08.01.2019 (18.10.1397)

په افغانستان  کي داحتمالي صلح دراتلو په اړوند دامریکا اومنطقي دهیوادونو هلو ځلو ته یوه لنډه کتنه - لومړي برخه
انجنیرسید عبدالقادر        

 په هیواد او منطقه کی دسپیني ماڼي داستازو  اوسني هلي ځلي کوردننه تنظیمي غله اویو شمیر تکنوکراتان حتا چارواکي هم سخت نا ارامه کړي اوغواړي  چه په یوه  اوبله بڼه یی په وړاندی ایتلافونه ،تبلیغاتي غبرګونونه او ستونځي جوړی کړي۰داځکه چه  وملت  ته د تیرواولسو کلونو په اصطلاح (لاسته راوړنو) دحساب ورکولواوحاکمیت دلاسه تللو نه بیره لري  اوداسي  وړاندیزونه کوی، چه داساسي قانون څخه  تېښته باید  ونسي یعني (دښځو حقوق ،دبیان ازادي اودتعلیم دروازی ونه تړل سي  او دالاس ته راوړني دصلح دراتلو قربانی نسي۰یا دطالبانوسره دمذاکراتو بهیر باید افغان چارواکي وړاندی بوزي،،حتا دخپل اتلس کلن حاکمیت بخښونکي لوي ارباب(امریکا) په وړاندی هم په داسي حال کي ږغ پورته کوي چه ددوي دحاکمیت اتلس کلن  سیاسي اواقتصادي ژوند دهغه لوري سمبال سوي اوپرافغان ولسیی  حاکم کړي دي ۰ ددې کړيو داسي څرګندونی یوازي دحساب ورکولو په وړاندي دیوه ناسالم سپر په معنا بلل کیدایسي چه  پایله کي داکړي په امن اوحاکمیت کي وساتي ۰په داسي حال کي چه په تیرو اولسو کلونو کي  داکړيو دهم دا اساسي قانون دتطبیق په وړاندي مقاومت کړي اوځانونه یی دملت په شتمنیو باندي میلیاردران اوملیو نران کړی دي۰دلته به په لنده توګه  ددوي دا تبلیغاتي غوښتونو ته لږڅه ا شاره وکړو :

ــ اساسي قانون ،کوم اساسي قانون؟ لازمه یی بولم  چه دټولونو په عملی ډګر  کي داساسي قانون  تعریف  ذکر کړو۰

  په ټولولونو کي دقواوو دتعادل انعکاس  ته اساسي قانون ویل کیدایسي،داپه دې معنا چه واکمني قواوي خپلی ګټي  پکښې ځای پر ځای کوي،اونورمواد یی داسي عمومي بڼه لري چه ددوی وګټو ته کوم زیان ونه رسوی۰ځکه نو دافغانستان په اوسني اساسی قانون کي دملت دشتمنیو وچورته په پراخه کچه لاره پرانیسته سوی ده ځکه نو راتلونکي لنډمهاله اداره باید داسي اساسي قانون  ته لاره  هواره کړي  چه دملت دشتمنیو دساتني تضمین پکښې انعکاس ومومي ۰ 

 دیادولو وړ ده چه په تیرو اولسوکلونو کي داساسي قانون اود۴۶هیوادونو په شتون کي په دونه اندازه دښځو غوږونه اوپزي پری سوي اوسوځیدلي دي چه افغان تاریخ یی هیڅ په پاڼه کي  نه لري،ولي داهرڅه دښځواوبشر دحقوقو وادارې ته کوم اهمیت نه درلودي اونه یی لري۰ چه اوس مهال دبشر دحقوقواداره بیا هم دتنظیمي جنایت کارو په پلوي باندي  داحتمالي صلح دراتلو په وړاندي په ډیره بې حیا ګلوي  دریږي اوتبلیغاتی مقاومت کوی ،چه ودې ته  بیله حماقت اوخیانت نه بل څه نه سي ویل کیداي۰

ایاپه تیرو اولسو کلونوکي  دمخدره موادوکوم لوي قاچاق بر ،اختلاس ګراولوي رشوت خور نیول سوی اومحکمه سوي دي؟نه خیر په داسي حال کي چه دمخدره موادو دکښت  اوقاچاق په پایله کی په هیواد کي ترڅلورو ملیونو ډیر معتاد کسان شتون پیداکړی دي،ولي پرداهرڅه باندي سترګي پټېږي ،بیاهم ددوي دلوري داساسي قانون نوم دسپرپه توګه رسنیو ته راوزي۰

دبیان دازادئ !

کومه ازادئ ؟ که دبیان  په ازادئ کي ملي ګټي په نظر کي ونه  نیول سي نه یوازي دانارشئ سبب ګرځي بلکه  دبیګانوو  فرهنګي یرغل ته هم  شرایط اماده کوي ،قبول سوي ملي  فرهنګ نابودوي اوترڅنګ  په تبلیغاتي رسنیو کي دزورواکو دلوری دملي شتمنیو دچوردلړئ  سره هم  دولس ذهنونه همږغه کوي چه په وړاندي یی ولس  نه یوازي مقاومت و نه کړي بلکه په هم دالړئ کي دکارګر په صفت کار ورسره وکړي ،چه داهرڅه افغان روشنفکران  او ټول ولس په خپلو سترګو باندي ویني۰

دتعلیم دروازي باید ونه تړل سي!

په داسي حال کي دا وړاندیز دزورواکو دلوري دځانګړو هدفونو دپاره په رسنیوکي خپریږي چه داهر یوه په نوبت په تیرو څلورو لسیزو کي  دنوي نسل دتعلیم اوتربیې  په وړاندي مقاومت کړي اودپردو په اشاره یی تعلیمي موسسات سوځولي  اوپه زرهاوو متعلمین اومعلمین یی دسواد دزده کړي په ګناه په شهادت رسولي دي۰ 

دازوراکودتیرو اولوسو کلونو په درشل کي  په لسګونه زره خیالی مکتبونه جوړکړي اوپه سلګونه ملیونه دالره یی ددې لاری نه جیب ته کړي دي ۰ داجنایت کارو کړیو  نه یوازی په  لکونوتحصلیی اوتعلیمي اسناد پربېسوادو کسانو ته باندي پلورلی دي بلکه دا تنظیمی قومندانانود ځانونو دپاره  هم تحصیلي اسناد (بکلوریا،لیسانس ، ماسترئ اودوکتوراوي) اخستي اویوشمیر تحصیلی اوتعلیمی موسسات یی دجنایت کاروبیسوادو  قومندانانو په نامه  هم کړي دي۰

دمقدمې په ورستي برخه کی باید ووایو چه دصلح دبهیر په وړاندي  په یوه او بله بڼه مقاومت کول ستر ملی خیانت بلل کیدایسي، ځکه که لږ څه دانساني اواسلامي ترحم څخه کارواخلو اودهیواددهغو سیمو دولسونو نه  ځانونه خبرکړو کوم چه په تیرو اولسو کلونو کي دپردو تر یرغل لاندي یی هر څه دلاسه ورکړي دي ،دبېلګې په توګه که دکندهار  دشاولي کوټ،پنجوایی،اوژړئ دولسوالیو سیمی وکتل سي ،چه په څونه کچه یی اقتصاد ورځپلي،کورني غړي یی دلاسه ورکړي دي،حتا په دې اسلامي حاکمیت کی یی څونه ښځی دیرغلګرو ترجنسی تیري لاندی راغلي حتا ځنی ښځی یی  په هم دغه بهیر کي  لادرکه سوی هم دی،ولی افغان لاسپوڅو دخپل حاکمیت دبقا دپاره  یی ږغ نه دی اوریدلي ا ودیرغلګرو تر څنګ دریدلي دي ۰ځکه نو اوس مهال هم  دا تنظیمی غله اوچارواکي د خپل   سیاسی اواقتصادي ژوند بقا  داشغال په شتونکي ویني ،اودصلح په وړاندي په زرنګی سره مقاومت کوي ۰ چه باید مخه ونیول سي۰

 باید وویل سي چه  په اوسني مهال کي دافغان ولس لوي مشکل دادي چه په تیرو اولسو کلونو کي  یی ونکړایسواي چه داسي یو سیاسی ګوند رامنځ ته کړي چه دمذاکراتو په  په اوسنیو سیاسي معادلاتو کي یی ټاکلی رول لوبولي واي اودملي ګتو په نظر کی نیولو سره یی په دامذاکراتو کی وړاندیزونه  مخ ته کړی واي،چه دا یوه تشه ده چه باید ژر ترژره ډکه سي
 نوربیا......

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 10. Januar 2019 16:23)

    انجینر صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ
    ښکلی لیکنه دی لیکلی خو د لیکنو ښکلا دا معنی نه لری چه زما د لیدلوری له مخی ( که څه هم زما لیدلوری کم و کاست لری) دی لیکلی نو زه خوشاله یا زما په شان نور خوشاله دی د حق او باطل دوه لیدلوری شتون لری ، د حق د اړخ لیدلوری حق او لیکنو ته یی د حقایقو نشرول وایی برخلاف د باطل عقیدی لیدلوری لرونکی د دجالی استعمار شعوری یا غیر شعوری د ګټو خوندی کونکی وی طبیعی ده چه کوجنی چرګوړو او مرغانو ته به یی هم د مجازی دجالی جنتو څه برخه ویشل کیږی او استعماری ایزمی ابی متعفنو اوبو کی به لامبو وهی د حقوقو د ملاتړ په نوم به د مظلوم اولس حقوق لوټ کوی او ځانو ته به روشنفکران وایی .
    تاسی کټ مټ همدغه د حق اړخ رشتونی حقایق مظلوم اولس او مظلوم بشریت ته په ډاګه کړی . زه مو مننه او ستاینه کوم الله ج دی وکړی چه ستاسی په شان نور منورین هم د خپل ژوند په دوره کی په زغرده د دجال د چرګوړو او پتاسه خورو مخه ونیسی . ولو کره الکافرون که څه هم کفار او منافقین خوابدی کیږی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind