31.10.2016 (10.08.1395)
پاکستاني چارواکي وايي، شربتګله به په ضمانت خوشې کړي

پاکستاني چارواکي وايي، د کډوالو په یوه کمپ کې دېره افغانه مېرمن شربتګله به په ضمانت خوشې کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وايي، د شربتګلې د نیولو د قضیې په اړه به د دې لپاره غور وکړي چې هغه یوه ښځه ده او باید دې قضیې ته له بشري اړخه وکتل شي. د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې «FIA» د چهارشنبې په ورځ شربتګله په دې تور ونیوله چې په پاکستان کې په جعلي اسنادو اوسېږي. پاکستاني چارواکي وايي چې د شربتګلې او د هغې د خاوند د اسنادو په اړه‌یې له دوو کلونو راهیسې تحقیقات کړي دي.
 چارواکي وايي چې د شربت
ګلې مېړه تښتېدلی دی.
 د پاکستان د کورنیو چار وزیر یادونه وکړه چې که پر شربت
ګلې لګېدلي تورونه فسخ شي یا افغانستان ته واستول شي او یا له پاکستانه د وتلو لپاره مؤقتي وېزه ورکړل شي نو باید پر هغو پاکستاني چارواکو تورونه هم فسخ شي چې دې ته‌یې جعلي اسناد ورکړي دي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې نثار علي خان یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې اصلي مجرمین همدا چارواکي دي او دی په هېڅ صورت د هغو خوشې کېدل نه‌غواړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د فدرالي تحقیقاتو اداره لومړی باید ډېر ژر په ضمانت له زندانه د شربتګلې د خوشې کولو امکان برابر کړي. پاکستاني چارواکو ویلي چې شربتګلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د شربت بي بي په نامه د شناختي ګارټ غوښتنه کړې وه، خو د نوموړې پر شناختي ګارټ د همغو شنو سترګو د مېرمنې عکس لیدل کېږي چې د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري «Steve McCurry» په اتیایمه لسیزه کې په بله بڼه اخیستی و. د پخواني او اوسني عکس توپیر دا دی چې په یوه کې له جګړې د یوې تښتېدلې وېریدلې ماشومې شنې سترګې او په بل کې هماغه شنې سترګې په داسې حال کې چې مهاجرت ستړې کړې لیدل کېږي. د شربتګلې عکس د نېشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې تر ټولو نامتو عکس دی چې نړیوال شهرت‌یې وګاټه.
راپور: آزادۍ راډیو

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder