20.01.2018 (30.10.1396)
پاکستان د خپل عمل سزا ویني
محمد روښان ښاد

پاکستان چې له څو لسیزو راهیسې له افغان وژنې، ځورونې، ویجاړۍ او تباهۍ څخه خوند اخیستی او د ګران افغانستان د بربادۍ لپاره یې د طالب او مطلوب په نوم ګڼې بدمرغه ډلې وګومارلې چې خپلې افغان ضد دسیسې او پلانونه یې د هغوی پر مټ پلي کړل.

د پاکستان دغه ورانکارې او افغان ضد هڅې لا هم روانې دي، ځکه لا هم هره ورځ د همدوی په لمسون، تمویل، تجهیز او پلان د هېواد په ښارونو، کلیو،جوماتونو او عامه تاسیساتو د بریدونو پرمهال زموږ ملکي وګړي او هېوادوال د سر او مال زیانونه ګالي.

پاکستان داسې ګڼلې چې د دغو دسیسو او ورانکاریو له لارې به هغه عظیم ملت چې هیڅ زبرځواک ته یې سر نه دی ټیټ کړی سلامي کړي او د دوی هرې افغان ضد غوښتنې ته به تسلیم شي، خو پاکستان نن د خپلو همدغو افغان ضد دسیسو سزا ګالي.

خدای به د افغان وطن او افغان ولس کومې حیرانۍ ته کتلي وي چې د څلوېښت کلن بحران په وروستیو کې یې د دغه هېواد واګې د نړۍ په کچه یو مفکر ، عالم او خواخوږي انسان ته په لاس ورکړې.

د هېواد د منتخب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د پوهې، درایت، مدیریت، فعالې ډيپلوماسۍ، پیاوړي منطق او استدلال له برکته نن پاکستان د خپل عمل سیوري ته سرټیټي ولاړ دی او په ټيټو سترګو د خپلې بدحالۍ ننداره کوي.

ځکه د همدغه افغان ولسمشر د هلو ځلو له برکته پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرۍ د پالونکي او تولیدونکي هېواد په توګه نړۍ ته ور وپېژندل شو او نن ټول ورڅخه کرکه لري.

د ولسمشر غني د ارزښتناکو کوښښو له برکته نن د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته په دې خاطر سفر کوي چې د وضعیت د څېړلو ترڅنګ د پاکستان د ورانکارۍ او د ترهګرو د پالنې په اړه له افغان مقاماتو سره په کتنو کې د لومړي لاس اسناد ترلاسه کړي.

د ولسمشر غني د پرلپسې هڅو له برکته د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په اړه په خپله اعلان شوې ستراتیژۍ کې پاکستان ته ګوتڅنډنه کوي چې که په خپلو کړنو پښېماني ونه ښیي او خپلو ناسمو کړنو ته همداسې ادامه ورکړي، نو باور دی چې په نړیواله کچه به یې لا نور هم منزوي کړي، له هغوی سره به خپلې مرستې او اړیکې وځنډوي او بندیزونه به ورباندې ولګوي.

د پاکستان دوه رنګي او د تروریزم د پالنې موضوع نن د هیچا له سترګو پناه نه ده او د نړۍ ګوټ ګوټ کې هر څوک د پاکستان د نوم په اورېدو سره د وېرې، ډار او ناامنۍ احساس کوي، ځکه د پاکستان په اورېدو سره یې ذهن او سترګو ته د ترهګرو، وحشتونو او جنایتونو انځور ودرېږي.

که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ په اساسي توګه بدل نه کړي او په خپلو  تېرو کړنو او جنایتونو پښېماني ونه ښیي، نو باور دی چې تر دې به لا  ډېرې سختې ورځې وویني او هغه ورځ لیرې نه ده چې د نړۍ او سیمې په کچه به له خپل منزوي حالت څخه سخت ورنځېږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Montag, 22. Januar 2018 09:14)

    ویل کیږي چي د پاکستان په یوه کودکستان کي معلمي وړوکو ته د پاکستان په هکله معلومات ورکول چي ښایسته غرونه، دپاکو اوبو ویالې میوه داره باغونه او ښکلي ښارونه او کلي لري. یو کوچنی په ژړا سو معلمي پوښتنه ځني وکړل چي ولي ژاړي کوچني ورته ویل چي ما همدا اوس پاکستان ته بوځئ. تاسو هم د ښاغلي ولس مشر ډیر صفت کړئ دئ وروره پارټیزاني سیاست زموږ د ځوانانو لپاره شرم دئ ګران هیواد ددې غوړه مالانو د لاسه خراب سو چي دوخت د هر ولس مشر کاذب توصیف د لاري د هغه نور هم ګمراه کوي. که رښتیا هم داسي وي لکه چي پورته دي لیکلي دي نو مثبته نتیجه یې ولي په عملي ډګر کي نه دسترګو کیږي؟ دا یو احمقانه نظر دئ چي د افغانستان ابادي د پاکستان په خرابي کي نغښتې ده او نه د یو څو عسکرو په وژل کیدو پاکستان خرابیږي. ولس مشر که رښتیا حد اقل اوسط درجه عقل هم لري باید د دولتي خدماتو د کمیت او کیفیت د سمون لپاره اصلاحات راولي او د سیاسي واک عادلانه ویش تر څنګ په حکومتداري کي ولسي مشراکت ته عملي بڼه ورکړي څو په هیواد کي سیاسي استحکام راسي او افغانان هم د عادي ژوند خاوندان سي

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind