05.06.2018 (15.03.1397)
څنګه يو قوي دفاعي ځواک درلودلی شو؟
ليکنه: خوشحال اصفي

په هيواد کې روانه جګړه یوه سیاسي لوبه ده، د سیاسي او استخباراتي کړیو لخوا پر مخ وړل کيږي، دا دارالحرب نه‌دی، دا دارالاسلام دی، دلته اسلامي نظام دی، د افغانستان ولسونه د خپل نظام ملاتړ کوي، دا تپل شوی جنګ دی چې هيڅ شرعي صبغه نلري. زموږ امنیتي ځواکونه د هيواد ساتنه کوي او دايې فريضه ده چې له خپل ولس، خاورې او ارضي تماميت دفاع وکړي. بل اړخ ته بيا له دوی سره همکاري پر ولسونو هم لازمه ده چې ملاتړ يې وکړي او د مکار دښمن په مقابل کې يې ننګه وکړي.

افغانستان دا مهال د خپل ولس د ساتنې او له ارضي تماميت څخه د دفاع په خاطر ملي پوځ يا ملي اردو لري چې په ۱۳۸۱ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا د یوه فرمان پر بنسټ رامنځته شوې. دا پوځ د ملي دفاع وزارت تر چتر لاندې د افغان ملي امنیتي ځواکونو یوه برخه جوړوي چې بله برخه يې بيا افغان ملي پولیس دي. په ټوله کې افغان ملي پوځ د افغانانو د ټولو ټولنیزو او توکمیزو ډلو څخه جوړ شوی ځواک دی چې په پوره مېړانه له خپل ولس او خاورې ساتنه کوي.

د افغانستان ملي اردو په ۱۳۸۱ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس په لومړي سر کې د يو کنډک په توګه رامنځته شوه. د ملي دفاع وزارت د ويب پاڼې د معلوماتو له مخې ملي اردو نن ورځ ۷ قل اردوګانې، څلور فرقې (د ځانګړو عملیاتو فرقه، ۱۱۱ پلې فرقه، د پامير ۲۰ فرقه او د نظامي پوليسو فرقه)، دوه لواوې (ضربتي لوا او ملاتړ لوا) لري. دا ټول د هيواد او خلکو ساتنه کوي.

د افغان ملي اردو دندې

ټول افغان امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه څلور اساسي وظيفې پر مخ وړي.

  1. د پولو ساتنه او له بهرنيو ګواښونو مخنيوی
  2. ترهګرو او د هيواد او ولس دښمانانو سره مبارزه او ورته ماتې ورکول
  3. د غېر مسوله وسله والو ډلو سره مبارزه، له منځه وړل، نيول او د قانون منګولو ته سپارل
  4. له ملي پوليسو سره د هغوی په دندو اجرا کې مرسته کول، ملي پوليس خپلې ځانګړې وظيفې لري.

ملي امنيتي ځواکونه له کوم ډول دښمن سره مخ دي؟

د دې تر څنګ چې امنيتي ځواکونه مو له مکار دښمن سره چې بهرنی ملاتړ لري؛ مخامخ دی؛ بل لور ته په کور دننه د دولت په اډانه کې او بهر ځینې کړۍ او افراد شته چې په لوی لاس د دغو ځواکونو د کمزورۍ او بدنامۍ لپاره کار کوي. رسني درګرده لګيا دي د امنيتي ځواکونو پر روحيې ګوزارونه کوي. يو شمېر مغرضې رسنۍ هر ورځ راپورونه ورکوي چې دومره سوه سرتیري شهیدان او تسلیم سول. فلانۍ ولسوالي د مخالفینو لاس ته ولیده، هغه ولایت له سقوط سره مخ دی، دومره شمیر امنیتي ځواکونه له وسله والو سره یو ځای شول، او په فلاني ولسوالۍ کې په فلانۍ پوسته کې امنیتي ځواکونه هیڅ وسله او خوراکي توکي نلري.

که رښتیا ووایو او په حقیقت سترګې پټې نه کړو دغه راز څرګندونې د دې پر ځای چې هیواد وژغوري په لوی لاس د امنیي ځواکونو مورال کمزوری او دښمن برلاسی کوي. دا څرګندونې يا رسنۍ يې مستقيماً د خپلو خبريالانو پر مټ کوي او يا يې د پوځي شنونکي، سياسي تحليلګر، د پارلمان وکيل، د مدني ټولنې غړې، د پوهنتون استاد او د بېلابېلو نومونو تر لاندې د مغرضو او پلورل شويو اشخاصو په ذرېعه ترسره کوي.

تاسې وګورئ همدا اوس هم د هيواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ولسوالیو د سقوط، د دښمن د پياوړتيا، د امنيتي ځواکونو د محاصرې او نور داسې خبرونه خپريږي چې د امنيتي ځواکونو پر روحيې مستقيماً اغيز پريباسي. د افغانانو بدبختي دا ده چې سياستمداران يې د يو او بل په تضعيف کولو، د حکومت په تضعيف کولو او د ولس په ويشلو کې خپلې ګټې لټوي. دوی له رسنيو د خپلو همدغو ناوړه اهدافو لپاره استفاده کوي. د نړۍ هر دولت د درې ګونو قواوو تر څنګ څلورمه قوه رسنۍ هم لري، دا څلور ګونې قوواوې هیڅلکه خپلو ملي ګټو ته په زیان نه وي، ټول په یوه خوله او د یو چتر لاندې د یوې موخې (د هیواد ابادۍ او پرمختګ) لپاره کار کوي، د هیواد د ټولو ملي شتمنیو او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره دا څلور سره قوواوې د ولس په ګډون په یوه خوله او ژبه وي.

خو افسوس زمونږ په سياسي نظام، افسوس زمونږ په سياستمدارانو، افسوس زمونږ پر پارلمانیانو او افسوس دی ددوی په حال؛ ډيره د افسوس خبره ده چې هر یو یې د خپلو شخصي، ګوندي، سمتي او قومي ګټو لپاره نارې سورې وهي، ولس او خپلې ملي ګټې یې هیرې کړي دي، ملي شتمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ورته هیڅ ښکاري او په لوی لاس یې ځانونه د دښمن د تبرګي لاستي جوړ کړي دي. دوی په اصل کې د وسله والو مخالفانو استازي او وياندويان دي، او که نوره هم خبره ساده کړو دوی په حقيقت کې نيکټايې لرونکي ترهګر دي چې خوري او څکي د دولت له خزانې خو کار او ژمنتيا يې بېګانه کړيو ته ده.

له يو لوري افغان ولس او حکومت له يو ډېر شرميدلي، پست او رذيل دښمن سره لاس او ګريوان دی چې هيڅ قانون او مذهب ته پابند نه دی، زمونږ د ولس او خاورې دښمن له هر تاکتيکه کار اخلي څو په ولس کې مو وحشت خپور کړي، دوی نه مذهب پيژني، نه مسلماني پيژني، نه د اسلام له قوانينو خبر دي، نه د دوی د جهاد دعوه برحقه ده او نه دوی کوم مذهب ته تابعدار دي، يواځې او يواځې د خپل بادار د امر تابع دي، دوی ته چې خپل پنجابی، روسی او ايرانی بادار هر څه وايې هماغه ترسره کوي. او له بل لوري بيا ځینې داخلي کړۍ د امنيتي ځواکونو په تضعيف او ناکامولو سره د نظام ستنې لړزوي.

 

 

 

د امنيتي ځواکونو نيمګړتياوې

سره له دې چې وياړلی امنيتي ځواک مو له دښمن سره په خپلو نشتو امکانو کلکه مبارزه کوي او دښمن ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی خو بيا هم ځينې ستونزې د دوی په ليکو کې ليدل کيږي چې قوت، وحدت او استقامت يې ګواښي.

  1. د مديريت او رهبرۍ کمزورتيا: د افغان امنيتي ځواکونو تر ټولو ستره نيمګړتيا دا ده چې په لوړه کچه يا منځنۍ کچه د رهبريت له فحطۍ سره مخ دي. د دوی ډير قوماندانان او مشران بې سواد او د مجاهدينو د وختونو قوماندانان دي چې هيڅ نظامي زده کړې يې نه دي کړي يواځې د افغانستان د ورانۍ په جنګ کې يې تجربه پيدا کړې ده او اوس هم د جهاد او مقاومت له نومه په استفادې د واک په ګدۍ ناست دي. همدا کار د دې لامل شوی دی چې لازمه جنګي پوه ونلري او ډیری وختونه په خپل تاکتيکي شاتګ کې هم پاتې راشي.
  2. د هيواد پالنې او ايثار حس کمښت: افغانستان يو غريب هيواد دی چې کاري زمینې په کې نشته او ډيری ځوانان يې له بيکارۍ او بدې ورځې څخه د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورځي. دوی ته  هغه لازمې زده کړې هم نه ورکول کيږي چې پر اساس يې د هيواد پالنې او د ايثار حس ژوندی او لا هم پرمختګ وکړي. دوی تر ډیره چې په سختو حالاتو کې ګير پاتې کيږي نو ډير ژر دښمن ته تسليمیږي او دا حس نلري چې د هيواد او ناموس څخه د دفاع پر سر وژل کيدل يې شهادت دی او دښمن ته تسليمي يې هم داسلام او هم د افغانيت له نظره جرم دی. البته ټول داسې نه دي بلکې ډيری برخه يې په همدې روحيې سره امنيتي ځواکونو لیکو کې شتون لري.
  3. په ليکو تبعيض: لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه له بده مرغه د امنيتي ځواکونو ډيری برخه مو د سياسيونو ناسالم سياست له امله سياسي شوي او د دې پر ځای چې پر ملي ګټو فکر وکړي؛ شخصي، ګوندي او قومي ګټي پالي. دلته بيا هم يادونه کوو چې د دغې بدبختۍ لامل د مديريت ضعف يادولی شو.

 

  1. د زده کړو کچې ټيټوالی: څه موده وړاندې په خپله د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک يادونه وکړه چې د ملي پوليسو او افسرانو پنځوس سلنه يې بې سواده دي. دوی له رواني پلوه کافي پوهه نه لري چې د دښمن په پيژندلو کې ورسره مرسته وکړي. همداراز دوی نشي کولی چې په تلاشيو کې د موټرو اسناد په سمه توګه وڅيړي چې هیواد ته راتلونکی شخص يا وسيله د هيوادوال ده او که د دښمن.
  2. خپلمنځي حملې: په ډيری پيښو کې وليدل شول چې پخپله د يو سنګر ملګري يو د بل په مريو وغريږي. د يو سنګر ملګري په خپلو مرميو او وسلې د خپل ملګري لخوا په شهادت ورسيږي او بیا عامل يې وسله والو مخالفانو ته ځان تسليم کړي. دلته بايد يادونه وشي چې د دې بدبختۍ لامل هم د مديريت ضعف، د وطندوستۍ حس نشتوالی او د سواد کچې ټيټوالی دی چې دښمن له دغې تشې ګټه ترلاسه کړې او په ليکو کې يې خپل نفوذي اشخاص ننويستي دي.

د امنيتي ځواکونو اړتياوې

د ملي امنيتي ځواکونو تر ټولو جدي اړتياوې د همدغو پورته مشکلاتو رفع کول دي. یعنې :

  1. د مديريت له قحطۍ او د بې سواده قوماندانانو له انحصاره بايد راووځي او پر ځای يې يو وړ، مسلکي او زده کړی شخص چې کافي نظامي پوهه ولري، رهبري کړي.
  2. دوی ته بايد د حکومت لخوا د وطن پالنې او ايثار لنډمهال او منځ مهالي کورسونه ايجاد شي او اسلامي دا روحيه ورکړل شي چې که دوی وژل کيږي نو شهيدان دي او که دښمن وژني نو غازيان دي.
  3. امنيتي ليکې بايد له متعصبو، شخصي، ګوندي او قومي ګټو ته له ژمنو کسانو راپاکې او پر ځای يې بايد واک په وطن  او خلکو مينو خلکو ته ورکړل شي.
  4. د سواد کچې لوړوالي لپاره بايد ورته موجوده ځوانانو ته تعليمي کورسونه پيل شي. تر څنګ يې بايد د کورنيو او بهرنيو استادانو لخوا ورته د اروا پوهنې زده کړه وکړل شي څو د دښمن په تشخيص کې ستونزې ونلري.
  5. امنيتي ليکې بايد چاڼ شي او د دښمن نفوذي اشخاص بايد په ګوته او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
  6. مسلکي شي او په عصري ټکنالوژي او پرمختللو وسلو سنبال شي. ځکه دلته جګړه استخباراتي ده او دښمن مو د بهرنيو هيوادونو له کلک ملاتړه برخمن دی چې پرمختللې وسلې ورکوي.
  7. هوايې ځواک مو بايد ډېر او مسلکي شي.
  8. په ټول افغانستان کې بايد خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې د دوی يواځيني ساتونکي امنيتي ځواکونه دي او بايد چې د دښمن په مقابل کې يې ملاتړ وکړي. حکومت دا کار د ولس او دولت تر منځ د شته واټن په ختمولو سره کولی شي.
  9. حکومت بايد په رسنيو محدوديت وضع کړي او هغه منحوسې څېرې چې د امنيتي ځواکونو د تضعيف لپاره کار کوي، بايد د رسنيو په بحثونو کې ورته ځای ورنکړل شي. همدا ډول رسنۍ بايد لکه د پاکستان او نورو اسلامي هيوادونو په شان د خپلو امنيتي سرتيرو وژل شويو ته د شهيد او د دښمن تلفاتو ته د وژل شوي کلمات وکاروي.
  10.  د امنيتي بنسټونو تر منځ دې لازمه همغږي رامنځته کړل شي او د اړتيا پر مهال دې پرته له ځنډه يو د بل مرستې ته ځانونه ورسوي.
  11. حکومت بايد په ټولو نظامي بنسټونو کې مجازات او مکافات پلي کړي او هغوی چې د هيواد او خلکو په ساتنه کې قرباني ورکوي او لاسته راوړنې لري؛ بايد نقدي او معنوي مکافات شي. او هغوی چې په خيانت او ناغيړۍ تورنيږي مجازات شي.
  12. حکومت بايد د ټولو امنيتي ځواکونو سياسي ملاتړ وکړي او د زورواکانو او لنډغرانو له ولکې او مجبوريته یې خلاص کړي.
  13. حکومت بايد د امنيتي ځواکونو د قربانيو څخه د قدرداني او د خلکو ته د دوی د زړوړتيا د ښودلو لپاره سريالونه، بلبورډونه او داسې اعلانات جوړ کړي چې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ د محبت فضا پياوړې شي.
  14. حکومت بايد امنيتي ځواکونو ته د صحي بيمې، پر وخت د تنخواګانو ورکولو، کافي اندازه تقاعد، د ټپيانو درملنې لپاره مجهز کلينکونه، د زده کړې لپاره بهرنيو هيوادونو ته د برسونو زمينه برابره کړي.
  15. حکومت بايد د افغان امنيتي ځواکونو د کونډو او يتيمانو د پالنې لپاره امکانات او سرپناه برابر کړي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder