02.12.2018 (11.09.1397)

په افغانستان کي نور څنګه کیږي؟
د اوږدې مودې شخړې لپاره بهرنۍ او کورنۍ د حل لاره

افغانستان آرامي نه موندي. د اوسني سیالانو تر منځ سوله او پخلاینه په کورني جګړو کي، چي څه د پاسه څلور لسیزي یې دوام کړی، بیا هم لیري ښکاري. په خپل منځ کي ویشل شوی او د یوبل پر وړاندي په سیالیو بوخت حکومت د ملي امنیت په ګډون د ملت د امنیت ساتلو توان نه لري. امریکا او نورد پخواني ایساف هیوادونه بیا لازم ګڼي، خپل د روزني او ملاتړ ماموریت بیا پیاوړی کړي. د داعش تروریستي ځواک د ملي اردو او پولیسو، او هم د طالبانو پر وړاندي خاوره لاندي کوي. تروریستي او ځان وژني بریدونو هیواد لړزولی. د امنیت کمي او د راتلونکي ښه ژوند نا امیدي د ځوانانو زیاته برخه هیواد پریښودلو ته اړ باسي.

په دي اړه د افغانستان لپاره د سولي، بیا رغونی او کلتوری کمیټه د شنبې په ورځ د همدي کال د دسامبر پر ۱۵ نېټه د ماسپښین له ۱ بجې نه د ماښام تر ۸ بجو په برلین کي یوه لویه غونډه جوړوي.
د افغانستان د سولی او بیا رغوني کمیټه ټولو دوستانو او مینه والو ته بلنه ورکوي، په خپل ګډون سره دا غونډه لا هم پرتمینه کړي.

د غونډی د پتي او نور ټول پروګرام په اړه د معلومات لپاره پر پي ډی ایف کلیک وکړی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind