02.04.2017 (13.01.1396)
په کابل او مزار کې څه روان دي

نظرمحمد مطمئن - لیکوال او شناند

چارواکې لا هم د فیل په غوږ کې ویده دي، ګډوډې دومره زیاته شوې، چې د کابل هر ټکسې چلونکې سره کښينئ، د امنیت ، فساد او په هیواد کې د پردیو د لاسوهنې خبرې درته کوي.

په هر دوکان ، خوړنځی او مارکیټ کې چې خلک وګورئ، د امنیت ، فساد، اختلاس او د پردیو لخوا پر مهمو چوکیو د ټاکل شوو بهرني تابعیت لرونکې افغانانو په اړه بحث کوي.

داخبره هم کیږي چې د دولت مشر غني، اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د کابینې د ګڼو وزیرانو  کورنۍ په بهر هیوادونو کې ژوند کوي، په جګړه کې د غریبو افغانانو زامن وژل کیږي.

ځینې مهمې ننګونکي اږ پيښې دي، غواړم یو په یوه ورته اشاره وکړم.

۱ - د ډیورنډ اړوند څرګندونې او اغزن تار

په دي وروستیو وختونو کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې دوی د ډیورنډ ليکې په ځینو سېمو کې د اغزن تار نصب کول پېل کړي، او په دي سره غواړي چې افغانستان ته د دوی په اصطلاح د ترهګرو د اوښتلو مخه ونیسي.

دا ډول د ننګرهار او کنړ ولایتونو د ډیورنډ لیکې ته نږدې سېمو کې د پاکستاني پوځیانو لخوا نږدې هره ورځ راکټونه را ویشتل کیږي، او د یادو ولایتو ځینو قومي مشرانو وویل چې پاکستاني پوځیان د ډیورنډ لیکې د افغانستان لورته په لس هاوو کیلو مټر را ننوتي او زموږ خاوره یې نیولي ده.

د افغان حکومت لخوا غبرګون سوړ او ناهیلي کوونکی وو، له دي هاخوا د پاکستان د ولسې جرګې غړي او سیاستوال شاه جي ګل افریدي وویل چې د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله منلي چې دوی د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت پېژني.

له دي وروسته د افغانستان د ولسې جرګې غړي عبدالطیف پدرام وویل چې دی او ګوند یې غواړي ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژندل شي.

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان لخوا راکټي بریدونه، د اغزن تار درول او د افغان چارواکو څرګندونې د افغان ولس لخوا په پراخه کچه وغندل شوې.

ښکاري چې ګډ حکومت پر ډیورنډ کرښه معاملي ته چمتو شوی، د امریکا، بریتانیا او پاکستان ګډې اجنډا او پلان د عملي کیدو لپاره کار کوي.

۲ - په مزار ښار کې د  دولت مشر غني لخوا عطاء محمد نور ته درناوی

د ۱۳۹۵ تعليمي کال د پېل مراسم دولت مشر غني په اماني لیسه کې درلودل، او هلته یې د لیسې استادانو ته وویل چې زه مشروط شوی یم، ماته وخت راکړئ، په تیر یوه کال کې ډاډه نه وو چې د مشروط کیدو څخه به کامیاب شي، له همدې امله یې دا ځل د تعلیمي کال د پېل مراسم د اصلي نیټې څخه یوه ورځ وروسته په مزار شریف کې بهانه او د عطاء محمد نور درناوي او سیاسي معاملي هوکړي لپاره مزار ښار ته ورغی.

دمراسمو په وخت کې دولت مشر غني د هندوانو او بودایانو په ډول، په تالار کې ناستو افغانانو او عطاء محمد نور ته درناوی (رکوع) وکړ، چې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شو، دا ډول د افغان کلتور مخالف درناوی، او له عطاء محمد نور سره د ډاکټر غني سیاسي معامله په پراخه کچه وغندل شوه.

ویل کیږي چې یو ډول عطاء محمد نور تر اقتصادي فشار لاندي نیول شوی وو، دهغه د شرکتونو د جوازونو نوي کیدل ځنډول شوي وو، او د دولت مشر په غوښتنه یې پانګه د دوبۍ په بانکونو کې د لنډ مهال لپاره کنګل شوې وه، عطاء محمد نور مجبوره وو چې د دولت مشر سره سیاسي معاملې ته زړه ښه کړي.

ځینې سیاستوال بیا انديښنه لري چې کیدای شي د شمال ټلوالي همدا تګلاره وي، چې یو ځل مارشال فهیم رامخکې شو، د دفاع وزیر او بیا وروسته د پخواني ولسمشر کرزي لومړی مرستیال وو، خپلو خلکو او ډلې ته یې ډیر زیات امتیازات ورکړل او کار یې ورته وکړ، له هغه وروسته ددې ډلې څخه احمدضیاء مسعود او  یونس قانوني را مخکې شو، احمد ضیاء مسعود  د پخوانی ولسمشر لومړی مرستیال او قانوني د ولسي جرګې مشر وو، خپلو خلکو او ډلې ته یې امتیازي کار وکړ.

کله چې د کرزي دوره ختمیدونکي وه، بیا همدې ډلې ډاکټر عبدالله عبدالله را مخکې کړ، او هغه هم د خپل وس مطابق یادي ډلې او خپلو خلکو ته امتیازات وغوښتل او کار یې ورته وکړ، اوس چې د عبدالله عبدالله وخت په پوره کيدو دی، ځینې سیاستوال  فکر کوي، چې ځای عطاء محمد نور ته پريږدي، تر څو یادې ډلې او خلکو ته کار وکړي.

۳ - د ولسي جرګې لخوا د امنیتي ادارو مشرانو ته د باور رایه

په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر نظامي روغتون باندي برید چې کلک امنیتي تدابیر پکې نیول شوې، پرته له مکتوب څخه د دفاع وزارت کارکوونکو ته هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، هلته د وسلوالو ننوتلو او برید کولو انديښنې او پوښتنې راپورته کړي.

د ولسي جرګې غړو په اکثریت د رایو سره پریکړه وکړه چې د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر د یادې پيښې د سپيناوي لپاره استیضاح کړي.

دولت مشر غني د ولسي جرګې غړو ته په ارګ کې دناستې پر مهال ګوت څنډنه وکړه، که د یادو امنیتي ادارو مشران بې واکه کړي، ولسې جرګه به غیرقانوني او منحل اعلان کړي، د دولت مشر غني او ولسې جرګې د لومړي مرسیتال ډاکټر همایون ترمنځ خبره لفظي شخړي ته رسیدلي وه.

له سیاسي پټې معاملې وروسته ولسې جرګې یادو دریو مهمو امنیتي چارواکو ته بیاځل د باور رایه ورکړه، چې د ولسي جرګې دغه ډول کړنه او ډاریدنه د افغان ولس او په ځانګړې ډول د ځوانانو لخوا سخته وغندل شوه.

په ورته وخت کې د هلمند د سنګین ولسوالي سقوط د طالبانو په لاس پر افغان حکومت نیوکې هغه وخت لا زیاتي کړي، چې د ناټو الوتکو د یادې ولسوالۍ اړوند ټولې ودانۍ د بمبارد په وسیله ونړولي، او داسي یو عمل چې فکر کیږي، بیا ځل یې افغان حکومت له بیرته نیولو څخه نهیلی شوی.

۴ - په انځوریزو رسنیو کې نیمه بربنډې نجوني او سریالونه

د نوي کال په پلمه په کورنیو او دولتي ټلویزون کې سندرغاړي میرمني د افغان دود پر خلاف په داسي جامو کې لیدل شوې چې د خلکو غوسه یې راپارولي ده، دا ځل ویل کیږي تر پخوا سندرغاړي ډیرې په نیمه بربنډو جامو کې په ټلویزونو کې لیدل شوې دي. په دي کتار کې ویل کیږي چې خورشید او یو ټلویزون تر نورو مخکې وو.

دا ډول د کابل ښار په دریو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې د اشتهار په ډول د نیمه بربنډې میرمن انځورونه ځوړند شوې وو.

امنیت شورا د علماوو یوه ډله خپل دفتر ته غوښتې وه، او له هغوی څخه يې د مرستې غوښتنه کړي وه، تر څو د جمعې په خطبو او خپلو نورو ویناوو کې د افغان حکومت څخه ملاتړ اعلان او له خلکو هم وغواړي چې د حکومت ملاتړ وکړي.

د علماوو د ډلې ځینو کسانو د امنیت شورا مشرانو ته ویلي وو، چې کله په ټلویزونو کې نیمه بربنډې میرمنې لیدل کیږي، فحشا ته پېغلې او ځوانان تشویق کیږي، د کابل ښار په ګڼه ګوڼه ځایونو کې د میرمنو نیمه بربنډ انځورونه ځوړوند وي، موږ به افغان ولس ته په کومه خوله د افغان حکومت سره د ملاتړ خبره وکړو، اصلاً  افغان حکومت په لوی لاس خلک خپل مخالفت ته  هڅوي، په دغسي یو حالت کې ستاسي لخوا د علماوو د مرستې غوښتنه ناسمه ده، نه خو موږ علماء ستاسي ملاتړ کولای شو او نه هم ولس ته ویلای شو، د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال مو د دولت مشر غني ملاتړ وکړ، هغه مو مسلمان کړ، او له خلکو مو دهغه ملاتړ وغوښت، هغه ژمنه کړي وه چې د ارګ او مسجد ترمنځ به واټن کم کړي، مګر په لوی لاس دغه واټن لا زیات شو.

۵ - د حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو پڅوالی

تر ډیره په افغان دولت نیوکه کیږي چې له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې په عملي کولو کې پڅ دی، او هغه ژمنې چې کړي یې دي، اوس ورڅخه ځان وباسي.

حزب اسلامي غواړي چې د دوی د بندیانو ډله له بند څخه خلاص شي، د پېښور له شمشتو کیمپ څخه راتلونکو افغان مهاجرو ته استوګن ځایونه غواړي، دا ډول کابل ښار ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ لپاره دولتي شاندار مراسم غواړي.

حزب اسلامي غوښتل چې د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر اوومه نیټه په کابل کې لویه غونډه جوړه کړي، افغان حکومت یې مصارف ونه منل، او هغه غونډه لغوه اعلان شوه، حزب اسلامي تر ۴۰۰ د زیاتو بندیانو خوشي کیدل غوښتي، افغان حکومت ورته ویلي چې له څیړنو وروسته ورته معلومه شوې چې حکومت ته په ورسپارل شوو لسټونو کې یواځي ۶ تنه د حزب اسلامي غړي، او په ټوله کې ۶۰ تنه داسي دي چې کورنۍ یې له حزب اسلامي سره اړیکې لري، نور پاتې کسان د حزب اسلامي غړي نه دي، بیا هم افغان حکومت ژمنه کړي چې د حزب اسلامي نږدې۴۰۰ کسان به ورته خوشي کوي.

افغان حکومت هغه وخت د حزب اسلامي سره د هوکړې له ژمنې لا زیات په شا شو، چې کله جمعه خان همدرد او د ښاغلي حکمتیار زوی د دولت مشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره لیدنه وکړه.

اوسمهال چې د د دولت مشر او لومړي مرستیال تر منځ شخړې روانې دي، په دغسي یو حالت کې د دوستم سره دحزب اسلامي دکسانو لیدنې ډاکټر غني به غوسه کړي او یا هم لږ تر لږه انديښمن کړی وي.

او کله چې د دولت مشر او عطاء محمد نور تر منځ د نوي ایتلاف خبره وشوه، داسي ښکاري چې د حزب اسلامي سره د سولې پر هوکړه لیک به یې تاثیر کړی وي، دولت به اوس د یادې هوکړې  عملي کولو ته د پخوا په ډول لیوالتیا ونه لري.

که دحزب اسلامي او افغان دولت تر منځ د سولې هوکړه له ستونزو سره مخ کیږي، کابل ته د ښاغلي حکمتیار په راتګ کې ستونزې جوړيږي، دا به د سولې په اوسنیو او راتلونکو پروسو ناوړه اغیز ولري.

۶ - د ماسکو غونډه

په ماسکو کې د افغان سولې اړوند دوه غونډې شوې، یوه د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې او بله هم د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې وشوه، په لومړۍ غونډه کې ماسکو، چین او پاکستان ګډون درلود، په دوېمه غونډه کې ماسکو، چین، پاکستان، هند، ایران او افغانستان ګډون درلود.

کیدای شي د اپریل پر ۱۴مه نیټه په ماسکو کې د افغان سولې اړوند درېمه غونډه هم وشي، ۱۲ هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکول شوې، امریکا بلنه رد کړي، افغان حکومت خپل دریځ نه دي روښانه کړی، ویل کیږي چې ممکن طالبانو ته هم دا ځل د ګډون بلنه ورکول شي.

ماسکو، چین، ایران او پاکستان لګیا دي چې سمیېزه اجماع رامنځته کړي، هند له دي کبله څنډې ته دی، چې له چین او پاکستان سره ستونزې لري، که هند هم په یاده اجماع کې ورګډ شي، د امریکا لپاره په راتلونکي کې په اقتصادي او نظامي برخو کې ننګونې راپيداکولای شي.

پاکستان په دي برخه کې غواړي چې امریکا ته وښيې که د پاکستان غوښتنې او د پاکستان لپاره په سېمه کې نفوذ او امتیاز ونه مني، له روسانو سره به ملګرتیا پېل کړی، او پاکستان دا هڅه هم کوي چې د ماسکو او عربي نړۍ ترمنځ سیاسي اړيکې جوړې کړي.

که امریکا د ماسکو په غونډه کې ګډون ونه کړي، دابه پر امریکا د افغان ولس باور د سولې په برخه کې لا زیانمن کړي، داسي ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د جګړې اوږدیدو ته لمن وهي، او غواړي چې دلته په سېمه کې جګړه روانه وساتي، تر څو چین او ماسکو د افغانستان له خاورې تهدید او په افغانستان کې خپلو نظامي اډو ته بهانه له ځان سره ولري.

۷ – په حکومت کې دننه اختلافات

د حکومت د ننه اختلافات هم له چا څخه پټ نه دي، د دولت مشر او دهغه د لومړي مرستیال ترمنځ اختلافات او ناندرۍ، د دولت مشر او اجرایه مشر ترمنځ ناندرې او ګیلې، د دولت مشر او ولسې جرګې ترمنځ لفظي شخړي او ستونزې.

د امنیت شورا او شمال ټلوالي ترمنځ ستونزې، په دفاع وزارت کې د پښتون، تاجک او ازبک قومونو ترمنځ قومي تعصب او د رتبو ورکولو په سر ناندرۍ او پراخ مالي فساد.

په ټوله کې هغوی چې د ډاکټر نجیب الله په وخت کې یې په کابل کې دندې تر سره کړي، د نن ورځې حالت کټ مټ د ډاکټر نجیب الله د حکومت د مهال سره ورته بولي.

۸ - په واک کې د پخوانیو چپیانو زیاتوالی

ډیری پخواني مجاهدین او افغان وګړې فکر کوي چې واک په لوی لاس پخوانیو چپیانو ته سپارل شوی، د دولت مهمې چوکۍ هغوی ته ورکول شوې او د پریکړو پر مهال د پخوانیو چپیانو نظر وروستی ګڼل کیږي.

پخواني چپیان هڅه لري چې خپل د پخواني پرچم ګوند کسان واک ته ورسوي، او  په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، تر څو خپل واکونه لا زیات کړي، هڅه یې داده چې د ۲۰۱۹ کال ټاکنې او یا هم ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټې او خپل د پرچم ګوند غړی یې ولسمشر شي.

۹ - د نړیوالو کمه توجه او نه لیوالتیا

امریکا او نړیوالې ټولنې ته افغانستان اوس مهال په څلورم کتار کې ځای لري، عراق، سوریه او اوکراین ورته لومړيتوبونه لري.

د ټرمپ ادارې د افغانستان په اړه تګلاره روښانه کړي نه ده، ولي فکر کیږي چې په افغانستان او ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته به د امریکا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه زیات شي، دا ډول به په کور دننه هم د امریکا لخوا طالبان تر بمبارد لاندي راشي، او هڅه به وکړي چې طالب مشران په نښه او له منځه یې یوسي.

۱۰ - د ارګ په ګډون په کابل او ولایتونو کې پراخ فساد

ډیری کسان نیوکه لري چې په ارګ کې د تدارکاتو کمیسون چې د هیواد په کچه د لویو پروژو قراردادونه له ودانیزو او نورو شرکتونو سره کوي، پراخ فساد پکې کیږي، او تر ټولو زیاته نیوکه د خطیب العالمي په نوم شرکت باندي کیږي  چې د دولت مشر د لبناني اخشيانو دی، دا ډول په وزارتونو او ولایتونو کې د فساد کچه د پخوا په نسبت زیاته شوې، مخامخ له یو کس څخه د کار د اجراء لپاره پیسې غوښتل کیږي، له همدې امله ده چې په دي وروستیو کې په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر ښاغلي میلیبن وویل چې په افغان حکومت او په ځانګړې ډول په قضاء او څارنوالي کې د فساد له امله خلک خپلې دعوې د طالبانو محاکمو ته وړاندي کوي.

د فساد او اختلاس په برخه کې یوه بله انديښنه داده چې افغان حکومت د افغانستان بانک کې  د پولې واحد د  تقویه کونکو پيسو او سرو زرو په اړه  معلومات پټ ساتلي دي،  ولس او سوداګر دې کار په انديښنه کې اچولي، داسي نه چې په یاده برخه کې هم فساد شوی وي.

د مخابراتو وزارت لخوا د ټلیفوني ۱۰ سلنه محصول د غلا او نامعلوم برخلیک اړوند هم انديښنې شتون لري، هیڅوک نه پوهیږي چې دافغان ولس څخه هره  ورځ په میلیونو افغانۍ د محصول په نوم اخیستل د کومو چارواکو جیبونو ته لویږي.

۱۱ - د لا زیاتو بهرنیو ځواکونو غوښتنه

دولت مشر غني د ټاکنو پرمهال ژمنه کړي وه چې سوله ورته لومړيتوب لري، ارګ ته له رسیدو سره سم یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، او ویې ویل چې لومړیتوب ورته امنیت، اقتصاد او بیا په درېم قدم کې سوله لري.

د سولې لپاره د طالبانو مهمه او لومړۍ غوښتنه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش اعلان دی، ولي افغان حکومت بیا ددې پرځای چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالویش سره توافق وکړي، د لا زیاتو او نورو بهرنیو پوځیانو راتګ هیواد ته غواړي، چې دغه مسئله په افغانستان کې جګړه ګرموي، او جګړې زیاتوي.

پورته مسایلو ته ورته په لسګونو نور داسي مسایل شته چې افغان ولس یې له ستونزو سره مخ کړی، که په افغان ولس درمند افغانان په کور دننه او کور دباندي د ستونزو دحل او سولې ته د رسیدو لپاره هڅې ونه کړي، کیدای شي موږ د سولې د شعار په اوریدو د یوې بلې جګړې د پېلامې شاهد و اوسو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder