05.11.2016 (15.08.1395)

څوک، ټرمپ که کلنټن؟
لیکنه : خوشحال آصفي

په داسې حال کې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ د ولسمشرۍ دواړه نوماندان په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې بوخت دي. د دیموکرات ګوند نومانده هيلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو ځانونو ته په رايه ټولو بوخت دي. دواړه یو د بل پر سياستونو او تګلارو نيوکې کوي او هر يو يې په دې هڅه کې دی چې څنګه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. تيره ورځ هیلري کلنټن د شمالي کاریلونا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل چې سيال يې ډونالډ ټرمپ " په هر ځای کې لومړی د خپل ځان غم خوري او د دې پروا نلري چې څوک خفه کیږي. " همداراز میرمن کلنټن وویل چې ټرمپ میرمنو او اقلیتونو ته توهین کوي او دا چې هغه ډیر خطرناک دی.

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي دي که چیرته هیلري کلنټن ټاکنې وګټي، د ایمیلونو او د کلنټن د بنسټ په خاطر به استیضاح شي. ټرمپ وایي چې د میرمن کلنټن خاوند او پخوانی جمهور رئیس بل کلټن هم په 1998 کال کې پدې خاطر استیضاح شوی و چې دروغ یې ویلي و. په ورته مهال د ډیموکراټ ګوند نوماندط هېلري کلېنټن بيا پر خپل سیال ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له مسکو سره د خپلو اړیکو له څرنګوالي پرده پورته کړي. د مېرمن کلېنټن پر وينا، ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي ټرمپ په ټاکنو کې بریالی کړي او زیاته یې کړه چې کرېملېن له ټرمپ سره د مرستې لپاره پر امریکايي اهدافو د انټرنټي حملو امر ځکه ورکړی چې علت یې د دې په وینا ښايي د ټرمپ کرېملېن پلوې پالېسۍ او یا پوتین ته له نېږدې کړیو سره سترې تجارتي معاملې وي.

که څه هم دواړو نوماندانو د افغانستان په اړوند خپل سياست نه دی روښانه کړی خو له شخصيتونو او پخوانيو سابقو يې ښکاري چې څوک د افغانستان او په ټوله کې د سيمي او نړۍ لپاره ښه سياستمدار کيدلی شي؟

د افغانستان لپاره د امريکا سياست او د ولسمشر په توګه د ښه شخصيت ټاکنه ځکه ضرور ده چې امريکا هغه هيواد دی چې افغانستان ورسره ستراتيژيک امنيتي تړون لاسليک کړی دی، د امریکا لپاره افغانستان ځکه مهم دی چې امنيتي ځواکونه يې عملاً په افغانستان کې په جګړو کې ښکيل دي، او د افغانستان لپاره هم امریکا ځکه مهمه ده چې د مرستندويه هیوادونو په سر کې ځای لري. اوس چې په دې پوه شو چې د افغانستان لپاره امريکا؛ او د امریکا لپاره افغانستان مهم دي نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې د افغانستان او سيمې لپاره به څوک د امریکا د ولسمشر په توګه غوره وي؛ ډونالډ ټرمپ او که هيلري کلنټن؟

دلته د ميرمن کلنټن او ډونالډ ټرمپ پرتله کوو.

۱ــ د ديموکرات ګوند نومانده هیلري کلنټن يو متعادل او انعطاف مننونکی شخصيت لري خو د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ يو احساساتي شخص دی.

۲ــ ميرمن کلنټن د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې سخت دريځ نلري خو ښاغلی ټرمپ يو سخت دريځه متعصب انسان دی

۳ــ آغلې کلنټن په امريکا کې د کډوالو اړوند نرم دريځ لري خو ښاغلی ټرمپ د کډوالو په ځانګړې توګه د مسلمانانو خلاف دی.

۴ــ د میرمن کلنټن سياسي تګلاره په عقلانيت ولاړه ده خو د ښاغلي ټرمپ تګلاره په احساساتو او عواطفو باندې

۵ــ کلنټن د امريکا په سياست ښه پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ دا تجربه نه لري

۶ــ میرمن کلنټن په سياست او ډیموکراسۍ پوره پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ يوازې يو سوداګر پاتې شوی دی.

۷ــ میرمن کلنټن په امريکا او نړيوال سياست کې ښه مخينه لري خو ټرمپ بده سابقه لري او يو عياش شخص پاتې شوی دی.

۸ــ آغلې کلنټن يو روښانه کورنی او بهرنی سياست لري خو ډونالډ ټرمپ په سياست نه پوهيږي

۹ــ کلنټن د مذهبونو تر منځ توپير نه کوي خو ټرمپ د مسلمانانو کلک مخالف دی

۱۰ــ ميرمن کلنټن نرم سياست لري او د امريکا او نړۍ لپاره په اوسنيو جګړه ايزو شرايطو کې د هيوادونو تر منځ او د هيوادونو دننه جګړې روانې دي؛ ښه ده ځکه راډيکال سياست نه لري او تر ډیره محافظه کاره ښکاري خو ټرمپ د امريکا او نړۍ لپاره ګواښوونکی راډيکال سياست لري.ټرمپ د احساساتو او عواطفو ښکار کيدونکی شخصيت دی چې د ټاکنيزو مبارزو په خاطر يې له روسيې سره اړيکې ښې کړي دي. که ټرمپ ولسمشر شي نو په امریکا کې به داخلي مخالفتونه ډیر شي، له روسيې سره به امریکا ښکر په ښکر شي او د امريکا او روسيې تر منځ جنجال به دريم نړيوال جنګ ته لار پرانيزي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Sonntag, 06. November 2016 06:41)

    وایی مار چه سوړی ته ننوځی سمیږی
    د بوش مقابل کی ال ګور یو یهودی او د دیموکراتیک یو بریالی نوماند ولاړ وو، د مسلمانانو په ضد یی هم څه نه ویل مګر دا چه یهودی وو مسلمانانو تری ډاریدل او برخلاف بوش په هماغه روژی میاشت کی مسلمانانو سره ګډ روژه ماتی کولو.کله چه په ووټونو نه په زور بریالی شو د اسلامی نړی په ضد یی صلیبی جنګونه اعلان کړو چه تر ننه دوام لری او لا څومره به دوام کوی .
    دامریکا سیاست د نورو نړی له هیوادو سره د زمکی او اسمان ډیر توپیر لری امریکا کی چه کوم دیکتاتور شیپ او شاهنشاهی ده برطانیا یی هم نه لری دی هیواد کی قدرت د یو نالیدلی یهودی مافیه په واک کی دی دغه دموکرات او جمهوریت غوښتونکی هم رښتینی سیاسی ګوندونه نه دی بلکه دوه مافیاوی کړی دی د هماغه حریصو یهودانو له خوا له اوله تاسیس شوی یوه ته یی د خزانی د زیاتولو او بل ته یی د خزانی د خرڅولو دنده ورکړی تصامیم هماغه یهودانو سره دی چه د نړیوال حکومت جوړونی هڅی لری او تر ډیره یی بریالیتوب هم تر لاسه کړی مګر د افغانستان جنګ لږ سرڅوړی او ناهیلی کړی که نه دنوی نړی فرمان اعلان نزدی وو
    له موضع لیری ولاړ نه شم ، زه چه څومره د اوسنی نړی او اوسنی امریکا په اړه سیاسی ارزونه لرم ماته اهمیت نه لری چه ټرمپ او که هیلری جمهور ریسه شی . وایی که خروار د روپی شی د خره غریب په لپه کی ده د اسلامی نړی حالات به ( خبله ځانونه بدل نه کړی ) به تر دی هم خراب وی زه نه ټرمپ او نه هیلری ته خوشبینی لرم

  • داکتر سید خلیل الله هاشمیان (Montag, 07. November 2016 10:27)

    دانشمند محترم شاغلی خوشحال آصفی !
    مقالات تانرا میخوانم وبه استعداد وحوصلۀ تان آفرین میگویم. مقالۀ شما بعنوان "" حوک : ترمپ که کلینتن ؟ "" که تحلیلی ازشناخت مسایل مهم سیاسی درامریکا وارزیابی تمایلات سیاسی دوکاندید امریکا یی میباشد، مرا هم خوش وهم متعجب ساخت : خوش شدم ازینکه افغانها نظرات متنازع فیه بین کاندیدان را درست درک کرده اند وتعجب کردم که جناب شما درکابل( مثل اینکه در امریکا باشید) اختلاف نظرها بین دوکاندید را بسیار خوب ومقرون بواقعیت تحلیل وارزیابی نموده اید.
    طرزتفکرترامپ مولودکزینوها است واگر اوبرنده شود، با هریک از مواردی که شما فهرست نمود ه اید، به اساس منطق کزینو معامله خواهدکرد که خطریست نه تنها برای امریکا و اسلام وافغانستان، بلکه برای نسل بشردرجهان. دراخلاق ترامپ خصلتهای حیوانی ودرمجموع "ثروت" بیشترغالب است، بطوریکه ثروت را برای تقویت بیشتر امریکا بکار خواهد انداخت وکمکهای امریکا بممالک ناداروفقیر متوقف خواهد شد. اما کلینتن تربیه واخلاق متفاوت دارد، واگرچه اوهم یک امریکایی است وبرای منافع کشورش ومنشورحزب خودکارخواهدکرد، اما رویکارآمدن او خطری برای ابنای بشرنخواهد بود. بهرحال، بنظرمن کلینتن با دریافت حدود 9 فیصد رای بیشتر درانتخابات فردا 8 نوامبر برنده خواهد شد.
    نظرمحترم حاجی صاحب بیانزی را هم خواندم- به اطلاع آنجناب میرسانم که در سال 1998 درشهر قندهارابتدا با شاغلی محترم ملا متوکل ودرغیاب شان که بکویته رفته بود ولی زمینه ملاقات مرابا لوی ملاصاحب فراهم ساخته بود، با مرحوم لوی ملاصاحب محمدعمر، دریک اطاق دو به دو دیدار وصحبتی داشتم - من تحلیلی ازاواضاع آنوقت جهان را به آن مرحوم ارائه کردم وهم پیام شخصی دوست محترمم مرحوم عزت الله مجددی را (که درآنوقت حیات داشت، ولی تکلیف شدید نقرس داشت ودرکلفورنیایامریض بود) تقدیم کردم وسه بار تکرارنمودم که اگر شما بن لادن را به امریکا تسلیم نکنید، امریکا اقدام جدی خواهدکرد که شما جلو آنرا گرفته نمیتوانید واینراهم گفتم که امریکا میتواند موقف حکومت پاکستان را نیز بذاق خود تغییردهد، لوی ملاصاحب میشنید، ولی اظهار نطرنمیکرد. درمورد وعده هایی که هیات های طالبان در امریکا (نیویارک -ویرجینیا ولاس انجلس) با افغانها داده وگفته بودند لویه جرگه بزودی دایرمیشود وقدرت بملت سپرده میشود، پیان افغانها را دادم که هنوز هم منتظر آن وعده میباشند - مرحوم لوی ملاصاحب فرمودند "هغه جرگه په کندهارکی وشوه..." مقصد شان آن جرگه ای بود که لقب (امیرالمومنین) را برای لوی ملا صاحب داده بود.
    فقط دریک موضوع که در آن روزها پاکستان صدور آرد را از راه تورخم منع کرده بود واز جلال آباد وکابل صداهای اعتراض بالا شده بود، من همین موضوع را بقسم یک مثال از عدم حسن نیت پاکستان ذکرکردم، مرحوم لوی ملاصاحب گفت "دامشکل به ژر حل شی" ودوروزبعد دراخباردرقندهارشنیدم که صدور آرد آزاد شده و لاری های مملو از آرد بجلال آباد رسیده است.
    عدۀ زیاد افغانها درامریکا بحکومت طالبان نظرمساعدداشتند ومن به نمایندگی از همانها بقندهار وکابل رفتم، با ملامتوکل، لوی ملاصاحب و ملامحمدحسن (رئیس کابینه درکابل) دیدم وواقعیت ها را آنطورکه ما میدیدیم، گفتم، اما نشنیدند وامریکا
    که ازموجودیت القاعده درافغانستان بحیث یک قدرت تخریبی وضدامریکا خبرداشت، بخاطرحفط امنیت ومنافع خود، پاکستان راکه درآنوقت رهبرو مدافع سرسخت طالبان بود، با دادن اخطار وپول وقبول شرایط پاکستان که نفوذ وقیادت دایمی خودرا بالا ی افغانستان میخواست وامریکا هم آنرا قبول کرده بود) راضی ساخت که از راه پاکستان بالای افغانستان حمله کند، وپاکستان استخبارات خودرا هم دراختیار امریکا گذاشت. اینک همان طالبان هنوزهم در استخدام پاکستان قراردارند وهرروز زندگی ومدنیت را دروطن خود وبالای مردم خود نابودمیسازند- من نمیدانم که جناب حاجی صاحب بیانزی که بزیارت خانۀ خدامشرف شده و ازاحکام دین وقران خوب با خبر است ، آیا این تباهی وبربادی را برخاک ومردم خود مطابق احکام الله تعالی وشریعت اسلامی میدانند یا چطور ؟؟؟
    اما انتقادات محترم بیانزی صاحب را برحکومت دوپشتۀ کابل واردمیدانم وتقدیرمیکنم. باعرض احترا - سیدخلیل الله هاشمیان - کلفورنیا - مورخ دوشنبه 7 نوامبر 2016

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder