13.10.2017 (21.07.1396)
په سویډن کي د افغانستان د سفارت د یوه کارکونکي د خبرو  په اړه

احمدالله رحمانی

په رسنیو کي مي ولوستل او په ویډیو ګانو کي مي لیدل . ما دداسی سپیو خبري زیاتي

اوریدلی او د هغوی نظرونه را ته معلوم شوي دي. خو په دې کچه بې حرمتي او سپکاوی چي په سویډن کي دافغانستان دسفارت  د یو سپی له خولی راوزي بې ساري دي. که څه هم موږ افغانان په خاصه بیا پښتانه پوره پوه یو، چي داټولي خبری او نظرونه نه په افغانستان کي، نه په سیمه او نه هم په نړۍ کي حقیقي بڼه لري او له داسی سپیو سره پر داسي یوه ملی موضوع بحث کول بیځایه دي. او پدې هم  پوه یو، چي دا کسان په حقیقت او تاریخ پوه دي اوداسي خبري یوازي د احساساتو د پارولو په موخه کوي، خو بیا هم ددوی پر وړاندي چوپه خوله پاتي کیدل دې کسانو ته ډاډ ور کول دي، چي ګواکي دا سی خبری سمي دي.  زه دا لیکنه په دې موخه نه کوم، چي دنظار شورا یا بلي کومي خاصي کړۍ ته ګوته ونیسم. هغوی دومره بې تربیه او د تعصب ډک خلک دی ، چي حتی د نیوکي ارزش هم نه لري. زما ګیله له هغه چا نه ده، چي داسي بي علمه او بې تربیه کسان په داسي دندو ګماري. په دې ځای کي یوه کیسه را په زړه کیږي:

وایي یو سړی په لاره تیرېدي یوه وړوکي سپي خوله ور واچول. دا سړی له هغه څخه تیر شو، خو په لاره کي یي بل لوی سپی ولید، چي آرام پروت دی. دې سړي هغه ته یوه لغته ورکړه. بل سړي ورته وویل، وروره، خوله هغه بل سپی در واچول ، خو ته لغته دې سپی ور کوې؟ سړي ورته ویل هغه وړوکي سپي له دې لوی سپی نه زده کړي دي .

دا په سویډن کي د افغانستان د سفارت لنډغر، چي ځان ډیپلومات بولي او وایي، لاس مو آزاد په ما هیڅوک څه نه شي کولای، مانا یې داده،چي شاته یو ډنډه پنج لری او په هغه نازیږي.  د افغانستان په تاریخ کي داسي حالتونه زیاد راغلي. نه یوازي د سیمي بلکه د نړۍ په کچه کوښښونه شوي، چي پښتانه را ټیټ کړي، حیثیت ته یې صدمه ورسوي او په کتابونو کي یې  دشمیر سلني را کمي کړي. انګریز ، پاکستان او ایران یې ښکاره بیلګې دي. خو په پای کی تل معلومه شوې، چي پښتانه پر خپل ځای پاتي او نور ټول ناکام شوي دي.

زما په اند، دداسي کسانو جواب حتمي دی، خو په آرامو احساساتو او منطقي دلایلو. که څه هم دا کسان زیار باسي، چي دلایلو ته غوږ ونه لري او پر خپلو خبرو ټینګار وکړي. ددې معنی دا نه ده، چي نو همداسي سول، لکه دوی چي وایي. موږ پښتانه له پاړسو سره نه دښمني لرو او نه حساسیت. نږدي دوستان او رفیقان مو دري ژبي افغانان دي. خو هره کرکه او بدي خبري ددوی له خوا را ولاړیږي . موږ په پښتنو کي حتی داسي پاړسو ځپلی پښتانه هم لرو، چي مورنۍ ژبه یې پښتو، خو د ابن الوقتي له کبله حتی په خپل منځ کي هم په پاړسو خبري کوي . موږ له دې کسانو سره هم کوم حساسیت نه لرواو نه ترې پوښتو، چي ته ولي داسي یې.

د هر حالت پر وړاندی لاریون او یا غوغا پورته کول د کمزوري علامه ده. که موږ هم ددوی په شان همداسی خبري وکړو ، نو بیا زموږ او دداسی لنډغرو توپیر به څنګه کیږي. ښه به داوي، چي په  ډیرو ادبی الفاظو دسویډن سفارت ته ولیکل شي او د هغوی د سویې  کمي ور په ګوته شي، او هر ه لیکنه چي په ایمیل کی سفارت ته لیکل کیږي ، سوشل میډیا کي خپره شي. زه فکر کوم، داسي یو ګام پورته کول به تر هر څه تاثیر زیات ولري او دا کسان به په نړۍ واله ټولنه کي بربنډ شي.
په سویډن کي د افغانستان د سفارت ایمیل دادی:

contact@embassyofafghanistan.se
 مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمدربی آماج (Samstag, 14. Oktober 2017 20:28)

    د دا رنګه بی ادبه او بی تربیی په اصطلاح دیپلوماتانولپاره دوه پښتو متلونه دلته کافی ګڼم کوم چی وایی: کاروان تیریږی،سپی غپیږی:::::او : د سپی په جړپ چړپ اوبه نه مرداریږی.

  • Pattang (Dienstag, 17. Oktober 2017 17:37)

    افرين رحماني صيب

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder