04.06.2017 (14.03.1396)    

ښځه اوملا د متلونو په هنداره کي

شفا کاکړه  

کله چي د دې نړۍ د انصاف پر هغه ترازومي سترګي وموښتې نومي خپل ګریوان ته هم پام سو، چیري چي څوک په توده کوټه کي ناست و هیټرته یې پښې غزولي ، په ټشو پیپر باندي خپله خوله پاکوله ...

هو، بل هغه ځوان چي د غره څیري پیري موزې یې په پښو چي په ګوټوکې پلاسټکان اوارول ترمنزل پوري ځان رسوي ،چي په کولنګ او تبر باندي یې د بدن په زور هغه لرګي او (ماخې) راوړلې چي د خولو د بوﺉڅخه یې بغلو خیري نیولي وو، څه به یې خرڅول ،په څه به یې خپل بچیان تودول...

هو د خدای کمال دی هغه ماشوم چي بسته نلري خپل کتابونه په دسمال کي تړلي ترمکتب پوري روان وي ، یو مي هغه ماشوم ولیدو چي بسته یې د نوکر پلاس کي وي ، په وي. ایي. پي موټرکي سپور وي او شا ته یې ګارډ هم ورسره وي .

هغه استاد مي هم ولیدو چي خپل بچیان یې د ښار په ګرانه بیعه ادارو کي تعلیم حاصلوي خو دی خپله مکتب ته په میاشت کي هم سترګي  ورښکاره کړي لوی غنیمت دی ...

چاخپل میلمستون ته یو ټیوشن ویونکی په زرونو روپو راغوښتی وي او څوک په سل کالداري ټیوشن ورته وایي ، د چا په مکتبونو کي میږي او بیزې را وګرځیدې او د چا بچیان د تعلیمه را وګرځیدل ، چا روپۍ ترپښو لاندي کړې ،چا په روپیو بلډنګونه ودرول ، چا غوښي په کچره دان کي توﺉ کړې ، او ما ماشومان پر کچره باندي د هډونو پر چیچلو ولیدل ، چا له میوو کرنلانو، افسرانو ته کریټونه ډک کړل ، زموږ خوارانو له کچرې وراسته سوي سیبونه وخوړل ، څوک د بنګلې مخ ته کیږدۍ دروي شپه تېروي، پرچا دغسي په سارا کي تېره سي ، چاپه دواړو لاسونو خپل مال را ټول کړی خزانې یې په ډکي کړي خو دی به د ریړۍ په میوه کي د سر میوه راټولوي انصاف به غواړي ، ملا به په ملا پوروي ، ډاکټربه په ډاکټر او ریړۍ والا به بل ریړۍ والا مخ ته نه پریږدي ، سیالۍ دومره راباندي زور کی دی چي ورور د ورور ښه حال لیدل نه غواړي ، خور په خپل کور کي د خور سره سیالي کوي ، په کلي کي به یو څوک د لوږي مري ملا صاحب ته به د ډوډۍ ډک دسمال ورځي ، ملا یې اوچه کړي خو بل به سکه په ونکړي، ملا ته به څه خاوري ورکړي هغه بل به ژیړي سترګي ورته ګوري ...

ځان ته به ښه ډوډۍ راوګرځوي ملا ته به سړه ډوډۍ ورکړي ځکه د نن سبا میرمني هم ملا ته اوښتي دي او ملا ځني په چیغو نارو دی وایي ، د انصاف دا ترازو ګوره چي خدای په کوم (مخ) کي ختلی دی ...

زما د انصاف سترګي څنګه ړندیدلی سي ما خو ښځه د میړه پر قبر د بنګړیو پر ماتیدو لیدلې ده هم مي خور تر ورور قربانېده لیدلې ده هم مي لور د مور او پلار د قبر سر ته ناسته دواړه لاسونه پراچولي سر توره په دعا لیدلې ده ...

مور د زوی دمخه خپل مرګ غواړي ، خور ورور ته د سر د بیښتانو دعا کوي ماینه ترمرګه د خپل میړه د سر دعا غواړي، ما ښځه په تودو،تودو(څولو) کي هم لاس په دعا لیدلې ، هغه درد چي له انسان څخه ځان هم هېروي خو دا بیا هم په دعا وي ...

ښځه مي هغه وخت د زوی پر خوشالي خوشاله لیدلې ده چي یې میړه په زوی خوشاله وي او د لور پر زیږون مي پژړا لیدلې ده او ځوریږي چي میړه ورباندي بل واده ونکړي قدر به یې کم سي او دا د پښتنې ټولنه دستور دی ...

ورور د خور (کشن میړ) کړی دی خو خور خپل ژوند تر ورور قربان کړی دی ، ورور کور ته بدي راوړې ده خو خور په بدي کي تللې ده ، خور د ورور لپاره په سرۍ کي ورکول سوې ده خو ورور یوه روپي هم تر ولور زیاته نه ورته خرڅوي ، لور یې د بل د کور ګڼلې ده ، ښځي د ښځي کور خراب کړی دی خو نارینه ته یې قرباني ورکړې ده ...

ملا په خپل وعظ کي تل غندلې ده خو کله یې د اصلاح هڅه نه ده کړې، پروفېسرانو د بل د لوڼو لپاره خپلي ژیري وخریلې ، ډاکټرانو تر قصابانو واړول ،انجنیرانو په لارو کي تر سمینټ په ډبرو خوشاله کړل ملا د کوره د ښځي وتل حرام وګرځول، خو چي پېریانو نیولې وي بیا روا ده ، چي توره چرګه ور وړي او پولیس ته څه خاوري ورکوي بیا د دنیا هرڅه روا دي ،جنت ته تګ ، ترحورو، د شرابو  او شودو تر ویالو رسېدل په پیسو حلال سول  نو په پیسو دعا رانیول کوم ګرانه ده ...

کله ،کله فکر کوم چي زموږ ټولنه په کوم چا اصلاح کېدلی سي  زموږ ښځي دومره (ځیرمني) نه دي خو هغه یو ملا دی چي زیات واکمن دی نو ځکه ګیله هم ځني کیږي او د ګیلې حق هم جوړیږي ...

زه منم چي د ښځو حیا زموږ د مسلمانانو هم پرڅلور کونجه ده ، دوی هم د ازادۍ سره پښې وغځولې ، زموږ پرجامه نن زموږ خپل قام شرمیږي ، نور څه چي پخپله پښتو باندي لا شرمیږي ، زموږ د ټولني د سیاستمدار څخه واخلې تر خرکار پوري یو په بل پسي حیران دي ، نن د خپل کور جنګ د سړولو پر ځای د بل پر ډولو څرخي ،نن زموږ غیرت، روا، ناروا ، خپل ، پردي په  دا ټوله اوس پسخندونه وهل کیږي ...

غیرت څه دی، عزت څه دی، ناموس څه دی هغه اوس له دې ټولني کډه سول ، دلته اوس هرهلک او نجلۍد ملګرتیا نارې په جار وهي چي ګرل فرینډ او بوای فرینډ چي زموږ په ساده پښتو ورته یار وایي دا زموږ کلتور خو نه دی چي  یو هلک او نجلۍ دي د تعلیم پرځای یو او بل ته دا یوه تمه وي چي د زړه رازونه د یو او بل  سره شریک کړي لاکن کورنۍ یې له دا کړونو ناخبره وي ...

ملګری ، ملګری ګڼي د زړه حال ورته وایي خو ماینه د خپل زړه د حاله نه خبروي نو ځکه هغې هم پر دا خوا مخ کړو چي :

څه کرې هغه به ریبې ...

هره نجلۍ د پوستکو ډاکټرانو ته روانه وي چي پوست یې خراب نسي ، بدنونه یې ونځړیږي ، هره میرمن غواړي چي زما لور تر هرچا ښایسته وي ، بې شمېره دولت خرڅوي خو د خپل مخ او بدن غم خوري ، داسي نه وي چي مرکباڼي انکار وکړي چي توره ده ، بدرنګه ده ، بیښتان یې سپین دي ، سترګي یې کږې دي د مخ د سپینولو هره حربه کاروي خو افسوس تر اوسه یوې مور دا غم نه دی کړی چي زما لور څنګه ده ، عمل یې څه ډول دی او په اخلاقي توګه څنګه ده ...

د دا  پوښتنوکوونکي هیڅوک هم نه وي ، راغلي مرکباڼي خو دا پوښتني کوي ، نجلۍ دي سپینه وي ، جګه لوړه دي وي ، شنې غټي بادامي سترګي دې وي بس ...

او کله چي واده سي بیا نو د پیري ، نظر، تعویز، اثر او هري بلا ورته مخ سي ، خو د دې ټولو تر شا لوی کردار زموږ د ټولني دی چي کله هم له یوې خوا دا ږغ را پورته نسو چي ملا څوک دی، اسلام څه دی، شرک څه ، عبادت څه دی ، ایمان څه دی ؟

پښتون څوک دی، پښتو څه ده، تاریخ مو څه دی ، دا لیکوالان څوک دي او څه لیکي ، منافقت خو نکوي د ټولني سره ؟

دا سیاسي خلګ ولي وایي یو څه او کوي بل څه ، او چي د انتخابات وخت را نژدې سي وایي یو څه او بیا بدل سي  دا ولي ؟یوه سړي هم دا ویلي دي چي دا څه کیږي ، بس ژوند دی تېریږي ...

زموږ میرمنو کوم کار وبار را اخیستی دی چي تعویز دی، کوډي دی ، ( ښنوخت) دي ، ملایانو ، پیرانو، سیدانو، ته اوږدې، اوږدې پرتې دي ، دلته موږ غیرت ، اسلام ، پښتو  ولي تر پښو لاندي کړي دي ، دلته ولي د ویلو والا خولې وتړل سي ...

موږ که پر غیرت مین وایي د ښځو ق به مو ښکاره وای مو که د عزت او د مذهب وږي وای تعلیمي ادارې به مي له نرانو جوړي نه وای ، تعلیم به مو ښکاره وو، موږکه پخپله ژبه تعلیم کولای نو د بل پر ژبو به مي روپۍ نه خرڅولې  ، نه به مي تعلیم په پیسو وای نه به مو ډاکټر په پیسو وو، اوس خو دلته هرڅه په پیسو دي اوس خو عزت ، تاریخ، ژبه هرڅه په روپیو خرڅیږي ...

کله چي هم د ښځو پر دې در پدریو او بدمرغیو فکر کوم نو ناړي په ستوني کي اوچي سي چي موږ په څومره بدبخته او وروسته پاته ټولنه کي ژوند کوو چي میرمني مي د خپلو دومره بدمرغیو او در پدرۍ برسېره تر اوسه په دې نه دي پوه چي زه خدای د څه لپاره پیدا کړې یم ؟

نور هرڅه پرېږدو ، یو ملا چي پر هرڅه فتوایْ ورکولی سي ، د ماشومانو د پیداش د  روایښ اجازه ورته کوي ، د ودونو اجازه ورته کولی سي نو تر دا تعویزونو او تر دا بدمرغیو به ښه نه وي چي د ښه تعلیم امر ورته وکړي چي د ښځو لپاره تعلیم څومره ضروري دی ، په پرده کي خو دوی تر اسلام وړاندي هم وې ، اسلام چي وغوړیدو نو پرده رواج سوه ، تعلیم عام سو ، ټیکنالوژي زموږ په لاس کي سوه نو بیا ولي جهالت هغه ډول دی؟ مخ کي خو څلور دېواله نه وو ، هم ښځه په عزت او په پرده وه ، اوس چي  د پردې لپاره برقعې رواج دي بیا هم زموږ حیا په خوندي نه ده .

زه چي کله پرخپلو سترګو پرده وغړوم نو ماته د خپلي ټولني او د خپل وطن خلګ سترګو ته ودریږي چي دوی د خیرات ، فنډ، زکوات په شیانو کي لا داسي لویدلي وي لکه دوی چي هیڅ نه وي لیدلي موړ، غریب دواړه یې په غبرګو لاسو راټولوي خو بیا هم هغه حقداره سړي ته خپل حق نه ورسیږي ، زموږ د قام د خلګو زور پر خبرو دی عملي ژوند ته ورځ په ورځ زیان رسوي ، که دي د خپلو ښځو ستونځو ته پام وروګرځوی نو سا یې خولې ته راسي ، نن هم د دوی له لاسه ښځه کونډه سوې ده ، بې درکه سوې ده ، په اور کي اچول سوې ده ، خرڅول خو بېله خبره ده ، ملایانو د پیرۍ په  چارو کي دهل ده ، ډاکټر د مسیحا په بڼه شکولې ده ، د لنګواله پروخت په هسپتالو کي بې ژبي سوې ده ، پوروهل سوې ده ، په دولتي روغتون کي هري نرسي ځورولې ده ، پر وخت روغتون ته نه ده رسول سوې ، ډاکټرانو، ملایانو پر دوی خپلي تباري زده کړي دي چي دا تر اوسه لکه بې مالګي خواړه د هیچا باز نه پر کښېني ...

شاعر دی که ملا  او که استاد ټولو جنسي خوراک ګڼلې ده ، که تر عدالت پوري ولاړه سي د دنیا بدکاره ګڼل سوې ده ، د حق ، ناحق په ملتیا کي ملګري کم دي ، لیکوال به د خپلي میرمني سره ظلم کوي خو د بل د ښځي د ښایست او د ظلم فکر به ورسره وي ، ملا به خپله میرمن  وهي ، سینګار ته به یې نه پرېږدي ، دم  او چوب به پرکوي ، د بل د ښځو په خوښیو کي به ساعتونه ، ساعتونه تیروي ، خپله میرمن به پر ډاکټرانو ګرځوي ...

دا دنیا انصاف دی ، چا خپل لاسونه په خوارۍ باندي تڼاکي کړل چي خپله ښځه تر کور را ولاړه کړي ، چا بیا په دوو، درو ودونو د روپیو نظر مات کړی ، چا بیا لوڼي پر کورو زړې کړې چي د معیار په خلګو پسي ګرځي را ګرځي ،دلته د هرسړي د خپل نس او خپل نفس له اوره پرهرچا سترګي سرې دي نه د جنت په تصورکي حوري پرېږدي نه د شاعر په تصویر کي ښځي پرېږدي ، زه خو سجده لا په لالچ کي لګوم ...

موږ ځکه هر کار په لالچ کي کوو ، جنت ته د حورو، شرابو، شودو، میوو پسي منډي وهو ځکه مو عبادت نه دی پېژندلی ، موږ خپل محبوب ته ځان نه دی سپارلی ، کله چي ځان ورته وسپارو نو بیا دا وړې وړې غلاوي چي یو د بل څخه کوو دا به بیا نه وي ، وصال، عشق، ژوندون، ښکلا ، مکه ، جنت، لمونځ باندي په کار ده ښه ځان پوه کړو ، ځان ته داسي یو پیر ونیسو چي عمل ورباندي وکړو لکه چي وایي ...

ته ملایانو پسي ګرځه تعویزونه کوه

ما دا ستا د هېرولو لپاره پیر نیولی

موږ ته په کار پښتو، پښتو وګڼو کوم اقدار چي دي او ښه ، ښه اقدار چي دي لکه پت، ننګ، توره ، ښګړه ، له مسلمانۍ سره ، سره هم ټولو انسانانو ته د انسان په سترګه وګورو، ښځو ته هغه مقام ورکړو کوم چي اسلام ورکړی دی ، هغه تعلیم ورکړو چي دا یې حقداره ده ، هغه مقام چي د اسلام وړاندي هم دې په ګډ کور کي ژوند کوی خو دزړه ستر بې درلودی ، داسي منافقت نه وو لکه شاعر چي وایي ...

مو د وخت څپو اخیستي نیزه وړي

د بدرنګو تقدیرونو پور وړی

ته ملا یې زه شاعر یم خو مونږ دواړه

د پېغام تر درانه پیټي لاندي ستړي

ته د میني د خالق د کور امام یې

د قاصد د خدای د میني د پېغام یې

زه یو درد د پرهر په غېږ کي اوسم

ته بد رنګه په بدرنګۍ کي علم ارام یې

تا د خدای پېغام نه اند کړ نه دي خوند کړ

تا تعویز کړ تا په اوو پوښو کي بند کړ

ما پېغام کړې هغه ټولي ملغلري

د ښایست د خدای خورې ورې خبري

څه مي حسن ته مي رنګ کړې څه مي مینه

ما ترې جوړي کړې ښایسته، ښایسته سندري

څه وارث د خدای د ښکلي پېغمبر یې

خو د سپین صلیب باچا یې زور ور یې

ته ژوند نه غواړې د حسن مرګ پرسته

د خالق او د مخلوق په منځ کي غر یې

زه ښایست یمه ، زه ژوند یمه شاعریم

تر ښایسته دنیا چاپېره سمندر یم

د خوږو، خوږو دردونو مصوریم

د انسان د ښکلي میني همسفر یم

کله چي مي پخپله ټولنه کي سترګي غړولي دي نو د ټولني هر سړي ته مي پام ګرځېدلی دی چي زموږ په دې ټولنه کي اوس هم داسي څوک سته چي له هغه څخه زموږ ټولنه تر مرګ پوري لاس نه اخلي او د هغه تر حکم او سوري لاندي ژوند کوي ، هغه کلي وران ګڼل کیږي چیري چي جومات نه وي یا په جومات کي ملا نه وي ، پښتون خپل د قام پېغور زغملی سي خو پر اسلام باندي او پر ملا باندي خپل سر قربانوي ، که د پښتون قام د اسلام د نوم په اوریدو سره د سر بېښتان بوږنیږي خو د اسلام خپرول او په اسلام باندي د ځان پویولو هڅه یې کله هم نه ده کړې  او نه چا تر اوسه له ملا سر ټکولی دی چي ایا اسلام د څه لپاره راغلی دی او دا قام تر اوسه ولي دومره په بې غوري کي ساتل سوی دی ، نه د دې قام چیغي چا اوریدلي دي او نه دوی خپلي بوغاري په  چا اوري ، که سوځیدلي دي که کړیدلي دي نو تش دا قام خپل ځانونه خاوري کړي هم ایرې کړي دي خو دا پوشتنه یې نه ده کړې چي جنت څه دی او جنت څنګه رسیږي ...

پخپله ټولنه کي چي ما تر ټولو زیات عزت او قدر د چا لیدلی دی هغه د ملا صاحب دی چي څه ملاصاحب ویلي دي زما قام هغه منلي دي ، کله چي ماشوم د مور په نس وي هم زما پښتنې میرمني تر ملا ځغلي ، که د اولاد د درد څاښت وي ، که د ماشوم په غوږ کي اذان وي ، که نکاح وي ، که غم وي  که ښادي ، که روغه وي که په کلي خیرات وي ، که څوک خپله ګوله نلري هم ملا صاحب ته ورکول کیږي ، د ټولني د هري چاري کارونه بې د ملا صاحب نه بشپړه کیږي او نه څوک دا کولای سي ...

د ماشوم تر نوم ایښولو ، د ناوي په کړدار کي لا د ملا برخه وي یا به داسي ووایم چي پښتون قام د ملا په وسیله ژوند کوي ځکه چي د دې قام سا د ملا په سا چلیږي ، که چیري د یو ځګندن هم وي نو تر ټولو لومړی ملا صاحب را غوښتل کیږي تر غسل تر کفنه دا ټولي چاري د ملا په غاړه وي ځکه ملا د خدای په لاره خبر وي هغه د جنت او د ژوند په هره چاره لاسبری وي ...

له ماشومتوبه تر اوس دمه ما خپله ټولنه ترخوشالیو زیاته له بدمرغیو سره مخامخ لیدلې ده ، زه دا خبره نکوم چي څوک بد او څوک ښه د ي ، زه چي په کومه ټولنه کي ژوند کوم هغه ټوله د اسلام سره زیاته مینه لري خو دا خبره به هم له حقیقته لیري نه وي چي پښتون تل د اسلام په نوم استعمال سوی دی او په دې کي هم کوم شک نسته چي د ټولني هرهغه وګړی چي یې وس رسیږي هغه چارو ته ملا تړلې ده ، هغه که ریړۍ چلونکی وي او که سبزي پلورونکی وي ، که په جومات کي  د ګوټو غل وي، که قانون دان  او  استاد وي ،یا  د امتحاني سنټر د سپرټینډ څخه یې واخلې تر نګران پوري  د ټولني هر زور ور چي په چا یې وس رسیږي دا ډول ناوړه کارونه کوي خو مخنیوی یې هیڅوک نکوي او نه چا کړی دی ...

زموږ په دې ناروغه ټولنه کي د دوو خلګو ډېر منل کیږي او په خصوصیت سره په پښتني ټولنه کي چي د چا په خبره زیات عمل کیږي هغه ملا صاحب دی   اوبل  ډاکټر صاحب دی چي پریز او دوا عملي کوي خو چي نن پښتون قام له کومو خواښنیو او بدمرغیو سره لاس او ګریوان دی د هغه  علاج  دومره آسانه نه دی ، موږ خپله پښتني ټولنه تل په رنځونو کي را ګیر لیدلې ده لاکن د  د ې ټولني د رنځونو تشخیص نه دی سوی او که چا یې تشخیص کول غوښتی هم دی خو زور ورو ور پریښي نه دي ،دا څنګه جنت دی چي پخپلو کورونو کي مي د دوږخ تنور تود ساتلی دی ، د بل د کور ښه غواړو خپل کور ته مو اور اچولی دی ...

زموږ په ټولنه کي چي دا هرڅه کیږي د دې یوازي ملا صاحب هم ذمه واره  نه دی خو زه دلته دا ویل غواړم چي کله ،کله په کور کي د هر چا خبره نه منل کیږي او نه یې څوک اوري خو په دې خړه پړه پښتني ټولنه کي په ویر او ښادي کي  د یو سپین کالي ، سپین پټکي  د خدای په لار خبر ملاصاحب خبره ډېره منل سوې ده هم یې مني نو زه یو خواست کوم چي زموږ  دا پښتنې   ټولني د بدمرغیو پنډونه پر سر اخستي  خپل ذرې،ذرې وجود رانغاړي او په دې ټولنه کي مي تر بل هرچا ستا خبره ډېره اوریدلې ده او ټولني عمل پرکړی دی هم یې پر کوي ځکه چي زموږ ټولني خپل ځان پر ملا سپارلی دی ، دې ټولني د خدای هیله نه ده اخیستې خو د ملا هیله یې اخستې ده ، له دې ټولني سره کله هم د خپل ځان غم نه دی سوی که د بل په ستړو یې ځان ستړی کړی دی ، که یې ویني توۍ سوي دي خو د د ینو بهیدو یې چا پوښتنه نه ده کړې ، زما قام خو تش د وینو په بهیولو ځان داسي اموخته کړی دی چي اوس دا پوښتني کیږي چي ویني څومره بهیدلي دي ، ، د کوم کلي دي او په ذات څوک دي ؟

که د دې قام تقدیر  د وینو بهیول وي نو د دې مخنیوی به څنګه کوو دا خو هم هغه څوک کولی سي چي پټي معلومولی سي ...

د یو کور یو کس چي ناروغه وي ټوله کور ورسره په ګښت اخته وي ، پور کوي خو د علاج غم په خوري نو بیا ولي موږ د غم سره داسي اموخته یو ؟ نو بیا ولي موږ د دې ټولني غم نه خورو چي پور کولی سو د ځان غم په خوړلی سو ؟

د یو چا وژل بیخي آسان کار دی چي پلانی شهید سو لاکن د هغه تر شا چي کوم غمونه پاته سو هغه د یوې مور او د هغې د کونډي څخه دي هم څوک وپوښتي ...

یو زوی غټول او پرورش کول شپه او ورځ ورته تېرول او کوم درد چې مور زغملی وي د هغه اندازه یوه ښځه کولی سي ، کله چي ښځه کونډه سي او ترشا د یو غم سره نور غمونه پرېږدي ، د یوې کونډي نوم څومره زور غواړي ...

زما خو هر کور له کونډو ډک دی ، پر دې کونډو چي کوم تکلیف تېریږي او په کورونو کي چي کومي لانجې ورباندي کیږي او کوم حالت پر ښځو تېریږي ، یوې ښځي ته خپل مرګ دومره زور نه غواړي ، کله چي هغه سرتوره سي نو د هغې ښځي دي څوک حال وکړي چي هغه په کوم حال کي ژوند کوي ...

زموږ په ټولنه کي د یوې کونډي ژوند څنګه تېریږي او هغه خپلي شپې او ورځي څه ډول تېروي خو د بده مرغه زما ټولني خپل ځان پر ملا سپارلی دی چي څه ملا ویل موږ هغه ورسره منو هغه په زبردستي وي که په رضا ، په کور کي که معمولي  جګړه وي که د کور د نارینوو وي که د ښځو وي نو یې منډه تر ملا وي چي داسي تعویز ور وکړي چي په کور کي امن سي او دا جګړې سره ختم سي ...

زموږ د ټولني هره میرمن پر ملا باندي عقیده لري ، کوم حال چي په ټولنه  او په کور کي خپلي مور ته نسي ویلای هغه د ملا سره شریک کړي او د هغه په خوله باور کوي ، دکور شیان یوه ښځه په پټه خرڅوي خو چي کومه خبره ملا ورته کوي دوی یې مني ...

که چیري د  یوې  ښځي د خپل لیور  ،  خواښي ، او  بن  څخه ژوند تریخ وي نو د دې منډه تر ملا وي ، د کور د خوشالیو لپاره هم د یوې ښځي منډي ،ترنډي تر ملایانو پوري وي ، که توره چرګه وي که شین مږ خو دوی خپل حال تر ملا د بل چاسره نه شریکوي ، که اولاد نه وي یا اولاد نه پاتیږي ، که د کور جادو وي یا د ګیدړسنګي کوډي وي هغه حال یوازي تر ملا پوري وي  ، یو ډاکټر ته زموږ پښتنې ښځي خپل حال نسي ویلای خو ملا صاحب ته په ډاډه زړه ټول حال وایي او په داسي کړونو کي ښځي د ملایانو سره اړیکي ټینګي کړي ځکه چي د خپل ژوند خوشالۍ د ملا صاحب څخه غواړي ولي چي هغه د خدای په لاره خبر څوک دی ...

د یوې پېغلي  بندش وي او یا یې نکاح نه کیږي ، که بن پر راوړي یایې سپین ژیري سړي ته  ورکوي ، عن تر دې که د یوې ښځي میړه د میړوشۍ نه وي هغه هم خپل حال د ملا سره شریکوي ، د مور او پلار څخه دا خبره پټوي هم د خسرګنۍ څخه په پټه ځغلي خو د زړه خبره تر خوله د ملا پرته بل ته نکوي ...

زموږ نیمه ټولنه چي ښځي دي هغه ټوله د ملا خبرو ته عقیده لري ، که د هرجمرات دم وي که د نیمي شپې دمونه وي خو دوی خواراني پر هغه لار او لیکه رواني وي تر دې پوري که هره ناروغي وي اوس خو د دم لپاره دوی د ملا په دربار کي حاضري وي ...

اوس زه دلته یوه غوښتنه لرم چي یوه ښځه پرملا باندي دومره باور کوي د خپل ژوند فیصله هم ملا ته ور سپاري خو بیا هم زموږ د ټولني ښځي پرهدیرو او زیارتونو ګرځي له مړو د ژوند غوښتني کوي ، له ډبرو ، ټوکرانو یا دسمالونو د خپل ژوند ارمانونه او غوښتني  غواړي ...

ښځي یو تر بل دا خبري سره رسوي چي  فلاني ملا ډېر ښه  دی ، ډېر ښه دم کوي ، ښه تعویز ورکوي ، کله چي یو ملا ته ورسي نو ښځي به وږي تږي پرتې وي ، د چا به پښه کږه وي او د چا به لاس ، هم دغه ډول که یو زیارت ته  ولاړي سې هلته به هم دغه حال وي ، د چا پیرانان خبري کوي ، په چا جادو سوی وي خو زما د ټولني ښځي ته ډاکټران وایي نفسیاتي ناروغي ده ، ملا وایي پیرانان یې نسته ، ملا تعویز ورکوي ډاکټر trauglzer (دنشې دوا ) ورته تجویزوي ، در په در ه پر سر او لاسو ګرځي او څوک له کورني حالتو ځوریدلي ګرځي ...

ملا صاحبان د ښځو پیرانان په وهلو او ترټلو او کله ،کله ګوتي هم ورپیچي په لښتو یې وهي چي پیرانان یې ووزي ، د ښځود بدن  سره خپل  لاس ټپرهوي چي پیرانان لما سره خبري کوي ...

زموږ د صحرا پښتنو میرمنو ته چي څه ویل کیږي دوی هغسي کوي نورخو نور ښځي که هر جمرات دم ته غواړي یا د شپې دم ورته کوي نو زموږ ساده پښتانه ورته مجبوره وي خپلي ښځي دوی ته بیایي ، که کورنۍ جګړې وي ، بدي وي یا یوې نجلۍ ته په خوښه واده نه رسیږي ، داسي ډېري کورنۍ ستونځي وي چي ښځي پر کورو د خپلو نارینوو سره نه شریکوي چي دا ستونځي باید څنګه اواري سي خو ملا صاحب ته یې په ډاډه زړه سره وایي او دا ډول د خپلو ستونځو حل را باسي ...

کله چي یو ځای یو ملا یاد سي زموږ د ټولني میرمني منډي تر هغو پوري وهي ، پیسې پوروي خو تر ټولو مخ کي دوی هغه ملا ته خپل ځان په یوه بده رسوي ، دغه ډول که چیري یو ځای څوک ور یاد کړي چي هلته فلانی لکړي والا ملا دی ، اوبو والا ملا دی ، تور ملا دی ، فلانی آغا صاحب دی نو په بل مخ خپل ځانونه ورته رسوي ...

داسي ډېر ي میرمني  زموږ په ټولنه کي موجوده دي چي د شرم چاته څه ویلای نسي ، زموږ ښځي هره خبره تر پښو لاندي کوي ځکه که چیري یوه خبره داسي وکړي چي فلاني ماته دا وویل نو اول دا ښځي ورته وایي چي پر خوله دي لاس ونیسه د ځان حیا سړی نه اخلي ...

دغه ډول  زموږ د ټولني انجونه د قرآن زده کړههم  سمه کولای نسي  ځکه چي مور او پلار یې ډاریږي چي خپله لور څنګه مسجد ته ولیږي یو خو هلکان وي هلته بل دوی له ملا او طالبانو څخه هم ډار احساسوي چي نجلۍ مي د لاسه راڅخه و نه وزي خلګ به پېغورونه راته جوړ کړي ، خپله ملا هم نه غواړي چي انجونه دي نور علم تر سره کړي او اکثریت ملایان خو دا هم وایي چي د انجونو لپاره د قرآن حفظ ښه نه وي هغه په دې خاطر چي د واده وروسته یې نجلۍ ساتنه نسي کولای .

که چیري یوه نجلۍ حفظ وکړي او د قرآن په معنا پوه سي دا خو د هغې او د ټولني په ګټه وي ، ملا صاحب زه هغه کوم ، کوم ناسور زما د ټولني را واخلم  چي خپلي ټولني ته یې روښان کړم چي دا ټوله څه روان دي او موږ د مذهب کوم لور ته روان یو په ډېرو دمو او پرهیزو باندي مو د انسانانو وینه ور وچه کړه او په دا مثال یو ( چي نه د دین سو نه د دنیا) مذهب څه وایي او مذهب د څه لپاره راغلی دی  موږ خو له دې هم لاس مینځلی دی ، زموږ ټولنه ړنده هم کڼه ده ، د دې ټولني  اصلاح څنګه وکړم ، زه دا ټولنه په څه خبره کړم ، که یې لار ښودنه وکړم نو د دې ټولني تشخیص څنګه وکړم ، د دې ناروغۍ ریښې لا وختلې څه چي پاته دي د هغو مخ نیوی په کار دی ...

د یوې ټولني ښه او بد لومړی د مور تر لاس وزي خو هغه مور موږ نن رنځوره کړه ، لاسونه او پښې مي ورتړلي ، سترګي مي ړندې او غوږونه مي ورته کاڼه کړل ، زموږ د ټولني دا بدبختي ته ګوره کله چي نجلۍ وزیږي ږغ سوړ وي خلګ نه په خبریږي ځکه چي نجلۍ وي ، چي پېغله سي بیا نو د ټولو ورته سترګي وي ، د ورور غیرت ، د بابک عزت ، د مور او کورنۍ د عزت خیال ساتل ، د وروڼو مخ ته ، د پلار مخ ته ، د  مور  او کورنۍ د نورو غړو په وړاندي ورته اجازه نه وي چي نجلۍ د خپلي خوښي یا زړه خبره وکړي ...

زده کړه خو  په اور پسې ، یا که یې چیري څوک زده کړي ته پرېږدي هم اول هلکان په ښه توګه اواره ګي په زده کوي ، ورته وایي نجلۍ د بل د کور ده ، نجلۍ چي د کوره د زده کړي لپاره را وزي او بیا چي د چا مینه وویني نو ورته هغه دنیا تر ټولو د رنګونو ډکه دنیا وښکاري .

نن زموږ ښځو ته دا هر څه  ورپېښ  لکه بد نظر، پیرانان ، کرکي ، نفس تنګي ، د ماشومانو وهل ترټل ، خپلو مړونو ته د زړه حال ویلای نسي نه یې خپل پلار او وروڼوته ځکه چي دوی یې ټول ژوند په ویره کي ساتلي دي نو بیا زموږ د ټولني میرمني څه ډول د ماشومانو تربیت کولی سي ، دوی خو له پیدایش څخه په ویره کي وي او د مرګ تر ورځي خو ملا صاحب ورباندي دا خبره لا کره کړې وي چي په سلو کي به یوه ښځه جنت ته ځي ، د دې مسولیت به د چا په غاړه وي ؟

زموږ په ټولنه کي یو غربت دی بل توره شپه ده ، زموږ د ځوانانو په ولور ګټلو باندي لاسونه تڼاکي سول ، د پردیو وطنونو خاوندان سول ، پردیسۍ وړي ، د غلا او دروغو سره مخامخ سوي دي خو د یوه واده روپۍ نسي ګټلی ، ملاصاحب ته خو بختور یې چي په شکرانه کي هم څوک خور او  لور پر بن درکړي او زموږ خوارو ته وایې تش اولاد زیږوی ځکه اولاد زیږونکې میرمن جنتي وي ...

زموږښځي له لوږي مري او د ویني د کمۍ سره مخامخ دي ، پخپلو کورونو کي له شودو محرمه پاته دي د نورو د لاس محتاجه وي  کال پر کال د ډېرو اولادونو د زیږولو څخه( د ویني ، کیلشم، وټامن) د نورو ناروغیو سره مخامخ سي ، بیا هم ورته وایي جنت درته رسیږي ، په جنت کي د حورو او شودو څښلو او رنګارنګ میوو خوړولو په تصور مي څومره کورونه وران کړل ، د انسانیت ریښې کاږو ، له یوې ښځي څومره کارونه اخلو ، د دې تر صحت او خوراک بالا بود کارونه ځني اخلو بیا هم وایو چي ښځه خو خدای پاک د ماشومانو د زیږولو ، د کور د کار کولو ، د خاونداو  د ماشومانو د خدمت لپاره ده او د کور تر څلورو دېوالونو پرته نور حق نلري ، د پلار په کور کي هم د (تللو)نور حقوق خو بېله خبره ده چي دوی ورباندي خبري نه دي چاچي څه ډول دنیا ورته ښکاره کړې ده دوی هم هغسي منلې ده ...

ملاصاحب زما ټولنه ډېره د بدبختۍ او نالیدلي ناورین خوا ته روانه ده ، د دې ټولني خواخوږي چي را پیدا سي هغه له منځه یوسي ، دا پښتانه ډېر ازاد اموخته سوي دي او خپل ژوند په ډېرو مشکلاتو کي تېروي نن که موږ پخپله ټولنه کي شاوخوا وګورو نو زموږ په ټولنه کي تر ټولو درپدر ه زموږ میرمني دي چي دوی په ځوانه ځواني تور سري سوې ، هره مور بوره سوه ، خویندي بې وروره سوې ، ترڅو به دوی ژوند په دغو تورو تیارو کي تېروي ، نن هم زموږ ټولنه د ژوند په معیار نه پوهیږي ، د ژوند په هره چاره کي ورته خنډونه جوړ دي ، نارینه خو تر یو ځای نه یو ځای خپل د ژوند مقابله وکړي خو زموږ د ټولني میرمني په سره اور کي خپلي شپې او ورځي تېروي ، هغه که د کونډي په نوم وي او که د تورسري او یا د بوري په نوم ، چا دشهید د ماینې په نوم نکاح کړه چي دا لوی ثواب ګڼل کیږي ...

کله د ورور په بدي کي ورکول سوې ده ، د ورور په بدي کي ځکه ورکول سوه چي مخ پر وړاندي به نوري جګړې او بدۍ ختمي کړي خو د هغه څخه پښتنې ټولني یو رواج جوړکړی اوس یې د کار وبار په توګه پلي کوي ، چا د ورور په سرۍ ورکړه ځکه چي د پلار سره یې روپۍ نه وې ...

کله چي کونډه سي نو دکلي هر کونډ ، سپین ژیري ، لیوره او میراث خور یې په تمه سو ، مرکې ورباندي کوي خو له پښتنې میرمني چا دا پوښتنه ونکړه چي دا څه غواړي او چي کله د خپل حق خبره وکړي نو د دې ټولني تر ټولو بدمرغه او سپین سترګې ګڼل کیږي ، پلار یې د دولت په خاطر په لکونو روپۍ ورکړي او پر زوکړه یې ټول کور په خفګان سي پېغلتوب یې پرمور ، پلار او ورور باندي یو قیامت وي او واده یې د دوی په خوشالي چي وي نو پر دوی د الله یو رحمت وي او که یې د خپلي خوښۍ اظهار وکو نو هغه تر ټولو لوی زحمت وي ...

له ښځي په جومات کي ویره وي ، په مکتب کي یې عزت او ناموس خوندي نه وي نو بیا به په دې ړنده ټولنه کي څه زده کړي ، چاته د خپل زړه حال ویل د درست جهان پېغور دی ، زموږ په ټولنه کي که خوشالي ده نو هغه د زوی لپاره ده ، د زوی لپاره درې، څلور ودونه کوي خو زوی غواړي ، لور د زوی لپاره  پر خپل واده ورکوي او د هغې ښځي زیات قدر کوي چي ځامن راوړي ، د دا دومره ناوړو باوجود میرمن بیا هم په دې ټولنه او کور کي ژوند کوي خو بیا هم ورته ویل کیږي چي ( ښځه د شیطان د ذاته ده )

ښځه په داسي ستونځو کي بچیان زیږوي که مري که رغیږي بچیان به زیږوي ګویا د ماشوم زیږولو یو ماشین دی ، په داسي ستونځو کي ژوند تېرول ورسره د کور چاري ، د خاوند خواهشات ، د یور او خواشي چي کومي لانجې ور تر غاړه وي هغه هرڅه ترخپله وسه وړي ...

ښځه که د شیطان د ذاته ده او که یې عقل په پونده کي دی ملامتیا یې یوازي د ښځي په غاړه نه ده ، هرڅوک د ازادۍ حق لري هم هرڅوک پخپله خوښه ژوند تېرول غواړي هم هر څوک خپل ژوند ته ځني اصول او قاعدې ټاګي خو چي کله دا اصول دهرچا لپاره جلا،جلا سي او هر سړی خپل اصول پر بل بې وسه انسان ور وترپي نو بدمرغۍ را منځ ته سي ، دلته یو نارینه کله هم نه غواړي چي خپله کمزوري ته و ښځي ته څرګنده کړي ځکه چي خپله خپلواکي او نر واکي داهمي ساتل غواړي ، دا ډول چي کله  د زوی او د لور  توپیر خبره سي نو زوی د خپل کور وارث ګڼي او لور بیګانه بولي ...

څه مهال چي پر انجونو یا پر ښځو کوم بندیځ ولګول سي نو یې پلار، ورور، اکا ، تربور ټوله په دې ویره کي وي داسي نه چي زما پرخور، لور باندي پردي نارینه خبري وکړي ، حالانکې ښځوته هم دا ویره له نارینوو ورپېښه ده  هم دا ډول که فکر وکړو دلته هرسړی له خپله ځانه په ویره کی دی نارینه ته له نارینه هم خطر ورپېښ دی لاکن یوه میرمن چي پرخپل کور له بلي میرمني سره وي هغه هیڅ وام او ویره نه احساسوي یو ډول د تحفظ احساس کوي ...

ښځه تر ډېره حده تر نر او تر خپل داسي وفاداره خاوند ، ورور ، پلار لپاره د عزت په خاطر و هري خطرې ته چمتو وي حتی په ړنده بدي کي ورکول سي خو بیا هم ژوند تېروي لاکن یو نر کله هم داسي نسي کولای ، هم داسي چي یوه ښځه د اولاد زیږولو ماده لري  او په نر کي نقص وي نو هغه نقص هم پرځان نه قبلوي چي دا نقص پما کي دی  زما په خاوند کي نه دی لاکن یو نارینه خپل معاینات په ډېره زړخوږي سره کوي خو دا ښځه د خپل کور خوشالولو او د خاوند د میني لپاره تر هر تکلیف تېریږي عن چي د خاوند د خوشالۍ لپاره دویم واده ورکوي ، که یې لوڼي وې خپله لور پر ورکوي خو زوی غواړي ،د نارینه لپاره په نړۍ کي هره لاره سته هم یې واک لري ...

پر یوه ښځه باندي له کوشنیوالي واخلې د خواښي جوړیدو ترمهاله هغه د خپل ځان حق نلري ، د خپل اولاد حق له یوې ښځي سره هم نه وي نو هغه ښځه مجبوره ده چي د خپل ځان د خلاصون لپاره ډول،ډول فکرونه  به وهي ځکه هر څوک چي یو ځای بندي سي هغه تر مرګه د ځان د خلاصون په هڅه وي ...

یوه ښځه هم په دا فکر  وي چي خپل ځان څنګه خلاص کړي ځکه چي بې تعلیمه ، د شعور او فکر له نړۍ بې برخي ساتل سوې ده  ، دا هم یو حقیقت دی زموږ زیات شمېر نارینه  تر اوسه د تاریخ او ارتقا څخه منکر دي  ، نو زموږ ښځي مجبوره دي چي یوه پښه یې تر ملا بل یې د پیر بابا تر زیارت وي ځکه چي له ژوندیو دا کله هم خپلي غوښتني رسولی نسي ، دمړو څخه د ژوند خوشالي غواړي یا یې ملا صاحب د امید ډیوه په سترګو کي ورته روښانه سي ، پر ملا صاحب دي صد افرین وي کله یې هم یوې ښځي ته دا نه وویل چي ته خو روغه رمټه یې ، له جادو څخه ونیسې تر بدنظر، او ( ښنوخت) ورته قطار کړي ، دا هم ورته وایي دا د خپل یا د پردي د لاسه دي ، دا کافر سړی دی، دا مسلمان دی ، دا ډوډۍ غواړي ، دا کالي غواړي ، دا دومره پیسې غواړي ...

اوس ملا صاحب ته که وویل سي چي د دې ټولو حل خو هم سته چي دا میرمني  په مذهب او اسلام پوه کړه خو مشکل دلته دا پېښ دی هیڅوک هیڅ غوښتنه نکوي او نه یې غوښتني زده کړي دي ، نن هم زما قام په تورو شپو کي ګېر دی نن یې میرمني په هر ناسور اخته دي ولي ، د چا د لاسه ؟

خلګ مي نن د قام د ښځو په حقله مسخرې کوي ، پسخندونه ورباندي وهي ، زموږ د قام پرښځو هغه کوم تهمت دی چي و نه تپل سو ...

چیري چي پښتون میشت دی هلته ورته تعلیم کفر دی، هلته تعلیم ناروا دی ، د انجونو مکتبونه ، لیسې، او پوهنتونونه نلري خو مدرسې بې شمېره دي ، مدرسې ته د نجلۍ تعلیم  دومره دی چي خپل ښه او بد په درک کړي نور چي څه کیږي و دي سي ، خو زه په دې ویاړم او ډېر فخر کوم چي نن هم زموږ په  ټولنه کي داسي میرمني سته چي د تاریخ پاڼي ورباندي ویاړي او د افغانستان تاریخ په روښان دی ...

موږ که د تاریخ پاڼي وپلټو نو پښتنې میرمني د افتخاراتو ډک ژوند درلودی که څه هم له خپلو حقوقو نااشنا وې خو کله یې هم د ذلت ډک ژوند منلی نه دی ، په پښتنو کي د ښځو وهل ، ترټل لوی شرم ګڼل کېدو ، ښځو به یو ځای د نارینوو سره ګډ کارونه کول  که به یې د غره بوټي راوړل یا به یې د خټو ودانۍ کولې ښځو به ورسره مرسته کوله ، هرڅه چي به یو نارینه کورته د خوراک ، څښاک لپاره راوړل خو د کور مشري میرمني ته ورکول کېده ، هرچاته به خپله ونډه رسېدله ، په دوی کي به  هیڅ تعصب نه وو نه یې تر منځ کینه وه ...

کله چي به یو نارینه ستړی د کاره راغی نو ښځي به تر ټولو د مخه د خپل میړه یا د زوی مخ ته   ورتللې،په کارونو کې مرستي ورسره کولې هم دا ډول  د خپلو نارینه سره وږه په وږه جنګېدلې ، افغاني میرمنو د خپلو نارینوو سره ګډي مبارزې کولې ، د افغانستان او د انګرېز په زیاتو جګړو کي د افغانانو د احساساتو تر ټولو لوی محرک ښځي وې پښتنې میرمني په ازاده توګه بازارونو ، بانډارونو ، باغونو هرځای چي به تللې پخپلو پړونو کي به ګرځېدلې هم د یو او بل کورونو ته په ډاډه زړونو تللې ، په غم او ښادۍ کې شرکت کولو ، یو د بل مرستي بې کولې ...

نن پښتنه میرمن تر څلور دېوالو پوري محدوده ده ، که چیري یوه میرمن د کورڅخه دباندي وزي هغه د ډېرو ستونځو سره مخامخ  کیږي ، د چادرۍ، برقعې  او اوس په سکاف وتړل سوه ، د دې تر شا د چا لاس دی او ولي داسي پښتانه ته دا دسیسې جوړي سوې ؟

موږ له دې څخه خپلي سترګي پټولی نسو ، د مدرسو تعلیم چي نن یې زموږ کورونه دې حال ته را رسولي دي ، دا تش یو چال وو ځکه چي پښتنو پېغلو، انجونو او میرمنو د نارینوو سره په جګړو کي برخه اخیستې ده ، ټپیانو ته به یې اوبه وروړلې هم به یې د خوراک سامان ، خو دا کله هم چا ونه زغمله  نو بله چاره نه وه ځکه د مذهب په نوم یې نن ښځه د کور بندي کړه ، برقعه خو څه د پښتانه میراث نه وه او نه څوک دا ویلای سي ځکه پښتنې جامې یې په دغو ښځو اغوستي وې او پړونان یې پر سر وو ، نه د مخ پټولو څه رواج وو ...

نن زموږ پر جامو د خیرنو جامونو نوم کښېښول سو هغه چادرۍ په موږ په زوره واغوستل سوې چي دا  شرعي لباس دی او بیا دوی ته ویره هم له دغو چادریو ده ، نن زموږ پر جامو ، لونګۍ  او پر څه ، څه باندي تور نه ولګیدی خو بیاهم موږ پر تورو سترګو قبول کړي دي ...

نن مو ښځي په هسپتالوکي ، زیارتونو، ملایانو په حجرو کي وږي تږي پرتې دي ، څوک تر نامه لاندي کولب ځړوي څوک په قبرونو کي میخونه ټکوي او څوک بیا تر ورانه لاندي تعویز غوټه کوي ، د دې ناپوهي او جهالت  لکبله چا خپلو جامو پسي پسخندونه وګنډل ، پخپله ژبه او کلتور حیران پاته سو چي اوس یې ښځي د فیشن په نړۍ کي ځان ته تر ټولو غوره ګڼي  ځکه چي د ناقص تعلیم او له دروغو ډکي زده کړي نه دوی د دین کړې نه د دنیا ، اوس یشي لکه کټو هرچا په خپل سر ( حد له یشی ده )...

ملاصاحب ! ستا پټي هم اوس کار نکوي ، ته خو پټي وینې خلګو ته د پیرانو په وسیله د هغه را روان وخت ور ښایې دښمن یې ورته ښایې ، بیا زموږ د قام دښمن چیري دی ؟

خلګو ته د اتفاق تعویزونه ورکوې زموږ تعویز او (پني ) چیري دي ، نن زما قام خپل تر خپله سره اخته دي او دښمن یې په تماشه دی ، بیا ستا تعویز ولي کار نکوي؟ که هغه یوازي د ښځو لپار ه دی ؟

موږ د وروڼو غوښي را ټولوو، له میندو بچیان مدرسې ته ولاړسي بیا دوی ولی نه راځي ، دوی خو د جنت په نوم خپله درګاه هم پرېږدي  ، زموږ چاره څه ده ، موږ دا غوښتنه ولي نکوو ځکه چي زما اختیار اوس ستا په لاس دی او زما قام تر خدای را لاندي ملاصاحب باور پرتا کوي نو ته دا جادو مات کړه چي د دې قام ښځي بیرته د (زرغونې) او د (ملالي ) پشان د وطن ساتني لپاره مبارزه پیل کړي ...

زموږ په کلي او سیمه کي نن هم ملا صاحب ووټ خپل حق ګڼي او د کتاب په نوم نن هم ښځي هغه قرآن ګڼي او ټاپه پر ووهي په اصل کي هغه د کاغذ یوه ټوټه ده خو زما قام د بدبختۍ پر مخ روان دی ، د دې مخنیوی په کار دی او څومره چي ژر کیږي  موږ ته یوالی اړین دی ...

اوس هم زموږ ښځي چي کله ماشوم د شودو ته ا ړتیا لري یا شودې نه وي ، یو ماشوم چي ضد کوي یا رټ سي نو دمیرمنو منډه تر ملا صاحبه وي ، زه اوس د تش ګیلې حق هم نلرم چي دا ولي په خپله ټولنه کي له علمه بې برخي ګرځول سوې یم ...

پما خپل ځان او جهان ولي نه پېژندل کیږي ؟ دا زه ولي د نړۍ د جمال څخه نامحرومه پاته یم ؟ خلګ زما دباندي وتلو ولي دومره کرکجن دي ؟ پرده یوازي زما لپاره ده که د نر لپاره هم ده ؟ یوازي ولي په سپیکرانو کي زه غندل کیږم ؟ یوازي نړیوالو ته د ما څخه خطره ده ؟ غیرت، عزت  ، حیا دا ټول یوازي زما لپاره  دي ؟

یوه ښځه چي تر څلورو دېوالو وډره ژوند کوي هغه به د چا څه زده کړي او هغه به دنیا ته څه  ور زده کړي ، کله چي یوه میرمن د   پېرانو په حال کي تاله راولي   ، په وهلو ، ترټلو مي پېری شړې،  نارینه مي هم درته ولاړ وي ، له بدمرغه دلته هم پېری ستا په خوله نکوي ، ټول درد، او خوږ زما پر ناتوانه وجود تېریږي ، بې څو څاښتو، څو پلیتو، د قبر د عذاب، مارانو ، لمبو او ډارونکو کیسو پرته په قرآن پاک کي داسي څه نسته چي د ښځي ژوند له دې ستونځو په وژغورل سي ؟

هسي هم موږ ته د میرمنو مشکلات او ستونځي نه را معلومیږي چي ولي د زیږون څخه ترمرګ پوري د خپل ځان سره په احتجاج و ي؟

هم پدغه حسرت او ارمان کې اخر سا وخیژي ...

دا د کوډو ویره هم زیاتره د ښځو کیږي ،نن هم پر پښتنو د ویري ژوند تېریږي د جګړو دومره نه ډاریږي لکه څومره چي د کوډو  ، تور جادو ، او تعویزونو ډاریږي ، په یو کور کي چي بې اتفاقي وي ، جنګ جګړې وي یا یوه ښځه د خپل خاوند سره زیاته خوشاله وي نو هم د دوی ویره کیږي او د دې ویري د مخنیوي لپاره د دوی منډي تر ملایانو وي نو دلته لویه ګیله د ملایانو دا کیږي چي د دنیا په هرمشکل کي خو دې ښځي ستا دروازه در ټکولې ده ، ستا در ته درځغلي ، که یې خاوند مړ هم سي د صبر تعویز ته ستا تر دره ځان در رسوي ځکه چي ته  د هرمشکل علاج لرې ، بیا نو پرپښتنه ښځه د تعلیم او زدکړي دروازې ولي تړل سوي دي او ولي داسي په قفس کي بندیوانه ژوند تېروي ؟

زموږ په ټولنه کي د ښځي  ژوند هره لمحه د نالیدلي خوف او ویري سره تېریږي ، خپل ژوند ورته یو خوفناک منظر او ځان ورته غېر محفوظه ښکاري هم دا وېره او اندیښنې یې هر ګړی وینه څښي  ...

زموږ په ټولنه کي چي یوه ښځه د تعلیم لپاره را وتلې ده هغه د خپلو حقوقو او خپلواکۍ  بې برخي ګرځول سوې ده  نو ځکه زموږ میرمنو هم د خپلو حقوقو او خپلواکۍ مراد محرومیت او محکومیت واخستو چي نه په دین پوه سوې نه په خپل تاریخ ، د بل په ژبه او جامو ویاړ کوي ...

د یو میرمن په حیث ما چي د کله دنیا پېژندلې ده د ډېرو ستونځو سره مخامخ سوې یم ، ماته اوس هغه ستا د کوټې تور دېوالونه ، ورباندي لیکلي د خلګو هر ډول شعارونه، شعرونه ، هغه تر دریو لاندي غورځول سوي څکول سوي سګریټ او نسوار ، پر هغه درۍ باندي د ماشومانو متیازي او ملا صاحب ستا دا خاورینه توره کوټه تر هري میرمن په روح خولې لګوي او ویره یې هلته نوره یو په دوه سي چي کله یو پیری ورباندي مین سي  ...

زموږ ښځي خو اوس نه حق پېژني نه ناحق ، دا چي خپل ځان سوځي، چیغي بوغاري وهي خو خپله خبره په چا مني ولي چي دوی له ډېرو جاهزو شیانو بې برخي ګرځول سوي دي لکه څه ډول چي د تعلیم یا زدکړو بې برخي ساتل سوي دي چي مهم رول د ملاصاحبانو  دی ولي چي یوه ښځه که د تعلیم په زیور آراسته سي نو تر ټولو هغه د خپل ځان طبیبه ده .

ملا صاحب! ستاسو چي کوم کردار وو هغسي مي ونکړو ځکه خو زموږ ټولنه نن ډېره وروسته پاته ټولنه ده او دنیا راباندي مسخرې کوي ، د نړۍ میرمني آسمانونو ته رواني دي او موږ پرمځکه د پېرانو سره اخته یو،نن زموږ په ټولنه کي هري خوا ته سرکښي، بې علمي  او بې اتفاقي ده ،  د همدا بې علمۍ لکبله د قرآن کریم له پوهني بې برخي پاته سوم ، د خپل لمونځ  له مطلب  او معنا نامحرومه پاته سوم ...

دا بې وسي مي نوره هم ځوروي چي د پښتنې میرمني په حیث مي نه په پخوانیو دورونو وپویولم نه مي د عصریز ه ټکنالوژي په دوره کي د علمي پلوه چا راسره مرسته وکړه  ...

څومره د افسوس خبره ده چي زموږ ملا موږ  د خدای او د رسول  د ودانیت څخه  بې خبر وساتلو ، ملا به موږ د قرآن پاک په تعلیماتو خبرولو او د رسول پاک د سپېڅلي لار او مبارزې به یې خبرولو خو ملا صاحب برعکس پر بله لار روان سو په سیاسي او ډلیزو مسایلو کي را ګېر پاته  سو ...

په حقیقت کي که پښتون قوم د قرآن په  په معنا پوه سي هم به یې نیم جهالت او ناپوهي له منځه ولاړه سي که د پښتنو میرمنو دا د مذهب په نوم د ملا ویره ختمه سي دا به د جهالت او بې علمۍ له منځه وړلو یو مهم ګام وي  خو شعوراً د میني او مذهب څخه بې برخي ساتل سوي یو ډول ویره او نفسیاتي خوف ورباندي تپل سوی دی  او نن هم له هره لوره هڅي کیږي چي دا قوم نورهم د بدمرغیو او بې علمیو په تیاره کي ګېر وساتي ...

که څه هم پښتون قام هروخت د ملایانو ملاتړ کړی او کوي یې خو بیا هم  د ملا له نظریې او عمل څخه پښتنې ټولنه له نژدې بلده سوې ده هم یې د ملایانو په اړه داسي لیکني کړي دي چي د بېزارۍ اظهار ورځني څرګندیږي چي په پښتو فولکلور کې موږ مثالونه لیدلی سو هم زیات پښتو متلونه لرو چي د دې پیشورو ملایانو په اړه ویل سوي او ترموږه را رسېدلي دي ...

زموږ ټولنه جدي او مهمي اصلاح ته اړتیا لري ، موږ ته د خلګو له خولو چي کوم ګایونه، غوره متلونه لاس ته راغلي دي دا ورځني روښانه ده چي موږ د ملایانو دومره څه زده کړي او تر لاسه کړي نه دي څومره چي په علمي توګه دا متلونو زموږ د خلګو سره مرسته کړې ده ،متل د یوه کس وینا نه ده بلکې دا د هغو خلګو ویناوي دي چي تجربه لرونکي او رسېدلي څوک وو او پخوانیو خلګو د میراث په توګه تر موږ را رسولي دي ، دا هغه ګټور متلونه دي ، که وغواړو نو ښه په روڼو سترګو استفاده ورځني کولی سو ...

زما په اند ملایانو ملایي او دا خدای پاک دا ویړه خدایي یوازي ترخپلو ځانونو محدود ساتلې ده  او کله چي د قربانۍ ضرورت پېښیږي هلته بیا د  اسلام ساتني لره  د نورو اړتیا اړتیا سي ، اسلام زموږ  د ټولو مذهب دی خو تراوسه د بدمرغه موږ لا ورسره نابلده یو ، موږ ته د اسلام په اړه هغه پوهنه را کول سوې نه ده کوم ته چي زموږ اړتیا ده ، اوس دا زموږ د ټولني  او قام لویه بدمرغي وګڼم که نیک مرغي ، هغه په دې چي زما د کهول پر ښځو باندي تعلیم کول تر ټولو حرام کار ګڼل کیږي او که چیري د عصري تعلیم خبره وکړو هغه خو تر ټولو ناوړه خبره پامیږي   ، چیري که  دا ووایو چي د اسلام لومړۍ خبره ٫٫ اقرا،، ( ووایه ) اوس که یو څوک د ملا صاحب دا پوښتنه وکړي نو هغه به وایي دا د د یني زده کړي په اړه ویل سوي دي ، اوس زموږ مسله دا ده چي موږ د قامه دا خبري ولي پټوو ، زموږ ښځي خواري د دنیا له هرڅه ناخبره دي چي څه ورته وویل سوي دي هغه د دنیا ښګړه ګڼلې ده خپل د کور د حالاتو به ملا خبروي د کور ښه او بد ټوله تر هغه پوري رسوي ، کومي خبري چي یو میرمن خپل خاوند او مور ته نسي کولای هغه یو ملا ته کوي ، که هغه د پېرانو په بڼه وي که د تعویزو او کوډو خبري وي ...

موږ ته د تعلیم لپاره لاس او پښې چارا تړلي دي ، موږ په حق غوښتلو شرمیږو ، نن دي پښتانه داسي یو دعوه وکړي چي د دوی ښځي څومره په مذهب او په لمانځه خبري دي او څومره پښتانه خپلو بچانو ته د اسلام تعلیم ورکوي ؟

ډېر لږ به داسي وي لکه زموږ  د ډاکټرۍ سیټان چي همېشه یې د ډاکټر زوی یا د پروفېسر ځامن وړي لکه نورو چي د ادارو تر شا زدکړي کړي وي ...

دلته خو ناوسه مدرسو ته ځي چي د مکتب د فیسانو وس نلري ، موږ  د بل په ورا کي غورځو هم پکي ټکان کوو خو په خپله ورا شرمیږو ، خپل دي خوا نه بدوي له خپله زړه لیږي ، له بیګانه نه لیږي ، په دې خبرو مو نن له خپلو هم لاسونه واخستل ، اوس نو ورته کښېنی اول خپل ځان سره راټول کړی ، بیګانه خو تر پښو لاندي کړو، اوس دي موږ دومره غیرت وکړو چي په خپلو کي سره کښېنو ، تر اوسه چي په خپله ژبه ، تاریخ ، مذهب پوه نسو دا هیڅ امکان نلري چي زموږ ټولنه دي جوړه او دا قام دي خپلواک سي .

ملا او متل

ملا اکا ما خو ایسار وګڼه

ملا ،ملا مار دی ، ږغ مه لره دا د مزو میړو کار دی

ملا مي غویمه کی، ماجت مي د غونډي پر سر ورکړی

د ملا پر کډه نه یم د مورا په بېلتانه یم

چیري ملا سالار ، چیري د خدای لار

دین به هلته خوار سي چي ملا د سرکار سي

زوی په یوه ورځ نه ملا کیږي

په ملایانو کي هم مسلمانان سته

ما دي نور عیبونه غوو ته ملا لا هم یې

ملا صاحب مار دی، دا د ځوانانو کار دی

ملا اکا ستا طبعیت زما دی ستا طبعیت د خره دی

که زما دعا  وي دا د ملا کي الهي

ملا، ملا غوړي دي ږغ مه لره سړي دي

ملا اکا و کونج ته په کا

له ملا سره چي جنګ کوې تر ایمان به یې نیسې

ملا ملامت دی وژني یې، ویل پرڅه باندي ویل یې په لنګو میږو کې اذان وکړی

ملا اکا غوښه ، ویل یې زما هم درسره خوښه

ملا اکا زه پړ وم زه نه پړیدم

ملا اکا ته یې یوړې ، زه دي په یوړم

ملا صاحب ښانک دی یو زه یم یو مي هلک دی

غوا ملا حلاله کړې نه ده ، تا بیا شانک پر درولی دی

ښخ خیسور واښه میږي څربي لمان خواږه پر ملا بد ولګیده

طالب وی لیوه ورځ زه نه یم ، یوه ورځ ملا نه وي چي دواړه راسو هغه ورځ جمعه وي

زوی مي را ملا کړه کډي مو ولاړې

د ملا منډه تر ماجته ده

د خوار ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي

چي مورا مړه سوه ملا ویل مرګي اوس خوله ولګوله

ملا چي تعویزونه سره ورکوي د ځان ښه دي په وکړي

د ملا زوی نه بې لاري کیږي چي بې لاري سي بیا یې ثاني نه وي

پر ملا یې یو چو دی جوړول یې پر خدای دي

پر ملا یې لمبول دي بخښل یې پر خدای دي

چي نکوي الله څه به وکړي خوار ملا

د ملا دغومره ژیره وه چي په تعویزو کي ولاړه

د باچا د زوره مي وساتې ، او د ملا د توره

ږیره زما اختیار یې د ملا

چي ملا کول هغه مکوه ، چي یې ویل هغه کوه

چرسي ویل په ملایانو کي هم مسلمانان سته

تور ملا آکا ځوان سړی دی

د سړی چي خپل ایمان نه وي ، د ملا سوره یاسین به څه وکړي

چي ملا وي مین به پر حلوا وي

د ملا بهادر اودس  دی تر خوبه یې ساتي

روغه ښځه وه چي ملا راغی کار خراب سو

د ملا بانګ او د چرګ بانګ فرق لري

ملا صاحب په تورو انځرو کي څه وایي

ملا صاحب حلوا ده ، وې زما ورباندي بسم الله ده

په یوه کتاب څوک نه ملاکیږي

ملا ځنګل ته نه ځي ، یږه سمي ته نه راځي

خدای مي هم دوکه کړو او ملا مي هم دوکه کړو

ملا هم پاک ، مسواک یې هم پاک

د ملایانو دوې پښې په اوبو کي دي

نه ملا سوې نه امي سوې د پلار مېنه دي ورکه کړه چرسي سوې

ملا ته یې ویل مستې خورې ، ویل یې بریتونه مي د څه لپاره خریلي دي

و ملا ته یې ویل ملایي پرېږده ویل ګټه د چا نه ده خوښه

ملا حق زوی یې ناحق ، کاسه یې خیر

موږ تر ملا په هنرو کریاب سو

ملا صاحب په لمانځه کي رحمت الله یادوي او بابړ نه یادوي

چي ملا داسي دی نو مقتدایان به یې څنګه وي

ملا مړ مال یې تالا

ملا مي کړې د ځان بلا مي کړې

د ملا بادي اودس دی ترڅو به یې ساتي

د ملا په نیت مي نیت دی

د ملا زړه ساته ، د ډم خوله ساته

زوړ ملا ، زړې یې تراوې

ملا ته به نه وایې چي راکه ، ورته وایې به چي واخله

ملا ته خو به ډېري خړۍ ، پړۍ وکړې خو زموږ کلی ملا نه نسي

نیم ملا سړی کفر ته باسي

ځني ولولي ملا سي ، ځني ولولي بلا سي

چي د ملا کیسې کړي ، ما به غونډه ورپسې کړي

د خوار ملا مسله څوک نه اوري

ملا ویل نن په وار یم د اوږدې ، زه به خورم خاوري ایرې

د ناوخته میلمه برخه ملا خوري

رنګ یې د ملا ، عمل یې د بلا

ږغ د ملا ، امین د کلي

وړوکی ملاګی شمله یې لویه

کتاب به هرڅه وایي ، خو ملا شاه ګل یې ومني

ملا لور نه خرڅوي ، هسي یې سر لوړوي

یږه جومات ته نه راځي او ملا ځنګل ته نه ورځي

ملا یان د دین ستني دي

نیم حکیم خطره د ځان ، نیم ملا خطره د ایمان

چي څنګه جمات هغسي ملا

ختل یې د توت نه وي زده او ملا پر کیکر تړې

د څوکړ ملا هم دومره ږیره وه چي په تباره کي ولاړه

د بوډۍ پر ختم د ملا ارمان نه خیژي

کارونه د خدای په کړه سي نه د ملا په خوله

کتاب ګرځوي په څنګ، نوم دي د ملا ، کړه وړه دي د بلا

ملا کېدل ډېر وخت غواړي

ملا عبدالخیره ، ستا یې له خیره

ملا یې غواړي ملک یې اخلي

په غټ پک څوک نه ملا کیږي

پېران ملا یان دي پردي خوري خپلو ته خاندي

چي د ملا یې غواړې خدای دي نغاړي ، چي ملا ته یې ورکوې خدای ته یې ورکوې

چي د ملا یې غواړې د خدای یې ولي نه غواړې

چي د ملا تمه کړې سېر غوښه به کمه کړې

چي ملا دي زورور وي بیا وهه پردي باغونه

خان یې په زور خوري ملا یې په سوال

کلی په مشر ممبر په ملا ښه ښکاري

ملایي په خپل کلي کي نه کیږي

اشنایي د ملا تر سبقه ده

ملا صاحب د نسوارو خوند دي بد دی

بابا چي غلا کوله اول به یې له ملا کوله

زموږ په ټولنه کي ملا ډېر ستر ګڼل کیږي چي ملا ورته هرڅه وایي هم هغسي کوي ، که ملا خلګ له کوم کاره راګرځول بیا یې نکوي او که د کوم کار د کولو یې ورته وویل ، بیا هغه کوي ، دغه ډول زموږ په ټولنه کي واک او اختیار تر ټولو زیات د ملا وي چي ملا یې څه ډول غواړي او غوښتنه کوي هم یې هغسي ورسره مني .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder