20.02.2017 (02.12.1395)

ځیرکیار په خټه څوک دی؟

ډاکتر  رحمت ربی ځـیرکیار

zirakyar1234@yahoo.com

د امریکې  نامتو عالم لوئیس  دوپرې (ارکیالوجیست، انــتروپولوجیست،او د افغانستان د کلتوري  تاریخ  چارپوه:۱۹۲۵ تر ۱۹۸۹) لاندې معلومات وړاندې  کړي دي. لکه چې وینئ  زیرک  یـا  ځیـرک په ۱۵  زییزه  پـیـړۍ کې په کندهار کې شتون لاره، او  پوپل، الیکو، اڅـک او بارک یې ورستنیان وو.

د زیرکو یوه څانګه «سالارزی» نومیدله، او امکان لري چې پوپل قوم ته به نږدې  وه.  په  نامعلوم علت سالارزي  له کندهاره د  کونړ ولایت  اخري  برخې(اسمار اودانګام) ته کډوال شول. ورپسې غــټه  برخه یې د لــرافغانستان (پښتـونخـوا) د با جوړ په سیمه کې میشته  شوه.  دغه دره چې رود پکې بهیږي دسالارزو  په نوم مشهوره ده. په سالارزو کې درانیان هم  شته. سالارزي په باجوړکې په هوښیاراو خبر لوڅ قوم مشهور دي او کړکیچونه په جرګو حل کوي. لکه نور پښتون ټبر،هغـوی هم د ډیورنــډ د لعنتي تړون  په واسطه وېشل شوي دي. زما  موراو پلار په قوم سالارزي دي. کشرورور مې مسرورنومیـږي او تخلص یې «سالارزی» دی.

 ما له اوږدې مودې راهیسې ځان  «زیرکیار»  ګڼلی و. خو د ۲۰۱۳  د  نومبر  په پیل کې د کندهار پوهنتون علمي سیمینار ته بلل شوی وم. د میزونو شاته  کوربانه او میلمانه یوبل ته مخامخ ناست وواو د  هرچا په  مخ کې  د هغه یا هغې نوم په غټو تورو لیکل شوی و،  د دې لپاره چې د بحث په مهال هر څوک یـوبل وپـیـژني. زما نوم  د «زیـرکیار» په ځای «ځـیـرکیار» لیکل شوی و.

داسې برېښیدل چې د سمینار په تنظیم کې د کندهار پوهنتون پوهیدونکو او ډاکتر رشاد درنه برخه  لرله. زه د کره پښــتو د استاد صمـیم او ډاکتر رشاد تــر مـیـنځ د ګــډ  میز تر شا ناسست وم. زه  چې د خپلې وینا لپاره ویـنـادړې(سټیج) ته  ختلم، د خپل نوي نوم(ځیرکیار) پاڼـه  مې په خـپـل لاس کې  نـیـولې وه. د سـمیـنار پــه تـالار کې ناست او ولاړ خلک، په ځانګړي ډول مـیـرمنې، هـک پک وو چې زه په خـــپـل نـوم څــه کووم! په امریکا کـې زما د یو ارواښاد کابلي مــلګري یو «تکـلیـف» مې غوڼـډې ته واوراوه، ټـول  میرمنې او ناریـنـه په خندا شول، او ما ورغـبرګه کړه چــې زه د نـوم پـه  کـړاو اختـه شــوی یـم:  د زيـرکـیـار پــه  ځـاې

«ځـیـرکــیـار» شوی یـم! ټولـو زما نـوي نــوم ته چک چـکې  وکـړې او ما هـم  «ځـیـرکیـار»  ومانــه.

په پیښور کې د ۱۹۸۰ د می په میاشت کې د ممثـلې  لویې  جرګې د مشرانو/موســسینو غوڼـډې ته چې زه د پوهاند بهاالدین مجروح له خوا د مشاور  په څیر ورپــیـژندل شوم، یو (۸۰ یا ۸۵ کلن) سپین ږیري کندهاري ماته ووییل چې تاسې څه سوۍ ، ځیرک  خو د میروېس نیکه مشاوران وو. ارواښاد پوهاند بهاالدین مجروح ورغـبـرګه  کړه  چې  اوس دی (ځیرکیار) هم  زموږ مشاور دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 21. Februar 2017 04:19)

    ځیرکیار صاحب ښه چاری !
    ځیرکیار صاحب زما د کلی خواته کلی کور یا د یو ولایت باشنده یا اوسیدونکی دی.
    دا چه د ده نوم زیرکیار او یا ځیرکیار دی کوم توپیر نه لری مګر دوی ته چه کوم توپیر لری هغه دا چه زیرکیار کی ( ز ) عربی او په ځیرکیار کی ( ځ ) پشتو حرف یا ټکی دی دوی چه خبلو نومو او مکالمو کی عربی لغاتونه حتی عربی حروف په پشتو واړوی لکه د تهچدو ثواب چه یی تر لاسه کړی وی
    ماته یی په اړه یوه قیصه ورته قیصه راپه یاد شوه یو ځای کی د افغان ملتیانو له خوا کنفرانس جوړ شوی وو زه هم د زیرکیار په شان وربلل شوی به ورته نه وایم د یو چا سره تللی ووم ،خواته می د ولایت یو داکتر ناست وو تخلص یی ( صافی ) وو ما د هغه د تلیفون نمبر تری ولیکلو او د تلیفون سره می صافی ولیکلو ، هغه ماته وایی چه غلط دی ولیکلو ما ورته وویل چه ولی ؟ هغه راته وویل ( ساپی ) یعنی د ص په ځای پ ولیکه . په داسی حال کی چه زه هم به قوم صافی یم او ټولو کتابو کی د صافی قوم نوم په ص لیکل کیدلو او لیکل کیږی مګر افغان ملتیان هڅه لری چه د عربی حرف ( ص ) په ځای پشتو حرف ( پ ) ولیکی چه د تهجدو ثواب ترلاسه کړی .
    ما ورته وویل که صافی ووایو د صاف څخه مشتق شوی که ، ساپی ووایو داسی معلومیږی چه له سپی څخه مشتق شوی وی نو کوم یو ښه نوم دی هغه راته وایی که سپی راڅخه هم چوړ شی مګر افغانی سپی به یو له عربیت څخه راته افغانیت ښه دی نور یی تاسی او ځیرکیار صاحب ګز او ګام کړۍ .
    زیرکیار صاحب بخښنه کوی که مو داسی څه لیکلی وی چه باید نه مو وی لیکلی مننه

  • A. Halim Hakimi (Dienstag, 21. Februar 2017 05:23)

    Congratulation !!!

    As if everything else is perfect in Afghanistan and it's party time to celebrate Dr. Zerakyaar new improved identity tracing his root to Qandahar and just become a Durani too.

    One wonder if his majesty blood color is red or blue !

  • غ.حضرت (Dienstag, 21. Februar 2017 21:19)

    چه رشتیا ووایم زه د استاد ځیرکیار پوهی او تخصصی علم ته ډېر درناوی لرم خو د ځینو افکارو د یوې برخی نه منل به په هیڅ توګه د نه درناوی په معنی نه xوی
    زه د تقدیر په حکم یو انسان یم
    د تقدیر او اختیار او انتخاب په حکم د محمدی حقیقت پیرو یم
    د نړیوالو حاکمو شرائطو په حُکم (طوعاً یا
    کرهاً) افغان یم ا
    امّا:
    هیڅ مُلا او هیڅ طبیب او هیڅ مَلَک او هیڅ معلم او هیڅ نانوای او هیڅ مستوفی او هیڅ مُفتی ته قلبی او ایمانی او دنیاوی او اقتصادی او فرهنګی تعهد او تړون نلرم چه حتماً باید د قوم او ټبر حقانیت په رسمیت وپېژنم او حتی دا تعهد هم د هیچا په وړاندی نلرم چه د قومی خرافاتو او افسانو په وړاندی کرکه ونلرم
    د حیرانتیا ځای دی، د یوویشتمی پیړۍ په درشل کی د زړو فکرونو او خیالونو په ناروا احتکار بوخت یو.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder