17.01.2018 (27.10.1396)

پاکستاني عالمان، له اسلامه ناخبره که د بېل اسلام پیروان دي؟
لیکنه:خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې افغانستان هره ورځ د روانې پردۍ جګړې له امله هره ورځ په لسګونو قربانيان ورکوي؛ پاکستاني عالمانو په پاکستان کې جګړه ناروا او ظاهراً په افغانستان کې روا بللې ده. تېره ورځ په پاکستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ "دیني عالمانو" په یوې فتوا کې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل. په فتوا کې د " افغان طالبانو د پلار" مولانا سمیع الحق د زوی حمید الحق او د بلي افراطي ډلې اهل السنه والجماعه د مشر محمد احمد لودهیاني لاسلیکونه هم شته دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له کلونو راهېسې د پاکستان زيږول شوي ترهګر ځانمرګي بریدونه کوي او خپله جګړه هم سپېڅلې بولي. خو پاکستاني عالمانو په خپلې خاورې کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل.

دا لومړی ځل نه دی چې د آی ايس آی په پيسو چلېدونکي پاکستاني ملايان په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا بولي؛ بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان بېلابېلو دیني عالمانو په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکړې دي. د پاکستان د جمعيت العلماي اسلام ډلې مشر مولانافضل الرحمن، د جماعت اسلامي ایالتي حزب رییس پروفیسور ابراهیم، مولانا سميع الحق او نورو شيطاني ملايانو په وار وار په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا او حرامه بللې ده.

د پاکستاني عالمانو وروستی عمل د دې مانا ورکوي چې يا خو دغه عالمان په ښکاره له اسلام دين سره مخالفت کوي او يا هم دوی د بېل اسلام پيروان دي. يا د آی ايس آی د ګټو لپاره د اسلام قرباني ورکوي او اسلام يواځې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو وسيلې په توګه کاروي يا پاکستان ځان ته بېل اسلام جوړ کړی دی. ځکه که خبره د اسماني سپيڅلې اسلام مبارک دين وي نو د اسلام دين ستر لارښود جناب رسول اکرم ص خو فرمايې چې « عَنْ أَبِي حَمْزَةَ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رض) خَادِمِ رَسُولِ اللَّهِ (صلی الله علیه وسلم) عَنْ النَّبِيِّ (صلی الله علیه وسلم) قَالَ: “لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ”. رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ». یعنې هغه څه چې د ځان لپاره نه خوښۍ نو د نورو لپاره يې هم مه خوښوۍ يا هغه څه چې په ځان مو پيرزو نه دي نو په نورو يې هم مه پيرزو کوئ.

دلته پاکستاني دينې عالمان په ښکاره د نبي کريم له دې مبارک حديث سره مخالفت کړی او دين يې د خپلو شومو موخو او د آی ايس آی د ګټو لپاره قرباني کړی دی. اوس چې په پاکستان د امریکا د فشارونو زور راغی نو له دولتي چارواکو يې نيولی آن تر ديني عالمانو پورې ټولو يې خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکړ او آن د دين قربانۍ ته تيار شول. خو افسوس بيا زمونږ په ديني عالمانو او د علماو په شورا دی چې خوري او څکي د افغانستان له دولت څخه خو د ولس د قسم خوړلي دښمن په مقابل کې يوه فتوا نه شي صادرولی. فتوا صادرول خو پرځای پريږده آن په ځينو ځايونو کې د وطن او د خاورې د ساتونکي او د ملي  اردو د سرتيري له جنازې کولو هم انکار کوي.

دا به ومنو چې پاکستاني عالمان خو هسې هم د پيسو، شهوت او د خپل هيواد د ملي ګټو په مقابل کې تل اسلام قرباني کړی دی او په هغه څه يې عمل کړی چې د آی ايس آی لخوا ورته امر شوی وي. خو راځو د افغانستان عالمانو ته چې دوی ولې خولو ته سنګين قفلونه اچولي دي.

افغانستان هغه هيواد دی چې لسيزي کيږي چې جګړه ترې قرباني اخلي او تردې ډېر دردونکې لا دا چې دغه ناولې او د پرديو د ګټو جګړه دلته سپېڅلې بلل کيږي. ولې د افغانستان ديني عالمان د فتوا ورکولو وړتيا نه لري او که په مسجد، منبر، قرآن، زيارت، پټکي او تکيه خانه کې خونړي بريدونه ورته د کفارو په سنګرونه بريدونه ښکاري؟

بله ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د شته مذاهبو سني او شيعه عالمانو تر منځ هم په  اوړو کې شګه شتون لري. کله چې د سنيانو پر مسجد او خلکو بريد وشي؛ شيعه عالم چوپ پاتې وي او کله چې په تکيه خانو بريدونه کيږي نو سني يې فقط سيل کوي او بس. زمونږ د ولس بدبختي دا ده چې د پپغمبرانو وارثان (دیني عالمان) مو هم په خپل منځ کې سره جوړ نه دي. نو کله چې عالمان په خپل منځونو کې سره جوړ نه وي نو بيا د ملي ګټو به څه پروا وکړي؟

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • غ.حضرت (Donnerstag, 18. Januar 2018 01:15)

    سلامونه وړاندی کوم.
    خوشحال صاحب دی باور وکړی چه دیارلس څوارلس ورځی مخکی می په زړه کی را وګرځېده چه ډېره موده کیږی دا ښاغلی او فعال شخص په وبسایټونو کی نه ښکاری،خوښ شوم چه دوباره ئې تشریف راؤړ او هیله مند یم چه د څو میاشتنی غیبت علت او دلیل ئې د( عسل میاشت ) وی نه کوم بل خفګین علت.
    ښه ټکی او ښې موضوع ته ئې ګوته نیولې ده.
    ډېره حوصله نلرم چه د پاکستانی ډالبازانو( څه نظامی څه مذهبی) د کړنو په هکله څه ولیکم خو فقط دومره ویل غواړم:
    ځینی حرام او حلال څیزونه تاریخی مراحل او مقاطع نلری بلکه ریښه ئې د فطرت په خاوره کی پرته ده مانا داچه حرام کار مثلاً قتلِ نفس او ظلم د بشریت د تولد په همهغه لومړۍ شېبه کی د بشری فطرت په دفتر کی ثبت شویدی، دا فطرت په هیڅ ډول شرائطو کی د تغییر او بدلون وړ ندی، مانا موږ نه شو کولای ومنو چه مثلاً پرون ورځ، قتل او انتحار او ظلم ښه څیز ؤ، نن ورځ بد څیز دی او سبا معلومه نده چه ښه به وی که بد!
    نه بابا پاکستانئ مُلا ګُله، داسی نده. انتحار او بل وژنه پرون هم حرامه وه، نن هم حرامه ده او سبا به هم حرامه وی.
    ظلم او قتل، د فضل الرحمن د ږیری غوندی نده چه مثلاً درلودل ئې په مدرسه کی سنت او مثلاً په عسکری خدمت کی غیر سنت وی.بناً ډېر د تعجب او حیرت خبره ده چه څو سوه ګاډی وانان سره راټول شوی او اعلان ئې کړیدی چه انتحار او بل وژنه حرامه ده،البته هغوی ته طبعاً حرامه ده او حرامه وه، حرامه! نه وای نو اوس به هغوی ټول شهیدان!!! وای.
    که دوی( پاکستانی مُلایان) رشتیا هم د انګرېز په لمن کی نه وی یرغمل سوی نو دا کلونه کلونه ولی پټه خوله وه؟
    وروستۍ خبره:
    موږ به د پاکستانی مُلایانو د جفا کاریو ترخه او توره خاطره د خپلو ذهنونو څخه پاکه کړو خو پدې شرط چه ددوی دا فتواګانی هم د زړه له کومی وی او هم د عملی کېدو وړ.

  • اقبال (Sonntag, 28. Januar 2018 01:22)

    اوایلو کی می د خوشال لیکنی لږی لوستلی او ځینو ته می د ده د اصلاح د پاره یو څه لیکل مګر وروسته می ولیدل چه دی د کانسرتو او سینما جوړ مادل بریښی اماتورانه بلبل یا شاعر طوطی دی زمونږ تبصری ورته ګڼه نه لری . بیا هم تری مننه کوم چه زمونږ د تبصرو په اړه یی کوم جدیت نه دی شودلی نو زه یی هم نور نه ځوروم

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder