31.08.2016 (10.06.1395)

پاکستان د طالبانو سلګونه مشران او قوماندانان نیولي

راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته په افغانستان کې د جنګېدونو طالبانو پر استوګنځایونو چاپې وهلې او تر دری سوه زیات طالب مشران یې نیولي دي.

ویل کېږي چې په نیول شوو کسانو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو پوځي قوماندانان، د طالبانو د استخباراتو رییس قاري حمید ګل، ملا صالح، ملا صمد او یو شمېر نور لوړپوړي طالب مشران شامل دي.

بلخوا شنونکو وايي چې هلمند ته د کوټې شورا له انتقال سره هم مهاله پاکستان د هغو طالب مشرانو د نیولو په لټه کې دی چې د جګړې ډګر ته نه ځي او ځینې نور د استخباراتي معلوماتو د خوندي ساتلو په هدف، له ځان سره نظربند ساتي.

په کندهار کې بیا یوې موثقې امنیتي سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې په نیول شوو کسانو کې د طالبانو داستخباراتو رییس قاري حمید ګل، ملا صالح او ثاني ملا صمد هم شامل دي.

د سیاسي چارو شنونکي لطیف نظري ویلي چې طالبانو په اوس وخت کې له پاکستان پرته د سیمې له ځینو هېوادونو سره هم اړیکې ټينګې کړې دي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو دغه کار پاکستان اندېښمن کړی؛ ځکه کوم معلومات چې طالبان یې د پاکستان په اړه لري د سیمې د هېوادونو په واک کې به یې ورکړي او د هغو په افشا کېدو به دغه هېواد نور هم منزوي شي او تر فشار لاندې به راشي.

هغه وايي چې طالب قوماندانان یې هم د همدغه دلیل له مخې نیولي او ښايي نظربند یې وساتي.

د سیاسي چارو بل شنونکی نظرمحمد مطمین وايي چې پاکستان د نړیوالو او سیمه ییزو فشارونو له امله طالب چارواکي او قوماندانان نیسي او ښايي دغه کار نور هم دوام ورکړي.

هغه وايي چې طالبان د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته ډېرې ستونزې لري او اوس چې یې په افغانستان کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې دي ښايي ځیني مشران یې هېواد ته راشي.

کارپوهان وایي، د طالبانو دغه مشران چې ډېری یې په افغانستان کې روانه جګړه رهبري کوي د پاکستان د پالیسو په تړاو معلومات لري او پاکستان غواړي دغه کسان افغانستان ته د تګ پر ځای په دغه هېواد کې نظربند وساتي.

نظري وايي چې پاکستان غواړي د طالبانو د راټولولو له لارې یوه جامع برنامه ولري او وروسته کوم معلومات چې له هغوی په لاس ورځي د طالبانو لیکي سازماندهي کړي راوړي او حتا نیت لري چې د کوېټې شورا هلمند ته راولي او په سره غواړي د نړیوالې ټولنې فشار کړم کړي.  

په پاکستان کې د افغان طالبانو د نیولو موضوع داسې مهال ده چې له دې مخکې هم داسې راپورونه وو چې اسلام  اباد د طالبانو په پوځي او سیاسي رهبرۍ کې له بدلون وروسته په دې لټه کې دی چې د دې ډلې مشران د جهادي شورا تر چتر لاندې په پېښور کې سره راټول او د افغان جګړې لپاره یې له سره چمتو کړي.

سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder