02.12.2018 (11.09.1397)

وړوکی او  لوی حرامي نه شته-  مونږ سپيناوی غواړو!
صلاح الدین سعيدي 

مطيع الله علمی رور یو شمېر سیاسیونو ته د لوی حرامي خطاب کوي. زه ددوی د دې سپک او ناروا خطاب سره په څو دليلو مخالف  يم او دا کار او دا خطاب  غلطه دی! 

یوکس یا حرامی دی او یا حلالي. حرامي لوی او وړوکی نه لري.  

د حرامي او بیا سیاسي حرامي دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله به زه درته په ګوته کړم. اول ‌‌‌‌‌‌ډول حرامي چې ښځې ته د ناروا  جنسي رابطې سړی یعنې د کوچني پلار مالوم وي او دوهم چې هغه متخلفه ښځه له دومره کسانو سره همبستره شوي وي چې هغه خپله هم نه پوهیږي د کوچني پلار څوک دی.

حرامي او حرامکاره ښځه خپل او یا خپل مېړه حق کې خیانت او تجاوز کوي اما وطن، خاورې او ملت ته خیانت او هغه ته حرامي خطاب، حرامي  ته توهین دی.

اوس نو راشو  دا چې جناب اتمر او یا بل کس ددې وطن اولاد دی او د هر مقام لپاره د جمهوري ریاست په شمول د کاندیدولو حق لري. داچې دوی ځان د افغانستان د جمهوری  ریاست لپاره کاندید کړای او اوس د وطن د خیانت او د افغانستان د ځمکې د خرڅلاو خبره او ستاسې د لوی حرامي خبره  او اتهام پر دوی ګرمیږي د انصاف خبر نه ده او دا ناروا لوبه او ناروا کار دی. 

د لوی او واړه حرامي خطاب هم دوی ته ناروا او غیر انساني دی. جناب حنیف اتمر او جناب زاخیلوال ددې وطن کادرونه او ددې وطن د سترو مسوولیتو او خدماتو خاوندان وه او دي. نه یې د چا په سر میخونه وهلي او نه یې د چاسینې ور پرې کړي او نه د پښتنې مور د تولد پروسه اجبار کړې او ... نو لږ د خبرو عمق او بُعد ته پام کوه چې څه کوې. 

د نن ورځې لوستونکی هم مغز لري او هم قضاوت. ستاسې یاد شوي کسان به د کار په ترڅ کې خطاوې او تېروتنې کړي وي چې کړي او فرشتې نه دي خو وطن پلورل او وطن ته خیانت نه بښل کبږي او که د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د امریکې تر فشار لاندې دوی کوم سرحدي  قرار داد داسې کړای وي چې د هغه پر بنیاد د افغانستان زمکه یې چاته ورکړي او دا ملي خیانت یې کړای وي نو مونږ ته مستندات نشر او په لاس راکړئ او دا بیا زمونږ سره، غیر قابل عبور او د  دوی د افتضاح او د افغانستان په سیاسي ژوندکې د دوی د پای نقطه او د کیوناري او شاه شجاع سرنوشت دی.

جناب حنیف اتمر او جناب زاخیلوال او دې مساله کې بل هر ښکیل  کس ته اکیداً سفارښت لرم او ویل غواړم، دا د افغان ملت غوښتنه ده، چې دا مو هغه سور خط دی چې ترې نه د تېرېدو صلاحیت لرو او نه تاسې دا حق لرئ او نه بل هیواد. په کار ده چې  همدا نن ددې خبرې سپيناوی وکړئ او ملت ته ریښتیاد او ددې خبرې ټول جوانب ووایاست. 

مونږ سپيناوی غواړو او دا مو سورخط او مسلم حق دی. 

پای چې انجام یې متخلف ته د پای ټکی دی. 

مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Montag, 03. Dezember 2018 11:50)

    تر کومه پوري چي د یوچا د حرمونیتوب خبره ده، د ډي این اې ټیسټ ورسره یوځای د تثبیت سوو والیدینو د ازدواج د شواهدو د څیړني ایجاب کوي او پاته سول خبره د ملي خیانت، شاید زموږ د افغانانو په مینځ کي د ملي خیانت پر تعریف باندي توافق نه وي موجود. که چیري د کوم دولتي مامور لخوا د هیواد خاوره و ګاونډي هیواد ته پریښودل افغانانو ملي خیانت بللای نو ټول هغه امیران د هیواد د محاکمو لخوا مجازات سوي وای چي کشمیر، پنجاب، سند، بلوچستان، خیبر پښتونخوا، مشهد او نیشاپور یې پر ګاونډیو وپلورل. په دې نیژدې وختونو کي د کندهار د وخت والي د ویش هغه یو څو کلومیټره خاوره پاکستان ته ورکړل چي پاکستان د طالبانو د تحریک د پیلولو لپاره افغانستان ته ورپرې ایښې وه. دا چي ښاغلئ اتمراو ستانکزي د معاصر افغانستان ۱۵ ولایته پاکستان ور پریښودل نو څه اسمان نه دئ نړیدلئ. پریږده چي دی ښاغلئ د افغانستان ولسمشر سي چي ټول هیواد پر پاکستان وپلوري . لږتر لږه خو به خپل په مینځ کي نه سره لیري کیږو لکه اوس چي د لر او بر پښتانه سره لیري دي. دا چي نیم د پاکستان سره یو، نیم د ایران سره او نیم د تاجکستان او ازبکستان سره بیا به نو د هرات او کندهار تر مینځ، د غزني او زابل تر مینځ او د غور و بادغیس تر مینځ د اغزن تار غزولو لانجې رواني وي

  • غلام حضرت (Montag, 03. Dezember 2018 21:38)

    اوس نو ښه راته ثابته شوه چه زاخیوال او اتمر د انګرېز ماهر او مرموز شاګردان دی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind