28.08.2018 (07.06.1396)
پاکستان او امريکا
خوشحال ساپی

له کله نه چې امريکا د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه په اصطلاح نوې ستراتيژي اعلان کړې، په افغانستان کې يو شمير کسانو سره داسې ذهنيت رامنځ ته شوى چې ګواکې دا ځل امريکا په رښتيا هم غواړي په پاکستان فشار راولي او پاکستان دې  ته اړکړي چې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي، دا ذهنيت هغه وخت لا پياوړې شو چې په پاکستان کې هم د امريکا د ستراتيژۍ په اړه له سياسي ګوندونو نيولې  د آيي ايس آيي سره نژدې مذهبي سخت دريزه ډلو پورې د امريکا د نوى ستراتيژي پرضد دريځ نيولې. په افغانستان کې ډير کسان د امريکا د نوې ستراتيژى په وړاندې دپاکستان دسياستوالو او رسنيو دريځ ته خوشحاله دي او د پاکستاني رسنيو او سياستوالو غبرګون د امريکا د نوي ستراتيژۍ د رښتينوالې دليل ګني.
دا لومړى ځل نه دى چې ظاهراً د امريکا او پاکستان  اړيکي خرابيږي او ناندرۍ رامنځ ته کيږي، د امريکا او پاکستان اړيکې ډير داسې مد او جذرونه لري، ليکن بايد له ياده ونه باسو چې پاکستان هيڅکله نشي کولاى د امريکا د ستراتيژيکو اهدافو په مخ کې ودريږي، البته د پاکستان او امريکا ترمنځ تکتيکي اختلافات راتګ يو ه طبيعي خبره ده، په سلاله کې د پاکستان پرپوځونو د امريکايانو لخوا بمباري او بيا د پاکستان لخوا ناټو د اکمالاتي لارو بندول همداسي تکتيکي اختلافات وو، نه ستراتيژيک، ټولو وليدل چې د امريکا ا و پاکستان اختلافات له منځه لاړل او بيرته د دوستانو په شان خپلې ملګرتيا ته ادامه ورکړه.
له بلي خوا پاکستان چې په تيرو څه دپاڅه څلويښت کلونو کې د جهاد،  ترهګرۍ او افراطيت په نوم څه کړي، هغه د امريکا سره په همکارۍ او همغږۍ يې کړي، حقيقت  دا دى چې دا ټوله پروژه  اصلاً د امريکا ده، د اوسنۍ روسيې او پخواني شوروي اتحاد نه دشين کمربند يا د بحران دکړيو تاوول د امريکا د برژنسکي په شان ستراتيژيستانو نظريه وه چې پاکستان يې د پلي کولو دنده درلوده، هغه که پرون د مجاهدينو ملاتړ وو او يا نن د طالب او داعش ملاتړ دى. پاکستان ماموريت لري چې د امريکا او انګليس سياستونه دلته پلي کړي او دهمدې هدف لپاره رامنځ ته شوى. د پاکستان دتخليق هدف د انګليس او او امريکا سياستونه په سيمه کې پلي کول دي.پاکستان په دې پوهيږي چې هرکله که دا هدف پوره شو او ياهم پاکستان له خپل ماموريت نه انحراف وکړ، هغه به د پاکستان د پاى شيبي وې، مثلاً د چين او امريکا په اوسنيو سياليو کې که پاکستان ټول د چين په غيږ کې ولويد، امريکا به په هماغه شيبه د پاکستان د تجزيې پرواګرام پيل کړي، خو اوس لا هغه وخت نه دى رسيدلى، ښکاره ده پاکستان هم په ټول توان هڅه کوي چې داسې حالت سره مخ نشي چې يا چين او يا امريکا انتخاب کړي.
د پاکستان اهميت اوس هم امريکا ته همدومره دى، څومره چې د سړې جګړې پرمهال و، هغه وخت امريکا د پخواني شوروي اتحاد د پرمختګ څخه د مخينوي په خاطر پاکستان ته اړتيا درلوده او نن د روسيې او چين خوا ته د پرمختګ (چين او روسيې ته  جګړې ليږد) لپاره پاکستان ته اړتيا لري. پاکستان د مذهبي کرکې پربنسټ رامنځ ته شوى هيواد دى، ديني بنسټ پالنه او کرکه د پاکستان د وجو د او بقا لازمه ده، په همدې خاطر په پاکستان کې په زرهاو ديني مدرسې جوړې شوي چې د افراطيت او تاوتريخوالي نه ډک ذهنيت په توليد وکولاى شي دهند په وړاندې خپله بقا تضمين کړي. غرب هم د همدې ذهيت څخه په ګټې اخستنې پرون د شوروي اتحاد مخه ونيوله او نن غواړي چين او روسيه  پرې له پښو وغورځوي، امريکا په دې سيمه کې د خپلو ستراتيژيکو رقابتونو لپاره له ترهګرۍ او مذهبي افراطيت څخه کار اخلي او دا پوتنسيال يواځې په پاکستان کې دى، پاکستاني ستراتيژيستان افراطيت پالنه د پاکستان د ملي امنيت لپاره اړينه بولي، په بل عبارت پاکستان د افراطيت د توليد يواځنې کرونده ده، په سيمه کې دا وړتيا بل څوک نلري، دا سمه ده چې امريکا پخپله افغانستان کې حضور لري، دلته پوځي اډې لري او په افغانستان کې يې د دوې په قول دوه ويشت افراطي او ترهګرۍ ډلې ځاى په ځاى کړي خو د دې ډلو کنترولول او په خپله ګټه استعمالولو ظرفيت په پاکستان کې دى، د دې ډلو د فکري الهام مرکز پاکستان دى، افغانستان يواځې مرکزي اسيا ته د دې ډلو او دې ايډيالوژېو د ليږد لاره ده، افغانستان بايد وسوځي ترڅو دا اور مرکزي اسيا او د چين او روسيې لمن ته ورسيږي خو د اور بلولو او بل ساتلو ماموريت د پاکستان دى. نو ترڅو چې د امريکا، چين او روسيې ترمنځ دا خونړۍ سيالۍ روانه وي او په دې سياليو کې له ترهګرۍ او افراطيت نه ديوې وسيلې په توګه کار اخستل کيږي، پاکستان امريکا ته اهميت لري او په هيڅ توګه به يې پرينږدي چې د چين په غيږ کې ولويږي.
د همدې تحليل له مخې افغانستان کې  د جګړې او ترهګرۍ مـسئله په هيڅ توګه د امريکا  او پاکستان د اختلافاتو موضوع کيداى نه شي، لکه مخکې چې وويل شول، افغانستان کې له ترهګرۍ نه د وسيلې په توګه ګټه اخستنه د امريکا او پاکستان ګډه لوبه ده، نو يا خو د امريکا په نوى ستراتيژى کې پاکستان ته ګواښونه رښتيني نه دي او يواځې تبيليغاتي مصرف لري او يا که رښتيني هم وي نو اصلي خبره بل څه ده. دې بل څه په اړه نه پاکستان ډير په وضاحت  څه ويل غواړي او نه امريکا خو پاکستان په دې پوهيږي چې امريکا ترې څه غواړي، د جمعې په ورځ د جيو نيوز تلويزيون سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف له مرکې هم څه ناڅه څرګنديږي چې د امريکا او پاکستان اوسنى کړکيچ په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې اوپالنې پر سر نه دى، خواجه آصف  د يو سوال په ځواب کې په ډير ډاډ وويل چې” د ترهګرو پټنځايونه اصلي ستونزه نه ده، دا موقتي مسايل دي پرون دلته حکميتار وو نن نشته.
او بيا کله چې امريکا غواړي هند په دې لوبه کې ښکيل کړي نو په ډيره ډاګه څرګنديږي چې ترهګرى سره مبارزه د پاکستان او امريکا د ناندريو اصلي موضوع نه ده، بلکي اصلي موضوع چين او نورو هيوادونو سر ه د امريکا په سياليو کې د هند څخه ګټه اخستنه ده، هند چې پخپله هم چين سره ستونزې لري، امريکا انګيري چې هندوستان د چين په وړاندې  په لنډ مهال کې د امريکا ښه ملاتړى کيداى شي نو ښايي پرپاکستان د امريکا فشار په همدې خاطر وي چې د چين سره د رقابت په خاطر پاکستان هم د سيمې په معادلاتو کې د هند رول ومني، ښکاره ده پاکستان ته دومره اسانه نه ده چې د هند برلاسى ومني  خو کوم اقتصادي او استخباراتي تړاو چې پاکستان له امريکا سره لري په امريکا د ځنو شرايطو په منلو به بالاخره د امريکا په پښو کې خپل سر کيږدي.
د امريکا ستراتيژي دلته د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نه ده، بلکې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د جګړې د دوام لپاره ده، دا دى دا ستراتيژي ښه په زغرده د پلي کيدو په حال کې ده، هابله ورخ په خير خانه کې  د اخرلزمان په جومات بريد، د امريکايي الوتکو لخوا په شينډنډ او کندز کې د ملکې خلکو وژنه، پرون د کابل په مکرويانو کې د کابل بانک مخې ته چاودنه، په دې تيره يوه اونۍ کې په لس هاو کسان شهيدان شوي او ټپيان شوي، د دې ستراتيژۍ پايله موږ ته همدا ده، هم به مو طالب او داعش وژني او هم به مو امريکايي الوتکې.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Es sind noch keine Einträge vorhanden.