09.03.2017 (19.12.1395)
پر پوځي روغتون برید کې د وژل شویو شمېر ۳۱ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی

کابل کې پر سردارمحمد داود خان څلور سوه بستريز روغتون برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو شمېر نږدې ۷۰ کسانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، وژل شوي او ټپیان د دغه روغتون ډاکټران، روغتیاپالې او ناروغان دي. دغه وزارت یو پلاوی ګومارلی چې معلومه کړي څنګه بریدګر روغتون ته ننوتلي وو، خو تر اوسه يې جزیات نه دي په ډاګه کړي.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د پنځو بریګرو عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي چې له دوی يې دوه د تاجکستان اوسېدونکي وو، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د داعش د دې ادعا په اړه پلټنې کوي.

یو شمېر نړيوالو رسنيو د وژل شويو کسانو شمېر نږدې پنځوس تنه ښودلی.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسماعیل کاووسي بي بي سي ته وویل، د پېښې په ټپیانو کې ۹ ښځې هم دي.

نور ټول ټپيان نارینه وو خو په وزیراکبر خان روغتون کې څلور یا پنځه تنه ښځې او په ایمرجنسي روغتون کې له ۱۲ ټپیانو يې ۴ ښځينه او یو ماشوم و.

دفاع وزارت د پنجشنبې پر سهار د مړو جنازې د دوی خپلوانو ته وسپارلې او د دریو ډاکټرانو په ګډون د ځينو وژل شويو جنازې کندوز، ننګرهار او لوګر ولایتونو ته ولېږدول شوې.

له دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ویلي وو، د روغتون په سویلي دروازې کې چې امنیتي تدابیر په کې ډیر سخت نه وي له چاودنې سره سم دریو نورو کسانو چې سپکې وسلې او لاسي بمونه ورسره وو د روغتون په دویم او دريم پوړ يې ډزې پېل کړې.

اوس له افغانانو سره پوښتنې پېدا شوي چې بردیګر څنګه د ډاکټرانو په چپنه کې روغتون ته په ننوتلو توانېدلي؟

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، په دې اړه د پلټنو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دې پيښې مسوولیت منلی. د 'ټېرر مانيټور ' په نوم څېړنيز مرکز چې د نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري، د داعش ډلې له نقل قوله يې په کابل کې پر دغه پوځي روغتون د پنځو بریدکوونکو عکسونه خپاره کړي دي.

داعش ډلې ویلي، له دوی يې دوه کسه د تاجکستان اوسېدونکي وو، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د داعش د دې ادعا په اړه پلټنې کوي.

د دغه وزارت ویاند صديق صديقي په یوه پیغام کې ویلي پلټوونکو ادارو د پرونۍ پېښې په تړاو یو څرک موندلی، خو هغه په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
راپور : بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder