03.02.2019 (14.11.1397)
څـوک سـوله نـه غـواړي ؟

لیکوال: م. جمیل باور  - توره بوړه

په افغانستان د صلبي اتحاد له لوري د حملې له پيله د نظامي جګړې ترڅنګ تبليغاتي جګړه هم روانه وه اولاهم دالړۍ ادامه لري اشغالګرو خپلو شومو اهدافو ته د رسيدو لپاره په سلګونو برېښنايي، چاپي او ټولنيزې رسنۍ استخدامولې.

دوی تل هڅه کړې، افغان ملت ته د اسلامي امارت په هکله تور تصوير وړاندې کړي، طالبان يوه داسې ترهګره ډله معرفي کړي، چې په جګړه او وژنو ټینګار کوي او د هيواد د پرمختګ مخ نيسي.

دا چې تیره اوونۍ د قطرپه پلازمينه دوحه کې د اسلامي امارت اوامریکایي دیپولوماتانو ترمنځ افغانستان څخه د اشغالګرو عسکرو د وتلو په موضوع شپږورځني مذاکرات وشول .

د یادو مذاکراتو که څه هم کومه څرګنده پایله ښکاره نه شوه؛ خو اسلامي امارت او امریکایانو دواړوو ترسره شوي خبرې ګټوري وګڼلي او په راتلونکي کې یې د خبرو پر دوام موافقه وکړه.

له شپږ ورځنيو مذاکراتو وروسته اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د امریکايي مرکچي پلاوي مشر او د خارجه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغی ترڅو د کابل ادارې له مشرانوسره هم وغږیږي، اشرف غني سره یې ولیدل خو په تیره یوه اوونۍ کې داشرف غني لخوا درې بیلابیل پیغامونه رسنیزشول، یوځل یې وویل چې له افغانستان څخه دبهرنیو عسکرو په وتلو داسې په اسانۍ بحث نه شي کیدای، بیایې وویل مونږهم غواړو چې د بهرنیانو شمیرصفرته راښکته کړو.

او تر ټولو جنجالي خبره یې وړمه ورځ د لويې جرګې په خیمه کې یويې جوړي شوې غونډي ته وکړه، ډاکټرغني وویل چې د سولې کیلي په کابل او د جګړې کیلي په اسلام ابادکې ده نوموړی زیاته کړه چې بهرني نهادونه د افغان سولې په اړه تجربه نه لري چې اشاره یې خلیلزاد او د امریکا مذاکراتي ټیم ته وه.

د همدې موضوع په تعقيب نیویارک ټایمز ورځپاڼې له هغه لیک پرده پورته کړه، چې اشرف غني ولسمشرټرمپ ته لیږلی، ډاکټرغني له ترمپ غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه خپل عسکر ونه باسي او که امریکایانو باندې لګښت بوج وي مونږ به د لګښت کچه کال کې تر دوه میلیارده ډالر پورې راکښته کړو.

دې ټولو ته په کتو ويلای شو، چې د افغان اولس د سترې هيلې (سولې) وژونکی د افغانستان اسلامي امارت نه، بلکې د اشرف غني په مشرۍ کابل اداره ده چې نه غواړي سوله وکړي او دا دومره وخت د سولې نعرې، واک ته د رسېدا او د داولس غولونې شعارونه وو.

د شنونکو په باور د امریکایانو لخوا اشرف غني او په ټوله کې کابل اداره منزوي شوې، امریکایانو د طالبانو په وړاندې ماته خوړلې او هرومرو به له افغانستان څخه تښتې، په راتلونکي افغان حکومت کې به اشرف غني او هغه څیرې ځای ونلري کومو چې د خپل اولس په ضد د اشغالګرو مرسته کړې.

دا چې په واقعي سوله کې د اشرف غني شخصي ګټې له منځه ځي نوځکه د جګړی دوام غواړي او هڅه کوي د یوې بلې دورې لپاره هم د افغانانو د کړاونو باعث شي. افغان اولس له اشغال، جګړې اوپه ټوله کې له موجودنظام څخه تنګ ده او په هیڅ ډول نه غواړي چې اشغال، جګړه اوموجوده نظام پاتې شي.

د اسلامي، خپلواک، سوليیز او یو موټي افغانستان په هیله.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind