06.09.2017 (16.06.1396)
ټرته! شاته واچوه لغت
عبدالرووف لیوال

داهغه قومانده وه چې دهرات دصرافی مارکیټ ددلګی بولندوی دهرات دصرافانوداتحادیې مشر ته په جګ آواز قطعه تقدیم کړه (ټرته ! شاته واچوه لغت ).

دافغان با شهامته اردودامیرشیرعلی خان له پیرنه زرین تاریخ درلود ،چې داتلولۍ له حماسو ډک وو ، خو له بد مرغه دا میړنی ځواک په۱۳۷۱م کال دپاکستان په نغوته اودمجاهدینود ناپوهی اوسوډرتوب له کبله راوپرځید اونړید.

دافغانستان اتل اردو څلوراصولنامې (نظامنامې ) درلودې :

دانظباط اوقراول اصولنامه ، دجمع نظام اصولنامه ، دداخله خدماتواصولنامه اوسفربری .

چې وروسته دافغانستان دحرب ددیوان په منظورۍ دقانون حیثیت پیداله ولسی جرګې وروسته پاچا توشیح کړ .

په یوه قطعه کې هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک له یوې قروانې نه راټول په خوند یې دخوړنځی له میز نه راتاو ، ټوکې اوټکالو سره یی یوځای ډوډۍ خوړله ، په سنګر کې یې دیوبل پرپرهرونو پټۍ لګولې .

هزاره اوترکمن ورورپه پښتو قومانده په ډیره سختی پوهیده او په اول سر کې به یې ویل :

(هموزغدر موفموم که ،سلاح ازمه آتې حسین علی یه ) ماناداچې حسین علی دده زوی وو اوسلاح دماندینې(ناموس) حثیت ورته درلود ، راشه اوس یې ګوره چې نیمایی ټوپک اوتیل په طالبانو خرڅیږی .

په هرصورت هغه خبر چې هیڅ افغان ته دمنلووړ نه ده ، هغه دې باشهامته اردو ته په سپک نظر کتل دی .

خودهرات دصرافی بازار ددلګی قومندان په غوړه مالۍ سره ددې اردو په ضوابطو ریشخند وهلی اودڅوروپیو په خاطر یې ځان صراف ته ګونډه اوزموږ ملی اردو ته یې سپکاوی کړی ، هیله ده چې سزاورته ورکړل شی تر څوبل څوک داسې کار ونه کړی .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
  • خوشال اصفی (Donnerstag, 07. September 2017 03:51)

    زه خو بیا وایم چه : که ع او غ ، عطا نور، کرزی ، نور او نور و ته بار دننه د غریبو عسکرو له خوا رسم تعظیم ترسه کیږی نو هغه صراف او تر هغه ښکته چه تاسی فکر کوی هر چاته رسم تعظیم وړتیا او د یواځنی اولیت حق لری .
    ع او غ پلورل شوو شغالانو ته دجموری ریاست او هغه هم ابرقدرتو به هدیره هیواد کی کی هماغه د دجال د جنت ورکولو په شان دی .
    زه دروند لیکونکی څخه په ډیر معذرت دا پوښتنه لرم چه ع او غ تر هغه صراف ډیر شرف او ډیره وړتیا لری چه خبله خاوره ، ناموس خلک او خپلواکی یی د نړی په قصابانو پلورلی ؟