23.10.2016 (01.08.1395)
پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

افغانستان حکومتي چارواکي او طالبان دواړه مني چې د طالبانو یو پلاوی تېره اونۍ اسلام اباد ته تللی او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوې دي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن (عقرب/لړم لومړۍ) بي بي سي سره ته وویل، ددوی معلومات ښيي د افغان طالبانو یو پلاوی د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورغلی، خو دا چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ څه خبرې شوي یا کېږي، دی یې په اړه معلومات نه لري.

پاکستاني چارواکي د طالبانو ددغه پلاوي د ورتګ خبره نه تاییدوي او نه یې هم ردوي.

هلته په کابل کې یوه چارواکي بیا د نوم نه افشا کېدو په شرط بي بي سي ته وویل، د طالبانو په دغه پلاوي کې ملا سلام حنیفي، ملا جان محمد مدني او مولوي شهاب الدين دلاور او د بلوچستان له کوټې څخه هم ځيني طالب مشران شامل دي.

دغه حکومتي چارواکي وویل؛ اسلام اباد ته ددغه پلاوي د ورتګ هدف دا دی چې د افغانستان له دولت سره د خپلو ناستو په تړاو معلومات پاکستاني چارواکو سره شریک کړي.

د افغان طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن د شنبې په ورځ (لړم لومړۍ) بي بي سي سره خبرو کې پاکستان ته طالبانو د ورتګ پخلی وکړ؛ خو ویل یې چې موخه یې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې دي.

ښاغلي مجاهد هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د قطر او دوبۍ د غونډو حال شریکولو لپاره پاکستان ته تللی.

کابل کې یوه حکومتي چارواکي تېره اونۍ بي بي سي ته ویلي و چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ له تېرو دوو کلونو راهیسې غونډې کېږي چې په لومړي سر کې په دوبۍ او په دې وروستیو کې په قطر کې شوي.

دغه چارواکي وویل، دا غونډې خبرې اترې نشي بللی خو لیده کاته دي چې ښایي راتلونکې کې خبرو ته لاره هواره کړي، خو د طالبانو ویاند د دغه ډول ناستو ترسره کېدل رد کړي.

د افغانستان حکومتي سرچینو په خبره، د دولت او طالبانو ترمنځ دغو غونډو کې امریکايي چارواکو هم برخه لرله، خو پاکستانیان پکې نه و. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان دولت نور نه غواړي اسلام اباد د سولې په بهیر کې ورګډ کړي که څه؟ وویل؛ دوی د اسلام اباد ګډون غواړي، خو تراوسه دغو غونډو کې برخه نه لري.

اسلام اباد ته ددغه ورغلي پلاوي دوه غړي حنیفي او مدني د طالبانو واکمني مهال وزیران دي او دلاور بیا اسلام اباد او ریاض کې سفیر پاتې شوی.

د افغان طالبانو پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې په کوټه کې د پاکستان امنیتي ادارو ځینې افغان طالب مشران نیولي، خو دا چې پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي خبرو کې به ددې نیونو پر سر هم خبرې وشي کنه، دواړو لوریو څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت په وار وار ویلي چې طالبان د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري، له همغه ځایه تمویلېږي او تجهیزېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

په روان میلادي کال کې اسلام اباد ته دا د افغان طالبانو د پلاویو دویم سفر دی. تردې وړاندې په اپرېل میاشت کې د مولوي دلاور او ملا مدني په ګډون یو پلاوی ورغلی و چې د ځینو سرچینو په وینا طالبانو له پاکستاني چارواکو سره هغه مهال هم د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ د سولې څلور اړخیز بهیر په تړاو خبرې وکړې.

طالبانو هغه مهال هم ویلي و چې ددوی پلاوی پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر سر خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزو غونډو بهیر پیل کړی و، خو دا چې د افغانستان دولت په خبره دغو غونډې د کوم پرمختګ لامل نشوې او ورسره د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته په ټپه ودرېد.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder