28.01.2018 (08.11.1396)

 په جنایت پسې جنایت

محمد بشیر یوسفزوی

له تېرې اونۍ راهیسې افغانستان او زموږ هېوادوال د وسله والو طالبانو د وحشتونو او جنایتونو شاهدان دي. پر کابل انټرکانټیننټل هوټل، جلال اباد ښار کې د ماشومانو د ملاتړ پر نړیوالې ادارې، کندهار کې په مېله ځای کې او کابل کې د جمهوریت روغتون تر څنګ په تروریستي بریدونو او چاودنو کې زموږ هېوادوال شهیدان او ټپیان او د دوی کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې

طالب وسله وال نه یوازې اسلامي او انساني حقونو ته درناوی نه لري، بلکې جنګي اصول هم تر پښو لاندې کوي، ځکه دوی له وژنو، وېرې خورولو، وحشت او جنایت مه واره د هېواد او هېوادوالو لپاره هیڅ ډول برنامه نه لري

یوازې په یوه اونۍ کې د دوی په ترهګریزو بریدونو کې د شهیدو شویو او ټپي شویو کسانو کورنۍ دومره متضررې شي، چې  دغه زیان به تر لسیزو پورې هم جبران نه شي، ځکه په دغو پېښو کې موږ ځینې داسې کسان هم له لاسه ورکړل چې اغېز یې یوازې تر خپلو کورنیو  پورې محدود نه و، بلکې پر ټولنه یې هم فوق العاده اغېز درلود او په دغه حساس پړاوو کې افغانستان د دوی کار او خدمت ته زیاته اړتیا لرله

دغو تروریستي بریدونو او چاودنو کې د وژل شویو کسانو ویر به ژر هېر شي، خو د دوی د نه شتون له امله له رامنځته شوي اغېز او حالت څخه به د دوی کورنۍ نه یوازې تر اوږدمهاله وځورېږي، بلکې د هغوی ناوړه اغېز به هم تر ډېره موجود وي. د هغوی اولادونه به له زده کړو بې برخې شي او د اولادونو سالمې روزنې ته به یې هغسې پام ونشي لکه د خپلو قرباني شویو پلرونو او وروڼو په وخت کې چې ورته کېده

افغانستان له کلونو راهیسې د طالب وسله والو د پرلپسې جنایتونو شاهد دی او هر ځل موږ د دوی د دغو وحشتونو له لاسه ګڼ هېوادوال له لاسه ورکوو. مګر دا هیڅ نه ده معلومه چې طالب وسله وال د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو ترسره کول له اسلامي او انساني پلوه څنګه توجیه کوي

له بده مرغه افغانستان د طالب وسله وال په نوم له ډېر بې رحمه او سخت زړي دښمن سره مخ شوی دی، داسې دښمن چې نه د قوانینو، اصولو او ارزښتونو په نوم څه پېژني او نه هم د چا د ژوند پروا لري. دوی یوازې د خپلو پردیو او بهرنیو بادارانو په لمسون او اشاره داسې بوږنونکې پېښې ترسره کوي چې نه یې په تېر کې بېلګه لیدل شوې او نه به یې هم په راتلونکي کې ساری ولیدل شي

حکومت او ولس ته ښایي چې طالب وحشي ته د سولې ور غځېدلی لاس نور را ټول کړي او له هغوی سره د سولې او مذاکراتو ټولې لارې وتړي. د هېواد په هره برخه کې د هغوی مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي او تر هغو یې وځپي تر څو چې دوی د اوربند او سولې غوښتنه نه وي کړي، له طالب وحشي سره بالمثل عمل پکار دی، ځکه  تر هغو چې دوی د زور له لارې مات نشي، نو سولې ته غاړه نه ږدي او نه به هم له  خپلو جنایتونو څخه لاس واخلي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 29. Januar 2018 16:41)

    یوسغزی صاحب !
    بحښنه کوی چه ستاسی د بلواکی کمیشن کاری ته به اړه وی تاسی خپل فرض ادا کوی نو تاسی چه د بلواکی کمیشن د اړتیا له مخی غورزی پرځی کوی مونږ خپلواکو ته خو ځو ځلی زیاته اړه ده چه د خپلواکی د پاره هم هلی ځلی ولرو .
    جنایت کاران معلوم دی جنایت کاران له بهره د داخلی ایزمی او اخوانی غلامانو په واسطه وارد شوی دغه چنایتکاران هغه ورځ انګریزان له لندنه ، پرون له ماسکو او نن له واشنګټن او اروبا څخه زمونږ هیواد ته وارد نه بلکه د برچی په زور تپل شوی .
    طبیعی ده چه د انګریزانو ، روسانو په مقابل کی د خپلواکی مقاومت پيل شوی او د هر اشغال په مقابل کی دخپلواکی مقاومت پیل کیږی د واشنګټن د اشغال په مقابل کی هم مقاومت پیل شوی .
    مقاومت ته جنایت ویل پخپله چنایت دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind