31.10.2016 (10.08.1395)

کابل کې ځوانانو ته د جنسي ستونزو سلا مشورې مرکز جوړ شوی
په افغان ټولنه کې اسانه نه ده چې یو څوک په زغرده د جنسي مسلو په تړاو په لوړ غږ لا وغږېږي.

خو اوس په کابل کې په لومړي ځل روغتیا وزارت داسې یو مرکز جوړ کړی چې ځوانانو ته د جنسي ستونزو د اواري لارې چارې ښيي چې ژوند یې د دغه څه له امله ټکنی نه وي.

د کابل ښار په لوېدیزه څنډه کې یوه دولتي روغتون ته ورغلم، په تلخونه کې یو شمېر نجونې او هلکان د هغه څه اورېدو ته ورټول وو چې ښايي په خپله کورنۍ کې یې له نورو سره پرې خبرې خورا سختې وي، ځکه پر جنسي کیسو غږ پورته کول په دودیز ډول شرم ګڼل کېږي، که په کې کړاو هم پیښ وي.

دا مرکزونه چې شمېر یې لسو ته رسېږي په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار کې جوړ شوي، دا چې پایلې یې ښې وي، نو د افغانستان هر روغتیایي مرکز کې به یې څانګه پرانیزي. نور محمد مراد

په دې مرکز کې ځوانان او ځلموټي یو یو نوبت ته په انتظار وي چې نجونې له مېرمنو او ځوان هلکان یې له نارینه سلاکارانو پر جنسي مسلو خبرې واوري او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.

دغه مرکز دوه میاشتې وړاندې کار پیل کړی، څلورو ډاکټرانو- چې دوه یې ښځې دي او دوه نارینه - تر دې دمه لسګونو هغو ځوانانو ته مشورې ورکړې چې له رواني، ټولنیزو، کلتوري، روغتیایي او جنسي ستونزو سره مخ دي.

ډاکټر یوه ۲۰ کلن ځوان ته مشوره ورکوله. دې ځوان موږ ته په دې شرط د ده او ډاکټر تر منځ د خبرو د اورېدو اجازه راکړه چې نوم او انځور یې خپور نه کړو.

ځوان جنسي ستونزه درلوده، ډاکټر ته یې مخامخ نه شو ورکتلی، د ستونزې د حل په پار مشورې اخیستلو ته راغلی و، خو ظاهري احساس یې دا و لکه له خپلې یوې لويې ګناه چې څوک خبروي. مشوره اخیستونکي ځوان ویل (دلته چې راغلم او دا مرکز مې ولید چې موږ ته ښه مشوره راکوي، ڼو ډېر خوشحال شوم)

د ځوانانو او ځلموټو لپاره د مشورې مرکز انتظار خونې ته چې ورغلم د راډیو د مایک او تلویزيون کمرې په لیدو ناستې نجونې او هلکان له دې خونې ووتل، هغوی چې دلته راځي لومړی له ډاکټره د خپل هویت د پټولو ژمنه اخلي. ان خپل نوم له ډاکټر سره نه شریکوي

ډاکټر محمدالله مهربان وایي، ناروغان یې تر ډېره تنکي ځوانان دي او ډېره برخه یې نجونې دي، ښايي لامل یې دا وي چې په کورنیو کې تر هلکانو نجونې یو څه لا ډيرې پټه خوله وي او په دغسې کیسو خبرو ته زړه نه ښه کوي:

"هغه ځوانان چې عمرونه یې پنځلس شپاړس او اولس کاله وي راځي. ځکه په نجونو او هلکانو کې د ځوانۍ علایم بېل وي، په ځانګړي ډول نجونې ډیرې راځي، ځکه په کورنیو کې ستونزې دي، نجونې نشي کولی کورنۍ ته خپلې ستونزې ووايي، کله چې د دوی ژوند او وجود کې بدلون راځي، له دوی سره ویره وي ان فکر کوي چې کومه پېښه شوې. ان رواني حالت یې ورسره بدل شي".

ځوانان راته له لرې پرتو سیمو او ولایتونو زنګ وهي لکه بامیان، هلمند، غزني، فاریاب، فراه او زابل

د دې مرکز سلاکاران سره له دې چې د طب په برخه کې زدکړې لري، خو په ټولنیزو او نورو برخو کې هم څو میاشتې روزل شوي دي.

د ځوانانو په برخه کې له افغانستان د ملګرو ملتونو وګړو صندوق استازی نورمحمد مراد وایي، دا مرکزونه چې شمېر یې لسو ته رسېږي په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار کې جوړ شوي، دا چې پایلې یې ښې وي، نو د افغانستان هر روغتیایي مرکز کې به یې څانګه پرانیزي.

ښاغلی مراد وایي، له روغتیا او پوهني وزارت سره یو ځای په داسې تګلاره کار کوي چې د جنسي موضاعاتو په اړه زدکړه د ښونځیو په نصاب کې ورګډه کړي.

دا چې روغتیا وزارت تر دې دمه دا مرکزونه لویو ښارونو ته ځانګړي کړي دي اړتیا بیا تر ډېره په لرې پرتو سیمو او نور ولایتونو کې د یاد وړ ده.

کابل ښار کې یو بل مرکز چې له جوړیدو یې څلور کاله اوړي د ټیليفون له لارې ځوانانو ته مشورې ورکوي.

دلته د ورځې له ۶۰۰ ډېر داسې ځوانان اړیکه نیسي چې په خپلو ولایتونو کې ان لومړنیو روغتیایو اسانتیاو ته په ګرانه لاسرسی لري. یوې ښځینه سلاکارې- چې د ټیليفون له لارې یې مشوره اخیستونکو ته مشوره ورکوله- وویل ( ځوانان راته له لرې پرتو سیمو او ولایتونو زنګ وهي لکه بامیان، هلمند، غزني، فاریاب، فراه، زابل)

ما او ډېرو نورو ته دا پوښتنه پیدا کېدی شي، دغه ځوانان چې دغو مرکزونو ته ورځي او یا پر ټيلیفون سلا مشورې اخلي څنګه یې د جرات بڼه اوښتې، ځکه هغوی چې په یوه کاله کې ان ښځه او مېړه یو بل ته په نوم اخیستلو کې هم خورا ځان ساتنه کوي نو د بدلون خبره نه ده ؟

د خصوصي پوهنتون استاد شمس الحق ضیا یې د نورو ټولنو کولتور یو ځای کېدل او خواله رسنۍ یادوي چې نړۍ یې نږدې کړې او افغان ځوانانو او پېغلو ته دا جرات ور کړ چې اوس پر خپلو ستونزو له مشوره ورکونکو سره خبرې وکړي.

په ډېرو هېوادونو کې د جنسي مسلو زدکړه د ښونځیو د نصاب برخه ده خو په افغانستان کې لا هم څوک نه غواړي چې په تړاو یې په زغرده خبرې وکړي.

د دا ډول مرکزونو جوړېدا هغه لومړني ګامونه دي چې د وخت په تېرېدو د خلکو پر وړاندې دا خبرې عامولی شي.
راپور : بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder