په افغانستان کي د امنیت او سولی لپاره لاره
تر دې سرلیکي لاندي د المان په برلین ښار کي د افغاني کلتوری ټولني له خوا
د روان کال د دسامبر پر ۱۶ نېټه  یوه پر تمینه غونډه جوړیږي

افغانستان تر دې دمه آرامي نده موندلې. داسي معلومیږي، چي په څلویښت کلن کورنیو جګړوکی د مخالفینو تر مینځ د پخلایني واټن نور هم زیات شوی . په خپل مینځ کي په جکړه بوخت حکومت  ددې اهلیت نه لري، چي  د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ملت د  امنیت  مسئولیت په غاړه واخلي.  امریکا او نور پخواني  د ایساف ماموریت لرونکي او په جګړه کي ښکیل هیوادونه  دې ته اړ شول، چي خپل د ترینینګ  ځواکونو شمیر  بیا زیات کړي .  دداعش ترهګر دملي ځواکونو، ملي امنیت او هم د طالبانو پر وړاندي    د افغانستان د خاوري زیاته برخه لاندي کړې.  په پلازمېنه او نورو ولایتونو کي  ترهګریز او ځان وژونکي بریدونه هیواد لړزوي.  نا امني او د ژوندانه لید لوري د نه لیدو له امله دځوان پوړ  زیاته برخه له هیواد نه تیښتي ته اړ کړی.

په برلین کي افغاني کلتوري ټولنه له ټولو افغانانو او وطنوالو نه په هیواد کی دننه او له هیواد نه بهر هیله لري، داغونډه په خپل وړیا ګډون لا هم پرتمینه کړي.
د غونډی  د بهیرپه اړه پوره معلومات  او بلنلیک په پی ډی ایف کي کتلای شئ:

171216_Einladung Programm.pdf
PDF-Dokument [540.4 KB]

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder