20.07.2017 (29.04.1396)
پاکستان د ترهګرو په ليست کې شامل شو؛ خو آيا اصلاح به شي ؟
لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له ډير انتظاره بلاخره پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په ليست کې شامل شو. د ولسمشر غني يو وياند نجيب الله آزاد پر خپله فيسبوک پاڼه ويلي چې د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د هغو هیوادونو او سیمو په لیست کې شامل کړ چې تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکوي. د ښاغلي آزاد پر وينا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي«پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو ددغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ يې کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروي.

خو بل لور ته پاکستان د حقاني شبکې په تړا و د امریکا تور بیا رد کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه کلنی رپوټ رد کړ، چې پکې يې ویلي د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي. د دغه وزارت ویاند نفیس ذکریا ادعا کړې، چې د افغان طالبانو حقاني شبکه او نورې وسلوالې ډلې د دوی له غاړې افغانستان ته اوښتې او وايي، اوس يې پټنځايونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دننه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او نړيوالو کارپوهانو سربيره، پخپله ځينې پاکستاني شنونکو او چارواکو هم په ځلونو اعتراف کړی دی چې د وسله والو طالبانو او ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او دوی پرې پراخ نفوذ لري. څه د پاسه يو کال وړاندې د پاکستان د صدراعظم د نړېوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په واشنګټن کې پخپله اعتراف کړی و چې، د طالب مشرانو کورونه او کورنۍ په پاکستان کې دي. له دې وړاندې د پاکستان کودتايې ولسمشر پرويز مشرف هم په ځلونو اعتراف کړی چې وسله وال طالبان دوی رامنځته کړي  او ملاتړ يې کوي.

اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چې پاکستان ولې د امريکا تورونه په کلکه ردوي په داسې حال کې چې امريکا د پاکستان يو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده؟ پاکستان په چا ډاډه دی چې له خپل پخواني بادار سره ښکرې جنګوي؟

آيا د امریکا لخوا پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په ليست کې شاملول به د افغانستان او ترهګرو په خلاف د پاکستان پاليسي بدله کړي؟ آيا پاکستان به اصلاح شي؟

لومړی: پاکستان ځکه اوس له فيلانو سره ټانټې ژوي چې اوس يې د پخواني بادار (امريکا) بديل پيدا کړی دی. پاکستان اوس د امريکا پروا نه ساتي ځکه چې په امريکا د پاکستان ضدي څېرې ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کيدو راهيسې خپل ځان د امریکا په سياست کې يوې څنډه کې ويني. پاکستان پوه شوی چې نور يې له امريکا سره يارانه دوام نشي کولی نو ځکه يې د امريکا له سيالانو روسيه او چين سره يارانه شروع کړې ده. روسيه د پاکستان لپاره ځکه د امريکا غوره بديل کيدلی شي چې له يوې خوا امريکا او روسيه خپل منځي اختلاف لري او له بل لوري د امريکا پر ضد روسيې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره اړيکې پيدا کړي دي. همدلته دی چې د پاکستان او روسيې ګټې په افغانستان کې يو شان شوې او د دواړو هيوادونو تر منځ د يارانې باب پرانيستل شو. همدا دی چې اوس پاکستان هم د روسيې او چين په ډاډ له امريکا سره ډغرې وهي پرې د امريکا لخوا هر وارد شوی تور په کلکه رودي.

دويم: د پاکستان، روسيې او چين مثلث؛ د امریکا په مقابل کې د پاکستان د سرزورۍ او سرکشۍ لامل دی. اوس که امريکا هر څومره پاکستان ته ګواښ کوي نو پاکستان ته يې پروا نه ورځي ځکه په سيمه کې اوس روسيه او چين د پاکستان کلک ملګري دي. کلونه کيږي چې افغان حکومت او شنونکو تر څنګ ځينې مشهورې نړيوالې څېرې د ترهګرو هيوادونو په ليست کې د پاکستان د شاملولو غوښتنه کوي خو امریکا هيڅ اقدام نه کاوه. خو کله چې امريکا ته پته ولګيده چې پاکستان او له څادر نه پښې اوباسلې دي نو د ترهګرو هيوادونو په ليست کې يې شامل کړ. اوس ډير ناوخته دی چې امريکا پاکستان د ترهګرو هيوادونو په ليست کې شاملوي. ځکه په سيمه کې اوس پاکستان د ځانله لپاره روسيه او چين پيدا کړي دي چې سره ګټې او اهداف يې یو دي. د امريکا لخوا پاکستان د ترهګرو هيوادونو په ليست کې شاملول ښه کار دی خو بې وخته دی. کاش دا اقدام هغه وخت شوی وای چې پاکستان په انزوا کې راګير و د ملاتړ لپاره يې هيڅوک نه درلودل.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • A. Halim Hakimi (Samstag, 22. Juli 2017 03:27)

    " وروسته له ډير انتظاره بلاخره پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په ليست کې شامل شو "

    There is no valid source to confirm such decision other than Mr. Azad face book page. US official comments in regard to Pakistan aiding such group doesn't mean being on the list of nations supporting terrorism. Is there any other source to confirm such news header?

  • اقبال (Samstag, 22. Juli 2017 06:35)

    لمړی : د خندا ډکه او حیرانوونکی ده له دی خبره نړی کی بل څوک نه خبریږی د غنی ازاد غلام دا خبر او هغه هم په ځپل فیس بوک کی لیکی چه پاکستان په تور لست کی داخل او بیا دغه ازاد غلام پری لیکنه کوی او د دوه لویو ازادو غلامانو تر منځ د دومره لوی دروغو ولیبال کیږی ؟
    دوهم : پاکستان تر تاسی دمخه مشر غلام دی ، امریکا یو بادار ( اسراییلو ) او دوه لویو غلامانو هر یو مصر او پاکستان فوځ ته دری بیلونه ډالر ورکوی یعنی د هغوی فوڅ د امریکا فوځ دی ، تاسی چه یی ډولی کی کینولی وۍ پاکستان د ډولی مخکه کی نڅا کوله که پاکستان نه وی امریکا به دا هیواد په ډیرو ستونزو خپل اشغال کړی. باکستان په تور لست کی داسی معنی لری لکه امریکا چه تور لست کی ننباسی .
    دریم : اوسنی حالات د هغه وخت سره یو شوی چه روسانو ماتی خوړلی وه ، روسانو او امریکایانو زمونږ هیواد کی خپل منځی چنګونه پیل کړل امریکایان د روسانو او غنی د نجیب د برخه لیک او یا تر هغه بدتره برخه لیک سره مخ دی .
    څلورم : زما وړاندیز د کابل غلامانو ته دا دی چه چیری یی شپی سبا کییږی دغه جوړی شوی دالری په ارامه عربی ، غربی یا نورو هیوادو کی وخوری د نورو ډالرو په بیه سرونه مه وکوۍ مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder