محمد ایاز نوری ازادي

06.09.2016 (16.06.1395)

په کابل کښې بیا یو د نفاق، کرکې او شقاق ځای اضافه شو

محمد ایاز نوري آزادي

دغه تېره پنجشنبه ۱۱ د سنبلې ۱۳۹۵ل کال مطابق د ۱ د

سپتمبر ۲۰۱۶ز کال یو تعداد محدودو کسانو د افغانستان د یوه پخواني پاچا حبیب الله مشهور په بچه سقاو (۱) او د هغه د نورو ۱۵ ملګرو، ظاهراً د مړو د هډوکي بیرته له سره د کابل ښار د کلوله پشته د غونډی پر سر شخ کړل. افغان ولس په لومړي سر کې دا سوال کوي، چې دغه د سقاو پلویانو له کومه ځایه دغه هډوکي راویستل او بیا یې د غله حبیب الله د خاورې شوي جسم هډوکي په کوم علم الغیب سره تثبیت کړل او بلاخره هیڅوک نه پوهیږي، چې په دغه ۱۶ د لرګو په تابوتونو کې کوم شیان ځای په ځای شوي ول...؟!. حبیب الله غل او لارې نیونکی مشهور په بچه سقاو لکه څنګه، چې تاریخي اسناد شهادت ورکوي، د اماني ویاړمن او مستقل دولت په مقابل د هغه وخت د انګلیسي ماهرې نقشې پر اساس یاغي شو او بلاخره د اماني دولت او د هغه ویاړمن عظیم منور مسلمان او اخلاصمند مشر، اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د صداقت څخه په ناوړه استفادې او د اسلامي کتاب ًقرآن مجید د قسم په نقض سره په هغه وسله چې غازي پاچا اما ن الله خان د بچه سقاو په غوښتنه د کابل د شمالي سیمو د امنیت د تامین لپاره ورته ورکړه، په لویه غداري او منافقت او نه شرافت او انسانیت په اماني دولت وسله وال یرغل ورووړ. اماني دولت د مرکزي پوځي قواء حتی ټوله یې د ننګرهار د شینوارو د سیمې د بغاوت د کرارولو لپاره لېږلې وه، نو دا داړه مار بریالی شو، چې اماني دولت ړنګ او پاچا امان الله خان لومړی د بادشاهي د مقام نه مستعفي او بیا د قندهار ولایت ته موقتاً تغیر د موضع ورکړي. پخپله غل حبیب الله یو مطلق بی سواده او له عقل او تحلیل نه کوږ کس وه، لیکن د هغه سره د انګریزي مامورینو له خواء البته په خفاء کې لانس نیوی او مرسته کیدله، چې څه په څه ډول، څه وخت او څنګه وکړي، چې شاهي ارګ قبضه کړي. دغه داړه مار د انګریز د پلان سره سم فقط نهه میاشتی صرف د کابل په ارګ کې د بادشاه په توګه وساتل شو او دې بد بخته انسان دغه ټوله موده د خپلې شرمناکې واکمنی دوره په ناحقه افغان وژلو، بی پتي او بی ناموسه کولو د خلکو، وهل ټکول، غلا، درواغ ویلو د مکتبونو په تړلو د ملي خزانې په لوټولو او د افغان ولس سره په وسله واله جګړه کې تېر کړل. دا الهي مصیبت پس له نوموړې مودې د انګلیس د بل جاسوس او نوکر سپه سالار نادر خان له خواء له ارګ څخه فرار ته مجبور شو او ورپسې نادر خان پخپل مهارت سره دا باغی ژوندی ونیو او د ورسره د اړونده بانډ یې  په کابل کې په دار وځاړوه.

اوس لکه څنګه، چې افغان میدیا کې خلکو ولیدل، د دغه لوی ملي مُجرم او ملي خائین حبیب الله د هغه وخت د یو شمېر چاپلوسانو او منافقو شیطان صفتو ملایانو له خواء ملقب په (خادم دین رسول الله؟)، د بیا تدفین په مراسمو کې سروالي، د وژل شوي برهان الدین رباني د جمعیت د جګپوړو غړو لکه یونس قانوني، حفیظ الله منصور، امرالله صالح، صالح محمد ریګستاني، داود کلکاني، قوماندان ګل حیدر، د عبدالله عبدالله د ویاند مجیب الرحمن رحیمی، محمد علم ایزد یار او نورو په غاړه اخستی وه.  دا مصنوعی تابوتونه لومړی د مرنجان د غونډی څخه د عید ګاه جومات ته یوړل شول، هلته یې جنازه وشوله او بیا یې د شهر آراء د غونډی په لور حرکت ورکړ. عجیبه خو لا دا وه، چې د جمعیت مشرانو ویل، چې دا د افغانستان د ملت غوښتنه ده؟؟ په داسی حال کې، چې د دغو کرکجنو او د ملت زد په مراسمو کې هغه هم د یوه پخواني افغان پاچا لپاره باید په زرهاو او زرهاو خلکو په ډېره مینه او درنښت سهم اخستی وای. د شهر آراء په سیمه کې دوه غونډی موقعیت لري. یوه یې د تپه شهر آراء یا قلعه بلند او بله غونډی د تپه کلوله پشته په نومونو یادېږي. کله چې دغه تابوتونه د تپه شهر آراء لاندې ته رسېږي، هلته د اوسني مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د مسلحو جنګیالیو له خواء یې ممانعت کیږي او ورته ویل کیږي، چې دا یو بابري تاریخي ځای دﺉ او د سقاو زوی حبیب الله په نوم باید تبدیل او مردارنشي. لاکن د سقاو د زوی پلویان دا خبره نه مني او مقاومت کوي، لفظي شخړه تودېږي او بالاخره د ټوپکو د ډزو تبادله کیږي، چې په نتیجه کې د اړخونو نه یو کس وژل او درې کسه ټپیان کېږي، لیکن بیا هم تابوتونه د انتظار او د پلویان یې د ډېرې وراخطايي په حال کې د تپې لاندې پاتې کیږي. کله، چې د جمعیت مشران نوره ناهیلې کیږي له ناچاره حاله د شپې په دریو بجو دوی دا تابوتونه د کلوله پشته غونډی ته ورخېږوي او هلته یې خلاف د خپلې آرزو ترخاورو لاندې پټوي. امان غواړم له داسې بی پتی نه د یوه پخواني افغان پاچا په بیا تدفین کولو کې.

نتیجه

هغه څه چې د دغې پېښې نه د افغانستان تاریخ ثبت کړل، دا دي چې راتلونکي به وايی، چې یو وخت په دغه نیټه، چې هیواد افغانستان مو د سرمایې د نړی له خواء په سر کې یې متحده ایالات او انګلیس له خواء نیول شوی وه، د یو شمیر افغاني ملي مُجرمینو له خواء یعنی د جمعیت اسلامي په نوم ډله له خواء د اوسنیو د هیواد د جنګي حالاتو او بی واکه ولسمشر محمد اشرف غني د موجودیت د څخه په استفادې، یو لوی ملي مُجرم او د خدای او د افغان ولس دښمن حبیب الله مشهور په بچه سقاو یا پسر سقاو په درواغو جوړ شوي تابوتونه په یوه بی عزته ډول، په دغه ځای کې شخ کړای شول، یعنی بلاخره د ولس دشمنانو خپل کار وکړ. زه د یوه افغان په حیث خصوصاً د دغو کرکجنو مراسمو د ځوانانو ګډون والو ته دا ګوته نیسم، چې تاسو خصوصاً پس له ۲۰۰۰ز کال نه دا دومره راوتلي کافي اسناد د خپل هیواد د پت ساتل شوي تاریخ څخه ولې په غور او ملي مسوولیت سره کتلي نه دي؟ ایا زمونږ د تاریخي ګډ افغانستان د استقلال محصل غازی امان الله خان په رشتیا کافر شوی وه؟ او که دا ټوله سلسله د یوه ملي خیانت په توګه د بهرني دښمن یوه دسیسه وه، چې په غله حبیب الله بچه سقاو باندې یې پیل او په جنرال نادر خان باندې یې ختمه کړله. زه لیکوال د خدای په حضور کې وایم، چه په ویدو فلم کې، چې یو څو کسه د شمالي ځوانان په هغه نیمه شپه کې ما د کلوله پشته د غونډی په سر د حبیب الله سقاو زوی د مصنوعی قبر سره کتل، هغوی یو ډول وارخطا او د شرم او خجالت په بڼه یې د ویدو کامرې ته راکتل او په نه اطمینان یې لږ لږ خبرې کولې.(بلی، اینک ما به آرزوی خود رسیدیم)...! زه بیا هم خصوصاً د شمالي په ځوانانو غږ کوم، راځی، چې د حق او حقیقت لار ونیسو. مونږ د افغانستان ټول قامونه او ټول ملت په هغه عظیم ملي شخصیت اعلیحضرت امیر امان الله خان باندې سره ټولېدلای شو او د حبیب الله خادم دین رسول الله؟ په نوم دا ملت نشي سره ټولېدلای. دا عمل د یو شمېر افغان دښمنه او سخت له قامي منفي مردودو عقدو ډکو مریضو افغانانو، پخپل ماهیت کې د هیواد د ټول ولس لپاره یو بل اخطار دﺉ، داسی کسان پرون هم موجود ول او دا اتل تاریخي ملت یې د غازي امان الله غوندې منلي مشر په له منځه وړلو بی عزته کړ او نن هم لګیا دي، دا ولس یې په تور مصیبت کې غورزولای دئ، ډېره اړینه ده، چې نور هم هوشیار او متحد شي او خپل دښمنان وپېږني.

 

(۱) زه لیکوال صادقانه عرض کوم، چې زه د هیڅ افغان د توهین قصد نلرم. زه غله حبیب الله ته د تاریخي اسنادو پر بنسټ لکه د مرحومینو میر غلام محمد غبار چې خپل کتاب کې یې (بچه سقا) او فیض محمد خان کاتب هزاره چې (پسر سقا) یې په مکرر ډول ذکر کړﺉ، استناد کوم.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder