22.03.2019 (02.01.1398)
په منځنۍ اسیا او افغانستان کې سترې لوبې - له اوس سره یې تړاو
محمد عارف رسولي

(لمړۍ برخه)                   

دا مقاله د روسي تزار او برېتانیا د امپراتوریو تر منځ په منځنۍ اسیا او په تېره زموږ په هېواد کې د سترو لوبو په هکله خبرې کوي. موخه داده چې د مختلفو تاریخ پوهانو او څېړونکو له نظره وګورو چې د دې سیمه ایزو او نړیوالو سترو لوبو، سیاسي، نظامي، استخباراتي، دېپلوماتیکو هڅو او ائتلافونو او او نورو چالونو او نیرنګونو موخه څه وه. روښانه کړو چې د هغه وخت تر ټولو سترو نړیوالو قدرتونو له کومو پالیسیو، ستراتېژیو او تکتیکونو کار اخیسته، بهرني عوامل چې د افغانانو په کنترول کې نه وو او هغه داخلي لاملونه او زموږ کمزورتیاوې او بې اتفاقۍ چې په موږ پورې یې اړه لرله او سبب شول موږ د واک او ځواک لرونکی نظام جوړ نکړو، څه وو.

مقاله چې په څو برخو کې به خپره شي مرکزي موخه به یې د پخوانیو سترو لوبو او د اوسنیو نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو ترمنځ د اوسنیو سیالیو او کشمکشونو، د هغه وخت او اوسنیو نیابتی جنګونو تر منځ په ورته والي او توپیرونو بحث عامول دي. موږ د سترو لوبو او اوسنیو نړیوالو سیالیو څخه د خپل هېواد او ملي ګټو لپاره څه درسونه زده او  پکار اچولی شو؟ هڅه به وکړو چې د افغانانو په داخلي قوتونو، کمزوریو، د خپلو ستراتېژیکي ګټو د خوندیتوب په تګلارو او کړنلارو یو بحث وکړو ځکه د دې قلم په اند د موضوع د اهمیت په نسبت په سترو لوبو مو پوره څېړنې نه دي کړې، سترې لوبې او اغیزې یې زموږ په هېواد، و افغانانو ته ښې نه دي روښانه شوي او زموږ خلک ډېر کم ورنه خبر دي. خو تاریخ پوهان وایي چې که په سترو لوبو ځان سم پوه نکړو او د خپل ملک د تېرو دوو پېړیو ناکامیو او د مثال په توګه د ډیورنډ د کرغېړنې کرښې بحث ته ورداخل شو، سم قضاوت به ونشو کولای.

په مقاله کې به د سترو لوبو په هکله د مطالعې، څېړنو او عامه پوهاوي اهمیت، په ۱۹ پېړۍ کې زموږ سیاسي او ټولنیز حالت، د انګرېزانو څېړنیز سفرونه و سیمې ته، په ۱۹ پېړۍ کې د روس او انګرېز امپراتوریو سیالۍ په افغانستان کې، ولې لوبې او ولې ستررې، سترې لوبې یا په سیمه کې د نیابتي جګړو پیل، افغانستان د روس او انګرېز امپراتوریو تر منځ د حایل په توګه کارول او په موږ یې اغېزې او نورو مسئلو به بحث وکړو. هیله مو داده چې د دې ټولو په رڼا کې ننیو موضوعاتو په خلاصو سترګور وګورو.

ولې سترې لوبې مطالعه کړو؟

افغانستان د اسیا په زړه کې د نړۍ د سترو قدرتونو د جیوستراتېژیکو او جیو پولېټیکو ګټو د تقاطع په مرکز کې واقع دی، که له یوې خوا افغانانستان کولای شي سویلي او مرکزي اسیا د انرژۍ، اقتصادي، ترانزیتي او نوري فایبر د دهلیزونو په واسطه سره وتړي، له خپلو اوبو او طبیعي زېرمو سمه ګټه واخلي او ستر اقتصادي او تجارتي مرکز شي، خو له بلې خوا د نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو د سیالیو او نیابتي جګړو مرکز هم دی.

نو له همدې کبله موږ ته اړتیا ده  تر څو د یوه رغنده ملي بحث او دیالوګ په پروسه کې ملي سیاسي شعور لوړ او توان پیدا کړو چې له خپلو ملي ګټو او استقلاله ساتنه وکړو. نو اړتیا ده چې د هغه وخت د سترو لوبو او په ننیو ورته سیالیو کې د سترو نړیوالو قدرتونو او سیمه ایزو ملکونو په جوړجاړیو، د هغوی په سیمه ایزو او نړیوالو تګلارو، د ستراتېژیکو ګټو پاللو په دود او دستور د تاریخي پېښو په رڼا کې د خپلو خلکو او ځوان کهول عامه پوهاوی زیات کړو، د خپلو ګټو ساتلو او له نورو سره د چال چلند په هنر پوه شو.

باید پوه شو چې دا د دنیا دستور دی چې کله یو ملک کمزوری، غافله، د واک او ځواک لرونکي نظام څخه محروم او بې اتفاقه شي، هلته یوه تشه رامنځته کېږي چې نور هېوادونه په تېره ګاونډیان یې ډکوي، تر خپل نفوذ لاندې یې راولي، خاوره یې نیسي، خپل ارزښتونه ورباندې منۍ، زېرمې یې لوټي، د ځان په ګټه یې له خپلو حریفانو سره په نظامي، سیاسي، ستراتېژیکو او اقتصادي ډګرونو کې کاروي، په نیابتي جګړو کې یې د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو حریفانو په وړاندې په خپله خاوره او نورو ملکونو کې یې جنګوي او په ځینو شرایطو کې په زور او یا لږه مزدورۍ ورباندې سخت کارونه کوي.

ګورو چې موږ افغانانو هم چې وس مو رسېدلی هند او ایران مو تر خپلې ولکې لاندې راوستلي، ایرانیانو زموږ د خاورې او هند زیاتې برخې لاندې کړې، مغول له شماله راغلل او په هند یې څو پېړۍ راج وچلاوه، ترکانو په دې سیمه حکومت کړی، انګرېزانو د نړۍ زیاته برخه ونېوله، روسانو منځنۍ اسیا او بیا ورسره نېمه اروپا تر خپل اغېز لاندې راوستله.

نن که څه هم د نړیوالو په منځ کې د جیوستراتېژیکو او جیوپولیټیکي لوبو ماهیت یو څه بدل شوی خو موخې یې پخوانیو ته ورته او د خپلو ګټو او نفوذ خوندي کول دي. د مداخلو ماهیت، تکتیکونه او کړنلارې یې بدل شوی دی خو په همغه زور کې روانې دي.

باید پوه شو چې زموږ ستراتېژيک موقعیت د دې سبب شو چې د روس او انګریز امپراتوریو دواړو زموږ په ملک نفوذ د خپلو مستعمرو او ستراتېژیکو ګټو ساتلو لپاره مهم لیده. نن هم ګورو چې د نړۍ داسې مطرح قوت به نه وي چې د افغانستان په قضیه کې به دوی خپلې ګټې نه ویني او هڅه کوي خوندي یې کړي.

د افغانستان د هغه وخت ټولنیز او سیاسي جوړښت

که څه هم د سترو لوبو په وخت موږ یو شمېر داسې مشران او پوهان لرل چې له هېواد سره یې زیاته مینه لرله، ستر ارمانونه یې ورته لرل، زیاتې ستونزې یې ګاللې، له ملکه شړل شوي، د ګدایۍ ژوند یې تېر کړی، هېواد یې له نور ټوټه کېدو ساتلي، د دولتي مشرانو ښه مثالونه یې امیر دوست محمد خان چې د لوی امیر په نامه هم مشهور و، امیر شېرعلي خان چې ویل کېږي د افغانستان ځینې نهادونه د هغه له وخته پیل شوي او وزیر محمد اکبر خان چې خورا زړور، زیات هوښیار او د مکناټن قاتل ستر غازي، اعلیحضرت غازي امان الله، غازي ملامشک عالم، غازي محمد جانخان، غازي میرمسجدي خان، غازي امین الله خان، میرزمان خان کونړي او نور وو. نور زیات ملي مشران، ملي شخصیتونه هم وو او په عالمانو او بېداروونکو کې افغان سید جمال الدین و چې افکارو یې زیات مسلمانان په منځني ختیځ، هند، ایران او مصر کې راویښ او د ښکېلاک په وړاندې منظم کړل، خو هغه یې اړ کړ چې هېواد پرېږدي.

خو په ټوله کې زیات داسې قبیلوي مشران او سرداران هم وو چې بې له ځان غوښتنو، بې اتفاقيو پرته یې بل کار نه درلود. همدوی د انګریز او روس په لاس لوبېدل، د پورته ملي شخصیتونو په وړاندې یې کارول او د یوه قوي دولت د جوړښت، دایمي ثبات او پرمختګ مخه یې ورباندې نیوله. په افغانستان کې ملوک الطوایفي وه، ځینو فاسدو سردارانو او خانانو د هېواد مختلفې سیمې تر کنترول لاندې لرلې او کله له روس او کله هم له انګرېز سره به معاملو اخته وو. ښه مثال یې په هرات کې د کامران شاه و چې د سدوزو له کورنۍ څخه و. تاریخ پوهانو ویلي چې هغه خورا ظالم، فاسد او عیاش و. په دې وخت کې هرات څو ځله فارسیانو کلابند کړی و او ان د ایران شاه راغلی و او غوښتل یې و یې نیسي. د هرات خلکو له فارسیانو سره سختې جګړې کړې دي، یو ځل په یوه جنګ کې یې د څلورو سوو یرغلګرانو فارسیانو سرونه په هرات کې راوځړول، په همدې توګه د هېواد شمال هم د نورو محلي خانانو او ملکانو په راج کې شپې او ورځې تېرولې.  باید ووایو چې د هرات په هکله انګرېزان هم خورا حساس وو او نه یې غوښتل چې روسان او فارسیان د ورباندې کنترول ولري ځکه بیا به هند ته زیات ور لنډ شوي وای. نو له کامران شاه سره یې مرسته وکړه او یو انګریز افسر د هغه پوځیان سمبال او ټریننګ کړل.

نور مثالونه یې محمد یعقوب خان، محمد افضل خان او شاه شجاع دي. شاه شجاع انګریزانو له هنده راوست او د امیر دوست محمد خان په ځای یې په تخت کېناوه، له انګرېزانو سره یې هره هغه خبره ومنله چې امیر دوست محمد خان رد کړې وه او په کابل کې واک ته د رسېدلو لپاره هر څه ته چمتو و. دی له ورېښمینو جامو او طلایي تخت، عیش او عشرت سره زیات جوړ و، هغه د کوه نور په نامه د الماسو تاج چې د مغولو له وخته د قدرت سمبول بلل کېده او زیات سیاسي او معنوي اررښت یې درلود، له ورېښمینو جامو سره یې په سر اېښود، چې رنجیت سنګ ورنه واخیسته او بیا له سکانو څخه انګرېزانو تر لاسه کړ. 

له همدې کبله افغانان ونه توانېدل چې د واک او ځواک لرونکي دولت او نظام د رامنځته کېدو لرلید او هنر رامنځته او عملي کړي، له بلې خوا د بېسوادۍ، بې وزلۍ شتون، د همدغو دوو سترو ښکېلاګرو قوتونو لاسوهنې او نور هغه لاملونه وو چې تر زیاتو قربانیو وروسته موږ د ددوو پېړیو په بهیر کې له احمد شاه بابا وروسته نه یو توانېدلي چې یو مقتدر نظام ولرو. باید له سترو لوبو او د هېواد له ورته تاریخي پېښو درسونه زده او په اوسني او راتلونکي کې ورنه ګټه واخلو.

نور بیا..

په دې هیله چې له خپل تاریخه زده کړه وکړو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind