23.04.2018 (03.02.1397)

يو ځل بيا خاينې کړۍ د ډيورنډ رسمي کولو هڅې کوي

لیکنه : خوشحال آصفي

ډيورنډ؛ هغه فرضي کرښه ده، چې د هې واد د ميشتو قومونو له جملې؛ د اکثريت نفوس لرونکي قوم (پښتون ولس) پر زړه د انګليسانو لخوا کښل شوې او د ټولو افغانانو لپاره يې يو ناسور زخم جوړ کړی دی. دغې کرښې دومره زیانمن کړي يو چې آن په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوه برخو ويشلي، او پنجابی حکومت پرې خپل راج چلوي. پاکستاني حکومت او خپل بادار هېواد (انګليستان) تر خپلې وسې هڅه کړې چې دغه کرښه په نړيواله کچه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه مطرح کړي. دغو هيوادونو آن دلته زمونږ په هيواد کې دننه ځينې کورنۍ کړۍ هم په بيه د همدې موضوع د لابي ګيرۍ لپاره ګمارلي دي او وخت ناوخت خپلې مردارې خولې راخلاصوي او کله د پارلمان له ادرسه، کله د پوځي شنونکي له ادرسه، کله د تاريخ پوه له ادرسه او کله د مدني فعال له ادرسه د پاکستان په ګټه د رسمي پولې د منلو په توګه چيغې وهي.

اوس چې پاکستان په کور دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ له پراخ فشار او له بهره د تروزيزم د ملاتړ له امله د امريکا او نړيوالې ټولنې له فشار سره مخ دی نو يو ځل بيا يې دلته په افغانستان کې خپل جاسوسان راپورته کړي دي او د ډيورنډ د رسميت غږ پورته کوي. دلته د افغانستان په پارلمان او نورو دولتي ادارو او يو شمېر ګوندونو کې کړۍ شته چې د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پيژندلو ته چمتو دي. همدوي دي چې د ځينو د تعصب په ناروغۍ ککړو رسنيو له لارې يي همدا موضوع توده نيولې ده. هر وخت يي په اړه بحثونه نيسي او داسې ذهنيت جوړونه کوي چې ګويا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو سره به افغانستان ګل و ګلزار شي او هره خوا به سوله او ارامي شي. دوی که څه هم ظاهراً د افغانستان د ارامۍ او سولې خبرې کوي خو تر شاه يي موخه دا ده چې د هيواد اکثريت نفوس لرونکی قوم په دوه ټوټو وويشي او یو بل قوم اکثريت ثابت کړي.

دغه افراد چې وخت ناوخت د پاکستان، انګلستان او ځینو نورو په اشاره د ډيورنډ د رسميت غږ پورته کوي، لوی هدف يې د پاکستان لخوا د ورکړل شويو پيسو د هضم تر څنګ دلته په افغانستان کې د ستر قوم (پښتون) په منځ دوه ځايه وېشل، د دوی بې تفاقي، د دوی بې علمي، د دوی نفوس اقليت ثابتول او په نتيجه کې واک په خپل لاس کې نيول، دغه ستر قوم د يو تروريست او له زده کړو ليرې قوم په توګه مطرح کول او خپل مردار اهداف ترلاسه کول دي. خو افسوس دا دی چې يو شمېر کورمغزه او له ټانګې اس په شان تړلي پښتانه هم د دغو مغرضو اشخاصو په دام کې لويږي او داسې انګيري چې رښتیا هم د افغانستان د ټولو مشکلاتو مور د ډيورنډ کرښه ده او که دا په رسميت وپيژندل شي نو افغانستان به ګل او ګلزار شي. په داسې حال کې داسې نه ده، د افغانستان خپل جيوپوليټيک او جيو اکناميک موقعيت او ضعيفه حکومتولي باعث شوې چې دلته هر څوک لاسوهنې وکړي. که دا ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر رمنځ رسمي پوله هم وای نو بيا به هم دلته مغرضو هيوادونو د پاکستان او يا په خپله مستقيماً دلته لاسوهنې کولې.

ډيورنډ خو يوه فرضي نامنل شوې او د يو مجبوريت يا د وخت موجوده شرايطو له مخې له پاکستان سره د سلو کالو لپاره موقتي لاسليک شوې وه چې اوس يې وخت په بشپړ ډول پایته رسيدلی دی. په نړيواله کچه هيڅ داسې ثبوت پاکستان په لاس نه لري چې وښيې دا د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد دی. که موجود وای نو اوس پاکستان وخته نړيوالو ته سپارلی وای. پاکستان دومره احمق نه دی چې رسمي سند دې ولري او بيا دې هم کلونه صبر وکړي او په نړيواله کچه دې د ډيورنډ د رسمي کولو خبره نه مطرح کوي. پاکستان په دغه ډول څرګندونو او يا دلته د مغرضو اشخاصو له خوا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو غږ راپورته کول يواځې د دغې کرښې اړوند د افغانانو ذهنيت بدلول دي. پاکستان اوس غواړي چې په يو نه يو ډول د دغې کرښې د رسمي کولو لپاره لابي ګیري وکړي او افغانانو ته داسې وښيې چې د دوی د ستونزو مور يواځې ډيورنډ دی او بلاخره دوی له دغې کرښې تير شي.

زمونږ ولسونه بايد د يوې وړې سپږې لپاره ټول پوستين ته اور ورته نه کړي. ولس مو بايد پوه وي چې ډيورنډ يو نامنل شوې او د وخت د مجبوريت له مخې يوه اجباري موقتي کرښه ده چې وخت يې هم پایته رسيدلی دی. او بله دا چې دا داسې کرښه نه ده چې هر ناکس دې يې په اړوند خپل نظر وړاندې کړي، دا يوه ملي مساله ده د دې کرښې اړوند حتی دولتونه نشي کولی چې پرېکړه وکړي، د دې کرښې پرېکړ ه يواځې د کرښې دواړه غاړې هغه ولس کولی شي چې د استعمار له لوري يې پر سينه په زور او جبر راکښل شوې او يو ستر قوم يې په منځ دوه ځايه وېشلی دی. پس زمونږ غوښتنه له ولس څخه دا ده چې ډيورنډ د هر افغان لپاره سره کرښه ده، ډيورنډ د افغانستان په تاريخ کې تر اوسه هيڅ دولت او هيڅ فرد منلې نه ده او نه يې منلی شي. د تل په شان د لوی افغانستان غوښتنې ته مو دوام ورکړئ ان شأالله هڅې مو رنګ راوړي. او هغه کسان چې دلته د ډيورنډ کرښې د رسميت غږ پورته کوي ورته داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړئ چې تر راتلونکې لس نسل پورې يې په ياد واوسي او بيا خپلې مردارې خولې په ملي مسايلو خلاصې نه کړي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Dienstag, 24. April 2018 00:50)

    هر خپلواک انسان ته درناوی لرم مګر هغوی چه ضمیرونه یی اشغال او د اشغالګرو له خوا ښکلی دریښی او صلیبی نیکتایی یا د صلیب د غلامی غاړکی یی په غاړه ، د دی په ځای چه د نن د دی لوی تنی د خپلواکی یادونه او اخستنه وکړی د اشغالګرو په دستور په دی خاطر دپرونی اشغال شوی او غصب شوی شعارونه زمزمه کوی چه اوسنی اشغال څخه د خلکو پام پرونی اشغال ته واړوی .
    پرونی پشتونخوا هم د کرزی او غنی په شان یعقوب خان ، عبدالرحمن خان او امان الله له اجاری شروع بلاخره په قباله او مفته په هماغه انګریزانو وپلورله چه نن یی زمونږ زمکه او هوا د هغوی د الوتکو او ټانکو په واک او لاس کی ده .
    دا خو پریږده چه دی اشغال ته د کمونستانو په شان دوست هیوادونه وایاست هغوی چه د خپلواکی ډګر کی جنګیږی هغوی ته هم د ایران ، پاکستان حتی د امریکا او ناتو چاسوسان وایاست ، په دغو لاسته راوړنو خپل کوروالا ته روزی ترلاسه کوی .
    داسی غلامی چه د قضایی مصونیت په لرلو څه چه یی د کور بار دننه خوښه وی هغه ترسره کوی ، هغه ټولی هیری د ډیورند خبره ژوندی ده مونږ لیدلی د اشغال سره سم د ډیورند خبره ژوندی او ګړندی شی مننه

  • محمد (Dienstag, 24. April 2018 08:31)

    نه پوهیږم چي ددې مقالې لیکونکئ به څومره پوهه او عقل لري خو دا توقع لرم چي د فکر سویه یې دومره اوچته ده چي تر اوسه پوري مرستون ته د داخلې وړ نه دئ بلل سوئ او دغومره پوه کافي ده چي یو انسان دا سنجش وکړي چي هیڅ واکمن ته د بشریت په تاریخ کي هیڅ وخت هیڅ ولس دا حق نه دئ ورکړئ چي د ولس یا د هغه ولس د اوسیدو ځمکه بل دولت ته په موقت قرارداد یا اجاره ورکړي. کله چي یو دولت د خپل واک لاندي ولسي کتله بل دولت ته د اداره کولو لپاره ورپریږدي نو د همهغه ولسي کتلې په وړاندي خپل مشروعیت د لاسه ورکوي. دا چي زموږ کابل میشتي ورونه دډیورنډ ها خوا سیمو غوښتنه کوي، هغوئ دا فکر کړئ دئ چي فرض که پآکستان د اټک تر پله پوري سیمي زموږ حکومت ته ومنلې چې راسئ عبدو او غنو ددې سیمو اداره راڅخه تسلیم کړئ، نو بیا به څه پیښ سي. هغه ناتار چي د افغانستان په ولایاتو کي روان دئ هلته به هم وي. بیا هغه نازولي او په امن کي اوسیدلي خلګ دي زموږ افغانانو په شان ټینګ نه دي روزل سوي چي ددې تکلیفي ژوند زور راوړي. مخکي له دې چي موږ د نورو سیمو د ولکه کولو دعوه کوو لمړی باید د خپل حکومت د اداره کولو ظرفیت ورجوړ کړو چي د خپلي ولکې لاندي سیمو اداره په څومره مهارت سره انجاموي. زموږ دولت ورځ تر بلي خپل جغرافیایي حدود د لاسه ورکوي او پاکستان چي غیر رسمي ملیشې یې د کابل په څو کلومتري کي پرتې دي او زموږ ددولت مشروعیت ورننګوي. ته ډیورنډ ځني غواړي. ماغذه دي خراب سوي دي ۵ منه جوز او بادام هر سهار په نهاره په شیدو کي خوره چي د خپل فامیل سوده درباندي وسي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind