23.01.2019 (3.11.1397)

په افغانستان  کي داحتمالي صلح دراتلو په اړوند دامریکا اومنطقي دهیوادونو هلو ځلو ته یوه لنډه کتنه

دوهمه برخه
سید عبدالقادر  انجنیر

ایا امریکا اودمنطقې هیوادونه غواړي چه دافغانستان دڅلورو لسیزو جګړې ته دپاې ټکی کښېږدي؟
داهغه سوال دي چه احتمالي جواب یی باید پریوشمیرفکتور ونو باندي تکیه وي،داځکه چه افغان متعهد روشنفکران داوسني بحران لوبغاړي نه دي بلکه یوازی دیوه پاشانده اپوزیسیون په توګه په هیواد کي دبهرنیانو استخباراتي جګړه ایز سیاست څاري او تحلیلوي یی، داتحلیلونه تریوې انداز کیدلایسي دواقعیتونو سره نیژدیوالي ولري ،ځکه دوطن په اوسنيو ځانګړو شرایطو کی لاسپوڅي هم تر ډیره داشغال ګرو په سیاست باندي نه بوهیږی اودړندو په څیر ورسره درومي۰
په هیواد کي دامریکا دسیاست بدلون کیدلایسي پرلاندی څلورو فکتورو باندی تکیه ولري:
۱-دامریکا اقتصادي کمزورتیا اودچین اقتصادي ابرقدرتي ۲- دروسیې چټک پوځي لوړوالي اونړیوال ډګر ته بیرته راوتل ۳- دامریکا سره داروپا یی اتحادیې (ناټو)کمزوره هم ږغي۴- په منطقه کي دامریکایی سیاست په وړاندي شدید مقاومت 
دلته به دفیسبوک دحوصلې سره سم داوږده هراړخیز تحلیل نه به تیرسو او په لنډه توګه څو کرښي لوستونکو ته وړاندی کړو۰
دشوروي اتحادترسقوط وروسته امریکاوکړایسواي یوشمیرهغه هیوادونه چه ددوی دپاره یی ستراتیژیک اهمیت درلودلي په مختلیفو نومونو باندی تریرغلو لاندی راولي ،چه لومړي یی دشلمي پېړئ وروستی لسیزه کي یوګوسلاویا بیا دیویشتمی پېړي په لومړیوکي افغانستان ،عراق باندی یرغل وکړي اوخپل لاسپوڅي یی ځای پرځای کړل،چه وروسته یی په دوهمه لسیزه کي د عربي بهار تر نامه لاندي تونیس، لیبیا، مصر ،سوریه اویمن کی حاکمیتونو ته ګواښونه رامنځ ته اودامریکا په ګټه بیله سوریی نوروټولوکي تغیرات راوستل ۰ په سوریه کي دحاکمیت تغیر دروسیی اوامریکا ترمنځ یوسور خط وبلل سوو،وړاندی تردې چه ناټو پرسوریه حمله وکړي روسیی ژر دامریکاپه وړاندی خپلی قواو دسوریی کورته دننه اومدیتراني پرڅنډه یی جنګي کښتي ځای پرځای کړي، دامریکا هغه خیالی ستراتژی یی ورناکامه کړل کوم چه ویل کیدل چه ترسوریی وروسته هدف ایران اودروسیی محاصره ده،چه پایله کي دادي پسله څوکلونو امریکا خپل دوه زره جنګي لښکری دسوریی نه باسي،اودسوریی دولت خپلی منګولي نوری هم ټینګي کړ ي اوپه دې کار سره داسی معلومیږي چه په منځنی ختیځ کي به دقواو انډول دتیر په څیرنه بلکه نوي بڼه به واخلی،چه داهم هغه څه دی چه دنورولاملونوترڅنګ دامریکا داسي ماتي دافغانستان پرجګړه هم لوي تاثیر وښندي،چه دلته هم دجنګ پرځاي دسیاسی حل اواز راپورته سوو۰
ترامپ ته ولي کارګري لښکرو رایه ورکړل ؟ علت یی داوو چه هغه دکمپاین پروخت و کارګرانو ته دکار دپیداکولو وعده ورکړی اوویلی یی وه چه امریکایی صنعت به بیرته امریکاته راوړم اودا کارګری لښکر به بیرته پرکارکوم ، ولی داکار یی ونکړای سواي په وړاندی یی لوي مقاومت وو، داسي معلومیږی چه ترامپ دجنګ پلوي هم نه کوي اوغواړي که وکړای سي چه امریکا دافغانستان او دمنطقی دجګړې نه په امن کي وباسي۰ چه په دې اړوند دپاکستان صدراعظم هم دوې اوني وړاندی وویل چه موږ به کوښښ وکړو چه امریکا دمنطقې دجګړې نه دیو ه دوست هیواد په څیر ووزي ۰
په دې اړوند ماته دامریکایی ليکوال ( ويليم آر ــ پوليک ) هغه لوي ليک راپه ياد سو، کوم چی د ۲۰۰۹ کال په ورستنيو مياشتو کي يي اوباما ته دافغانسنتان له پاره دامريکا دنوي ستراتيژي دجوړولو پر وخت ليږلي وو ، دليک په يوه برخه کي یی داسي لیکلي وه :( ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي ، خوځيني بيا په دې پلمه بيرته وزي ، چه ګواګي نور خپل هدف ته ورسيدل ،او دپاتيدو اړتيايي نسته ۰ زه باور لرم چه امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل هدف ته درسيدو فرصت لري۰ او هم لیکي داخو خوراپڅ فکر دي چه بغاوت دې په يوه هيواد کي داشغال کوونکو دلاس پوڅي حکومت په راوستلو پاي ته ورسيږي ۰
ددې ترڅنګ چه داشغال په تیرو کلونو کي وطن پلورونکي تنظیمونه اویوشمیر تکنوکراتان دملت په شتمنیو دسلګونو ملیونو دالرو خاوندان سول ،دامریکا تیري واکمني کړی هم پداسي حال کي په دې جنګ کی دملیاردونودالرو څښتنان سول چه دولت یی دبېساری پور سره لاس اوګریوان سو ي اود۲۰۰۴ کال راهیسي دبودجې دکسره سره مخامخ دي ۰دبېلګی په توګه په ۲۰۱۱ کال کی امریکا ۱۴،۱ تریلیون دالره قرضداره وه،چه اوس مهال یی داقرضداري و(۲۱،۸۶) تریلیونو دالرو ته رسیږي،ویل کیږی چه په ۲۰۱۸ کال کي په هره ثانیه کی امریکا ۴۳زره ۴۴۲ دالره قرضداره کیدل ،نوپه داسي مات اقتصاد باندی امریکا کولایسی چه دافغانستان جګړه نوره هم وړاندي بوزي؟ نه خیر،داځکه چه په دې جګړه کي یی تر ۲۰۱۸ تروروستي پوري تر(۸۴۰) میلیارده دالروډیر دامریکایی ملت پیسې مصرف کړی دی،ملت یی نور ددې جګړې سره مخالفت کوي نه غواړي چه په دې جګړه کی یی نورهم جیبونه خالي سي،۰دامریکا دفاکس نیوز ورځپاڼي دجنوري داومی نېټي په شماره کی لیکلی دي،چه واشنګتن دافغانستان په جګړه کي دکامیابی توان نه لري اوپوځي حضوریی هم دامریکا دولس دغوښتني سره په تقابل کي قرار لري،نوباید دافغانستان نه دخپلودپوځیانو دوتلو فرمان صادر کړي ۰ 
ترامپ یوه ورز وړاندی په یوه توتیر یپیام کي لیکلي دي چه هغه بې پایه جګړي چه ډیر کلونه یی دوام وکړی په افتخارسره به پای ته ورسیږي،اوداهغه جګړی دی چه دنورو دغلطو محاسبواو داشتباهاتو له کبله یی دوام کړی دي، (سپوتیک روسي)
دلیکنی په وروستي برخه کی باید ووایوچه، دمنطقې هیوادونو به ځانګړی توګه روسیه اوچین هم دتیر په څیر نه دی چه نوردي هم په افغانستان کي دامریکا پوځی شتون دي لازم وبولي،ځکه چه هغوی هم ترډیره خپلو هدفونو ته رسیدلي،ځانونه یی سمبال اوپه دې جګړه کي دامریکا دښکیل تیا اومصرف له کبله دامریکا اقتصاد ور وران کړي اوترمخه سوي دی۰نواوس مهال په هیڅ توګه نه غواړي چه نوره امریکا دلته پاته سي۰ 
هغه اوازی چه امریکا دافغانستان نه نیمی لښکري باسی،زما په اند واقعیت لری ،اوپه دې اړوند به دچهارشنبي دقطر په راتلونکي غونډه کي وطالبانوته دامریکا دښه نیت ښکارندویی وکړي اودصل دراتلو دابهیر به نه یوازی چټ کړي بلکه و بکړایسي چه امریکا په داسي کړونو باندي هغه اعتمادی څیري په راتلونکي اداره کي هم ځاي پرځاي کړي،کوم چه په پام کی یی لری۰
بله دپام وړ خبره داده،چه درسنیو بازار یی هم ورګرم کړی دي.چه ولی طالبان دافغان دولت داستازو سره نه غواړي چه په جلسه کی ګډون وکړی،داځکه چه په داسي غونډو کي ددولت داستازو ګډون بیا دطالبانو هغه ادعا چه وطن اشغال دي رد وي اوبیا صدق نه کوي،ځکه نوهغوی غواړي چه یواز دامریکا سره هرڅه حل کړي او ریشتیا هم داده چه لاسپوڅي هیڅ وخت صلاحیت نه دي درلودلي ،چه داشغال په اړوند دي پریکړی وکړي ۰
هغه اندېښنی چه دصلح په اوسني بهیر کي دیوشمیرافغان متعهد روشنفکرانو سره دي ، هغه هم پرځای دي ،چه یووار داسی نسی چه افغانستان بیا دپاکستان تر غیرمستقیم اشغال لاندی را ولي۰دمنطقې داوسني انډول نه داسي نه معلومیږيي چه تاریخ دی بیاهم تکرار سي۰ 
اوس مهال امریکا ،روسیه ،چین ،هند،ایران اوپاکستان ټول کوښښ کوي چه داسي یوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته کړي چه ټوله خپلي اړیکي (سیاسی اواقتصادي) مناسبات پکښې وویني.اوداسي بیره هم کمه معلومیږي چه بیا دي کورني جګړه شروع سي،ځکه چه دمنطقی داوسني انډول په ګټه نه تمامیږی۰
نولازمه داده چه سیاسی ملي ګوندونه دابهیر تر جدی څارني لاندي ونیسي،اوځانونه ورګډکړی ،څو دملی ګټو په رڼا کی نوی اداره رامنځ ته سي۰
دلیکنی په دابرخه کي دامریکا دیوه سیاست وال دوینا څوټکی هم لازم بولم چه لوستونکو ته وړاندی کړم چه دصلح داوسنی بهیر سره هم سمون لري۰ 
د ۲۰۱۰ کال د جولاي پر ۳ دامريکا په کانګريس کي د امريکا ديوه مشهور سياستوال او استازي ( ران پاول ) دخپلي بيانيي په يوه برخه کي داسي ويلي دي : زموږ مشرانو پر عراق باندي دحملي له پاره موږ ته درواغ ويل او دافغانستان دنيولو له پاره موږ هم خطا ايستلو ۰آيا موږ ته ددې جنګ دپراخولو په حصه کي يو ځل بيا هغسي درواغ نه ويل کيږي لکه په ۱۹۶۰ لسيزه کي چی دويټنام دجنګ دپراخولو پر مهال راته ويل کيدل ؟ او وايي
هو ، دا واضح ده چی په افغانستان کی پوځی ماتې زموږ په برخه ده . د تګلارې یا تګلارې جوړونکو د بدلون څخه پرته یوازی د جنرالانو بدلون زموږ مصیبت نور هم همیشنیً کوی او صرف هغه څه ځنډوی چی هرومرو پیښېدونکیً دﺉ .دا هغسی جګړه نه ده چی زموږ جنرالان ورته روزل سوي وو . دولت جوړونه ، د پولیسو کارونه ، ټولنیزی جوړونی هیڅکله هم د بهرنیو نیونکو دندی نه دي او نه هم دا د هغو پوځیانو کار دی چی د جګړې د ګټلو لپاره روزل سوي وي
په ډیرمعذرت سره چه دلیکني داوږدیدو له کبله داوسنیو جګړو په اړوند دامریکا او داروپا داتحادیی ترمنځ دسیاسي اړیکو ترینګوالی ته کومه اشاره و نسول

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind