محمد آیاز نوري آزادي

28.12.2017 (07.10.1396)
پاچا لور ناجیه د افغانستان په افغان ترک غونډه کښې
محمد ایاز نوري آزادي

 

دا تاریخي او هر وطن پال افغان ته ډېر خواشینوونکی عکس، پاچا لور ناجیه (د افغانستان)، ماته راولېږه. د پاچا لور د توضیح سره سم دا اعلیحضرت مرحوم غازي امیر امان الله خان پس له سقوط څخه او مشره لور ئې آمنه جانه په جلا وطنۍ کښې متولده د ۱۹۱۶ز کال په شاهي ارګ کښې کابل ـ افغانستان، موقعیت د سویس او جرمني سرحد د اورګاډي تمځای

لاکن د نن د عزت په حواله غازي امان الله خان مړ نه دئ، هغه عظیم انسان ژوندی دئ، مړه سقاویان او نادریان دي.

پرون د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمت الله علیه درنې لور ناجیه جانې (د افغانستان)، پخپله اماني تواضع د ترکیې هېواد څځه ماته فون وکړ، معمولاً زه جنابې ته فون کوم او احوال ئې اخلم. پاچا لور په یوه خاصه افغاني مینه او خلوص او په یو ښکلي طریق د خپلې روغتیا په باب او کورني یادونه وکړه او په جاري خپل حال ئې خپله شکرانه لوی څښتن ته اداء کړله. زما د پوښتنې په ځواب کښې د خپلې یواځني ژوندی خور اغلې اندیا (د افغانستان) په هکله ئې وویل، اندیا اوس هم هېواد افغانستان کښې ده، د کابل په نوي ښار کښې  د یوه وطنپال افغان په کور کښې په ارزان مصرف نسبت هوټل ته اوسېږي او وائي، همدلته د خپلو افغانانو سره خوشاله یم. په دوام پاچا لور وویل، زه تاته د خپل ځان په هکله یو فرهنګي خبر لرم. د روان کال د نومبر ۲۶ څخه تر ۲۸نېټې پورې د ترکيې هېواد د انالودو (Analodu) د پوهنتون د ریاست څخه مې یو بلنلیک تر لاسه کړ، چې په هغه کنفرانس کښې چې موضوع ئې «مناسبات افغانستان و ترکیه از قدیم تا حالا، استقلال مطلق و اصلاحات شاه امان الله خان، سفر رسمی، دوستی و مناسبات شاه امان الله و اتاترک، عصیانها و ترک وطن، وفات شاه امان الله خان» وه، د اعلیحضرت غازي امان الله خان د لور په حیث ګډون ولرم او د مشروطیت د غورځنګ، په ۱۹۱۹ز کال کښې د افغانستان د استقلال په باب او د افغانستان لپاره د اماني لس کلن پړاو په هکله حاضرینو ته خپل شته معلومات وړاندې کړم. ما د خپل د ماما د زوی د علامه محمود (طرزي) د فرهنګي مرکز د رئیس شاغلي محمد عمر خان طرزي په مرسته مې لازم معلومات تیار کړل. په نوموړې نېټه مو په غونډه کښې ګډون وکړ. غونډې ته ګڼ شمېر ترک او افغان عالمان، لیکوالان، د تاریخ محقیقین او محصلین او همداء راز کافي شمېر په ترکیه کښې حاضر افغاني محصلین راغلي ول. زما وینا ۴۵ دقیقې دوام وکړ. ما لیدل، چې حضارو پس له دې، چې زه مسئول کس معرفي کړم، او وینا مې پیل کړله، په خورا دقت او علاقې غوږ نیولای وه. ما د افغانستان د استقلال د حصول او د خپل مرحوم پلار امیر امان الله خان لس کلن اجراعات او کارنامې د هېواد د ترقي لپاره په واضحه الفاظو تشریح کړل، خو کله، چې هغه پړاو ته راورسېدم، چې هغه مستقل او د ملت غمخور دولت د سقاوي حبیب الله خان له خواء د سقوط سره مخامخ شو، ما ولیدل، چې حضار ټول ډېر خواشیني شول، چې زما هم د افسوس سبب شول. بیا د پوښتنو او ځوابونو وخت راغی. ترکي او افغاني ګډون والو هر راز پوښتنی کولې او ما خپل ځوابونه او معلومات ورکول. یو افغان محصل وپوښتل: «ستاسو نیکه امیر عبدالرحمن خان ولی د هزاره قام سره ظلم کاوه؟ ما ورته وویل، د مجلس نه پس ماته راشه، زه به په تفصیل درسره خبرې وکړم». په دوام حضارو، خصوصاً افغاني شخصیتونو او افغان محصلینو هر یو تن غوښتنه کوله، ما سره د غازي امان الله خان د لور په حیث عکسونه واخلي. ما ورته وویل، زه خو اوس جسماً تکړه نه یم، راځی په ټول کښې یو یا څو عکسونه درسره واخلم، خو هغوی نه منله. هر تن غوښتل جلا جلا ورسره عکس واخلم او ما بله چاره نه لرله. خیر، ډېره خوشاله شوم، چې اوس هم خصوصاً د افغانستان ځوان نسل زما د پلار اصلي شخصیت ته متوجه شوي دي او رښتنی درنښت ورته کوي او هغه وطن دوست انسان ستائي او خصوصاً د افغانستان لپاره کارونه ئې لکه یو سر مشق ځانته ټاکي

په لاندې انځورونو کښې درانه اماني پاچا لور په سره رنګ جاکټ کښې

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder