08.04.2019 (19.01.1398)
په هغه ناشناس چلیپا، دادرواخلئ!
عبدالرووف لیوال

دپښتوژبه یوه داسې بډایه ژبه ده چې دموسیقی په لحاظ په هرسرګم ،هرراګ ،هره انتره ، هره آستایی ،هرسُراوهر(لی) کې داسې خوندوره نښلی چې یوه ژبه هم دومره په ګرامری ښکلی عروض کې نشی تلل کیدای ،اوپه مناسب اندازکې نشی ویل کیدای په دې هکله شاعروایی :

ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده  +  وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

پورته ښیګڼې لامل شوې چې اوس ډیری دری ژبې سندربولان لکه آریاناسعیددخپل شهرت په خاطرپښتوسندروته مخه کړې اوپه خوند یې وایی ، ددې سندروویل د(سیاه سنګ) غوندې کسانودرخې اوحسدلامل وګرځیده ، هماغه ووچې دناشناس له زړښت اودهغه دککرۍ دمغزودفلج نه په ګټه پورته کولوسره ، دپټې خزانې په تاریخي سپیڅلی ژبګړمانیفست باندې یې ناجایزه برید وکړ ، سره له دې چې دا متعصب او حسود خلک دپښتو ژبې په هکله هر څه وایی ، خوحمزه بابا بیا داسې ځواب ورکوی .

اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته له پښتو سره ځم .     اوبل شاعر:

آدم، هوا سره پښتو ویله.
خدای له موسی سره پښتو ویله.
عېسی امت ته په خطاب کې وویل.
مریم له ما سره پښتو ویله.
یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې.
له زلیخا سره پښتو ویله.
د خپل آیین د خپریدو په خاطر.

زردشت، یما سره پښتو ویله.

په هرصورت دخدای کړه دی اودبنده ورته کاته دی ددې ژبې پورته ځانګړتیاووبل ناشناس هم زیږولی ، چې په خپل هنر کې له لومړی ناشناس نه که پورته نه دی، نو ترې کم هم نه دي ، چې په لنډه توګه به یې در وپیژنو:

حیات کاکړ چې په ۱۳۲۴کال په کندهارښارکې وزیږید – وروسته یې کورنۍ کابل ښار ته راغله ، لومړنئ ښوونځی یې دامیردوست محمد خان په ښوونځي کې سرته ورساوه اووروسته یې ترنهم ټولګی دحبیبیې عالی لیسه وویله اوبیا یې هم له حربی ښوونځی نه په اعلی درجه بریالی اودامریکې دمتحده ایالاتو په نیویارک ښار کې یې دکوینزعسکری کالج ولوست بیاهم هوایی اکاډمۍ ته دزده کړولپاره ورغی اودالوتکودانجن په برخه کې دااکاډمۍ پای ته ورسوله اوبیرته افغانستان ته راستون شو ، دلته په افغانستان کې حالات بدل شوی و او د هغه په طبعیت برابرنه وو، نو بیرته امریکې ته ولاړاودلاس انجلس په هوايي ډگر کې دنده ترلاسه کړه . د سترو الوتکو بوینګ دي ، سي ،تن  په ماشین ېې کار کاوه . هلته ېې يوولس کاله کاروکړ . وروسته یې شخصی آزاد شغل پيل کړ. د ايټالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست . اوس تقاعد شوى دى او کار نه کوي ، خو له موسيقي سره سروکار لري او سندرې هم وايي . دده ديوې سندري مطلع داسې ده :

دیاغی مرغه وزر وم ، خواوس نه یم     +   دژیړی مازیګرغروم ، خواوس نه یم

 له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه درلوده. د ناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې . اوله همدې کبله دناشناس د(بی بی رادو جان ) سندره یې داسې ویلی چې څوک یې په آسانه دغږتوپیر نه شی کولی ،  په بله سندره کې داسې وایی  :

یوه شپه به داسې راشی چې په خیال به دې اوریږم

له لیمو به دې خوب تښی،  هرنفس به دې یادیږم

هغه د امريکا غږراډیو سره همکاري لرله او د ( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله . ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي چې درې  یې (ډي وي ډي) دی . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې هم لري .

دډیرخوند لپاره اوداچې دوهم ناشناس ښه وپيژنئ نو(یوټیوب) ته مراجعه وکړی!

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind