17.03.2017 (27.12.1395)
پړاو اوډاګی

عبدالرووف لیوال

دنوستالژیکولیکنوپه لړ کې داوار یو څه لرغونې نوستالژی دقلم ترڅوکې لاندې راولم .

لومړی به هغه نومونې ( اصطلاحات ) تاسوته دروپیژندل شی چې دې نوستالژی پورې تړاولری :

پړاو  : دکاروان تم ځای چې معمولاٌ لویه برجوره کلا چې دکاروانیانو داوښانو، آسونو ،کچرواود مساپرولپاره پکې دلنډ مهال داوسیدوځایونه ، خواړه او کټونه درلودل ، ددې کلا برجونو تیرکش (په دیوال کې سوری ) درلودل ، تر څودغلو دیرغل په مهال له دې تیرکشونه دلیندۍ یاټوپک ډزې وشی چې دمورچل حیثیت یې لاره .

ډاګی : پخوا وختونو کې چې اوسنی ترانسپورت ( الوتکه ،اور ګاډی ، موټر اوداسې نور) نه وو ، پست اولیک به دیوه کس له خوا چې (ډاګی ) بلل کیده ، له یوه پړاو نه تربل پړاوبیا له هغه پړاونه بل ډاګی به بل پړاو ترڅو اصلی ځای ته ورسی ، وړل کیده – خلکو به یو بل ته ویل چې که لیک دې اړین وی نودډاګ له لارې یې ولیږه.

څاروان (کاروانچی) : هغه کس چې دکاروان بولندوی ، څارونکی اوسمبالوونکی وو – معادله اصطلاح یې په دری ژبه کې (ساربان ) دی په پښتوسندرو کې استاددری لوګری داسې وایی :

ورو ، ورو څاروانه اودخیال کجاوې     +     ورو ، ورو څاروانه دلرې لارې

او په دری سندرو کې بیا استاد ساربان وایی :

ای ساربان ! آهسته ران ، که آرام جانم میرود.

جرس (ګړنجانی ) : دکاروان دسرکښ اوښ په غاړه کې هغه زنګ (ټالۍ ) ته ویل کیده چې دکاروان دتیریدو خبربه یې ورکاوه اوهم هغه کاروانیان به چې له کاروان څخه وروسته پاتی ول ، هڅه به یې کوله تر څودې غږ ته ځان ورسوی

 

دفارسی ژبې نامتو شاعرخواجه حافظ څه ښه وایی :

مرادرمنزل جانان چه جای عیش،چوهردم +  جرس فریادمیداردکه بربندیدمحمله

کوچی : چې له کوچ او کوچیدن نه اخیستل شوی ماناداچې تل له یو ځای نه بل ځای ته په کډه وی ، استاد حیات کاکړپه یوه سندره کې داسې وایی :

ما دکوچی تر عمره جارکړې     +   چې دسبایی اور یې بلیږی ، دی ترې ځینه

 مورې کوچیانو ته مې ورکړه  +     چې اوربل مې هرسبا دهلمند شمال وهینه

پړاو ته به چې سهار دسیمې خلک راغلل ، کاروانیان به کوچیدلی وو – خوپه نغریو کې به اوربل اوځینی خوراکی توکی، ټپی یا ناروغ څاروی به له کاروانیانو پاتې ول – کلیوالو به له پاتې شونو څخه (انګار) خوراکی توکی ، ناروغ څاروی او آن داوښانو پچې دژمی دسون لپاره دپړاو له کلا څخه راټولې او خپلو کورونوته به یې ویوړې.

بانګی چرګ : ډیری وخت به دپړاوچارواکی یا څښتن چرګ ساتلو ، اوهغه ددې په خاطرووچې په هغه زمانو کې چا سره ساعت (ګړی ) نه وو اودچرګ په آذان به کاروانیان چې له مزله نه ستړی ول راویښیدل او دپاتې سفر تابیا به یې ونیوله ، ددې چرګ آذان به ځینې وختونه سخت مزاحم وو لکه چې دشاه شجاع شعردخدای بخښلی ظاهر هویدا په غږکې داسې وایی :

مرغ سحر تو ګم شوی  +  یار به این بهانه رفت .

دسهیل اوسباوون ستوری : څاروان به دشپې له خوا خپله لاره دسهیل اودسباوون ستوروپه څرک پیدا کوله او خپل مسیر یا (routes) به یې دکاروان لپاره ټاکه .

ددرملنې لومړنی توکی : په پړاو کې به تل ددرملنې لومړنی توکی (کمک های اولیه ) لکه سپیرکۍ – بادیان – مرهمونه – تاراوستن – دشړشموتیل –دوایی بوټی لکه ترخه ( دنس درد لپاره) اونوردرمل موجود وو.

سپی : سپی به دپړاوپیره داری کوله او دشپې له خوا به څارو وه – همداراز څاروان به هم یو سپی درلود چې کاروان سره به مل وواو کاروانیان به یې دلیوانو له برید نه ژغورل خوهغه ډډیی سپی نه چې ورته وایی :(کاروان تیریږی + سپی غپیږی)

که چیرې کاروان به په پړاو کې په ورځو تم شو نو بیا به دتبادلې بازار پرانستل شوچې کاروانیانو به یو جنس له بل جنس سره اویو څاروی دبل څاروی سره تبادله کول ، ځکه هغه وخت له هرچا سره روپی نه وې .

له نن څخه دوزره کاله وړاندې به چې دوریښمو کاروان ، دوریښموله لارې تیریده نوددې کاروانونو څلور لاره (دتقاطع ټکی) زموږ لرغونی هیواد و ځکه دې کاروان (برصغیر) بهارت له یورپ سره او چین ماچین(X’in)یې له ټولې یوروایشیاسره نښلاوه – ددې کاروان ډیره ستونزمنه لاردپامیر او تیانشان هسک غرونه وچې په دې غرونو کې پړاوونه هم لږ اوغله ډیر و.

دیوه پړاوواټن له بل پړاو څخه  له ۳۰کیلومترو نه نیولې تر۵۰وکیلومتروپورې اټکل شوی – خو په هغه لارو کې چې له ښارونو تیریده ددې پړاونو دمینځ واټن ډیر وو مانا داچې له ۸۰ تر۹۰کیلومتروپورې رسیده .  نوربیا

عبدالرووف لیوال .

سرچینې : انسکلوپیدیا   - ګلوبل اودلیکوال ریسرچ.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder