07.11.2017 (16.08.1396)
په پیژندپاڼو(تذکرو)کې داسلام او افغان دکلموحذف

هڅاند

له دویم نړیوال جنګ څخه وروسته  اړینه وبلل شوه، ترڅو ملتونه  او ولسونه دخپل هویت  پیژندنې لپاره تذکرې  ولري،او ددې پیژندپاڼو له لارې یې دیني او ملي  هویت مشخص شي ،افغانستان  چې هغه جنګ کې ناپیلی پاتی شوی ،خو دنړیوالو ټولنو دغړیتوب له امله یې  دخپل ولس دتشخص  ټاکنې پیژندپاڼې پداسې بڼو چمتو کړي ،چې ټول مذهبي او ملي ارزښتونه پکې  تر پرونه  مصون او محفوظ  وساتل شول  او دنن واکمنو ته ددې ځای پرینښودل شو ،چې ووایې  پرونو واکمنودا او هغسې تګلارې  خپلې کړي، نو ځکه مو دهغوئ په پل  پل کښیښود .

 په یوه هیواد کې پیژندپاڼه یا تذکره  دیوه قام او ملت دوحدت او یووالې سمبول وي ،دهغوئ  ملي هویت او مذهبي تشخص  ددې تذکرې په درلودلو وپیژندل شي، چې څوک دی ،دکوم نژاد ریښې لري او دکوم دین پیرو دی ؟له بده مرغه افغانستان کې ددین پلورنکیو او پردیپالو واکمنو دتسلط  په وجه  په نوې سکښت یا الیکترونیکي (بریښنایي ) سټنډر تذکرې جوړول ،دافغانستان  دمتحدو او هماهنګو قومونودنفاق او اختلاف سبب ګرځیدلې  او خبره دې پولې ته رسیدلې ،چې  نورې به دابریښنایي  تذکرې   (خدای ج مکړه )دافغان مسلمان  ولس  د تبعیض  او ټو ټه کیدو لامل  وي، دکابل د(غ  او ع ) ګډوله  دیموکراتیک حکومت او نغاره چیان یې ،نور   په حل نه پوهیږي او ښکارې داسې چې ډیر سرګردانه دي !

هره ورځ دهیواد ګوټ ګوټ کې  ددیني او ملي ازرښتونو دفاع لاریونونه  او احتجاجونه په څپو وي او دارګ واکداران  نور نشي کولای ،چې دولس ددې توپاني څپو مخه ډب کړي او په غولوونکیو ژمنو دې ولسي توپان ته دشګو بند واچوي ،هره ورځ ددې پدیدې پرضد غبرګونونو جریان لري .

دتاریخي  شواهدو له مخې افغانان  نږدي (۵۰۰۰)کلن   تاریخي قدامت او روښانه شالید لري او له هغه وخته چې اسلام ورته رارسیدلی ، همدې  لرغونې هیوادافغانستان کې  ټولو اقوامو دافغان او مسلمان تر مذهبي او تاریخي  نامه لاندې، دوروڼو قومونو غوندې ژوند کړی ، دتوکم پالو او مغرضو هیوادونو له لمسون سربیره یې بیا هم خپل ملي او دیني هویت ساتلی او دچاپه تحریکونوندې غولیدلي.

له بده مرغه د وارداتي ولسواکۍ اوغربي یرغلګروزمونږ فقیر ولس ته نژداي اختلاف اود مذهبي  اور شغلې هم له ځانونو سره راوړي، چې دادی ددوئ کډې په وتلو او مونږ ته یې دخپل بد میراث په توګه دملي اودیني ترمینالوژۍ ناندرې هم پریښودي ،داستعمارګرو هیوادونو دا عادت وي، چې دخپل استعمارپه  وروستیو کلونویا پای کې دخپلې ناکامۍ په صورت کې داسې ناندریز ې او لانجمنې  کشالي تر شا  ولسونو ته پریږد ي،چې  پیړۍ پیړۍ  یې له امله کړاونه ګالي ،چې ژوندۍ بیلګې یې دنوولسمې میلادي  پیړۍپه  لومړیو   کې  دانګریزانواو وروستیو کې دروسانوجغرافیوي ستونزې هغه  ناندریز میراث وو، چې نن هم سیمه ایز هیوادونه ددوئ ددې ظالمانه مداخلو له امله کړیږي او ځوریږي .

 دافغانستان غوندې یوه غریب هیوادکې چې لکونه وګړې ،یې  همدا نن هم پردیو  هیوادونوکې مهاجر او خپل ټاټوبي کې دکوراو سرپناه ځای نلري ،دامریکایانو دمیلیاردونواو بیلونونو ډالرو دبسپنو داعلان سربیره بیاهم  موهیوادکې  نه داقتصاد دزیربناء کومه  اساسي پروژه پیل شوه او نه چا دفقر دمخنیوي بنیادي لارې چارې وسنجولي ،همدا اوس موهره ورځ لسګونه ځوانان عربي اواروپایي هیوادونو ته د فقر او غربت  په وجه  د(۸۰٪  )احتمالي مړینې دامکان سربیره دمهلکو سمندرونو له لارې تیریږي ،هیواد کې  داقتصادي رغښت  اساسي پروژه دبریښنا تولید او دښارونو نه علاوه کلیو ،بانډواو  صنعتي فابریکوپورې یې دتارونو غځول دي ،چې له بده مرغه دیرغلګرو ددومره لاپو شاپو او دکابل دلاسپوڅې حکومت  په اصطلاح بیوکراتانواوتکنوکراتانو دغورزو پرزوسربیره  بیا هم دغربت او فقر څادر پر ولس خپور دی او دڅو ګوتو شمیر خلکو نه په غیر عام ولس   داقتصادي بحران سره لاس وګربیان دی .

دولس ددومره اقتصادي ستونزو باوجود بیا هم دکابل دحکومت دمخابراتو وزیر(انجنیر مسکن) په (۱۳۸۹/۹/۲۲)ل کال کې اعلان وکړ، چې دکابل حکومت به ټولو افغانانوته د(۱۰۰۰۰۰۰۰۰)سل میلونه ډالرو په پلان سره  دبریښنایي یا الیکترونیکي پیژندپاڼو تابیا نیولې او دا پروسه  به ددوو نه تر پنځو کالو پورې بشپړه شي ،  بیا یې وویل  چې  ددې  پروژې قرارداد د (ګرانډ ټکنالوجي ریسورس) په نوم یوې افغان کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی. چې وینا یې ټول لګښت  به پرې یو سلو یو نیم میلیون ډالره وشي ..دا پروسه  اوس داسې یو ګام دی ،چې دافغانستان غوندې یو غریب هیوادلپاره دې وخت او زمان کې هیڅ ضرور نلري  او نه یې ورته اړتیا شته ،ولس له لوږې مرې او دکور ځای نلري، حکومت ورته داروپا ماډل تذکرې جوړوي، په هرصورت ددې بریښنایي پیژندپاڼو پروسه داسې ناګواره حالاتو کې دمړې خیټې پاړسي ده،ددې نه مخکې نورې ډیرې اړتیاوې وي، چې دوئ یې باید پر وړاندې دحل اقدام کړی وی او  داولویت حق یې دهیواد رغولو،ولسي اقتصاد او غربت ته  ورکړی وی ،که رښتیا یې دولس پرمختګ غرض وي، نو دداسې  کمپیوټرایز  تذکرو ویشنه ډیره بعدي خبره وه، نه ددې وخت اړتیا !

اوس یوه بله جنجالي موضوع چې ددې بریښنایي تذکروپه ویش او چاپ کې درسنیو دسر خط دی ،هغه داچې ړومبی دپیژندپاڼوپه مسوده کې  هم نه وه او نه یې چارواکې چندان په غم کې وو،دتذکرو له متن څخه  د(اسلام او افغان )دوزینو کلمو ظالمانه حذفول او پرځای یې افغانان تر (۵۰۰۰۰)پنځه زره یا پنځه نیم زره  کلن تاریخ وروسته  بي هویته پریښودل ،ددې تاریخ جوړونکې قام دتشخص څرګنده  مسخ ده ،ددین کلمه په تذکره کې هغه مذهبي نښه ده، چې مسلمان له کافره ،مشرک ،یهودي او نصراني څخه تفکیک کوي ،که زمونږ پداسې پرمختللیو تذکرو کې دافغان کلمه نه وي، نو ددې معنی داشوه، چې پنځه یا پنځه نیم  زره کاله  مو تاریخ شاته  لاړه، خپل تاریخ مو مسخه کړ،او که ددین او اسلام کلمه پکې نه وي، نو دامعنی شوه،چې  ددې تذکرې هیوادکې داسلام دین (خدای ج مکړه )ضرور ندی  اوواکمن غواړې، په لوی لاس مسلمان قام سیکولریزم او لیبرالیزم ته ورټیل وهي ،او ګوندې دکابل چارواکې غواړې چې  خدای ج مکړه افغانان به  داسلام سره تدریجې مېنه کمه کړي، څونور منسوخو ادیانو خواته  دجلب او جذب ځمکه همواره شي .

یقنیا ً دکابل دادارې  ډیره خطرناکه لوبه پیل کړي   او ددې پایلې ډیر ې خطرناکې دي ،ددوئ په فکر به راتلونکې نسل ته دافغانیت او اسلامیت ارزښتونه  لومړیتوب ونه لري او پدې سره به زمونږ اسلامي ټولنه (خدای ج مکړه ) یوه سیکولر او بي دینه ټولنه شي او دیرغلګرو اهداف به په ډیره اسانۍ سره پوره شي .

 پداسې حال کې د(غ او ع)ګډ حکومت  پخپله دهغه اساسي قانون له موادو چورلټ تخلف هم کوي، چې ددوئ په شتون اوحضور کې دهغې خیمې لاندې  دا قانون جوړ شوی ،چې له غربیانو او یرغلګرو لخوا ورته تهیه شوي وه ،دهمدې ادارې  داساسي قانون موادهم دکابل داوسنیو چارواکیودفرمانونو او توشیح سره سراسر په ټکر کې دي او له امله یې باید، لویه څارونوالې دارګ واکمنان محاکمه کړي ، لکه  په لاندې توګه چې لیکي :د افغانستان د اساسي قانون لومړۍ ماده داسي وايي: افغانستان خپواک، واحد، او نه بیلیدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.

له بل لوري د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده هم ډېر واضح د ملت او ملي حاکمیت په اړه څرګندونه کوي: ((په افغانستان کښې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چې په مستقیم ډول یې په خپله او یا د خپلو استازو له لارې عملي کوي.

د افغانستان ملت (افغان) له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یې، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او نورو قومونو څخه جوړ دی.

د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاق کېږي، د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومیږي، په تابعیت او پنا ورکولو پورې مربوطي چارې د قانون له لارې تنظمیږي.))

که پورته مادې ته ځېر شو، څرګندوي چې د افغانستان د ټولو قومونو څخه هر وګړی د یوه افغان په نوم یادېږي، له بل لوري د اساسي قانون د ۲۸مې مادې دوهم بند داسي دی: هیڅ افغان د تابعیت په سلبیدو او په افغانستان کې دننه یا بهر په شړل کېدو نه محکومېږي. له دې څرګنده شوه چې ددې هیواد هر تبع ته د افغان کلمه کارول شوې ……..)اوس نو سړی نه پوهیږې ،چې ددې چارواکیو په باب څه ډول پریکړه وکړي، دیوې خوانه خپل اساسي قانون په نوروخلکو محترم بولي، خو دبلې خوا یې بیا مادي نه مني ،که طالبانو سره په اصطلاح سوله او روغه کوي، نو وایې چې لومړی شرط یې دادی چې طالبان به اساسي قانون مني، نو بیا به ورسره ددې آیین په رڼا کې جرګه کوو،خوچې کله چې  ددوئ دهوا او هوس خبره وي او دملیت او دین خبره وي ،نو بیا نه اساسي قانون پیژني او نه آیین !!!

لکه مخکې مو چې پرې صراحت وکړ،الیکترونیکي پیژندپاڼې یا تذکرې په اوسنیو حالاتوکې یو ملا ماتونکې اقتصادي ولسی ضربه ده، او بل پکې  نه دافغان هویت محفوظ شوی اونه دمسلمان تشخص ،بلکې دا هسې یو کالبوت یا هسې یوه رنګین کمپیوترې  ډیزاین شوی  کارت دی  ، غربیان غواړې څو ددې  بریښنایي تذکرو لارې ،څخه  دیوه افغان مسلمان  بشپړ معلومات او مشخصات ترلاسه کړي او دده ټول کړه وړه دسپوږمکۍ یا انټرنیټ له لارې وڅاري او هم دځینو شنناندو په قول  دوئ غواړې چې داسلام او افغان کلماتو دحذف له لارې پر هغو عیسوي شویو افغانانو پرده واچوي، چې دیرغل په کلونو کې مرتد او عیسویان شوي  دي،ترڅو دافغانانو له ګولیو او ماشیندارو ځانونه وژغوري، نو یې ددوئ دساتنې دا چاره وړ وبلله، لکه   ځینو تحلیلګرانو چې ددې ناندریزو تذکرو  دویش مخالفت کړی او   یو لړ تخنیکي او حیاتي دلایل  یې  ددې دممانعت داسې وړاندې کړي  :  ددې ټولو خبرو سره او س داخبره مهمه ده  ،چې افغان الیکترونیکي تذکرې دې نه ویشل کیږي،ځکه ددغه تذکرو دویش، الیکترونیکي حفاظت نیمکړی ،بلکې دنشت په حساب دی، بل خواته دغه شخصي معلومات په لږ تعدیل او هیکینګ سره کیدای شي، د نړۍ دهروګړي په لاس کې پریوزي، چې دهغې عمده دلایل په لاندي ډول دي.

لومړی: افغانستان مستقل انټرنټ او ددغه انټرنټ د حفاظت او(سیفټي) وسایل یا فني کسان نلري چې دومره لویه(ډ یټا) له هرډول سیمه ایزاو نړۍ وال ګواښ څخه وساتلی شي.

دوهم : اوسنی افغان انټرنیټ چې داد څو اشغالي کلونو راهسې په هیواد کې استعمالیږي، د هغې مرکز او کنټرول  روم یا دانتشارمرکزپه کوم ګاونډي هیواد کې دی ،که څه هم دا  زمونږ مسلمان همسایه هیواد وي، خو وبه نه توانیږي، چې افغان انټرنټ  له نړۍ وال الیکترونیکي ګواښ څخه وژغوري .

دریم: ترڅو افغانستان خپله معلوماتي مصنوعي ( سپوږمکۍ) ونلري او له یوې مستقلې معلوماتي او تجسسي شبکې کاروانخلي ،ترهغه مناسبه نده، چې الیکترونیکي تذکیري یا پاسپورټونه وویشي، ځکه حفاظت یې نشي کولای او دغه معلومات هره لحظه بدلیدای او جعلي کیدای شي ،داکاربه دمنظم اوغیرمنظم جرم په پلي کولوکې ډیره مرسته وکړي  او بیا به ډیرمظلومان دالیکترونیکي  مافیا درحم اوکرم لاندي ژوند کولو ته مجبوریږي او دهغوی شخصیتونه اوکورنۍ به ګواښل کیږي او هیڅوک به یې بیا خبره هم نه مني او دلایل به هم ورته نشي پیداکولای، خپل معلومات به ورباندي ظلماً او زوراً ګواهې ورکوي.

څلورم: داچې افغانستان د جنګ په حالت کې دی، وبه نه توانیږي، چې به دغه ظاهري او نمایشي کارونولکه دالیکترونیکی تذکرو ویش پرمختګ وکړي او یا روان جنګي بحران څخه ووځي، ځکه داکارونه (الیکترونیکي) تذکیري پاسپورټونه کوم اساسي یا ستراتیژیک کارونه ندي، ستراتیژیک کارونه دادي، امنیت ، له بهرنیو هیوادونو ځانونه ازادول  اویوشرعي  قانوني  ،مستقل  اواسلامی حکومت ،چې د افغان اولس په خوښه وي او هیڅوک له خپلو حقوقو محروم نه وي، ولرواوبیا خپل انجینران او الیکترونیکي متخصصین پیداکړو ،خپل ډیټا بیسونه ولرو، بل چاته محتاج نشو ،انټرنیټ مو په بشپړ ډول محفوظ وي، تردې ټولو کارونو وروسته کولای شو، په محفوظ شکل تذکیرې او پاسپورټونه وویشو.. .

ددې بي هویته تذکرو ویشنه یا توزیع په  2013/12/01 )) نیټه دکابل دولسي جرګي او مشرانوجرګګیو ترمینځ هم نادرې راپیدا کړي ،هاغه وخت په ولسی جرګه کې پریکړه وشوه، چې پدې تذکرو کې دې د اسلام او افغان کلمات داخل شي، خو چې کله دولسي جرګې همدا دتوثیق او تایید پریکړه مشرانو جرګې ته لیږدول کیده ،نو دولسي جرګې دهغه مهال دویم مرستیال (صالح محمد سلجوقي)چې عین وخت کې دهرات  وکیل هم وو ،مشرانو جرګې ته دعدم توثیق پریکړه ولیږله او دکابل  دولسی جرګې تصویب شوي فیصله یې تحریف کړه، چې بیا یې په خلاف دکابل دولسي جرګې  وکیلانو څرګندونې وکړي او داموضوع یې رسنیو ته هم راوایسته  او..او………….

که خبره رالنډه کړو داسې به ووایو، چې په یوداسې مستعمره شوي هیوادکې چې، لاهم یې دخارجي یرغلګرو پوځي شتون خپلواکي ګواښي ،وګړې یې یو هوسا ژوند نلري ،اقتصاد یې په صفرکې ضرب دی ،اتباع یې لویه برخه دهجرت په ټاټوبي کې اوسي ،داولس غوڅ اکثریت یې داسلام ددین پیروان او افغاني کلتوراو تهذیب ځانته ویاړ او افتخار بولي، او دسرپه بیه هم ددې دواړو ارزښتونو څخه نه تیریږې او دانټرنیټ دحفاظت یوډول تضمین یې شتون نلري او .او..نو پداسې حالاتو کې ددې بي هویته او بي تشخصه پیژندپانو توزیع کول، یو ستر تاریخي جرم ،دافغان قام سره لویه جفا او داشرف غني او ډاکتر عبدالله داسلامیت او افغانیت له ازموینې پرته بل څه ندي ،که چیرته یې بیا هم وویشي دارګ ددې واکمنوپه باب به داولس  سره ډیرې پوښتنې پیدا شي او تاریخ به یې دا ستر تاریخي خیانت معاف نکړي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder