22.01.2017 (03.11.1395)
پیر سید احمد ګیلاني  مړ شو

د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني تېر شپه په کابل کې د شاه امان الله خان غازي روغتون کې د زړه ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړی افغان جهادي او د ملي محاذ ګوند مشر و.

وروستۍ دنده یې د سولې عالي شورا مشري و ه چې یو کال مخکې ور کړل شوې وه.

د نوموړي د سولې شورا د مشرۍ پر مهال د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې تړون وشو.

د دې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمان سلیم د حکومت او اسلامي ګوند د خبرو بریالیتوب کې د پیر سید احمد ګیلاني د رول په هکله بي بي سي ته وویل، چې د سولې خبرو کې حزب اسلامي پر پیر سید احمد ګیلاني باور درلودو، 'پیر صیب له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه کې خورا مهم رول درلود او دغه راز د افغانستان حکومت او طالبانو لپاره هم د درناوي وړ شخصیت و، چې پر همدې بنسټ د طالبانو لخوا هم ځینې کسان هغه ته راغلي وو او پیر صیب هم یو شمېر کسان هغوی ته د خبرو لپاره لېږلي وو، موږ یوه ډېر ښه پړاو ته رسېدلي وو.''

د ښاغلي ګیلاني کورنۍ له لسیزو راهیسې په افغانستان کې مهم سیاسي او روحاني حیثیت لري. نوموړی په افغانستان کې د قادریه طریقت سلسلې د' پیر ' په حیث پېژندل کېده او ګڼ مریدان یې درلودل.

د شوروي سرو لښکرو له خوا د افغانستان د نېواک کلونو کې پېښور ته لاړ او ملي محاذ ګوند یې جوړ کړ چې تراوسیه یې مشر و.

په جهاد کې رول

د افغان جهاد د څېړنو دفتر مشر شېرشا یوسفزی چې پیر ګیلاني او په پېښور کې مېشت نور جهادي مشران یې پېژندل، په دې باور دی چې د افغان جهاد پر مهال ملي محاذ د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي په پرتله په وسلواله جګړه کې لږ رول درلود.

د نوموړي په خبره، د نوموړي د ګوند پلویان په ختیځ او جنوب ختیځ کې و، د نورو مهمو ګوندونو په څېر هر ځای کې فعال نه و. "د دې ګوند غړي مکتبي نه و، د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو په څېر ایډیالوژیکه او بنیادي نظریه یې نه درلوده، چې پر جګړه یې ډېر ټینګار کاوه، ځکه له ملي محاذ سره کمه مرسته کېدله".

د هغه په باور، نړۍ هم هغو ډلو سره ډېرې مرستې کولې، چې په جګړه یې ډېر باور درلود.

ملي محاذ د شپیتمې لسیزې پر مهال د هغو اوو ګوندونو د ایتلاف برخه و، چې مرکز یې پېښور کې و، خو د اوویایمې لسیزې اوږدو کې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وه، ملي محاذ تر ډېره څنډې ته شو.

د دې ګوند پخوانی مرستیال فاروق اعظم وايي، د کورنۍ جګړې پر مهال پیر سید احمد ګیلاني غوښتل چې د مختلفو جهادي ډلو ترمنځ منځګړی رول ولوبوي او جګړې ته پایټکی کېږدي.

پیر سید احمد ګیلاني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي و چې له طالب کړیو سره هم تماس لري.

ډاکټر فاروق اعظم هو وايي، که نوموړی نور هم ژوندی وی، ممکن طالبان یې هم خبرو ته جرګه کړي وی.

"پیر صیب د جګړې پلوی نه و، د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې تړون کې یې مهم رول درلود، په دې سبب به ډېر وخت پیر صیب یادېږي، خلکو فکر کاوه، چې که حکومت هوډ لري، نو ممکن د پیر صیب په منځګړتوب طالبان هم د سولې خبرو ته جرګه شي".

د جنازې مراسمو کمسیون

ټاکلې ده د ملي محاذ ګوند او سولې عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم سبا ترسره شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د نوموړي د جنازې او فاتحې مراسمو د برابرولو لپاره کمېسون ګومارلی.

د سولې عالي شورا درې غړي، د ښار جوړونې او حج او اوقافو وزیران، د ننګرهار او لغمان والیان، د افغانستان لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت معین او د ملي امنیت ریاست مرستیال د دې کمېسون غړي دي.

د افغان سولې شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پیر ګیلاني فعال او منځلاری سیاستوال بللی او ویلي یې دي چې د نورو سیاسي چارو ترڅنګ یې د ۱۲۴۳ او ۱۳۸۲ اساسي قانون لویو جرګو کې هم مهم رول درلود.

د پیر سید احمد ګیلاني زوکړه

پیر سید احمد ګیلاني پر ۱۹۳۲ کال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلي او د نسب سلسه یې د قادریه طریقت لړۍ بنسټ اېښودونکي عبدالقادر ګیلاني ته رسېږي.

سید احمد ګیلاني د کابل په ابوحنیفه لیسه کې منځنۍ زده کړې وکړې او وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شو. نوموړي ۱۹۵۲ کال کې د افغانستان پخواني پاچا حبیب الله خان له لمسۍ عالیه سره واده وکړ.

په وروستیو کلونو کې پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د مهمو سیاسي سټو له ډلې و او له جهادي مشرانو سره یو ځای یې په سیاسي او سلاکاري ناستو کې ګډون کاوه.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder