16.02.2017 (28.11.1395)

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی
د پاکستان سند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ټولې پولې سملاسي تړلې دي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار برید جنرال اصف غفور په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

'' د ترهګرۍ وروستي بریدونه د دښمن پر لمسون شوي، چې پټنځایونه یې افغانستان کې دي. موږ به له ځانه دفاع وکړو او ځواب به یې ورکړو. "

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر له لوري ویل شوي، چې پولې به تر نامعلومه مهاله تړلې وي.

بل لور ته د عوامي نیشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'له افغانستان سره د تورخم پولې تړل د پاکستان د پالیسي ناتواني ښيي. نوموړی زیاتوي:

ولې د سیون برید غوسه ۱۰۰۰ کیلومتره لرې پر افغانستان ایستل کېږي. ایا افغانستان د این اي پي 'د پاکستان عمل ملي پالیسي ' مخنیوی کړی؟ "

په وروستي برید کې چې د پنجشنبې پر ورځ د سند ایالت سیون ښار لعل شهباز قلندر زیارت کې وشو، له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

له دې مخکې نن پنجشنبه د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مومندو ایجنسۍ کې د خبرو پر مهال وویل:

'' د دښمنانو څارګرې ادارې باید د سیمې سولې او ثبات له منځه وړلو لاس واخلي او موږ دا حق لرو، چې ځوابي ګام واخلو. ''

جنرال باجوه ادعا وکړه:

'' ترهګر غواړي د افغانستان خوندي پټنځایونو کې یو ځل بیا منظم شي او زموږ ټولنه کې د مایوسي او شکونو خپرولو هڅې کوي. ''

نوموړي زیاته کړه ''موږ هڅه کوو، چې د نورو پر ضد زموږ د خاورې کارولو مخنیوی وکړو او دغه راز له نورو هم دا تمه لرو، چا ته اجازه ور نه کړي، چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروول شي. ''

د چارشنبې په ورځ، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د مومندو په غلنۍ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د دریو پاکستاني سرتېرو په شمول پنځه تنه ووژل شول.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې لخوا رسنیو ته په خپاري شوي بیان کې ویل شوي و، څارګرو ادارو ته وار له مخه لا معلومات و، چې له افغانستان څخه دوه ځانمرګي بریدګر مومندو ته راوښتي، خو ازادو سرچینو د پاکستاني پوځ ددغې ادعا تاييد نه دی کړی.

افغان او پاکستاني چارواکي پر یوه بل تل تور پورې کوي، چې خپله خاوره کې د وسله والو مخالفانو پر پټنځایونو سترګې پټوي.

پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان حکومت مخالف وسله وال په ختیځ افغانستان کې پټنځایونه لري، خو افغان چارواکي بیا وايي پاکستان خپله تګلاره تر اوسه نه ده بدله کړي او د ښو او بدو ترهګرو له توپېره لاس نه اخلي، چې له کبله یې د دوی په وینا له دغه هېواد سره د سولې او ثبات لپاره ګډ کار کول ستونزمنه چاره ده.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Freitag, 17. Februar 2017 03:41)

    متل دی وایی [ هندوانه او چای سره دښمنی لری] اصلا چای او هندوانه سره دوستان مګر هغه کس سره دښمنی لری .
    د پاکستان او افغانستان غلامی اداری سره دوستان او د یوه بادار میرمنی دی ، دواړه د بادار په هدایاتو او قومانده د پاکستان او افغانستان مظلوم ولسونه د خپلو بادارانو د پاره استثماروی او غلاموی ، د مخالف ښودلو قومانده یی هم انګریزی او امریکایی بادارانو ورکړی .
    تاسی ولاړ شی نواز شریف او اشرف غنی ته ووایاست چه لمونځ تیر کړه نیم به یی هم سم ونه وایی مګر دواړه د پاکستان او افغانستان د اسلامی جمهوریتو بی ږیری ، خسیان او نا سنت شوی مشران دی .
    دا اوس د دواړو هیوادو د مظلومو اولسو پوری اړه لری چه په مقابل کی یی ولسی وسلوال پاڅون وکړی او د تل د پاره یی ریښی او نیلی له دی سپیڅلی او اسلامی سیمی څخه وباسی . د اسلامی پاڅون د پاره څه ناڅه منظمی رهبری اړه ده هغه هم په دواړو هیوادو کی د قربانی ډګر ته راوتلی قربانی ورکوی ، مګر د کابل او اسلام اباد غلامان د نړیوالو بادارانو د شیطانی میدیا په واسطه هڅی لری چه د دوی غلامی اداری د دی ولسونو رهبری په غاړه لری او طالبان د دوی دښمنان دی ، دا نو په مونږ لیکونکو او څیړونکو پوری اړه لری که مونږ د نړیوال استعمار د غلامیو په لومو کی بند نه یو او د هغوی په ډالرو مو نیکتایی ، دریشی او میکپ نه وی رانیولی اولسونه د خپلو لیکنو په واسطه وپوهوو چه څوک د دوی دشمنان او څوک یی دوستان دی مننه

  • عبالفتاح (Freitag, 17. Februar 2017 08:35)

    ولې پنجاب کښې داسې پيسې هیڅکله نه کیږي؟

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder