدنامولو رسوایي جوړه کړل شاید خپله یې دومره پیسې پیدا کړي وي چي نور دې پیشې ته اړتیا ونه لري خو د خپل هیواد د جنسي فحشاء ټوله بازار یې بدنامه کړ. اوس د امریکا او عربو ستر سیاست مداران او نور مشاهیر د هیواد څخه بهر د غیر امریکایي ښځو (بالخصوص روسانو) سره عیاشي ته ترجیح ورکوي. ددې زمینې څخه پورته ذکر سوي دولتونو ډیره ښه ګټه پورته کړې ده. دا چي د افغانستان د اقلیتي اقشارو څخه بینمبر پلیټه خلګ راپورته کیږي او د امریکا د اعتماد وړګرځي څود هیواد پر سترو سیاسي موقفونو باندي راڅرګند سي، د کومو کوډو او تاویزونو نتیجه کیدای سي چپله دې څخه چي د امریکا د زورورو سره د خپل اولس پر حقوقو او د خپل هیواد د مشترک سروت د لوټلو پر یې معامله کړې ده. په دې افغانان هم ښه پوهیږي او امریکایان هم چي تر څو امریکایانو او دهغوئ نیژدې ائتلافیانو په خپله افغان پالیسي کي د پاکستان، ایران، روس او چین برخه په مطلق ډول نه وي ایستلې او دافغان اولس داخلي استقلال ته یې اولیت نه وي ورکړئ، دوئ د افغانستان لپاره یوه موثره ستراتیژي نه سي جوړولای. د امریکا او د هغه نیژدې ائتلافیان دا کارشاید ځکه نه کوي چي یو خو ددوئ دا غلط فهمي وي چي ددوئ جاسوسان به دا توان ولري چي افغانان په زوره ورته هیل کړي او بل د افغانستان د دولتي دستګاه رهبري تقریباً ټوله دداسي ډبل ایجنټانو څخه جوړه ده چي په یوه وخت کي په خپل مینځ کي هم قوي نیټورک سره لري او په عین زمان کي د پاکستان، ایران، روس او چین سره هم ژوري اړیکي لري او د امریکا نفوذ لرونکي چارواکي یې هم په شخصي چوکاټ کي خوشحاله ساتلي دي. سعودي وامارات هم کله کله یو هډوکئ ورغورزوي. اوس ترکیې هم لاسونه وراوږده کړي دي، چي کله کله یې پر ملا ورتیروي. بله خبره دا ده چي امریکا او د هغه نیژدې متحدین د ډیر زیات وخت راهیسي د افغانستان دهریان (atheists) خپل داسي ژور ایډیولوژیکي ملګري بولي لکه روسانو چي پرچمیان بلل. دوئ په دې نه پوهیږي چي د افغانستان سیاسي دهریان ریښتوني عقیدوي دهریان نه دي بلکه ډبل و ټریپل ایجنټان اومنافقین دي چي اصلاً ایډیالوژي نه پیژني. همدغه عنصر دئ چي د پاکستان او ایران استخبارات ډیر زیات کار ځني اخلي او د امریکا او د هغه نیژدې اروپایي حلیفانو په منابعو سره په افغانستان کي د خپل نفوذ د پراختیا لپاره کاروي. بلي خوا ته نړیوال یهودي تنظیمونه چي د فحشاء او مخدره موادو د تجارت په وصیله د نړۍ د پرمختللو دولتي دستګاهو ته د هغوئ د استخباراتي شبکو لاري نفوذ کوي او د هغوئ جګپوړي چارواکي خپل جاسوسان ګرزوي، ددې ټوله بین المللي استخباراتي شبکي د برقي انرژي رول لوبوي. په داسي مغلقو شرایطو کي که د امریکا او افغانستان ترمینځ دا استخباراتي اړیکه بیرته په ډیپلوماټیکي اړیکه باندي تبدیله نه سي نو نه امریکا ته ددې بحران څخه د وتلو لار سته او نه هم افغانستان ته. دا خبره حامد کرزي اوباما ته وکړل خو د هغه متکبرانه جواب هغه وو چي د روس ولس مشر و شهید سردار محمد داود خان ته څو لسیزي پخوا ورکړئ وو. د روس اولس مشر و شهید سردار محمد داود خان ته وویل چي ستا ټوله دولتي دستګاه او مهم دولتي منصوبین زموږ د استخباراتو اجیران او معاشخواره دي او ته ماته د یوه مستقل ملت د استاذي په صفت راروان یې او پر برابري باندي بناء ډیپلوماټیکي اړیکو خبري کوې (کیدای سي چي یو څه ادبي الفاظ یې کار کړي وي) خو شهید سردار به شاید دا ورته ویلي وي چي جاسوسان د هیڅ چا زامن نه وي. نن که خپل رهبر ستا په پښو کي درته حلالوي. سبا به د بل چا لپاره تا هم په ملا کي په خنجر وهي. او داغسي وسول. د روس اولس محوره سوسیالیسټي نظام په افغانستان کي د خپلو وفادارو افغانو جاسوسانو په برکت ټوکر ټوکر سو او نن روسان د یوه مافیایي ډیکټاټوري په واسطه اداره کیږي.

دا چي شهید سردار محمد داود خان د یو شهزاده په صفت را لوی سوئ وو او د اوچتو احساساتو خاوند وو نو یې د خپل اولس د سیاسي بیداري لپاره بله لار ونه لیدل چپ له دې چي د خپلو وینو څاڅکي يې پر مخمورو څیرو وروښندي چي شاید راویښ به سي. البته حامد کرزی متفاوت شخصیت دئ. هغه په نهایي مایوسونکي شرایطو کي هم روحیات او د عقل لمن دلاسه نه ده ورکووي. د اوباما سوړ اوسپکونکي سلوک او د هیواد سیاسیونو، مذهبیونو او روحانیونو محافظه کاري او د اولس سرټمبه توب داسي کار ته اړ نه کړ چي بیځایه او بیمورده قرباني ورکړي. هغه د شهید خان احمد ولي خان کرزي په شان ورور پر ضایعه باندي هم د سخت زغم څخه کار واخیست او هغه زخم یې پرینه ښود چي په نه رغیدونکي ناسور بدل سي. هغه د نیژدې ملګرو ضایعې د ضعیفه کولو پر ځای نور هم پیاوړئ کړ. که څه هم د اوسني بحران څخه د راوتلو لپاره افغانانو ته په خپل ابتکار ډیر څه کول په کار دي خو د هغه سربیره حامد کرزی د افغانانو لپاره د سیاست د سترنج د میدان تر ټولو قوي مهره ده چي تر بل هر چا زیات حساب پر کیږي. هغه خلګ چي دده په مخالفت خوله پرې کوي، تل په دې کي پاته راغلي چي دده معادل معرفي کړي. معادل په دې معنا چي د عمل په ډګر کي یې تر ده زیات کرامتونه ښکاره کړي وي. که دا څوک دده چالاکي او بیداري بولي. موږ به ووایو چي موږ داغسي یو چالاکه او بیداره رهبر ته اړتیا لرو چي که ښه نه وي د ښه سړي توب ډرامه خو په ښه توګه وکولای سي. پر کابل باندي د جنایتکاره او جاسوسو ډلو سلطې ته د پای ټکئ ایښودل، په هیواد کي د امریکا او د هغه د متحدینو جنګي رول ختمول او په ورته مهال کي د ایران او پاکستان مذهبي ټیکه داري ته د پای ټکی ایښودل او یو داسي دولت رامینځ ته کول چي د هیواد سیاسي خلاء ډکه کړي او داسي ملي امنیتي ځواکونه تاسیس کړي چي د افغانستان هر نژاد او هري سیمي خلګ بالخصوص پښتانه خپله څیره پکښي وویني، د افغان اولس ساتنه وکړي او د هر ډول بهرني نظامي او استخباراتي مداخلتونو په مخ کي د افغان اولس ډال سي، زموږ منسجمي او هر اړخیزي مبارزې ته اړتیا لري. د افغانستان په داخل کي او د افغانستان څخه بهر افغانان باید د سوچه افغاني او اسلامي ارزښتونو پر سر سره متحد سي او رواني سیاسي او انتظامي بدنظمي ته د پای ټکی ایښودلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

افغانان نور صلحه نه غواړي، په دولتي چوکاټ کي سیاسي او اداري اصلاحات غواړي

افغانان اوس په دې پوه سوي دي چي که ددولت په وړاندي د طالبانو وسلوال مقاومت د یوه مخه ورک سي نوپخواني ټوپکیان او پخواني کمونیسټان چي دولتي واک یې په لاس کي دئ، هغه به بیا خپلو سابقه ظلمونو ته مخه کړي (چي اوس یې هم کوي خو د طالب ویري او بریدونو تر ډیره حده زمول کړي دي) او د اولس په وړاندي به د هیڅ نوعه ناروا څخه لاس وانه خلي. په خوله چي هر څومره تضمینات ورکړي، ددوئ سابقه دا شاهدي ورکوي چي دوئ درواغجن، خاین او ظالم دي او خپل اعتبار یې خوړلئ دئ. دوئ باید د واکه لیري سي او د خپلو جرمونو سزاوویني. په دې هم افغانان پوهیږي چي که دولتي دستګاه سقوط کوي او طالبان واک ته رسیږي نو موږ به بیا هم داسي یوضعیف دولت ولرو لکه د طالبانو چي نه یې په داخل کي د بهرنیو په لمسون راپورته سوو بغاوتونو د ځپلو توان لاره او نه یې د نورو دولتونو د عصري وسلوالو ځواکونو د بریدونود مخنیوي توان لاره او هیڅ چا په وچه او لمده نه ورګډول. او کیدای سي چي همداغه د افغانانو د بدبختي دولتي عاملین د طالبانو په صفوفو کي په نورو پڼو راباندي واکمن پآته سي. نن که طالبان دا وایي چي امریکایان دي د افغانستانه څخه ووځي نو د امریکا د وتلو وروسته د روس، چین، ایران او پاکستان د مداخلاتو په مقابل کي اولس ته د امنیت څه ډاډ ورکولای سي. پاته سول خبره د ایماني غیرت، هغه طالب جنګیالي چي دارغنداب په خط کي د امریکایي طیارو لخوا بمبار سول او تر ډیره وخته پوري یې لنګوټې د ارغنداب په درختو را ځړیدلې په عصر کي د ایماني غیرت بیمثله نمونې وې. که فقط د جنګیالیو په ایماني غیرت جګړې ګټل کیدلای نو امریکا به د یوې میاشتي په بهیر کي د طالبانو څخه افغانستان نه وای نیولئ. دا چي نن ورځ ټرمپ په ډیرو ساحاتو کي د سني مسلمانانو پر ضد د اوباما تور استخباراتي سیاست ته بدلون ورکولو هڅه کړې ده نو افغانانو ته هم هیلي ورپیدا سوي دي چي شاید په افغانستان کي هم د امریکا او د هغه نیژدې ائتلافیانو ظالم پروره استخباراتي پالیسي تغیر وکړي او د امریکا دولت خپلو هغه ژمنو ته وروګرزي چي د طالبانو د حکومت په پرزولو کي د همکاري په بدل کي افغان اولس ته ورکړي وې. په هر صورت هر بدلیدوکئ حالت چي نوي ننګوني رامینځ ته کوي که یې د عقل و ترازو ته واچوو نو دا ننګوني به د پرمختګ زمینې راته ښکاره سي. نن چي په افغانستان کي ټولو مداخلتګرو ددې هیواد د ځایي اولسونو د بربادي دسیسې پیل کړي دي، موږ کولای سو چي د مناسب غبرګون دلاري د همدې دسیسو څخه خپل د نجات اسباب پیدا کړو. که چیري ټول افغان نژادونه د پښتنو سره پر یوه عادلانه اسلامي ډیموکراټیک نظام باندي راټول سي. پر هیواد او دسیمو پر سیاسي رهبري باندي هر دول انحصار دبینه یوسي نو د ټولو خطراتو څخه ځانونه ساتلای سي. موږ باید د غزني د پښتنو سیاسي شعور خپل د لاري مشعل وګرزوو او د هر څه څخه وړاندي ددولتي ظلم او سیاسي بیعدالتي پر ضد ږغ پورته کړو. طالب او عسکر به ټول راسره مل سي. د هر څه څخه وړاندي باید خپلي ولسوالي شوراوي، ولایتي شوراوي، پارلمان او د مشرانو جرګه د خپلو ریښتنو استاذو څخه ډک کړو. زموږ اولس باید تر هغه وخته پوري وسله پر ځمکه کښې نه ږدي تر څو چي ددفاع او داخلې وزارتونه یې د قاتلینو، جنایتکارو او د پردو دجاسوسانو څخه تصفیه کړي نه وي. زموږ د جنایي او ملي امنیت ریاستونه د فحشاء په مرکزونو اوښتي دي. د هیواد ټولي فاحشې ددې ادارو رسمي کارمنداني دي او د هر دلال په جیب کي د رایاست امنیت ملي د غړیتوب کارډ پروت دئ. نور باید دا ټولي ادارې او د هغوئ مامورین د افغان اولس لخوا د خپلو سوچه اسلامي او افغاني ارزښتونو په تومنه وتلل سي. افغانان اوس پر یوې داسي ایجنډا باندي د تفاهم لپاره هڅي کوي چي وکولای سي د طالب، داعش، سپیشل فورس او افغان ملي امنیتي ځواکونو په صفوفو کي روزل سوي ځوانان د یوه بیرغ لاندي راټول کړي او د افغانانو د معنویاتو او مادیاتو د ساتني لپاره یې وکاروي. دا یوازي هغه مهال امکان لري تر څو چي زموږ اولس مشر، وزیران، اولسوالان، والیان او قومندانان د خپلو سیمو اولسونو ته جواب ورکونکي واوسیږي او هغوئ دا قانوني واک ولري چي هر چارواکئ د نامناسب چلند یا غیر اخلاقيو غیر قانوني کړني په سبب پرته د ځنډه برطرف کړای سي. نور باید موږ خپل با احساسه مسلمانان پرې نه ږدو چي د کاذبو جهادي ډلو د لوبو قرباني سي. په دې خبره باندي کافران لا باید سر خلاص کړي چي هغه شخص چي پر خدای پاک ج باندي، پسله مرګه ژوندون او د حساب و کتاب پر قایمیدلو باندي ریښتونې عقیده ولري هغه د ټول بشریت قیمتي سرمایه ده، کار دي ځني واخلي چي ګټي وکړي. داسي شخص پرته دډاره او طمعي خپلي دندي او خپل مستخدم ته په بشپړ اخلاص باندي د خدمت وړتیا لري او هر څوک اعتماد پر کولای سي. داسي خلګ باید ولس مشران، سناتوران، وزیران او وکیلان سي، مهم ترین اداري مسئولیتونه وروسپارل سي چي د عالي درجه کارکردګي لپاره د مجازاتو او مکافاتو تشویق ته اړتیا نلري. موږ باید د ټولني خاینان پرې نه ږدو چي دوئ ته د ځانمرګو واسکټونه ورواغوندي او موږ په ووژني، په داسي حال کي چي فاسد ترین، خودخواه ترین او خاین ترین خلګ د اسنادو، ډیپلومونو او غوړي ژبي او غوړي قیافې په مټ زموږ مهم اداري موقفونه اشغالوي څو موږ وشکوي او زموږ په اوښکو، وینو او خولو باندي خپل او د خپلو کورنیو هوس او خواهشات خړوب کړي. که چیري د کابل واک د هغه جنایتکاره استخباراتي ګوندونو د سلطې څخه خلاص کړو چي د افغانستان د بربادي لپاره تاسیس سوي وه او د اوسنیو ټولو ناخوالو مستقیم عاملین دي، نو بشپړ صلحه او ملي استحکام به ددې تحول د بیشمیره ثمراتو څخه فقط یوه ثمره وي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Sonntag, 08. Juli 2018 03:30)

    ایوبی صاحب ! ستاسی لیکنه ډیره اوږده وه یو څه برخه می ورله ولوستله کیدی شی لسمه برخه به یی وه ستاسی د لیکنی دهماغه لسمی برخی څخه می ستاسی لیدلوری وپيژاند بیا می د لیکنی اخری لسمه برخه کی یو عنوان ولید چه [ مونږ صلح نه غواړو په حکومتی چوکات کی اصلاح غواړو ] له دی خبری خو مو لیدلوری د لمر په شان په ډاګه شو او خوشاله شوم ښه دی چه له نوری لیکنی له لوستلو مو صرفنظر وکړو .کیدی شو په کومه خبره به ډیر قهریدلی او داسی څه به می لیکلی وی چه باید نه وی لیکل شوی
    اصلی موضع : تاسی شعوری یا غیر شعوری تیروتلی په داسی حال کی چه د اسلام په اړه مو نه یواځی معلومات کم دی بلکه داسی معلومیږی چه په مخالف اړخ کی یی قرار لری او بیا هم فتوی ورکوی دا مو لوی جرات دی چه کوی یی .
    لمړی دا اخری فتوی [ چه صلح نه غواړو خو حکومتی چوکات کی سیاسی او اداری اصلاحات غواړی ] مو له هر څه لیری فتوی ده . له تاسی پوښتنه کوم چه اشغال شوی او بلواکه حکومت کی حکومت له کومه شی او هلته د سیاسی او اداری چارو اصلاح یا نه اصلاح د چا په لاس کی ده یعنی څوک تصمیم نیونکی او قومانده ورکوی او څوک یی عملی کوی
    دوهم ، که ملی او اسلامی حکومت ولرو اولینه لاسته راوړنه یی د سولی او له هغه وروسته امنیت او هوساینه ده مګر تاسی وایاست چه مونږ سوله نه غواړو حیرانوونکی ده که ستاسی هر ه خبره ارزوم ستا لیکنه چه شل پاڼی ده زما ارزونه به سل پاڼی شی الله ج دی وکړی چه خوابدی شوی نه یاست او الله ج دی وکړی مونږ داسی څه نه وی لیکلی چه باید لیکلی مو نه وی مننه

  • اقبال (Sonntag, 08. Juli 2018 03:45)

    ایوبی صاحب ! د لیکنی د عنوان سره مو نسبی توافق لرم ،او هغه دا چه ؛
    په ټوله کی اسلام کی اسلام جوړونه د اسلام د دی ایت مخالفت دی چه وایی [ تفرفی مه کوی او د یوه اسلام په رسی تکیه وکړی ]
    مګر دا چه ځینی د ارګانایز کیدو د پاره لکه اخوان المسلمین او داسی نور یو نوم ورکوی د منلو وړ ده مګر په دی شرط چه هغه ګروپ یا ګوند د اسلام تابع نه دا چه اسلام د
    ګروپ یا ګوند تابع کړی . د مسلمانانو د انحطاط یو دلیل همدغه اسلامی ګوندونه یا خوځښتونه دی .
    د حل لیار :
    دا چه د اوس رامنځته شوی مونږ په ټولو سره کرښه نه شو راشکدلی هڅی به لرو چه له دی ګوند جوړولو یی نظر واړوو مګر تر هغی چه دا ممکنه کیږی د هغوی ګوندی نسبی رد او تایید به کوو او د کفر د نورو ایزمو نو سره یی نه شو برابرولی د هغی بدترین تر ایزمینو
    شه والی لری اصلاح ته اړه لری .
    ستاسی د لیکنی یوه برخه دانتخاری او استشهادی وژنو په اړه وه دواړه مو یوه پله کیی اچولی کوم چه ناسمه کار دی انتحاری مطلق حرام او هغه څوک چه د دغه عمل مرتکب کیږی هغه له مسلمانی وځی مګر هغه چه دهغم کفارو په مقابل کی له سره تیروی چه د دوی هیواد یی اشغال کړی او د دوی میرمنی بی عفته کوی د دوی هر څه لوټ کوی هغوی نه یوآځی ښه مسلمانان بلکه قهرمانان هم دی میرویس نیکه او احمدشاه بابا ملاله او داسی نور کیدی شی په دغه ردیف کی ونومول شی

  • جانان (Montag, 09. Juli 2018 02:53)

    ایوبی صاحب سلام
    که څه هم زه د پښتو لیکنی د لوستلو
    توان لږ او ډېر لرم
    خو باور وکی ستاسی د لیکنی څخه می کوم خاص مفهوم تر لاسه نکړ البته دا یو ټکی می ترې واخیست چه تاسی د حامد کرزی د دوران حسرت په زړه کی روزلی دی چه البته هغه ستاسی د سلیقوی انتخاب حق دی چه زه پدې هکله کوم خاص نظر نلرم امّا د زړه سوی پخاطر غواړم درته عرض کړم چه د خدای وېره او قومی-قبیلوی مینه په یوه سِنه کی نه شی سره غونډېدای

  • محمد (Montag, 09. Juli 2018 07:08)

    دا لیکنه ځکه ډیره جالبه راته ښکاره سول چي د هغه متواتره پدیدې په هکله ډیره څه پکښي راغلي دي چي زموږ ټولو سوچ په شعوری یا لاشعوري ډول پکښي بند دئ. دا چي شریک سوي ځیني معلومات به څومره رښتیا او څومره درواغ وي شاید د قضاوت توان ونه لرم خو که د هایپوتهیسیس په ډول یې قبول کړو نو روان شرایط په ښه توګه تشریح کوي. تر کومه پوري چي د افغان صاحب د تبصرې موضوع ده نو د ایوبي صاحب او افغان صاحب په یوه خبره کي اتفاق سته. دواړه د افغانستان د موضوع حل د امریکایانو څخه غواړي په دې تفاوت چي ایوبي صاحب وایي چي امریکایان دي لمړی افغان ولس پریږدي چي په خپل مینځ کي خپله ریښتنې رهبري را مینځ ته کړي او بیا د هغه رهبري سره د هیواد د سرنوشت پر سر خبري وکړي. طالبان خپله پکښي کورکیږي ځکه چي دوئ هم د افغان ولس برخه دي او افغان صاحب بیا وایي چي د طالبانو رهبري په اصل کي د افغان ولس قانوني استاذې ده ځکه نو باید امریکایان د طالبانو سره د افغانانو سرنوشت تعین کړي. دهمدې ویبپاڼي پر نورو مقالو باندي د افغان صاحب تبصرې چي ولولو نو ده محترم خپله اقرار کړئ دئ چي پاکستان د طالبانو ډیر مشران ور شهیدان کړي دي او ډیر یې اوس هم هلته بندیان دي(څودا وښیي چي طالبان د پاکستان لاسپوڅي نه دي).اوس نو زه د افغان صاحب څخه پوښتنه کوم چي تاسو محترم پخپله دا منئ چي پاکستان د طالبانو مشران بندیانوي او وژني یې حال دا چي د طالبانو اعلی رهبري د کویټې د شورا او د پیښور د شورا په شکل ټوله په پاکستان کي میشت ده(ددې خبري څخه به انکار نه کوئ ځکه چي دا متفق علیه موضوع ده) نو دا خبره دانه ثابتوي چي د طالبانو درهبري د پاکستان د استخباراتو د دوامداره فشار لاندي ده؟ ځکه چي د طالبانو په ټولو مشرانو کي ځیني د پاکستان حکومت بندیانوي ښکاره خبره ده چي حتماً هغه خلګ دي چي د پآکستان د فوج اوامر نه مني. او د طالبانو دا غوښتنه چي یو ځل دي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي بیا موږ خبرو ته کښینو په قوي احتمال سره د پاکستان د فوج غوښتنه نه سي کیدلای. دلته ایوبي صاحب د ډیري مهمي نقطې یادونه کړې ده هغه د ملابرادر موضوع په هغه خو ټوله دنیا خبره ده چي د طالبانو هغه اصلي مشرتابه نه غوښتل چي نور دا جهاد پر مخ بوزي او امریکایانو ته تسلیم سي. اوس افغان صاحب به یا پر ملابرادر او د هغه پر ملګرو د ارتداد فتوا ورکوي او یا به دا خبره مني چي د طالبانو روانه جګړه یو شرعي جهاد نه دئ. او تر کوم ځایه پوري چي اقبال صاحب د استشهاد خبره کړې ده نو ملګرې استشهاد بل څه نه دئ غیر له دې چي د یوه مسلمان په زړه کي دده په ژوند کي حد اقل یو ځل دا خواهش پیدا سي چي کاشکي د الله تعالی په لاره کي ووژل سم. حضرت محمد ص او ټولو یارانو یې استشهاد کړئ دئ او هر مسلمان یې باید وکړي. په دې هکله حتی یو حدیث شریف هم راغلئ دئ چي حضرت محمد ص فرمایلي دي چي هغه شخص دي پر خپل ایمان وبیریږي چي په ټول ژوند کي یو ځل هم د الله تعا لی په لاره کي د وژل کیدو ارمان یې په زړه کي نه سي پیدا. د جګړې په ډګر کي د ځان د وژل کیدلو اسباب په خپل لاس پیدا کول په ښکاره توګه ځان وژنه ده. زموږ بني ص چي هر کله جګړې ته وتئ نو د خپل ژوند د ساتلو ټول ممکنه تدابیر یې نیول. هیڅ کله یې څوک و داسي کار ته نه دئ لیږلئ چي په هغه کار کي دي د هغه شخص وژل کیدل د یوې معجزې په نه وقوع سره حتمي وي. د مرګ خطر او د حتمي مرګ وقوع دوه بیل شیان دي چي د استشهاد او انتهار تر مینځ د حلا ل او حرام حد ټاکي. مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind