06.01.2019 (16.10.1397)

په هېواد کې د غوره نظام جوړول ستونزې
د محمد عارف رسولي لیکنه

د افغانستان بنسټيزې ستونزې دادي چې موږ په فکري لحاظ ‌‌‌‌‌‌ډېر ویشل شوي یو، د ملي نظام جوړولو هنر مو بیخي نه دی زده او دا مو په ټولنیز او سیاسي ژوند او کلتور کې یو کمښت دی. دا ستونزه زموږ د تولنې په سیاستوالو، مدني فعالانو، روڼ اندو، قومي شوراګانو، ګوندونو، روحاني شخصیتونو او دولتي دولتي چارواکو کې شتون لري. زه دلته قومي شوراګانو او سیاسي ګوندونو ته نه ځم او بل ځل به ورباندې خبرې وکړو او یوازې د د مدني، فرهنګي او فکري ټولنو په حال به یو څه دردونه له دوستانو سره شریک کړم.

د هېواد د نظام له شړیدو وروسته اوس د ملت د بیا رغونې او نظام جوړونې زیاتې هیلې په ځوانو کادرونو پورې تړلې دي. خو په خواشینۍ سره د پخوانیو ناخوالو له کبله زموږ لوستي چې زیات یې ځانته روڼ اندي او روشنفکران هم وايي، په څو ډلو ویشل شوي دي. یو شمیر یې چې اوس په موسسو کې کار او یو څه ښه ژوند لري، یو غوږ یې در کړئ او بل دیوال، په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه نه اخلي، وایي چې څوک رښتیني نه دي، له سیاست سره مینه نه لري، د ګوندونو او ډلو ستونزو ته اشاره کوی او ناهیلي دي، خو خپله هم کوم مسؤلیت نه مني. دوی فکر نه کوي چې د ملک سیاست ټاکي چې څنګه سیاسي بنسټونه ولري او سیاسي بنسټونه د هغه ملک اقتصادي بنسټونه ټاکي او هغه د هېواد د پرمختګ کچه ټاکي. دا لوستي نه د تعلیمي نظام په ښه کولو کې د کنړي کادرونو په څیر ونډه اخلي، نه کوم فکري او کلتوري مرکزونه رامنځته او یا له نورو سره کار کوي. منو چې دوی مصروف دي، خو په ټوله دنیا کې چې په هره کوڅه او محله کې خلک په ټولنیزو، سیاسي ستونزو او دولتی پالیسیو بحثونه کوی او حل لارې و خپلو سیاستوالو او دولتي چارواکو ته وړاندې کوي، په زرهاوو مرکزي او فرهنګي مرکزونه فعال وی، د خلکو سیاسي شعور لوړوي، د کرکو او تعصباتو په وړاندې مبارزه کوي او د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره کار کوي، خو دوی هم بېکاره نه دي او تر موږ زیات فعال دی، باور دادی که څوک تنده ولري ټولنیز چوپړ ته وخت پیدا کولای شي. زموږ نور لوستي د خاصو سلیقوی او کېدای شي ایدیولوژيکي لاملونو له کبله بیا په نورو او یو بل زیات بدګمانه او ویشل شوي دي او دا د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار موخه نیسي. هر ګروپ مو هېوادنیو ستونزو ته له یوې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وړې کړکۍ ګوري او د بل چا خبره نه مني او نه د ګ‌‌‌‌‌‌ډ لرلید، مشترکو موخو او کار کومه تنده لري. تر څو موږ د منل شوو اصولو په چوکاټ کې مشارکت ته تنده پیدا نکړو تل به همداسې در په در او محتاج وو.

ځينې لوستي مو یوازې په ننیو بهرنیو تجربو او علومو تاکید کوي، زموږ ټولنیز ، دیني، کلتوري، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته نه ګوري، خبر نه وي چې ټولنیز بدلون خپلو ځانګړو ټولنیزو شرایطو ته اړتیا لري او بهرني فرمولونه هلته کار نه ورکوي، خو زموږ یو شمېر سخت دریځه کسان چې د تیرو رېژیمونو ایدیولوژیګانې نه هېروي، په ستونزو او بنسټیزو ستونزو یې ځان نه پوه کوي او د دوی چرګ یوه پښه لري. د دې زیات لامل دادی چې زموږ په ټولنه کې د سیاسي سترو پېښو د علمي ارزونو او ورنه د زده کړو دود نشته نو خپلې تیروتنې بیا بیا تکراروو.

 زیات دیني تصور لرونکي بیا یوازې د یو څه سرسري دیني تعلیم سپارښتنه کوي، یوازې په ثوابونو پسې ګرزي، د قرآن اصلي مضمون او موخه چې د انسان جوړونه او نیکبختي ده او ثواب او د خدای ج رضا ټول په ځان کې نغاړي، څوک نه بېژني. پخواشینۍ سره، دوی لیک، لوست، په ژوره توګه په قرآن، سنت او د دین په روح پوهه چې بیا ښه تعلیم، د ځوانانو تحلیلي توان لوړولو، د علمي ، منل شوو دعوتي او په پسته ژبه د دین رسولو، زغم، یو بل منلو، د نورو علومو مرسته له قرآني پوهنې سره، د نظام جوړونې روا، سوله ایزې، ازمویل شوې او اغیزمنې لارې زده کولو او ټولنیزو علومو، تاریخ او ساینس ته، هم اهمیت نه ورکوي. زموږ دا کلتور نه پرېږدي چې په موږ کې ستر ستر داسې کادرونه چې په دیني پوهه، اوسنیو علومو او نظام جوړونه کې تخصص ولري رامنځته شي، نو کله چې ځینې ځوانان چې په بهر کې یې زده کړې کړې وي، په کومه قضیه پوه نشي او یا تیروتنه وکړي، ټول یې ملامتوي، خو خپل کلتوري او ښوونیز نظام او خپل ځانونه نه ملامتوو.

همدارنګه، داسې نور بېل بېل انګېرنې موږ له یو بل سره بېلوي او موږ ته اجازه نه راکوي چې په ټولنو کې خپل ولس او هېواد ته بنسټيز کار وکړو، ځینې کسان مو چې کله له کوم ګروپ سره کار پیل کړی د یوه او یا بل فکر لرونکو کسانو انرژي او ژمنه کمه او مرسته پرېږدي.

په سیاست کې مو همدا حال دی. ځينو روڼ اندو مو په ‌‌‌‌‌‌ډېر قوت یوه خوا او نورو نورې خواوې نیولې، دوی ته د خپلو ډلو کړنې که له هرڅومره ناکامیو سره مخ هم شي، ملت یې ونه مني، هېڅ کوم ګټور کار ونه کړي او په خپل ملت کې پردي هم شي، ګناه یې نه ویني، نیوکه نشي ورباندې کولای، بلکه پوله ورته جوړوي او توجیه کوي یې او د دوی ډلې نورې هم له حقیقتونو لیرې کوي. د دې یو لامل کېدای شي داوي چې زموږ ډلې بریا ته د رسیدو لپاره کوم مناسب او علمي لرلید، په مشارکتي توګه ټاکل شوې موخې، کړنلاره (پالیسۍ) او د پلي کولو تګلارې (ستراتېژۍ) نه لري چې فعالیتونه او د ځوان کهول قضاوتونه سم رهبري کړي او له انحرافه ځان وساتي، له همدې کبله تر څه وخت وروسته یوه وړه حلقه بې ځایه او د اکثریت د غوښتنو خلاف پرېکړې کوي او خپل زیات غړي ورنه پردي کېږي، یو شمېر پلویان او غړي یې تر ډېره په یو څه خالي شعارونو او زیات وختونه په تعصباتو او کرکو رامنځته کولو له ځان سره ساتلي وي، نو سم قضاوت نشي کولای او په پټو سترګو له خپلې ډلې ننګه کوي تر څو هغه د نابودۍ کندې ته ور ولویږي او تیت پرک شي.

زموږ روڼ اندي او لوستي، د دې په څای چې د اوږدو جنګونو په لړۍ کې د ملک او نظام د ویجاړتیا په علتونو ژور فکر وکړي، نړیوالې تجربې مطالعه کړي، د حقایقو او ممکنو حل لارو موندنو هڅه وکړي، یو په بل نومونه اېږدي، سیاسي رسۍ کشوي، بازاري چال چلند کوي خو خپله نه پوهېږي او ځان ورته مبارز ښکاري، په دولت کې په لوړ پست کارکوي خو غواړي له مخالف لوري سره هم لین دین ولري او د حزب اختلاف غوندې تقریرونه کوي، زه د دې ستونزې لامل دا بولم چې زموږ په ملک کې سیاسي فرهنګ او اړونده نهادونه یې پوره نه دي پاخه شوي، د ښو سیاستوالو او سیاسي فعالینو لپاره تر اوسه سیاسي اخلاق، د کړنو معیارونه، سیاسي تقوا او نور نه دي رامنځته او بنسټیز (نهادینه) شوي، تر څو د هغوي په خواصو کنترول ولري او رهبري یې کړي. باید ووایو چې ستونزه په هغو کسانو کې زیاته ده چې ځانته شنونکي او روڼ اندي وايي، په سیاسي مشرانو ملي زعامت کې که په دولت کې دي او که ورنه بهر چې ملي ننګونو او اختلافونو د حل لپاره د یوه رغنده سیاسي دیالوګ په رامنځته کېدو کې پاته راغلي. د ګ‌‌‌‌‌‌ډ لرلید، مشترکو موخو او کار کومه تنده لري.

تر څو په دې اړه مشترک لید لوری او د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار لارې ونه مومو او د پراختیایي پوهې او تحربو په رڼا کې د هر اړخیزو پروګرامونو له لارې د خپلې ټولنې ملي ناخوالې و نه ارزوو او حل لارې و نه مومو همدا به مو حال وي.

د دې په هیله چې په ملت کې مو رښتینې ویښتیا، ټولنیز او سیاسي شعور رامنځته شي او خپلې ستونزې حل کړو.

بایځينې یوازې په ننیو بهرنیو تجربو او علومو تاکید کوي، زموږ ټولنیز ، دیني، کلتوري، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته نه ګوري؛ زیات دیني تصور لرونکي بیا یوازې د یو څه سرسري دیني تعلیم سپارښتنه کوي، خو لیک، لوست، په ژوره توګه په قرآن، سنت او د دین په روح پوهه چې بیا ښه تعلیم، د ځوانانو تحلیلي توان لوړولو، د علمي ، منل شوو دعوتي او په پسته ژبه د دین رسولو، زغم، یو بل منلو، د نورو علومو مرسته له قرآني پوهنې سره، د نظام جوړونې روا، سوله ایزې، ازمویل شوې او اغیزمنې لارې زده کولو او ټولنیزو علومو، تاریخ او ساینس ته اهمیت نه ورکوي او داسې نور بېل بېل انګېرنې موږ له یو بل سره بېلوي او موږ ته اجازه نه راکوي چې په ټولنو کې خپل ولس او هېواد ته بنسټيز کار وکړي د یوه او یا بل فکر لرونکو کسانو انرژي کمه او مرسته پرېږدي.

په سیاست کې مو همدا حال دی. ځينو په ‌‌‌‌‌‌ډېر قوت یوه خوا او نورو نورې خواوې نیولې، د دې په څای چې داوږدو جنګونو په لړۍ کې د ملک او نظام ویجاړتیا په علتونو ژور فکر وکړي، نړیوالې تجربې مطالعه کړي، د حقایقو او ممکنو حل لارو موندنو هڅه وکړي، یو په بل نومونه اېږدي او بازاري چال چلند کوي، په دولت کې په لوړ پست کارکوي خو غواړي له مخالف لوري سره هم لین دین ولري او د حزب اختلاف غوندې تقریرونه کوي، زه دا ستونزه په هغو کسانو کې زیاته ګورم چې ځانته شنونکي او روڼ اندي وايي او مشرانو کې چې ملي ننګونو او اختلافونو د حل لپاره د یوه رغنده سیاسي دیالوګ په رامنځته کېدو کې پاته راغلي.

تر څو په دې اړه مشترک لید لوری او د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار لارې ونه مومو او د پراختیایي پوهې او تحربو په رڼا کې د هر اړخیز و پروګرامونو له لارې د خپلې ټولنې ملي ناخوالې و نه ارزوو او حل لارې و نه مومو همدا به مو حال وي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind