03.11.2016 (13.08.1395)

پاکستان ته باید د غوره قانون لرلو جایزه ورکړل شي

نويده خوشبو

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۵۱ کال د  جینیوا کنوانسیون د تعريف له مخې هر هغه وګړی چې امنیتي، نژادي، تبعیضي، سیاسي او مذهبي ستونزو له امله خپل هیواد پریږدي او بل هیواد نه پناه وغواړي؛ نو یاد هیواد يې د ساتنې، خوندیتوب او د ژوند د ټولو اسانتیاوو مسؤلیت لري.
هره ورځ  په لسګونه کسان له بیلابیلو هیوادونو څخه د مختلفو ستونزو له امله خپل هيوادپرېږدي؛ پهاروپا، امریکا ، کاناډا او نورو آمنو هیوادونو کې پناه غوښتونې ته اړ کیږي، او د قانون له مخې باید هغه هیواد ورته د ژوند ښه شرایط برابر کړي. 
د  نورو عامو وګړو په پرتله؛ سیاستوال،مشهورې څېرې او ځیني پيژندل شوي کسان ډېر امتیازات او اسانتیاوې لري.هر وګړی چې په بل  هیواد کې ژوند وکړي،کورنۍ جوړه اوماشومان یې پیدا شي؛ ماشومان یې په اتوماتیک ډول د هغه هیواد تبعه ګرځي او له ماشوم سره مور او پلار ته په ياده خاوره کې د نورو کسانو په څېر د ژوند کولو حق ورکول کیږي.
خو ترهګر روزونکي هیواد کې بیا ټولې خبرې برعکسې دي!
کلونه وړاندې چې د افغان کډوالو پر سر دوی ته ډالرې، وسلې توپونه او مرستې رسېدې نو په خوشحالۍ یې د افغان کډوالو هر کلی کولو،خو نن يې په وهلو، ټکولو شړي، ځوروي او تورونه پرې لږوي!
د نړۍ په کوم هیواد کې یو کډوال له دوه ديرشو کلونو وروسته هم رسمي اسناد نه لري او له داسې برخلیک سره مخ کیږي؟
چې داسې وي؛ د کورنیو چارو د پخواني وزیر رحمان ملک کورنۍ دې په امریکا، د اوسني وزیر چوهدري نثار احمد کورنۍ دې په بريټانیا د نورو چارواکو او سیاستوالو کورنۍ دې له اروپا، سندرغاړی عدنان سميع، عاطف اسلم، فلمي لوبغاړی جاوید اختر او نورې هنري څېرې دې په هند کې بندي او محاکمه شي.
څنګه دوی ته قانون یو ډول نورو ته بل ډول دی؟
د پاکستاني سیاستوالو او چارواکو کورنۍ په نورو هیوادونو کې د کډوالۍ مستحق کیدای شي خو پیژندل شوې، کونډه او نړیوال شهرت لرونکې میرمن بیا ددې حق څخه بې برخې ده.
هغو پاکستانیانو چې له افغانانو سره او هغو افغانانو چې له پاکستانیان سره ودونه کړي دي هم باید محاکمه، بندي او جریمه شي!
شربت ګله یوه نړېواله پېژندل شوې څېره ده، په کار وه چې کلونه وړاندې ورته د دې هیواد له خوا رسمي اسناد امتیازات او خونديتوب ورکړل شوی وای.
کله چې پاکستان د هند په خیراتي ځمکه د افغانانو په وینو او د خیانت په پیسو اباد دی، خو بیا یې هم وګړي په نورو هیوادونو کې اوسیږي، مسؤلیت یې هیوادونه اخلي او ساتنه یې کوي،دا هېواد افغانان باید په لیمو وساتي، ځکه دوی افغانان بې کوره او مهاجرت ته اړ کړي.
څه ډول هيومانیزم، مسلماني او ګاونډي توب دی چې معصومې شربت ګل‍‍‍ې  ته د مرستو د کارت په نوم  جعلي پاڼه ورکوي؛ او بیا د ترهګرو په څیر بندي محکمه او ضمانت یې هم رد کیږي، هغه  پاکستاني چارواکي چې دغه جنایت يې ترسره کړی او افغانې معصومې شربت ګلې ته يې جعلي کارت ورکړی دهغه لپاره د پاکستان په قانون کې کومه جزاء شتون لري که نه !؟
مکرجن پاکستان په یو تیر څو ښکاره کوي؛ د دې عمل تر شا ډیر هدفونه لري، د شربت ګلې ګناه همدا  ده چې د  افغانستان د جګړې مونالیزا او ځانګړې څېره لري، خاين پاکستان پر ځای د دې چې دې مشهورې څېرې ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړې له دې څخه يې ډرامه جوړه کړه او له افغان حکومت څخه خپل سیاسي غچ پدې توګه اخلي.
  افسوس په افغان سیاستوالو! د هر نظام په بدلېدو افغانستان دې تاریخي دښمن ته بیاــ بیا چانسونه او مهلتونه ورکوي او له سره ورسره اړیکي پیلوي، په دې ښه پوهیږي چې دا خاین هیواد بدلون نه کوي، او نه هم د دوی بهرنی سیاست د افغانستان پر وړاندې بدلون مومي. په افغانستان کې چې کوم اور ضيا الحق او بیا  بې نظیرې بل کړ،نواز شریف، مشرف، زرداري او اوسني حکومت هم دوام ورکړې او همداسې به دوام مومي،خو د افغانستان د هر نوي مشر په راتګ د دې دوه مخې هیواد پر وړاندې لید بدلیږي وخت ضایعه کیږي او دوی ته  د ضرر رسولو ډیر چانسونه ورکول کیږي.
په کار ده، چې د افغانستان هر وګړی، هر مشر او هر سیاستوال دا هیواد د دښمن په نوم وپيژني او د دښمن په څېر چلند ورسره وشي،ځکه پاکستان د  افغانستان د هر ریښتني مشر، زده کوونکي،ښوونکي کدر، د هرې پيژندل شوې څيرې او هر عام وګړي دښمن و؛او دښمن به وي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder