27.02.2018 (08.12.1396)
ټاپي به پاکستان وتړي
لیکنه: خوشحال آصفي

لومړی؛ د ټاپي سياسي ارزښت

کابو له پنځه ويشتو کلونو وروسته د افغانانو يو پخوانی خوب په حقيقت بدل شو. سره د دې چې کورنيو داړه مارانو يې د تخريب او د مخنيوي هڅه کوله؛ خو بيا هم د ټاپي پروژه په برياليتوب پرانيستل شوه. دغه پروژه د دې تر څنګ چې افغانستان ته اقتصادي اهميت لري؛ د سياسي ارزښت درلودونکې هم ده. د دغې پروژې په پلي کولو سره د افغانستان نېږدې دښمن پاکستان وتړل شو. په دې مانا چې اوس د پاکستان هغه مداخلې چې په افغانستان کې يې کولې؛ د ټاپي پروژې سره وتړل شوې. پاکستان تل د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي دي خو د ټاپي پروژه به چې پاکستان يې هم يوه برخه ده؛ وکولی شي چې د افغانستان په اړه د پاکستان جنګي سياست په اقتصادي سياست بدل کړي.

د ټاپي پروژې اوس پاکستان داسې وتړلو چې مداخلې يې له اقتصادي ګټو سره وتړل شوې، اوس که پاکستان دلته په جګړه کې خپلې ګټې ګوري نو د اقتصادي ګټو د نزول په قيمت به ورته تمامېږي. پاکستان اوس ګوزار نه شي کولی، پاکستان اوس وتړل شو، پاکستان که دلته افغانستان کې مداخله کوي نو مستقيماً د دوی اقتصادي ګټې به هم ګواښل کيږي او همداراز له بل لوري به د ټاپي د شريکو هېوادونو له ډاره خپل ځان اصلاح کوي. ځکه که پاکستان له افغانستان سره بيا هم د خپل بد نيت د ښودلو نيت وکړي او د ټاپي د تخريب لپاره ګوزار کولو ته زړه وکړي نو دا به د ټاپي شريکو هېوادونو باندې ګوزار وي، او پاکستان نشي کولی چې هم مهاله هم له افغانستان او هم د ټاپي د نورو شريکو هېوادونو سره ټانټې وژووي.

بل لور ته مهم او د پام وړ ټکی له دغې پروژې د وسله والو طالبانو ملاتړ يادولی شو. طالبان هم د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي بنسټ مهم عنصر بولي او وايې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د دې پروژې له پلي کولو سره همکاري کوي. د طالبانو دا اعلان که د هر چا په خوښه او امر شوی وي خو له دريځه يې معلوميږي چې اوس وسله والو مخالفين هم د جګړې تر څنګ سياسي مبارزې ته هم پاملرنه کوي.

اوس که پاکستان هر څومره او په هره لاره، يا د طالبانو په وسيله او يا د هر بل عامل په وسيله د ټاپي د تخريب هڅه کوي نو د افغانستان په شمول به د هندوستان او ترکمنستان له غبرګون سره مخامخ کيږي. هر هېواد به د خپلو ګټو د تامين لپاره هم له دغې پروژې څخه کلکه ساتنه کوي.

دويم؛ د ټاپي اقتصادي ارزښت

د ټاپي ګازو نللیکه چې د افغانستان له هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایتونو تیریږي او له پاکستان نه په تېریدو د هند فاضلیکا ښار ته رسیږي، ټول اوږدوالی يې ۱۸۱۴ کيلومټره دی چې لويه برخه ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له خاورې تېريږي. دغه ستره ملي پروژه به په افغانستان کې په زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. دغه پروژه د افغانستان لپاره د سياسي ارزښت تر څنګ ستر اقتصادي ارزښت هم لري.

سربېره پر دې چې افغانستان به په کلني ډول د ټاپي له پروژې د حق العبور له درکه ۴۰۰ میلیونه ډالره لاس ته راوړي؛ د دغې پروژې په پلي کېدلو سره به د هغه ولايتونو چې دغه نلليکه پرې تېريږي؛ زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره شي، د سوېلي او مرکزي آسيا په تړل کېدو سره به افغانستان کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شي، د برښنا سب سټيشنونه به جوړ شي او د افغانستان کورني عوايد به لوړ شي.

له دې ټولو سربېره به په کابل او ټول افغانستان کې د ګازو بيه راټيټه او خلکو ته به اساني برابره شي. په ټوله کې ويلای شو چې د ټاپي پروژه د سيمي د اقتصادي پراختيا، امنيتي وضعيت ښه والي او په سيمه ايزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ دريځ رامنځته کولو کې پراخه ونډه لري.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 27. Februar 2018 21:08)

    شک نشته چه (( ټاپی )) او بله هره لویه او کوچنی پروژه د خپل کمیت او کیفیت له مخی ارزښت لری په اړه به ځينو ټکو ته د خلکو پام راواړوم
    لمړی :د اولنی دری هیوادو لمړنی ټکی لکه ( ټ،ا، پ ) سم مګر اخری حرف ( ی ) چه د هند د پاره دی د هند د نوم لمړی، اخری او حتی منځنی حرف هم نه دی په ځای ولی ( ه ) یا ( الف ) نه لیکل کیدلو.او که اخری ( ی) بله کومه معنی لری څوک شته چه دا واضح کړی یعنی د ټاپی په ځای باید ( ټاپه ) لیکل شوی وی .
    دوهم: دا سمه ده چه دا او دی ته ورته ټولی پروژی ګټوری دی خو کاش په داسی په داسی وخت کی دا پروژه منل شوی او ترسره شوی وی چه زمونږ هیواد اشغال نه وی او نه مو ناوړه، فاسده او غلامه اداره لرلی تیریدل، ساتل او ګټه اخستل به تری ډیری ستونزی ولری او ګټه به یی یواځی د ملی او بین المللی مافیه جیب ته لویږی زمونږ مظلوم اولس له نومه به ناوړه ګټه پورته کیږی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder