17.12.2017 (26.09.1396)
ولې ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي، چې  بیت المقدس د اسرائیل پایتخت شي؟
احمد جاويد شکيب

  د  ولسمشرۍ د کمپاين په وخت کې ډونلډ ټرمپ له خپلو ملاتړو سره وعده وکړه، چې د بریا په صورت کې به د امریکامتحده ايالاتو سفارت  له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقالوي

ښاغلي ټرمپ د خپلې  وعدي مطابق څو ورځي مخکې اعلان وکړ، چې د امریکامتحده ایالاتو سفارت به یوریشیلم ته انتقالوي او يوریشيلیم به د اسرائیلو د پايتخت په توګه منئ

د ښاغلي ټرمپ خبره تصادفي نه ده، د اسرائیلو د دولت د رامنځته کيدلو  له پيل څخه دغه  د اسرائیلو غوښتنه وه، چې یوریشیلم Jerusalem د د اسرائیلو پایتخت شي

 په ۱۹۸۰ کال کې د اسرائیلو هېواد يو قانون تصویب کړ، چې په اساس يې خپل پایتخت به   يوریشیلم Jerusalem  وګرځوي

خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۴۷۶ پریکړه لیک په اساس فیصله وشوه، چې د ښار مقدس والي جغرافیوي او جميعتي جوړښت  او تاریخي خصلت باید وساتل شي او هر عمل، چې دغه جوړښت له مشکل سره مخامخ کوي نو باطل دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې سره سره په ۱۹۹۵ کال کې د امریکا کانګرس قانون تصویب کړ، چې په ترڅ کې به يې د امریکامتحده ایالاتو سفارت له تل ابیب څخه یوریشیلیم ته انتقال کړي. خو په هغه وخت کې دغه عمل وځنډول شو

 

که څه هم د ټرمپ دغه عمل د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو او نړيوالو حقوقو خلاف عمل دی. د امریکامتحده ایالاتو نژدي متحدين، اکثره اسلامي هيوادونو، او حتی د امریکامتحده ایالاتو د ملي امنیت شوار مشاورینواو د د دفاع وزیر د  ټرمپ د دغې پريکړې له منفي عواقبو خبرداری ورکړ؛ خو بیا هم ټرمپ خپله وعده عملي کړه

 اوس پوښتنه پيدا کيږي ولې د امریکامتحده ایالت او ښاغلی ټرمپ د اسرائیلو د منافعو لپاره دومره لوی کواښ ته غاړه کيښوده؟  ولې د امریکا متحده ايالات د نړيوالو حقوقو او ملګري ملتونو د پریکړه ليکونو او انساني اخلاقي اصولو خلاف د اسرائیلو دفاع کوي؟ 

علت يې واضح دی، د سپين پوستو صیؤنيستي انجیلي عيسويانو Evangelical Zionistic Christan د خوشحالی لپاره دغه پریکړه وشوه. اوس پوښتنه دا ده چې ایفینجلیکل عیسويان څوک دي ولې دوی غواړي، چې  د اسرائیلو پایتخت بیت المقدس ته انتقال شي؟ د دغې ليکنې په پاتي برخه کې به هڅه وشي، چې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړل شي

بیت المقدس د اسلام د دويم خلیفه حضرت عمر په وخت کې فتح او د لومړي نړيوالي جګړې پورې د مسلمانانو تر واک لاندې وو. که څه هم دغه ښار د ډیرې کمي مودې لپاره د  ۱۰۹۵ او  ۱۲۹۱ کالو ترمنځ د  صليبي جګړو په دوران کې  د صلیبي عیسویان په واک کې پاتي شو؛ خو بیرته مسلمانانو فتح کړ. دغه ښار د یهود، عیسويانو او مسلمانانو لپاره ځانګړې تقدس لري او د اسلامي خلافتونو په دوران کې درې واړه مذاهبو ته اجازه وه، چې په آزاده توګه خپل عبادت پکې ترسره کړي

د اسلامي واکمني په دوران کې د یهودو او مسلمانانو ترمنځ دومره لويه لانجه، لکه اوس، چې شتون لري موجود نه وه. د صلیبي جګړو په دوران کې عیسويانود يهودانو او مسلمانانو  سره يې یوشان ظلم او زیاتی وکړ. يهود او مسلمانان دواړه يې له تیغه تير کړل

کله، چې د کاتولیک کلیسا لخوا يهودان شکنجه او ځوريدل  نو دوی اسلامی هېوادونو ته پناه وړله، له هسپانيي نه مراکش ته په زرهاو يهودان د عیسویانو د شکنجو امله مهاجر شول

امریکايي مؤرخ Amnon Cohen   چې له ۱۵۳۰ څخه تر ۱۶۰۱ پورې يې د یهودو ۱۰۰۰ دوسيې څیړلې وايي، چې دغه دوسيې په یوریشیلم کې عثماني امپراطوری ته وړاندې شوي دي

یهودانو تر خپلو محاکمو په اسلامي محاکو ډیر اعتماد درلود. دوی دا بهتره ګڼله، چې فیصلي  يې په اسلامي شرعیت باندې وشي

په ۱۸۳۹ کال کې  William T. Young یوریشیلم کې د کونسل معاون و، نوموړی وايي، چې يهودی په يوریشيلم کې د سپي نه لوړ نه ګڼل کيده، د ضرورت په وخت کې به یهودي دا بهتره ګڼله، چې د مسلمان په کور کې پناه واخلي نه د عیسویانو په کور کې.  په ۱۸۵۷ کال کې برطانوي کونسل جیمز فین  James Finn  په اساس  فلسطین یوازنی هېواد و، چې پکې ځانګړي مذهبي زغم شتون درلوده

خو د تاریخ په اوږدو کې د عیسويانو او یهودوانو ترمنځ سترې لانجي موجودې وې؛ کاتولیک عیسويانو په اروپا کې په زرهاوو یهودان صرف د دوي د یهودیت له کبله له تیغه تیر کړل 

کله، چې په عیسويت کې د پروتستان ډله  رامنځته شوه نو د دې ډلې انجيلي عېسويان Evangelical Christian رامنځته او د لومړي ځل لپاره يې په اروپا کې پروتستان شاهانو ته يې په ۱۸۴۱ کال کې یو یاداشت وړاندې کړ او غوښتنه يې ترې وکړه، چې يهودانو ته باید په فلسطين کې یو دولت رامنځته شي

بالفور هم د لومړي نړيوالې جګړې څخه وروسته د همدې انجیلي عیسویانو غوښتنې په اساس یهودانو ته په فلسطین کې د یوه دولت د جوړيدو اقدام  وکړ

کله چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرایلو دولت رامنځته شو، د انجیلي عیسويانو  په اساس دغه د تورات پیشبيني وه، چې عملي شوه. همدارنګه دوی عقيده لري، چې د عیسی علیه السلام د دويم ځل راتګ لپاره د اسرايلو دولت را منځته کیدل لومړی شرط دی. اوس خپله ټرمپ او ملاتړي يې همدا عقیده لري او بیت المقدس د اسرائیلو پایتخت په توګه منل هم د دې پروسې لړی ده

په درنښت

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 18. Dezember 2017 01:02)

    شکیب صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی !
    ستاسی د لیکنی په تایید به زه هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه :
    القدس د نوی یا دوهمو اضلاع متحده د پاره پایتخت جوړیږی . اصلی عیسویت او یهودیت نور له منځه تللی تر دی کچی په کی انحراف راغلی حریصو یهودانو او صلبیانو سرمایدارانو او سیاست مدارانو پکی د مظلوم بشریت د استثمارولو د پاره به یو استعماری بزنس اړولی چه له امله یی نظم نوین جهانی یا نړیوال حکومت رامنخته کوی او په رامنځته کولو یی عملی بڼه کی د زمکی د خدایی دعوی کول دی .
    د همدی امله یی لمړی عثمانی خلافت ته د
    بای تکی کیشود عربی سیمه یی په شاهی عالمانو وویشله او اسراییل ورباندی لکه لاک او مهر حکومت وتپلو ، اسراییل یی په هر اړخیزه تری کچی پیاوړی کړل چه نه یواځی دننه په اسراییلو یا فلسطین بلکه په ټوله عربی جزیرنما یا منځنی ختیز کی یی نظامی استخباراتی، مالی اوسیاسی ریښی وځغلولی ایران یی جلا او سعودی یی جلا د یو بل د جنګلو د پاره پیاوړی کړل نو اوس د دی وخت رارسیدلی چه د دوهمی اضلاع متحده د باره د القدس په نامه پایتخت وټاکی او دا پایتخت به د کعبی په ځای د ټولو نړویوالو کعبه هم جوړه کړی په دی اړه کیدی شی زه کومه لیکنه هم ولیکم مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind