19.02.2018 (30.11.1396)

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

( لومړۍ برخه )

 د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو . په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم :

دا یو څرګند حقیقت دي چي پښتو ژبه نن هغه د نژدې یوي پیړۍ وړاندي ژبه نده . پښتو ټولنه یوازنۍ مؤسیسه وه چی د خپل نامه سره یې سم کار وکړ ، پښتو یې تر لویه بریده پر خپلو پښو و دروله او یو په بل پسې یې د سیالۍ په لور بوتله . د پښتو ټولني د زیارونو سره سره دا خبره به ډیر پر ځای نه وي که موږ دا ژبه نن لکه دري ژبه چي ده ، یوه سیاله او معیاري ژبه وبولو .

لکه څنګه چي وینو پدې ژبه کی د « ی » ګانو ستونزه که څه هم د پنځه ګونو « ی » ګانو په مټ تر لوړي کچي حل شویده ، مګر لا تر اوسه هم د داسی کلمو د پاره لکه « خدای ، ځای  » او نورو ورته ږغونو د پاره د یوې مناسبي « ی » کمبود پر ځای پاته دی . د « ی » ګانو بله ستونزه تخنیکی او د نه مراعات خبره ده . تخنیکي اړخ یې دادي چي نژدي ټولي « ی » ګاني په کیبورډونو کي د شیفت د لاری کارول کیږي چي وخت نیسي او دلیکلو چټکتیا ټیټوي . که دا ستونزه یوه طبعي او تخنیکي ستونزه و ګڼو ، په ښوونځیو او مدرسو کي دغه اړینه موضوع سپکه نیول او نه ټینګار ددې لامل ګرځي چي شاګردان یې مراعات کول حتمي و نه ګڼي او لیکلو کي یوازی په یوه « ی » بسنه وکړي .

بله دا ډول ستونزه د ( ږ ) او ( ښ ) توري دي چي د جنوب لویدیزو سیمو پښتانه یې په طبعي ډول د خپلي لهجي سره سم په ( ګ ) او ( خ ) تلفظ کوي خو په لیکلو کي باید هم هغه ( ږ ) او ( ښ ) ولیکل شي ، مګر دا مهال یې ځیني لوستی کسان هم په لیکلنو کي د ( ګ ) او ( خ ) توري کاروي چي دا کار د منلو ندي . دا ځکه د یوي خوا پر دوو سوچه پښتو تورو باندي خاوري اړوي او د بل پلوه پدې کار سره په لوی لاس د واحد لیکدود مخه نیسي او د ژبي د معیاري کولو پروسه ورانوي چي دا کار یې د ژبي سره دښمني ده . 

له دې نه که تیر شو ، په پښتو ژبي کي دا اوس هم تر ټولو لویه ستونزه د ګړدود او لیکدود ده چي دغه دوه توکي په نیغه تر ډیره حده د نوموړي ژبي د معیاري کولو زڼی جوړوي او ددغي ستونزي د حل نه پرته یې معیاری کول اسانه کار ندی . زما په آند په پښتو ژبپوهنه کي دغه د معیار او معیاری کولو خبره هغه څه دي چي باید دا ګړی د پښتو ژبپوهانو د بیړنیو او ځنډ نه منونکي لومړیتوبونو د لست په سر کي راشي .

سره له دې چي دا ګړی داسی پیاوړي څیړونکي لکه پوهاند ډاکتر صاحب زیار او دده وتلی شاګرد محمد معصوم هوتک د پښتو پر معیاری کولو باندی کار کوي ، خو داچي د دوی کارونه یو دبل سره په همږغي کی ندي ، پایله یې لکه څنګه چي تمه کیږي ، هغومره محسوس نده . له بده مرغه کله نا کله خو لا دوي خپله انرژی یو د بل په وړاندي کارولي ده . زیار صاحب یو د ډګرۍ څښتن ژبپوه دي او دده پشان کسان په پښتو ژبپوهنه کي ډیر لږ دی ، ټوله ځواني یې د پښتو په چوپړ کي تیره کړه . د پښتو په ایتیمولوژۍ ( آرپوهنه ) او نیولوجیزم ( نوی لغات جوړونی ) کي د پام وړ لاسته راوړني لري . ویاړم چي د ښې دوستۍ اړیکي ور سره لرم . هوتک صاحب د ښوونځۍ له وخته پیژنم ، را باندي ګران دی او درناوی ورته لرم ، د لوړ استعداد درلودونکي لیکوال او څیړونکي دي ، په لسګونو درانه کتابونه یې لیکلی او خپل ټول وخت او ژوند یې همدې کار ته ایستلی دی . د پښتو د معیاري کولو په اړوند د « پر معیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څیړنه » پنامه دده یو کتاب ډیر مهم دی او ددې برخي څیړونکي یې باید په پام کی ولري . 

که څه هم له نیکه مرغه پښتو ژبی اوسمهال د نوي تکنالوژۍ پر لمن په کمپیوټر او ګوګل کي ځانته ځای پیدا کړی دی خو له بده مرغه د معیاری توب د نشتوالي لامله یې پیکه څیره روښانه شوې نده . ځکه نو ددې ژبي په اوسني پړاو کي پکار ده له هرڅه نه وړاندي د معیار چارو ته جدي پام واړول شي .

د لومړۍ برخي پای

نور بیا

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 20. Februar 2018 01:12)

    نورزادی صاحب کور دی ودان !
    رحمانی صاحب ( د پاڼی مشر ) راته یو وخت لیکلی وو چه زه د هر چا په لیکنه نیوکه لیکی .
    مونږ په ډیرو لیکنو تبصری لیکو ، هغه تبصری ځینی د ستاینی ، ځینی د غندنی او ځینی د یو څه معلومات زیاتولو یا سمولو له امله وی .
    دغه پاڼی ، ټلویزونونه او نوری هغه رسنی چه ده اړخیزه وی د عامه پوهاوی ، مفاهمو او لا مناظرو د پاره یوه ښه میدیا یا د یوه پل حیثیت لری د لوی لیکنی لیکونکی خبل نظریات په یوه لیکنه ، څیړونکی یا مبصرین به یوه تبصره کی خپلی څيړنی او یا نیوکی ټولنی ته وړاندی کوی ، او ټولنه ( لوستونکی ) د شو او بدو قضاوت کوی . مګر اسلامی او انسانی اخلاق او حکمت باید پکی مراعات شوی وی .
    د مثال په ډول زما په لیکنه تاسی نیوکه ولری که هغه سالمه یا په ځای نیوکه وی نه یواځی زمادغه یا راتلونکی نیوکی سموی زما او د ټولنی معلومات زیاتوالی کوی . زه باید نه یواځی خوابدی نه شم خوشاله هم شم .
    که هغه تبصره د ستاینی او یا معلومات د زیاتوالی د پاره وی لاد ځوشالی خبره ده
    ستاسی د دیی لیکنی په اړه به بله تبصره ولیکم چه دا اوس هم ډیره اوږده شوه مننه

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 20. Februar 2018 01:32)

    ښکلی لیکنه مو لیکلی زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه:
    ژبه او د ژبی ترکیب او جوړښت سره د دی چه د خلکو د اړتیاوو له مخی جبرا رامنځته شوی وخت په وخت یی څه زیات شوی او څه کم شوی او ځینی یی یوه د یوی سیمی خلک یو شان او دبلی سیمی خلک بل شان وایی که د یوی سیمی اصطلاحاتو تر نورو سیمو اهمیت ورکول کیږی او هغو ته د هغه ګډی ژبی اصلی نوم ورکړو طبیعی ده جه د هغه نورو ژبو خلک خوابدی او ټولنه ویشل کیږی .د دی کار د پاره د یوی ګډی اداری ( حکومت ) اړه ده نه یواځی د ژبو بلکه د هر بل مسلک په اړه چه څیړنی کیږی هغه په انفرادی ډول خلکو له خوا ستونزمنه او بی کفیفیته ده حکومت د هر څه د پاره مناسبه بودیجه او هم په هغه رشته کی مناسب کدرونه لری او په ځانګړی ډول د ژبو په اړه د ډیرو سیمو نماینده ګان کدرونه شتون لری هغوی موزون لغاتونه ، جملی او اصطلاحات چه د تولو د باره د منلو وړ وی تصویبوی لکه کابل کی د پشتو ټولنه چه وه ، د هغه ټولنی له تصویب وروسته هغه رسمی اعلان او ټولو هیوادوالو ته رسیږی او حکومت نه یواځی د یوی ژبی بلکه د هری ژبی او ټولو نورو کړنو د پاره مناسب نهادونه او کدرونه لری .
    هو، زما، ستاسی او د نورو وړاندیزونه بیا جلا خبره ده هغه ورته مونږ استوو مګر منل او نه منل د هغه رسمی ټولنو دی .
    زمونږ لویه ستونزه اوس نه له اوله ده ماته یی تاریخ نه یادیږی چه له کوم تاریخ څخه پیل شوی .
    دا موضع لږ ډیر معلومات ته اړه لری ښه به دا وی چه دا تبصره په همدی ځآی ختمه او په اړه یی لیکنه ولیکم

  • pattang (Mittwoch, 21. Februar 2018 12:27)

    !! کور د ودان ښه مضمون د لیکلی دی
    خو مونږ پښتانه پردې د یلییمه
    Dilemma
    کې راګیر او ددائرې په محيط باندې روان یو !!
    وروره دا مسائل هلته ژر حل کيږي چې پښتو ژبه په دفتري ، دولتي او اقتصادي پرو څس
    !! کې داخله شي Prozess
    خو دغه کار نه احمد شاه ، نه ظاهر شاه ، نه کرزي ، نه غني تر سره که !!ه
    داد سرطان دانه به هر پښتون له ځان سره ګور ته وړي او مونږ پښتانه به په ژوند کې خوشې
    !! د توغانچې دسر شاعری پرې کووو

  • رحمانی (Samstag, 24. Februar 2018 00:22)

    پتنګ صاحب لومړی سلا م او بیاوایم چي زه په دې ورځو کي زیات مصروف یم، ځکه د نورو کارونو په اړخ کي د کمینټونو خپرول هم رانه پاتي شوي وي. ستاسو په کمینټ کي کوه ستونزه نه شته. مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder