02.11.2016 (12.08.1395)

په افغانستان کې د بهرنیو کارکوونکو نمايي یې پاکستانیان دي
په افغانستان کې د بهرنیو کارکوونکو نیمايي یې پاکستانیان دي. د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولیونو وزارت وايي، تر اوسه پورې یې سل زره بهرنیو وګړو ته کار جوازونه ورکړي دي چې له دې ډلې نیمايي یې پاکستانیان دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ثبت شوو کارکوونکو تر څنګ د ډیورنډ کرښې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا اوسېدونکي هم په افغانستان کې کار کوي چې کره شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه. دغه وزارت په افغانستان کې د یادو کارکوونکو د موجودیت دلیل د مسلکي کارکوونکو نشتوالی او د کورنیو کارکوونکو د کاري ظرفیت ټيټوالی په ګوته کړی دی. په ورته وخت کې افغان سوداګر هم وايي چې دوی په هېواد کې د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله اړ دي څو بهرني کارکوونکي په لوړ معاش هېواد ته راولي. د بهرنیو کارکوونکو د موجودیت خبره په داسې حال کې کېږي چې همدا اوس په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې او زرګونه ځوانان ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو ته د کار په موخه تللي دي.
را پور: سپوږمۍ راډیو

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder