07.09.2016 (17.06.1395)

ټولنه او د رهبرۍ تشه

محمد عارف رسولي

سریزه

په دې مقاله کې د فزیکی او ټولنیزو تشو لکه د رهبرۍ، عقلانیت او غوره کلتور د نشتون او تشو په هکله، ستونزو او سره پرتله خبرې کیږي. همدارنګه، هڅه کیږي چې د رهبرۍ د تشې په مفهوم، زیانونو، او د دې تشې د ډکولو په سمو لارو خبرې وکړو.

دلته اصلي موخه د فزیک او فزیکی تشو بحث نه دی، یوازې غواړو د ټولنیزو تشو د تشریح او عامه پوهاوي لپاره د فزیکي تشو له مثالونو ګټه واخلو.  

د فزیکي او ټولنیزو تشو پیژندنه

د فزیکي تشو زیات مثالونه شته دي. کله چې تاسو له کوم ځای څخه هوا وباسئ او هلته فزیکي تشه رامنځته شي سمدلاسه د شاوخوا هوا ورباندې هجوم راوړي او په یوه لحظه کې خورا په تیزۍ سره هغه تشه ډکوي. (د ماګدبورګ د نیموکرو تجربه موږ په فزیک کې لوستې). د اوبو د لیږد په سترو پایپونو کې د داخلي فشار او د ځمکې د لوړوالي او ټیټوالي له کبله تشې رامنځته کیږي او دې خلاته هوا هڅه کوی چې داخله شي. که چټلې اوبه او یا نور مایع کیمیاوي مواد یې په شاوخوا کې وي د ډېرو وړو سوریو څخه د هوا د فشار په مرسته ورداخلیږي او اوبه چټلوي. همدارنګه، کله چې بحر ته نیږدې د ځمکې لاندې اوبه و ایستل شي نو په ځای کې یې تشه رامنځته کیږي او د وخت په تیریدو سره د بحر تروې اوبه چې د څښاک او کرنې لپاره نه شي کاریدلای ورننوزي او زیاتې ستونزې پیدا کوي. همدارنګه، داسې نور زیات مثلونه هم شته چې دلته په همدې بسنه کوو.

په ټولنو کې هم تشې رامنځته کیږي او دا مسئله د دې مقالې بنسټیزه منځ پانګه جوړوي. موږ ټولو له خلکو اوریدلي چې په موږ کې د رهبرۍ تشه ده. خو ټولنیز او فزیکي شرایط له یو بل سره ورته والی او هم توپیرونه لري. فزیکي تشه زر رامنځته او زر ډکیږي، خو ټولنیزې خلاوې چې د ټولنیزو ښکارندو د کمښت او یا بیخي نه شتون څخه راپیدا کیږي، رامنځته کیدل او ډکیدل یې وخت غواړي او هم ستونزمن کاردی. ټولنیزې تشې او اغیزه یې په لمړي نظر لکه فزیکي تشې نه شو لیدلای. د ټولنیزو تشو د درک لپاره ټولنیزې پوهې، تاریخ پوهنې او د ټولنیزو پیښو څخه درس اخیستو ته اړتیا ده. نو ځکه د ټولنیزو کمښتونو او تشو درک د ټولو خلکو لپاره اسانه نه دی او د ټولو خلکو په یوه خوله کیدل ورباندې ستونزمن وي، داځکه چې کیدای شي د یوه چا په ګټه او د بل په تاوان وي. دا ځکه چې انسان یو منفعت غوښتونکی موجود دی او زیات وختونه ټولنیزو مسئلو ته د خپلو ګټو، فکري چوکاټ او سابقې له نظره ګوري او تل سم قضاوت نه شي کولای.

د ځینو په اند په ټولنه او ملت کې رهبري نشته، نیمګړې او خاینه ده او ځینې بیا وایي چې هرڅه سم دي، ښه مشرتوب لرو او په ټولنه کې دا استعداد نشته چې ورسره کار وکړي. دلته کیدای شي دواړه خواوې په یوه یا بل اړخ کې نیمګړتیا  ولري. لمړۍ ډله د مهدي موعود او کوم ایدیال مشر د ظهور په فکر کې وي، خو داسې ایدیال کسان هر وخت منځته نه راځي. بله داچې داخلک د خپلې ټولنې له هغو شرایطو چې د ښې رهبرۍ د ظهور لپاره اړین وي نه وي خبر او په رامنځته کیدو یې هم کار نه کوي. د دوهمې ډلې کمښت په ټولنه کې د خلکو له تندې بې خبري ده. که  خلک د رهبرۍ له نشتون څخه سرټکوي، اړتیا یې ویني او ارمان یې کوي حتمي تشه او کمښتونه شته او باید ورته پاملرنه وشي.

ټولنیزې تشې لکه  د رهبرۍ، ښو کدرونو، عقلانیت، تدبیر، ريښتینولۍ او نورو د کمښت او نشتون څخه را پیداکیږي او په ټولنیزو تشو کې یوه مهمه تشه د رهبرۍ تشه (خلا) ده. د تشې (خلا) خاصیت دادی چې ډکول غواړي. دلته یو له دوو حالاتو پیښیږي. لمړی داچې که په ټولنه کې ریښتیني، مدبر، زړه سواندي او په عامه ګټو مین د رهبرۍ وړ کسان شتون ولري نو کرار کرار خلک ورباندې راټولیږي او د رهبرۍ تشه ډکوي. دوهم داچې، که د رهبرۍ اهل څوک نه وي نو کټ و مټ لکه د اوبو د پیپ او تر ځمکې لاندې تشو په څیر چې په ناپاکو او یا تروو اوبو ډکیږي، دا د رهبرۍ ټولنیزه تشه هم د نا اهله خلکو په واسطه ډکیږي.

د رهبرۍ تشه یوازې د ټول ملت په کچه نه ده مطرح ده بلکه خورا اړینه ده چې زموږ سیاسي ګوندونه، قومونه، ټولنیز سازمانونه، مدني ټولنې او ټول ملي، دولتي او د سکتور خصوصي سازمانونه او ادارې وړتیا لرونکې او ښه رهبري ولري. دا ځکه مهمه ده چې د ملي زعامت تشه يا پخپله له دې خلکو څوک ډکوي او یا د نورو وړتیا لرونکو ملي شخصیتونو ملاتړ او مرسته کوي چې ملي زعامت ته ورسیږي. که په دې سازمانونو کې د سمې رهبرۍ تشه وه د ملي زعامت تشه به هم سمه نه ډکیږي او کله چې د کوم وړ کس په مټ ډکه شي نو له ستونزو سره به مخ کیږي. لکه موږ افغانانو د خپل تاریخ په اوږدو کې دا ستونزه څو ځلې تکرار کړې ده.

د رهبرۍ د تشې ستونزې

ټولنیزې تشې لکه د رهبرۍ او د ښو کدرونو نشتون، ټیټ ټولنیز ارزښتونه او ناوړه کلتور او نور له یو بل سره سره ټینګ تړاو لري او یو له بله تقویه او یا کمزوري کوي. په ټیټو ارزښتونو لرونکو او له جهالت څخه ډکو ټولنو کې وړتیا لرونکي کدرونه او ستر ملي زعامت وده نه کوي. همدارنګه، بیله غوره او ريښتینو مشرانو او ګډو ګټو ته ژمنو روڼ اندو او هوښیارو عوامو، د لوړ کلتور لرونکې، هوسا او پرمختللې ټولنې جوړول ممکن نه دي. له همدې کبله زموږ په ملک کې پوهان او درنې قومی سټې د بهرنیو غلیمانو لخوا په نښه کیږي ترڅو زموږ د ملت پرګنې د رهبرۍ له نعمت څخه بې برخې او په ځای یې خپل ګوډاګیان مشرۍ ته ورسوي.

که د رهبرۍ تشه په ټولنه کې یو ځل راشي، د ډکولو لپاره یې په ټولنه کې مثبت او منفي دواړه خواوې هڅې پیل کړي. که مثبت خلک زیات او د نفوذ خاوندان نه وو او د ګډ تفاهم کوم میکانیزم او شرایط یې رامنځته نه کړل، په قوم، نژاد، مال، زور او تزویر تکیه کیږي، تشه د ځان غوښتونکو، جاهلو، عیاشو او د خورا ټیټو ارزښتونو لرونکو خلکو په واسطه ډکیږي. دا زیات ټولنیز زیانونه لري، فساد، جرمونه، جهل، ظلم او عیاشي زیاتوي او ټولنیزې کرکې او ظلم  نور هم نهادینه کوي.

د ټولنیزو تشو لکه د رهبرۍ د تشې درک او ډکول یې اسانه کار نه دی. په موږ افغانانو کې عامه خبره ده چې یوازې مشران ملامتوو او نورو خلکو مسوولیتونو ته ځیر نه وو. همدارنګه، دې ته پام نه کوو چې د ښو مشرانو راټوکیدل په وروسته پاته  ټولنو کې خورا ستونزمن کار دی او بل داچې یوازې مشر بیله ښه ټیم او د غوړه مالانو په منځ کې حلقه شوی هیڅ سم کار هم نه شي کولای او ترڅه وخت وروسته ښه مشران له لارې ووزې. په دې کې شک نه شته چې موږ زیات ښه مشران نه لرو، خو موږ د ښو کدرونو او ویښو عوامو په سخت کمښت هم اخته یو. زموږ ډېرو خلکو ته چې د هیواد غلیم یو څو پیسې ورکړي خپل وطن ته په ناپوهۍ زیات زیانونه رسوي.

کله چې د کومې ټولنې او یا ملت زیات خلک جاهلان، بیوزله، نالوستي او د ټیټو ارزښتونو څښتن وي، هوښیار او د لوړو ټولنیزو ارمانونو لرونکي کدرونه او رهبران په کې کم او یا هیڅ نه راپورته کیږي. ریښتینې رهبري چې نه وي خلک د خپل ژوند، ستونزو او ورڅخه د خلاصون به لارو فکر نه کوي او نه یو بل ته لاس ورکوي.  نو اړینه ده چې بهرني قوتونه به یې د خپلو ګټو لپاره کاروي. په همدې توګه کله چې بې فرهنګه، بې علمه، بې کاره اوبې کسبه ټوپکوال په ټولنه کې زیات شي حتمي ده چې نړیوال او د سیمې قدرتونه به یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره داسې کاروي چې دوی په ځان نه پوهیږي. د نن زمانې د استخباراتي امکاناتو په شتون کې ځینې مضر ملکونه د رواني، کلتوري، دیني، تاریخي او سیاسي چارو د کارپوهانو او وتلو ترینرانو په مرسته د مغزونو مینځل په اسانۍ سره کولای شي. دا ټرینران د خلکو د مغزونو تر مینځلو وروسته هغه له یوه داسې څه ډکوي چې د دوي په ګټه وي او بیا یې منجمد کوي او تړي یې تر څو بدلون و نه مومي.

په داسې ټولنو کې لمړی شته غوره ټولنیز ارزښتونه له منځه ځي او نور پکې وده نه کوي. ټولنیز کار، د خلکو خدمت، بیوزلي ورکول، اجتماعي عدالت رامنځته کول او لوړ ایدیالونه پالل خپل مفهوم له لاسه ورکوي. خلک په یو بل بې باوره او ناهیلې او ورځ تربلې یې په کړاوونو ورزیاتیږي. عام خلک د لوړو اخلاقي ارزښتونو په ځای بې ځایه تعصبونو، مال ډېرولو، او غوړه مالیو ته هڅه کوي. لامل یې دا دی چې عام انسان د خپلو لمړنیو اړتیاوو ترڅنګ هغه څه غواړي چې په ټولنه کې یې احترام زیات کړي او ښکاره ده چې په داسې ټولنه کې د احترام معیار هم زورګویي، مال او یا دواړه  وي. په داسې حالاتو کې د رهبرۍ تشه کیدای شي زورواکان، او مفسدین ډکه کړي او د ډېر وخت لپاره یې پخپله ولکه کې وساتي.

څنګه د رهبرۍ تشه ډکه کړو؟

د رهبرۍ د تشې د ډکولو لپاره لمړی په ټولنه کې باید داسې سیاسي او ټولنیز شعور یا شتون ولري او یا پکې رامنځته شي چې د سمې رهبرۍ په مانا پوه وي. یا باید رغنده هڅې وشي چې د عوامو شعور په دې هکله زیات شي. دا هڅې باید داسې وي چې د رهبرۍ د مواصفاتو، ټاکلو، ورسره د کار، که اړینه وي د لیرې کولو، بدلون او نورو لپاره عامه پوهاوی، یو ښه میکانیزم، او طرزالعمل رامنځته، په کلکه یې پلی او نهادینه کړي. 

د رهبرۍ لپاره په مهمو شخصیتونو پسې لټون کول مهم کار دی ترڅو د رهبرۍ تشه د یو څه وخت لپاره ډکه کړي. مهمو شخصیتونو د تاریخ په اوږدو کې د ټولنو په مثبت بدلون کې ستر ستر رولونه لرلي دي. خو د شخصیتونو لپاره د ښه رول ادا کولو لپاره مناسبو شرایطو، سم ټولنیز بستر، ښو کدرونو او د ویښو عوامو شتون، سترو انګیزو او د سترو ایدیالونو لرلو ته اړتیا ده.

 د اسلام په لمړیو وختونو کې پیامبر علیه السلام به دعا کوله چې اې الله ته اسلام ته د دوو عمرنامو (عمرینو) د یوه په مسلمان کیدو تقویه ورکړه. کله چې حضرت عمر فاروق (رض) چې په حکومتولۍ، عدالت، اواداره کې کم نظیره رهبر و، خلیفه و او اسلام مصر، شام او فارس ته ورسید، نو هغه د ښو او مدبرو والیانو په لټون کې و چې دې پیچلو او د زاړه تمدن لرونکو ځایونو ته یې ولیږي ځکه د عادي کسانو لپاره یې اداره ورته سخته ښکاریده. هغه زیات لټون وکړ چې داسې کسان ومومي خو ایله دری کسان یې د خپلو معیارونو سره سم  د داسې ستر ماموریت لپاره وموندل او له هغوی څخه یې د مصر لپاره حضرت عمر ابن العاص (رض) وټاکه. دا موږ ته راښيي چې د ټولنو د رهبرۍ لپاره د شخصیتونو رول څومره مهم دی. خپله عمر فاروق او ورته نور مهم مشران د قریشو د مشرانو له ډلې وو. پیامبر علیه السلام ویلي دي خپلو صحابوو ته چې: ستاسو نخبه کسان په جاهلیت کې ستاسو نخبه کسان په اسلام کې هم دي. په بله مانا د شخصیت له رول څخه انکار نه شي کیدای خو نور مهم فکتورونه هم شته.

خودا هم مهم اصل دی چې ښه مشران هم په غوره کلتور، علم، مدنیت او  ښه اقتصاد کې را لوییږي. موږ په بې سواده او جاهله ټولنه کې د نن زمانې د غوښتنو سره سم ډېر کدرونه او رهبران نه شو تربیه کولای. که کومه ټولنه چې په هر دین او مسلک باور ولري ښه مشران غواړي علم او د ملک ابادۍ ته دې ملاوتړي.

له بلې خوا شخصیتونه مري، زړیږي او یا کیدای شي بدل شي او په تله سم ونه خیږي او د رهبرۍ خلا به بیا بیا په ټولنه او ملت راځي او ډکول یه یې تل ستونزمن کار وي. نو ځکه یوازې په انفرادي اشخاصو د رهبرۍ د تشې د ډکولو لپاره تکیه کول ډېره معقوله لاره نه ده. رهبر که هرڅومره منل شوی وي او ستر تاریخي کارونه هم وکړي، خو که یې د رهبرۍ مسئله په خپله ملت، ګوند او سازمان کې د منل شوو اصولو مطابق نهادینه نه کړه، له هغه وروسته چې کومې کډوډۍ رامنځته کیږي رهبر په مسوولیت کې شریک وي. موږ دا ستونزه په دیکتاري ريژیمونو او سازمانو کې ښه کتلای شو. هلته ترڅو په هرڅه واکمن رهبر ژوندی او په قدرت کې وي زیات ثبات شتون لري خو کله چې هغه له منځه لاړ شي هرڅه سره وشړیږي. خو په هغو ټولنو کې چې د رهبرۍ موضوع یې نهادینه کړي او په ټولیزه (جمعي) رهبرۍ باور لري د مشرۍ خلا نه رامنځته کیږي.

دا چې شورا په اسلام کې مهمه ده او په قرآن کریم کې دوه ځله ذکر شوې ده خپله موږ ته راښيي چې شورايي نظام او جمعي رهبري څومره مهمه ده. په خواشینۍ سره موږ مسلمانانو د شورا اصل یا بیخي سم نه دی پیژندلی او که چا سم پیژندلی وي ورڅخه یې ډېر کم سم کار اخیستی دی.

 په ځینو وختونو کې به چې د الله رسول د مهمو مسئلو په هکله نظر ورکاوه که به صحابوو ته کوم شک پیدا کیده نو ورنه پوښتنه به یې کوله چې دا وحیې ده او که ته د خپل انساني طبیعت او اجتهاد له مخې نظر ورکوې. که به وحیې وه ټول به تسلیم وو، خو که به د هغه یوازې خپل نظر وو، صحابوو به ورسره په احترام استدلای کاوه. د خندق په غزوه او د اسراوو په قضیه کې همداسې وشول او د صحابوو نظر وروسته د وحیې په واسطه تایید شو. دا مسلمانانو ته یو درس دی چې وګوری ان پیغمبر علیه السلام به مشورو ته غوږ نیوه او یارانو یې ورسره په اړوندو مسئلو کې بحث کاوه.

 له بلې خوا د نن زماني شرایط، فرصتونه، مالوماتو ته لاسرسی، د افکارو، مسلکونو او کارپوهانو تنوع او زیاتوالی موږ ته راښیي چې جمعي رهبري او ريښتینی شورایي نظام ښه بدیل دی. په دې مانا چې دولت، ملي ادارې، پوهنتونونه، سیاسي ګوندونه، د خصوصي سکتور سازمانونه، او نور باید زیات مهم او کارپوه شخصیتونه ولري او په شورایي او مشارکتي توګه پریکړې وکړي. په داسې شرایطو کې زیات د رهبرۍ وړ کسان رامنځته کیږي. خو دلته باید د مشرانو صلاحیتونه، مسوولیتونه، بدلیدل، خلع قدرت کیدل او نور ټول د قانون، لوایحو او منل شوو اصولو په اساس وشي. نو څرنګه چې د ډېرو کسانو د پوهې کچه د یوه کس د پوهې تر کچې زیاته ده، جمعي رهبري چې کله د قانون سره سم نهادینه شي، زیاتې ګټې لری او ډېر دوام کوي، او د ټولنیزو او سیاسي ستونزو د حل خورا ښه او تلپاته لاره ده. کله چې دا مقررات په ملک کې نهادینه شي، د حکومتولۍ او نظام په ټولو چارو د ډېر وخت لپاره پوره پلي شي، نو ټولنیز او سیاسي شعور ته لوړ، په عادت بدل شي، خلک ورڅخه ننګه کوي او دې ته نهادینه کیدل (Institutionalization) وایي. خودا ټول هلته امکان لري چې خلک په پوره حوصله د کافي وخت لپاره ورته کار وکړی او هم په پوره ژمنتیا سره په اړوندو قوانینو او لوایحو سم عمل وشي.

 په هغو ملکونو کې چې دا کار وشي د رهبرۍ بحران نه راځي. د رهبرۍ بحران او تشې ته که سمه پاملرنه ونه شي، د پیسو کارولو، د  نفوذ لرونکو کسانو او کورنیو له نفوذ څخه په خلاصه فضا کې د لیاقت په اساس د ټولو اړوندو کسانو په خوښه ونه شي، نو د رهبرۍ اوږدمهاله او نه جبیره کیدونکي تشه او ټولنیز او سیاسی کړکیچ رامنځته کولای شي.

لنډیز او پایلې

  1. د رهبرۍ د تشې د تلپاتې ډکولو لپاره د یوه مناسب سیاسي شعور، ټولنیز بستر او کلتور رامنځته کول اړین دي. دا مناسب بستر په ټولنه کې د کدرونو د روزنې، ګډ لیدلوري ټاکلو، د علم او پوهې تقویه کولو، بو بل منلو، د قربانۍ ورکولو کلتور ته وده ورکولو او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو له لارې رامنځته کیدای شي.
  2. د رهبرۍ لپاره په زړورو، ژمنو، پوهه لرونکو او ملي ګټو ته ژمنو شخصیتونو پسې فعال لټون، قدر یې کول او ورته لاس ورکول اړین کار دی.
  3. زموږ سیاسي ډلې او ګوندونه، ټولنیز سازمانونه لکه شوراګانې او مدني ټولنې باید یوازې د چا په قول د مهدي موعود په انتظار ونه اوسي. د شخصیتونو د موندنې ترڅنګ باید د جمعي (ټولیزې) رهبرۍ او شورایي نظام د رامنځته کیدو لپاره په هر سازمان کې لوایح، مقررات او اصول رامنځته کړي او په کلکه ورباندې عمل وکړي، ترڅو زموږ په سازمانونو کې زیات رهبران رامنځته شي او جمعي رهبري پایداره کړی.

 

  1. زموږ ځوان کدرونه باید پوه شي چې سازمان او وده یې داسې د تکامل مرحلې لري لکه انسان چې زیږي، په پښو دریږي، په لاره ځي، د ځوانۍ مرحلې ته رسیږي، لري. په لمړي سر کې به ستونزې وي، او ټولنې هم د دې لپاره جوړیږي چې هم خپله پرمختګ وکړي او هم ټولنیزه، کلتوري، علمي او اقتصادي ښيرازي او عامه پوهاوی ټولنې او ملت ته راولي. خو اړینه ده چې تل په سمو اصول کار پیل کړو، د منل شوو اصولو پوره پلي کولو ته ژمن و اوسو او دا کار نهادینه کړو، او که نه وي هر ګوند، ټولنه او سازمان به وپاشل شي.

 

  1. زموږ ټولنیز سازمانونه باید تل خپل ځان، کړو وړو، لاسته راوړنو او تیروتنو ته ښه ځیر وي. باید له تل له خپلو تیروتنو زده کړي،  خپلو خلکو ته تر ممکنې کچې غوږ ونیسي، د هغو د کړاوونو د لیرې کولو، یووالي او پرمختګ  لپاره هڅه او هاند وکړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder